د هرات ولايت
د ويکيپېډيا لخوا
| هرات Herat |
|
| پلازمېنه • کوارډيناټ |
هرات • |
| د وګړو شمېر (2002) • ګڼه ګونه |
1,182,000 [1] • /km² |
| مساحت |
54,778 km² |
| وخت | UTC+4:30 |
| اهمه ژبه/ژبې | فارسي |
د هرات ولايت د افغانستان په لوېديځ كې پروت دى، چې د بحر له كچې څخه ۹۳۳متره لوړ پروت دى. د ۲۰۰۶ز كال د سرشمېرنې لمخې د ۳۴۹،۰۰۰ وګړو په درلودو سره د كابل، جلالكوټ، كندهار او مزار شريف ښارونو په څېر له لويو ښارونو څخه وشمېرل شو. د هرات ولايت اصلي اوسېدونكي پښتانه دي، چې زياترو يې خپله ژبه له لاسه وركړې او په پاړسي او هراتۍ ګړدود غږېږي. دارنګه تاجكان، پارسيوانان هم پكې اوسېږي.
هریرود (په لاتینی: Arius) د همدې ولايت له ښار له څنډې څخه تېرېږي.
ددې ولايت د ګرځنده ټېليفون مخكې شمېر (۰۴۰)(۰۰۹۳) دى. تاريخي نومونه بهَرَهایوه Haraiva په اوستا كې: هَرَیووه Haraiova په یونانی ژبه: آرئیا Areia به لاتینی ژبه: آریا Aria د سکندر مقدونی په پير كې : «سکندر د آریا ښار» Alexandria Aria به ساسانی پير كې: هَری
نيوليک |
[سمول] تاریخ
د هرات ښار د يوې سترې تاريخي كلا په توګه د مقدوني سكندر لخوا جوړ شو. هرات مخكې لدې چې بحري لارې وميندل شي، د هند او منځنۍ اسيا د لارې پر سر پروت ؤ، نو لدې امله يې ستراتيژيك اهميت درلود. د هخامنشيانو په پير كې د هريرود غاړې د هريوا په نامه يادې شوې دي. د ساسانيانو په پير كې د دا سيمه د هري په نامه ياده شوې، او د ساسانيانو له مهمو پوځي او سيمه اييزه سرحدي سيمه وه، چې له هيطله سره به يې د سنګر په توګه كاروله. دا سيمه د درېيم خليفه عثمان رضي الله عنه په پير كې فتحه شوې چې د فتحې كال يې ۳۱هجري قمري او ۶۵۰ز اټكل كېږي. پدې سيمه كې د نستوريانو يوه ډله عيسويان اوسېدل چې ددې سيمې په فتحې سره هغوي هم ايمان راوړ او مسلمانان شول. د عربو په پير (منځنيو پېړيو) كې هرات د هغه وخت د افغانستان (خراسان) يو له مهمو ولاياتو څخه شمېرل كېده. او د اسلامي تصوف او زهد له مهمو مركزونو څخه ؤ. د نقشبندي او چشتي كړۍ صوفيان د وزارت او صدراعظمۍ تر څوكيو پورې رسېدلي ول. د وخت نامتو صوفي خواجه عبدالله انصاري زيارت هم په همدې ښار كې دى چې د تېموري شاهرخ واكمن په امر جوړ شوې دى. جامي، امام فخر الدين رازي او خواجه محمد ابوالوليد زيارتونه هم په همدې ښار كې موقعيت لري.
[سمول] وګړي
او د خلكو شمېر يې په ۱۳۵۹هجري ل كال كې ۷۸۸۴۱۴تنه و، چې د ۲،۳ سلنې په ډېرښت سره په ۱۳۷۹هجري كال كې دا شمېره ۱۱۵۱۸۸۴تنو ته لوړه شوې ده. د ۲۰۰۶ز كال د سرشمېرنې لمخې د ۳۴۹،۰۰۰ وګړو په درلودو سره د كابل، جلالكوټ، كندهار او مزار شريف ښارونو په څېر له لويو ښارونو څخه وشمېرل شو. د هرات ولايت اصلي اوسېدونكي پښتانه دي، چې زياترو يې خپله ژبه له لاسه وركړې او په پاړسي او هراتۍ ګړدود غږېږي. دارنګه تاجكان، پارسيوانان هم پكې اوسېږي.
[سمول] اداري وېش
د هرات ولايت د اداري وېش لمخې په لاندې ولسواليو وېشل شوې.
