د پراګ کلا

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
د پراګ کلا

د پراګ کلا (Pražský hrad ) د چېک جمهوريت تر ټولو مشهور کلا ده .د پراګ کلا په اوس وخت کې د چېک د ولسمشر مقر دی. د پراګ په کلا کې درې مهم ودانی پرتې دی. دغه کلا په ۸۹۰ کال کې د پرنس بوږیوی ( Bořivoj ) لخوا تاسیس شوه. د پراګ کلا په ۱۲ پیړی کې بیا جوړ شوه. د هبزبورګ د حکومت په دوره کې په کلا کې د رېنېسانس (renesance )د سبک قصر جوړ کړ. د پراګ کلا درې حویلی لری. په لمړی حویلۍ کې لوی ور دی چې په ۱۸ پېړۍ کې جور شو. په دوهم حوېلۍ کې لوی د اوبو فواره پرته دی. په دریم حویلۍ کې د مقدس ویټ کلیسا، د پاچا قصر او د مقدس جورج کلیسا پرته ده.

د پاچا قصر

د پاچا قصر په ۸۹۰ کال کې جوړ شو او درې چتونه لری. د رومان د قصر لاندې چت تر ټولو پخوانی چت دی. دوهم چت په ۱۳ پیړی کې جوړ شو. دریم چت په ۱۵ پیړی کې جوړ شو.

د مقدس جورج کلیسا

د مقدس جورج کلیسا ( Bazilika sv.Jiří ) د پراګ تر ټولو پخوانی کلیسا ده چې په ۹۲۱ کال کې تاسیس شوه.

د مقدس ویټ کلیسا

د مقدس ویټ کاټیدرال ( کلیسا )


په ۹۲۹ کال کې پاچا واتسلاف ( Václav) د خپل قصر نژدې یو د رومانی سبک کلیسا جوړ کړه. په ۱۱ پیړی کې دغه کلیسا بیا جوړ شوه. په ۱۳۴۴ پاچا یان لوکسینبورګ (Lucemburg ) دغه کلیسا خراب کړ او نوی ګوتیکی کلیسا تاسیس کړ. دغه کلیسا د ۱۳۴۴ کال څخه تر ۱۹۲۹ کال پورې جوړیدله. دغه کلیسا د مقدس ویټ کاټیدرال ( کلیسا ) په نوم یادېږی. د مقدس ویټ کلیسا د چېک جمهوریت تر ټولو مشهور کلیسا ده. په دغی کلیسا کې یو د عبادت خانه پرته ده چې په دغه عبادت خانه کې د چېک د پاچا تاج پروت دی.