د مقدس جورج کلیسا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مقدس جورج کليسا
Bazilika sv.Jiří
هېواد دچېک جمهوریت
ښار پراگ
معمار
ودانی رومی کلیسا
۹۲۱
۹۷۳

د مقدس جورج کلیسا (په چیکي :Bazilika svatého Jiří ) د درو غولو یوه رومی کلیسا، عبادتځای او چېکی اشرافو آرامځای ده چی په پراگ کی په پراگ کلا کی پرته ده. دغه کلیسا د پراگ تر ټولو پخوانی کلیسا ده. په دی کلیسا کی د مقدس لودمیلا آرامځای هم پرته ده چی په ۱۲ پیړۍ کی جوړه شوه.

تاریخ

د مقدس جورخ کلیسا په ۹۲۰ کال کی جوړه شوه. شاهزاده بوږیوی په ۹۷۳ کال کی د کلیسا ته نژدې د ښځو صومعه هم جوړ کړ. په ۱۲ پیړۍ کی د مقدس لودمیلا نمازخانه جوړه شوه. په دی وخت کی د عیسی او مقدس مریم مذهبی نقاشی پر دیوال باندی رنگ شو. په ۱۷۲۲ کال کی په کبیسا کی د مقدس نیپوموک نمازخانه جوړه شوه. په دی نمازخانه کی د مقدس نیپوموک لویه مجسمه او مذهبی نقاشی هم پرتې دی.