د پاکستان په شمال لویدیځ کې جګړه
د پاکستان په شمال لویدیځ کې جګړه |
|
|---|---|
| تاريخ | ۲۰۰۴ - تر اوس |
| هېواد | وزیرستان |
| پوځونه | |
د پاکستان په شمال لویدیځ کې جګړه د پاکستاني پوځ او د پاکستاني طالبانو د غورځنګ، القاعدې، لشکر اسلام او د اوزبکستان د اسلامي غورځنګ یوه پوځي جګړه ده چې په پاکستان کې په ۲۰۰۴ کال کې پېل شوه او تر اوس روانه ده.
تاریخ
د تورې بوړې تر جګړې وروسته د طالبانو او القاعدې څو ډلې د افغانستان څخه پاکستان ته وتښتېدلې. په ۲۰۰۳ کال کې امریکایی حکومت د پاکستاني ولسمشر پروېز مشرف څخه غوښتنه وکړه چې پاکستانی پوځ وزیرستان ته ولیږي.
د واڼې جګړه
په ۲۰۰۴ کال کې د پاکستان د پوځ طالبانو او القاعدې په منځ کې لویه جګړه پېل شوه. په دې جګړې کې د طالبانو ځواک ماته وخوړله او په سلګونو وسله وال د پاکستان پوځ لخوا ونیول شول.
د راه حق پوځي عملیه
د سوات جګړه چې د راه حق عملیه هم په نوم یادېږي د پاکستاني ځواک یوه پوځي عملیه وه. په ۲۴ سپتمپر ۲۰۰۹ کې ۳۰۰۰ د طالبانو وسله والان د سوات دره ونیو او په دی سیمې کې یی شریعت علان وکړ. نژدې دوه میلیونه خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شول. په ۲۵.۱۰. ۲۰۰۴ کې پاکستاني پوځ پر سوات برید وکړ او نوی جګړه پېل شوه. په دی جګړې کې ۱۳۰ وسله والان ووژل شول.