د فلسفې او ژوند نړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په حقيقت كي هيڅکله هم نه شو ويلاى چي فلسفه څه ده؟ ياني هيڅ وخت نه شو ويلاى: فلسفه دغه شى دى او له دې څخه پرته بل شى فلسفه نه شي كيداى، ځکه فلسفه د انسان دکاري برخې تر ټولو پراخه ساحه ده، او موږ هغې ته ديوه ځانگړي شي په مټ هېڅکله هم بريد نه شو ټاکلى. د فلسفې عمر ته که راشو نو د مځكي پرمخ د انسان له عمره سره پرتله كيداى شي. فلسفې د تاريخ په اوږدو كي زيات بدلونونه ليدلي دي او په هره دوره كي يې له تېر مهال سره جوت توپيرونه پيداکړي دي.د دغې موخې لپاره داخبره بسنه کوي چي دهغې بېلا بېلو تعريفونو ته وکتل شي.

د فلسفې ويى

د فلسفې ويى(philosophy) يا فيلوسوفيا چي يو يوناني ويى دى له دوو برخو څخه اوډل شوى دى: چي فيلو د ميني او سوفيا د پوهې په ماناده. هغه څوک چي د لومړي ځل لپاره يې دغه ويى وکاراوه، فيثاغورس نومېده. کله چي له هغه څخه وپوښـتل شول چي اياته يو هوښيار اوپوه سړى يې؟نوده ځواب ورکړ، نه ،مگر د پوهې مينه وال او خوښوونکى ( فيلسوف) يم. نو پردې بنسټ ويلاى شو چي فلسفه دخپل پيدايښت له لومړۍ ورځې څخه له پوهې، تفکر او هوښياري سره د مينې ، محبت او دوستۍ په مانا ده .

دفلسفې پېژند (تعريف)

فلسفه تفکر ته ويل كيږي، د نړۍ د بنسټيزو او ټوليزو موضوعاتو په اړه چي موږ په خپل ژوند كي ورسره لاس او گريو ان يوسوچ ته ويل كيږي. فلسفه هغه مهال رابرسېره کيږي چي کله موږ دخپل ځان اونړۍ په اړه ځيني بنسټيزې پوښتنې رامنځته کوو، داسې پوښتنې لکه : ښکلا څه شى ده؟

له زوکړې وړاندي به موږ چيري وو؟ د وخت حقيقت څه دى؟ ايا پينۍ کومه موخه لري ؟ ايا ژوند کومه مانا لري او که يې لري نو څنگه به په هغې باندي پوهېږو؟ ايا داسې كيداى شي چي يو شى دې شتون ولري او د هغه لامل دې نه وي؟

موږ نړۍ د يوه واقعيت په توگه پېژنو مگر واقعيت په څه مانا؟ د انسان برخليک د ده په خپل لاس كي دى او که له بهر څخه ورته ټاکل كيږي؟

لکه څرنگه چي په دغو پوښتنو كي وينو فلسفي مسايل او پوښتني له آره څخه يو ډول ځانگړي چاري دي او په بله هېڅ ډول پوهه كي دا ډول موضوعاتو ته پاملرنه نه كيږي.

دبېلگې په ډول هېڅ ډول پوهه دغو پوښتنو ته چي واقعيت څه شى دى؟ او يا نياو ( عدالت) څه شي ته ويل كيږي ؟ ځواب نه وايي. اوله دې څخه ښکاري چي دغه کار د دغو مسايلو ديو ډول ځانگړتيا نښه ده .

دفلسفي موضوعاتو يوه ستر ځانگړتيا داده چي له ځانه څخه د تل تر تله او همېشنۍ نښې څرگندوي .تل يې شتون لرلى او تل به شتون ولري او په هر مهال كي به دهغه وخت له بدلونونو، او د بېلا بېلو پوهنو له پرمختگ سره سم دغو مسايلو ته نوي ځوابونه ورکول كيږي.

دبېلگي په توگه ويلاى شو چي فزيک له مادي اجسامو څخه د هغوى د حرکت او سکون له مخي بحث کوي او بيو لوژي بيا موجودات د هغوى د ژوند له اړخه تر څېړنې لاندي نيسي.

مگر په فلسفه كي تر ټولو بنسټيز کار چي موږ ورسره سرو کار لروهغه د تفکر د شتون خبره ده، که په بل ډول ووايو نو په فلسفه كي د وجود ياشتون آر په مطلق ډول، ياني بې له هر ډول قيدوشرط څخه مطرح كيږي .

