جامعه عمر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د عمر بن خطاب جامعه نه مخ گرځېدلی)
د عمرجامعه
جامعه عمر
بنیادی معلومات
ښاروالۍکندهار
ولایتکندهار ولایت
سيمهکندهار
هېواد افغانستان
په نوم نومول دملا محمد عمر اخوند
معماری اوصاف
معماري ډولګمبده رکمه
جوړونکی
بنسټګرملا محمد عمر
جوړښت کال٢٠١٠ لا کار روان دی
د جوړولو پيل۱۹۹۹
ددی جامعی پر ځای پخوا سینما وه

جامعه عمر يو لوی جامعه مسجد دی چې د کندهار ښار په مرکز کې و شهيدانو چوک ته د شاوخوا ١٠٠ مترو په واټن کې پروت دی.

تاريخ[سمول]

دا جامع مسجد د کندهار د لويو مسجدونو څخه دی، او بنسټ ډبره يې په کال ١٩٩٩ کې د هغه مهال د افغانستان د اميرالمؤمنين ملامحمد عمر (مجاهد) لخوا د جامعه عمر په نوم کښېښودل سوي.

د لوېدیځ د اشغال او د طالبانو د نظام د ړنګېدو سره سم ددې جامعې چاري نيمی پاته شوې، چي وروسته د حامد کرزي د حکومت په وخت کي بېرته پیل سوې، خو ددې مسجد ډېرې چارې بيا د همايون عزيزي د والي توب پر مهال بشپړې سوې.

نوموړی جامع مسجد د افغانستان په کچه تر د ټولو لوی مسجدونو څخه ګڼل کيږي چې په یوه وخت کې د ۱۴۰۰۰ لمونځ کوونکو وړتیا لري. همدا راز له نوموړی مسجد سره یوځای د دیني زده کړو یوه لویه مدرسه او د دې مدرسې او مسجد د عائداتي منبع په توګه یو تجارتي مارکیټ هم یوځای اساس ګذاري سوی دی.

کرزی او جامعه عمر[سمول]

کرزي د سپتمبر پر ۵مه په کال ٢٠١۴م کې د جامعه عمر نوم د حضرت عمر بن خطاب جامعه ته واړوئ، بیا د کرزي د واک پرمهال یې اماراتو د همدې مسجد د بشپړه کیدو مصارف ورکولو ژمنه ‏وکړه خو ‏کرزي له دي سره هم مخالفت وکړ چې هغه جامع مسجد دي د جامعه عمر په نوم پاتي سي.‏[۱]

يادونه[سمول]

د يادونې وړ ده چې د ددې جومات (جامعه عمر) چې اوس پر هغه سيمه کې ودان دى، چې کلونه مخکې پکښې د کندهار يواځينۍ سينما ودانه وه، چې د روسانو د يرغل پر مهال د مجاهدينو او روسانو په جګړه کې ونړېدل او تر ډېرې مودې يې تعمير همداسې ړنګ او سوځېدلى پاتې وو.

سرچینې[سمول]

  1. نن ټکی آسيا (٨ سپټمبر ٢٠١۶). "کرزی صاحب مننه؛ د جامعه عمر او د کابل پوهنتونو د نومونو بدلون". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)