د پاني پت دريمه جګړه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
د پاني پت دريمه جګړه

The Third battle of Panipat 13 January 1761.jpg
تاريخ د ۱۷۶۱ د جنوري پر ۱۴
هېواد پانجاب
پوځونه
Flag of the Emirate of Herat.svg د درانیانو واکمني Flag of the Maratha Empire.svg د مرهیټانو واکمني
قوماندان
Ahmad-Shah-Durani.jpeg Sadashivrao bhau.jpg
احمد شاه دراني Sadashivrao Bhau

د پاني پت دريمه جګړه د ۱۷۶۱ په جنوري ۱۴ کې په شمالي هندوستان کې د احمد شاه بابا او مرهیټه ایًیتلاف په منځ کې یوه لویه جګړه وله. په دي جګړې کې احمد شاه بابا هندوستاني پوځ ته ماته ورکړه او تقریبًا ۵۰،۰۰۰ هندوستاني عسکران ووژل شول. دغه جګړه د پانی پت د مخکنیو دوو جګړو څخه ځکه ډیره مهمه ده چی د دواړو هېوادونو ( افغانستان او هندوستان ) معاصر تاریخ ته یې بدلونیزه لورﺉ ورکړ . په دې جګړه کی د افغانانو د سوبی ستراتیژیکی اهمیت دا دی چی نه یوازی یې د مرهیټه وو ستر ځواک پر ګونډو کړ ، بلکی دا د هندوانو او افغانانو یو داسی تن په تن شدید جنګ و چی تر هغه مهاله یې سارﺉ نه درلود ، حتی وروسته هم بی مثاله دی .