له همدې امله ارسطو د فلسفې په تعريف كي وايي:

فلسفه هغه پوهه ده چي دموجوداتو په حال باندي سړى خبروي او دا اړخ يې څېړي چي شيان رښتيا هم وجود لري او که څنگه؟ د فلسفې يوه مانا په فکري او سولي استعدادنو باندي د هغې اطلاق بلل كيږي، څو انسان ته دا وس ورکړي چي شيان پېښې او ډول ډول چاري له ډېر لوړ او پراخ ليد څخه وځيري او په دې توگه سره د وخت پېښې په پوره ډاډ، باور او ارامتيا سره وزغمي او فلسفه په دې مانا سره د حکمت انډول يا مترادفه ده. فلسفه داسي يوه پوهه ده چي غواړي تر ټولو بنسټيزو حقيقتونو ته لاره اواره کړي .

لکه څرنگه چي يې ابن سينا داسي تعريفوي :فلسفه د ټولو شيانو په حقيقتونو باندي پوهاوي ته ويل كيږي، په دومره اندازه چي د انسان په وس پوره وي. فلسفه د خپل ژوند له لومړيو ورځو څخه يوه سپېڅلي او پراخه بشري پوهه بلل كيږي. دغه راز فلسفې ته الهي پوهه هم ويل كيږي.

د فلسفې په اړه داسي يو گډ، اند د مسيحي او اسلامي ټولو پوهانو تر منځ هم شتون درلود لکه څنگه چي جرجاني وايي: فلسفه له خدايه سره ځان دومره ورته کول دي څومره چي دانسان په وس كي وي او دا د ابدي ښېگڼو د گټلو ښه لاره ده.

څنگه چي وړاندي وويل شول په بنسټيزه توگه فلسفه د خپل پيدايښـت له لومړيو ورځو څخه له پوهي، هوښيارۍ او سولي سره د دوستۍ او ميني په مانا وه او په هغه پوهه يې اطلاق كيده چي د نړۍ په حقيقتونو باندي د برلاسۍ په لټه كي وي، دغه راز په ښـه شي باندي عمل کول ( ښه ژوند) ته هم فلسفه ويل كيداى شي. فلسفه د خپل ژوند د پيل په مهال په ټولو پوهو كي گډه وه او دا ځانگړتيا يې تر پېړيو پېړيو پوري وساتله، لکه څنگه چي به يوه فيلسوف ته د ټولو پوهنو جامع ويل كيده ، مگر سوکه سوکه نورې پوهې له هغې څخه بېلې شوې .

پخوا هغه فلسفه چي ټولې پوهې پكي راغونډې وې په دوه ډوله وه چي يوه يې نظري او بله يې عملي فلسفه بلل كيده.په نظري فلسفه كي الهيات ياگروهپوهنه، رياضيات او طبيعي پوهني شاملي وې چي په تر تيب سره لوړه، منځنۍ او ټېټه پوهه ورته ويل كيده. دا رنگه عملي فلسفه هم له درېيو برخو څخه اوډل شوې وه چي اخلاق، کور سمبالونه او سياست يې برخې وې، چي لومړۍ دا يې د انسان د ژوند د شخصي چارو په سمبالښت پسې اړه لرله، دويم يې د کوړنيو چارو په سمبالولو او درېيمه يې د هېواد د چارو په سمون او سمبالښت پسې تړلې وه.

د فلسفې مسايل

د فلسفې مسايل تر ټولو بنسټېز دي، چي بشر کولاى شي د هغه په اړه پوښتنې وکړي. د دغو پوښتنو ځانگړتيا دا ده چي تل يې شتون درلود او تر دې وروسته به هم د تل لپاره پاتي وي او هېڅ دا ډول پوهه پيدا نه شي چي د هغو لپاره به ځوا ب ولري او يا ووايي.

هر څوک له دغو پوښتنو سره چي ژوند ته مانا ورکوي مخامخ دي. داسي پوښتني لکه ښکلا څه شى ده؟

زماپوهه واقعيت لري اوکه يوازي ټول شيان د نندارې غوندي دي؟

ايا نړۍ کومه موخه لري او که هسې يوه بې مفهومه شى دى؟

او داسي نورې پوښـتنې هم شته چي په دغه برخه كي يې سړى مطرح کولاى شي.

