د كمپيوټر چټكتيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په عمومي توگه مونږ د كمپيوټر د استعمال پر وخت داسې خبرې له پامه غورځوو،كومې چې ورو،ورو زمونږ د كمپيوټر چټكتيا كموي.په پاى كې د كمپيوټر همدا سست فعاليت مونږ دې ته اړباسي چې يا خو نوې كمپيوټر واخلو،او يا هم د موجوده كمپيوټر هارډوير (كلك كالى) كې يوڅه بدلون راوړو. كه چېرې مونږ د څو خبرو خيال وساتو او پوره پام ورته وكړو نو د همدې كمپيوټر په چټكتيا كې په زړه پورې زياتوالې راتلاى شي،چې دا چټكتيا زمونږ لپاره بسيا كوي. راځئ اوس په دې مختلفو طريقو يو څه رڼا واچوو او گټه ترې واخلو. كله چې تاسې (اپليكېشن آپشن انسټالوئ نو دې خبرې ته خيال كوئ چې هر وخت كسټم انسټال كړئ او يواځې خپل د ضرورت ور اپشن استعمال كړئ. كه چېرې ستاسې د كار نوعيت داسې دى چې د هغې لپاره۳۲ بايټس اړټيا نشته نو د هغې له استعمال څخه ډډه وكړئ. د كمپيوټر رنگ( ډېپت) او ريزولېشن چې څومره لږ وي نو دهغې چټكتيا به هم غوره او ډېره وي. په ډسك ټاپ باندې يواځې د اړتيا وړ شيان كېږدئ،ځكه په ډسك ټاپ چې څومره ايكونونه ډېر وې هغومره بيا په تازه كولو (ريفرش) كې ډېر وخت لږي. په عمومي ډول ټول هغه فنټونه كوم چې په كمپيوټر كې وي او استعمالېږي نه،نو خپل كمپيوټر باندې دا زياتي لوډ هم راكم كړئ او كوم فنټونه چې ستاسې په كار نه وې هغه له كنترول پېنل او بيا د فونټس له فولډر څخه ډېليټ كړئ.

ډېوايس ډرايور او د ونډوز ټول اپډېټس د ضرورت په اندازه انسټال كړئ. هارډ ډېسك كې موجوده ستونزه سكېن ډېسك په واسطه حل كړئ. په ډسك ټاپ باندې له خپل ميتود ( مېتډ كرسرز،وال پېپر تيمز او نورو له استعمال څخه ډډه وكړئ. زياتې فايلونه ډېلېټ كړئ،همدارنگه د لويو فايلونو (بېك آپ) په سى ډى وليكئ او له هارډ ډېسك څخه ئې ختم كړئ. كه چېرې تاسې د ونډوز نوې ورژن انسټال كړې وي او په ښه ډول سره كار كوي،نو د هارډ ډېسك څخه د هغه مخكېني ورژن په ډېلېټ كولو سره د د هارډ ډېسك اوږې سپكې كړئ. د هارډ ډېسك خالي برخې زياتولو لپاره بې كاره پروگرامونه هم ډېلېټ كړئ،دې لپاره د اېډ رېموو ډائېلاگ پكس راخلاص كړئ، او د هغې ليك لړ (اپليكېشن) وگورئ كوم چې د ختمولو وړ دى هغه ختم كړئ. ددې طريقه په لاندې ډول ده: پيلونكې تنۍ زور كړئ،له دې څخه وروسته سېټېنگ او بيا كنټرول پېنل ته ولاړ شئ،هلته اېډ ريموو ايكن دوه ځله كېمنډلو سره را خلاص كړئ.په هغې كې انسټال شويو اپليكېشنز ليك لړ يا فهرست وگورئ. دلته هغه بېكاره اپليكېشنز غوره كړئ او د اېډ ريموو تڼۍ كيمنډئ. په دې ډول سره به ستاسې له كمپيوټر څخه غير ضروري شيان ډېلېټ شي. هارډ ډېسك هسې خو د كمپيوټر هره برخه مهمه ده،لكه پروسيسر كوم چې د هغو لارښوونو په رڼا كې چې ستاسې له خوا كمپيوټر ته وركول كېږي كار كوي.همدارنگه په هارډ ډېسك كې ټول هغه پروگرامونه (سافټ وېرونه) او معلومات( ډېټا ) غوندې وي كوم چيې ستاسې وخت په وخت خوندي كوئ او ستاسې د كمپيوټر يعنې د هارډ وېر د چلولو توان لري. هارډ ډېسك يوه مقناطيسي ذخيره وې آله ده. ددې ذخيرې توكي ( مواد) د ايلومينيم او سرامك په څېر كلك دي،كوم چې د مقناطيسي توكيو سره .................... كيږي. د هارډ ډېسك په منځني جوړښت كې يوه ستنه يا د سر په څېر يوه آله ده،د كومې كار چې په هارډ ډېسك كې د معلوماتو خوندي كول دي او لوستل دي. د هارډ ډېسك په مېنځ كې لږېدلې ډېسك د تاوېدلو توان لري. د هارډ ډېسك چټكتيا: د هارډ ډېسك د چټكتيا اندازه له درېو شيانو څخه لږېږي: ۱- د هارډ ډېسك د چټكتيا انحصار په سيك ټايم باندې وي. د هارډ ډېسك سيك ټايم چې څومره لږ وي هغومره يې چټكتيا ډېره وي. دا وخت په ملي ثانيه اندازه كېږي. سيك ټايم ته په ساده ژبه كې داسې ويلې شو چې، كوم معلومات چې ستاسې په كار وي د ستنې يا هېډ رسېدل هغو ته د سيك ټايم څخه عبارت دى. ۲- د هغه معلوماتو يا ( ډېټا) په را پيدا كولو كې د مصرف شوې منځني وخت ته اېكسېس ټائم وايئ.د هارډ ډېسك فعاليت د اېكسېس ټائم په لږوالي سره زياتېږي. ۳- د نوموړې معلوماتو يا ډېټا انتقالول چې څومره زيات وي،نو هغومره به د هارډ ډېسك صلاحيت هم غوره او بهتر وي. د هارډ ډېسك خوندي توب: د كمپيوټر په هارډ ډېسك كې ډېره قيمتي معلومات وي، نو ددې لپاره يوه ښه مشوره دا ده چې د دې معلوماتو يوه كاپي (بېك آپ) ځان سره وساتئ.نن سبا داسې پوست كالي ( سافټوېرونه) په لاس راځي،كوم چې تاسې ته معلومات (ډېټا) د ذخيره كولو لپاره يوه لوى فايل په څو وړو،وړو فايلونو باندې وېشي او هغه زپ او يا له يوې څخه په زياتو فلاپيانو كې د ذخيره كولو آسانتيا برابروي. د سي ډي رائيټر په نه موجوديت كې له دې پروگرامونو څخه گټه واخلئ.


