جامعه عمر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د علي بن خطاب جامع نه مخ گرځېدلی)
د ملا محمد عمر جامعه
د عمرجامعه
جامعه عمر
د ملا محمد عمر جامعه
اړوند
په نامه د
عامه معلومات
عمومي معلومات
ځای
کندهار ولايت
اداري سیمه
د کندهار ښار مرکز
هېواد
تخنیکي معلومات
ساختماني توکي
سیمنټ
پوړه (طبقې)
٣
ډیزاین او جوړونه
بنسټګر
نور معلومات
پوسټ‌کوډ
3801
کورډي‌نېشن
۳۱°۳۶′۳۸″شمال ۶۵°۴۲′۰۷″ختیځ / 31.61067°شمال 65.70194°ختيځ / 31.61067; 65.70194 Edit the value on ویکي‌ډېټا
Map

جامعه عمر (رسمي نوم: د ملا محمد عمر جامعه) يو لوی جامعه مسجد دی چې د کندهار ښار په مرکز کې و شهيدانو چوک ته د شاوخوا ١٠٠ مترو په واټن کې پروت دی.

تاريخ[سمول]

دا جامع مسجد د کندهار د لويو مسجدونو څخه دی، او بنسټ ډبره يې په کال ١٩٩٩ کې د هغه مهال د افغانستان د اميرالمؤمنين ملامحمد عمر (مجاهد) لخوا د جامعه عمر په نوم کښېښودل سوي.

د لوېدیځ د اشغال او د طالبانو د نظام د ړنګېدو سره سم ددې جامعې چاري نيمی پاته شوې، چي وروسته د حامد کرزي د حکومت په وخت کي بېرته پیل سوې، خو ددې مسجد ډېرې چارې بيا د همايون عزيزي د والي توب پر مهال بشپړې سوې.

نوموړی جامع مسجد د افغانستان په کچه تر د ټولو لوی مسجدونو څخه ګڼل کيږي چې په یوه وخت کې د ۱۴۰۰۰ لمونځ کوونکو وړتیا لري. همدا راز له نوموړی مسجد سره یوځای د دیني زده کړو یوه لویه مدرسه او د دې مدرسې او مسجد د عائداتي منبع په توګه یو تجارتي مارکیټ هم یوځای اساس ګذاري سوی دی.

کرزی او جامعه عمر[سمول]

کرزي د سپتمبر پر ۵مه په کال ٢٠١۴م کې د جامعه عمر نوم د حضرت عمر بن خطاب جامعه ته واړوئ، بیا د کرزي د واک پرمهال یې اماراتو د همدې مسجد د بشپړه کیدو مصارف ورکولو ژمنه ‏وکړه خو ‏کرزي له دي سره هم مخالفت وکړ چې هغه جامع مسجد دي د جامعه عمر په نوم پاتي سي.‏[۱]

يادونه[سمول]

د يادونې وړ ده چې د ددې جومات (جامعه عمر) چې اوس پر هغه سيمه کې ودان دى، چې کلونه مخکې پکښې د کندهار يواځينۍ سينما ودانه وه، چې د روسانو د يرغل پر مهال د مجاهدينو او روسانو په جګړه کې ونړېدل او تر ډېرې مودې يې تعمير همداسې ړنګ او سوځېدلى پاتې وو.

سرچینې[سمول]

  1. نن ټکی آسيا (٨ سپټمبر ٢٠١۶). "کرزی صاحب مننه؛ د جامعه عمر او د کابل پوهنتونو د نومونو بدلون". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)