هره پوهه که موږ په نړۍ كي گورو نو موجودات له يوه ځانگړې اړخه او زاويې څخه تر کتنې لاندي نيسي. د بېلگې په ډول هندسه هر شي ته د اندازې، اړخونو او کچلو، له لوري گوري. کيميا بيا هر شى د کيمياوي خواصو او ځانگړنو له مخې مطالعه کوي. مگر فلسفه بيا د موجوداتو د وجود ياشتون، د هغوى ترمنځ د پېژندنې او د هغوى د څه شي والي په اړه پوښتني کوي.

په ټوليزه توگه که يوي پوښتني ته د تجربې، حواسو يا ازموينې په مټ ځواب ونه مومو، نو وايو چي دا يوه فلسفي پوښتنه ده. په دې ډول سره موږ کولاى شو چي فلسفي مسايل په پنځو اصلي برخو باندي ووېشو او دا پنځه برخې د فلسفې آرې برخې شمېرل كيږي.

موږ د بېلگې په ډول له هغو مسايلو څخه چي په دغو برخه كي مطرح كيږي بياهم څو پوښتني مطرح کوو.

  1. د منطق فلسفه: له يو لړ سريزو څخه د استدلال د پايلې مانا څه ده؟ د باوري او بې باوره استدلال تر منځ توپير څه شى دى؟ موږ له آره څخه ولي استدلال ته اړتيا لرو؟ د قياسي او استقرايې استدلالونو تر منځ توپير څه دى؟
  2. پېژندلپوهنه: اياپه بنسټيزه توگه ديو شي پېژندل شونيتا لري؟ که چيرې موږ يو شى پېژنو، نو له کومه ځايه موږ پوهيږو چي دا شى موږ پېژنو او له کومه ځايه پوهېږو چي دا شى موږ داسي پېژنو لکه څنگه چي دى؟ ايا په يوشي باندي باور کول شونى دى، او يا دا چي زموږ ټولې پېژندنې يوازي گومان دى نور څه نه دي؟ څرنگه کولاى شو چي سمې پېژندنې ته ځان ورسوو؟ ايا څوك کولاى شي چي ټول شيان درک کړي او يا دا چي ځيني شيان داسې هم شته چي د سول له کچي څخه لوړ وي او د هغو پېژندلو ته لاسرسى نلري؟
  3. مابعدالطبيعة: (بودن) شتون څه مانا لري؟ ايا نيستي شتون لري؟ ايا هستي يوازي تر مادي موجوداتو پورې رامنحصره ده؟ ايا نړۍ پاى ته نارسېدونكي ده؟ جسم يا ذهن او يا بدن او اروا، يو له بله سره څه اړيکي لري؟ وحدت اوکثرت ياني څه او په نړۍ كي دغه دواړه يو بله سره څه تړاو لري؟ ( نړۍ تر کومه ځايه پورې وحدت او يووالى لري او تر کومه ځايه پورې کثرت او اختلاف لري.)
  4. اخلاقي فلسفه: اخلاق څه شى دي؟ ارزښت څه مانا لري؟ نېک کړه وړ ه څه گټه لري؟ ايا اخلاقي ارزښتونه همېشني دي او که پرتليز؟ اياپه انسان كي د اخلاقي وجدان په نوم يو شى شتون لري؟ ايا ناوړه عمل ياکړه وړه په هرډول وضعه او آړونو كي ناوړه دى؟
  5. ښکلاپوهنه: موږ څه شي ته ښکلى وايو او يوه شي ته له ښکلي ويلو څخه زموږ گټه څه ده؟ ايا ښکلا يو واقعيت دى اورښتيا هم يو داسي شى دى چي په ستر گو ليدل كيږي، ياني په رښتيا هم په شيانو او موجوداتو كي د ښکلاپه نوم يوشى شتون لري؟ او يا دا يوه ذهني خبره ده او په هرچاپسي اړه لري، او داسې شوني چى يو چا ته دې يو شى ښکلى ښکاري او بل ته دې بيا ښکلى نه ښکاري؟ د هنر لاسته راوړنه څه مانا لري؟ دغه پوښتنې يوازي يو څو بيلگې دي چي د فلسفې په ټوليزو مسايلو او د پام وړ برخو كي مطرح كيږي. د فلسفې په هره برخه او ښاخ كي زياتې فلسفي پوښتنې شتون لري او هريوه فيلوسوف همدغو پوښتنو ته له نورو څخه بېل ځوابونه ويلي دي.