- د هرات ولايت ښار
- انجيل ولسوالي
- تون زرغون ولسوالي
- ګذري ولسوالي
- كرخ ولسوالي
- كشك ولسوالي
- ګلران ولسوالي
- كهسان ولسوالي
- غوريان ولسوالي
- زنده جان ولسوالي
- ادريسكن ولسوالي
- شينډنډ ولسوالي
- اوبه ولسوالي
- فرسي ولسوالي
- چشت شريف ولسوالي
[سمول] د نامتو بزرګانو زيارتونه
هرات ولايت په ځينو ليكنو كې د اولياؤ په خاوره يادېږي. دا لرغوونې ولايت يو وخت د پوهې او فرهنګ مركز ؤ، د وخت نامتو پوهان په همدې ولايت كې زوكړي دي او همدلته روزل شوي. په لاندې ډول د ځينو نامتو اولياؤ نومونه يادوو:
- د هرات پير (خواجه عبدالله انصاري
- مولانا جامي
- امام فخر رازی
- خواجه محمد ابوالولید
- خواجه علی موفق بغدادی
- شهزاده عبدالله
- سلطان آغا
- خواجه غلطان ولی
- مولانا حسین واعظ کاشفی
- مولانا سفنج
- سید عبدالله مختار
[سمول] زمكنې جوړښت
[سمول] فرهنګي، علمي او اجتماعي حالت
[سمول] د اوبو سرچينې
[سمول] اړيكتيايي سېسټم
[سمول] اهمې لاسته راوړنې
[سمول] مېوې
د هرات ولايت كې خو هسې هره مېوه ترلاسه كېږي، خو له تاريخي رواياتو څخه داسې برېښي چې انګور د لومړي ځل لپاره په همدې ولايت كې موندل شوي، وروسته بيا د نړۍ نورور هېوادنو ته لېږدول شوي. ددې ولايت د يادولو وړ مېوې په لاندې ډول دي.
- انګور: دې ولايت كې د انګورو څه باندې ۶۰ ډوله انګور پېژندل شوي، چې د نامتو انګورو ډولونه يې پدې ډول دي:
فخری، لعل، کشمشی، عسکری، پوشنگی، حسینی، روچه، لوغی، صاحبی، کس نداره، آبی، مسکه، شنگول خانی، میراحمدی _
[سمول] ځنګلونه
د فېروز غر په غرونو كې ځنګلونه، په سياه كوه او د هريرود د درې په ټيټو برخو كې نږدې ۲۰۸۲۰۰ جريبه زمكه رانيسي، چې د پېستې او پاڼه رژېدونكو ونو ځنګلونه هم پكې شامل دي، چې لدې ځنګلونو څخه د ودانيو په جوړښت كې كار اخيستل كېږي.
[سمول] جګړې وراړولي زيانونه
د هرات ولايت د افغانستان د نورو ولاياتو په څېر د چنګېزي تاړاك چې په ۱۲۲۲ز كال پدې هېواد رامات شو، وران او وېجاړ شو. او له نيمايي څخه زيات ځايي اوسېدونكي يې ووژل شول. هرات په شلمه پېړۍ كې د يوه خونړۍ پېښې شاهد ؤ، چې د ۲۴۰۰۰ باغېرته ولس د شهاد جامونه وڅښل. دې اتلانو د روسي لاسپوڅو پر وړاندې پاڅون وكړ او د مارچ له ۱۵مې څخه تر ۲۰مې نيټې ۱۹۷۹ز چې د كب له ۲۴ څخه تر ۲۹مې ۱۳۵۷ سره سمون خوري د د ملي اردو ملي او اسلامي سرتېرو پاڅون وكړ، چې په ډېرې بې رحمۍ سره وځپل شو. دا ورځ د افغانستان څه چې د نړۍ په تاريخ كې په زرينو كرښو ليكل شوې ده، او د كب ۲۴مې پاڅون په نامه يادېږي
[سمول] سرچينې
-
- پارسي ويكيپېډيا
- د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنګزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د ګرځنده كتابتونونو اداره
- د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار
| د افغانستان ولايتونه | |||
|---|---|---|---|
| بادغیس • بامیان • بدخشان • بغلان • بلخ • پروان • پکتیا • پکتیکا • پنجشېر • تخار • جوزجان • خوست • دايکندي • روزګان • زابل • سرپل • سمنګان • غزني • غور فاریاب • فَراه • کندهار • کابل • کاپیسا • کندوز • کڼر • لغمان • لوګر • ننګرهار • نورستان • نیمروز • وردګ • هرات • هلمند | |||