د پاکستان د انصاف غورځنگ

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

دپاکستان د انصاف غورځنگ (پی ټی آئی) (په انگریزی:Pakistn Movement for Justice) (په اردو: پاکستان تحریک انصاف یا پی ټی آئی)یو مرکزی، ملی، اوپه چټکتا پراختیا موندونکۍ سیاسی گوند دی چی بنسټگر یی د پاکستان د کرکټ پخوانې لوبغاړۍ او بشرپال عمران خان دی. نوموړی گوند د اوسنی سیاسی نظام مخالف ښی اړخی او کیڼ اړخی لورلیدونه لری. په پاکستان کی تر ټولو په چټکتا خوریدونکۍ گوند دی که څه هم په تیرو ټولټکنوکی یی لږ بریاوی لرلې خو اوس د پاکستان په مخکښه ملی گوندونو کی شمیرل کیږی په ځانگړی توگه د ۲۰۱۱ د اکتوبر د ۳۰می وروسته کله چی په لاهور کی په سلگونه زره وگړی د نوموړی گوند په پلوی را غونډ شوه.پی ټی آئی په پاکستان کی تر ۶ میلیونه زیاتو فعالیونو لرلو ادعا کوی. سیاسی کارپوهان وائی چی پی ټی آئی د پنجاب آیالت په سهیلی، مرکزی او لویدیزو سیمو، خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د سند آیالت په لوړو سیمو کی ډیر ملاتړ لری. د پاکستان د خلکو گوند او د پاکستان مسلم لیگ ن گوند د پی ټی آئی مخامخ حریفان دی. په پاکستان او بهر کی د لسو میلونو څه زیاتو غړو په درلودلو سره یوازی د پاکستان تر ټولو غټ گوند نه بلکه غړیتوب له امله دنړی له غټو گوندونو څخه یو دی. د نړیوال جمهوریت انسټیټیوټ International Repbulican Institute د ۲۰۱۲ د می د راپور له مخی پی ټی آئی د پاکستان تر ټولو مشهوره گوند دی.

اخځونه

http://en.wikipedia.org/wiki/Pakistan_Tehreek-e-Insaf