دپروگرام نه چلېدل او يا د معلوماتو ( ډېټا) له لاسه وركول د كمپيوټري ويروس د موجودگۍ گواهي وركوي. له دې ستونزې څخه د خلاصون لار د ويروس ضد پروگرام ( انتي ويروس) انسټالول دي. او همدارنگه د هغې آپ ډېټ هم له ځان سره وساتئ. په هارډ ډېسك كې د خرابئ پيدا كېدو يوه وجه د كمپيوټر بندول په غير مناسب ډول سره دى. د تل لپاره په پام كې ولرئ چې خپل كمپيوټر د شټ ډَون له لارې بند كړئ. د ډېسك ډېفرېگمېنټ پروگرام له چلولو څخه مخكې د خوندي شوې ډېټا شكل په دې ډول وي. د برېښنا ټكان:هغه ټكانونه چې د برېښنا د كمښت او ډېرښت له امله مېنځ ته راځي د فلكچوېشن په نامه يادېږي.دا ټكانونه هم هارډ ډېسك ته زيان رسوي. دې ډول زيان ته فيزيكل مېډيا زيان هم وايي.له دې ټكانو څخه خوندي پاتې كېدو لپاره يو.پي.اِس (ان اِنټرُپټېډ پاور سپلائ)د برېښنا نه پرې كېدونكې منبع او يا هم سټېپلائزر استعمال كړئ ­­­­­ د هارډ ډېسك ډېفرېگ كولو گټه: هاردديسک

په عمومي توگه كله چې مونږ يو فايل په كمپيوټر كې خوندي كوو، نو كمپيوټر هغه فايل په هارډډېسك كې په څو ټوټو كې خوندي كوي.

                                                                                                                                                                                         دا فايل چې كله مونږ راخلاصوو (اوپن) نو ددې ټوټو په راغونډولو كې له ستونزو سره مخ  كېږي.

كه چېرې د فايل له خوندي كولو څخه وروسته مونږ دېفرېگمېټ وكړو،نو دا فائل په ترتيب سره په يوه ساحه (سېكټر) كې خوندي كېږي،او له وېشل كېدو څخه ژغورل كېږي. د ډېسك ډېفرېگمېنټ چلولو څخه وروسته د خوندي شوې ډېتا شكل دا دواړه عملونه په انځورونو كې ښودل شوي دي. د ډېفرېگمېنټ د پروگرام له استعمال څخه وروسته د كمپيوټر گرافيكي عمل فايل راټولوي او يو ځاى كوي يې،او په اتومات ډول كار كوي. ددې عمل د ښه پوهېدلو لپاره د ډائلاگ بكس په ډول،ډول تڼيو (بټنز) باندې ځان پوه كړئ.