د طالبانو اسلامي غورځنګ
طالبان (کينډۍ:Lang-ar الطلاب, مانا "د مدرسې زده کوونکي"), د يوه سني اسلامي سياسي غورځنګ نوم دی چې له ۱۹۹۶ ز. کال نه تر ۲۰۰۱ ز. کال پورې په افغانستان کې واکمن وه. دغه غورځنګ له ۲۰۰۴ ز. کال نه راپدېخوا يوځل بيا په ډلو او ګروپونو کې سره راغونډ او د افغانستان د برحاله حکومت، امريکا او د آيساف د ځواکونو پر وړاندې جنګېږي او تر ډېره حده پورې د افغانستان او پاکستان په پښتون مېشتو ولايتونو او سيمو کې واکمن دي.[1] که څه هم په لومړي سر کې یواځې پښتانه طالبان ول، مګر اوسمهال دا غورځنګ یو نړیوال اسلامي غورځنګ باندې اووښتې دی او مختلف توکمونه پکې را ګډ شوي دي[2] چې په دو کې د ازبکان، تاجکان، چېچېنيان، عربان او پنجابيان د يادولو وړ توکمونه دي.[3][4][5] دم مهال طالبان په افغانستان او د ديورنډ د پولې نه هاخوا په پاکستان کې په خپلو سياسي او جګړه ايزو فعاليتونو بوخت دي. د امريکا د متحده ايالاتو چارواکي په دې نظر دي چې د طالبانو مرکز يه په کوېټه او يا هم کوېټې ته نژدې واقع دی او د پاکستان او ايران هېوادونه يې سياسي او لوژيستيکي ملاتړ کوي،[6][7][8][9], خو د پاکستان او ايران هېوادونه د امريکايانو دا ادعا ردوي.[10][11]
ملا محمد عمر اخوند، چې په يوه نامالومه ځای کې پټ دی، د طالبانو مشر لارښود دی.[12] د ملا عمر په بولندويان کې "د پخواني پوځي قومندانانو او د مدرسې د ښوونکو له ډلې نه وه,"[13] خو د دغه غورځنګ جنګيالي بيا اکثرا هغه افغان مهاجر وه چې د پاکستان په اسلامي مدرسو کې يې ديني درسونه بشپړ کړي وه. طالبانو د پاکستان د حکومت په ځانګړي توګه د پاکستان د څارګرې ادارې آی اېس آی له خوا نه د جنګي او پوځي زده کړو تر څنګ د وسلو او پوځي مهماتو مرسته هم ترلاسه کوله.[14] د دغه اسلامي غورځنګ اکثره غړو د پاکستان په اسلامي مدرسو کې زده کړې کړي، چې تر ټولو ډېرو يې د پاکستان د جميعت علمای اسلام له خوا روزل شوي دي.[15]
که څه هم چې دغه سياسي غورځنګ د افغانستان په پلازمېنه کابل باندې واکمن او هېواد يې تر پينځو کلونو پورې چلاوه او خپل حکومت يې د افغانستان اسلامي امارت باله، خو د دوی دولت په رسمي توګه د نړۍ د درې هېوادونو لخوا په رسمي توګه پېژندل کېده، په دغو درې هېوادونو کې د پاکستان، سعودي عربستان او د متحده عرب اماراتو هېوادونه شامل دي. همداراز د طالبانو په وخت کې دغه سياسي غورځنګ د خېبرپښتونخوا په قبايلي سيمو کې خپل نفوذ پيدا کړ او ګڼ شمېر کسان يې پلوۍ ته ودرېدل. پدې وروستيو وختونو کې طالبانو خپل يو مهمه لارښود بېت الله محسود د سي آی اې د بې پيلوته آلوتکې په وسلې په نښه کړ چې د دې په نتيجه کې بېت الله محسود ومړ.[16] پاکستان هم د خپلو پښتون مېشتو سيمو په ځپلو سره د طالبانو په وړاندې پوځي عمليات پيل کړي.[17]
طالبانو د خپلې واکمنۍ پر سيمو "د نړۍ تر ټولو سخت دريزه اسلامي شرعي قانون پلي کاوه چې د ګڼو مسلمانو هېوادونو لخوا پرې نيوکې وې"، خو د دې سره سره يې ډېر کم ځل په خپلو اندونو کې بدلون او اصطلاحات راوستل.[18] د ۲۰۰۹ ز. کال په مېنځ کې طالبانو د د کندهار په سهېل کې د ombudsman دفتر پرانيسته، چې ډاوېډ کيلکولېن د ايساف د ځواکونو پر وړاندې "د يوه مستقيم چلېنج يا ننګونې" په توګه څرګند کړ.[19]
نيوليک |
د طالبانو تاريخ او افغانستان کې ېې اړتيا
په افغانستان کښې د شوروی پوځ تر وتلو وروسته داخلی خګړه پېل شوه. افغانانو ونکړای سول چې نوی حکومت جوړ کړی. مګر په دې وخت کښې په پاکستان کښې نوی غورځنګ جوړ شو چې نوم یی طالبان وو. د طالبان غړی افغانی مهاجرین او د مذهب طالبان ول.طالبانو َغوښتل داخلی جګړه پای ته ورسوی او په افغانستان کښې اسلامی امارت تاسیس کړی. د دی په سبب د نړید بیلو بیلو سیمو افراطی مسلمانو پیسې او وسلې طالبان ته ورکړل. په۱۹۹۴ز کال کې د طالبانو پوځي قواوې چې د پاکستان لخوا وسله والې شوې افغانستان ته د کورنيو جګړو د له منځه وړلو د اړتيا په موخه ورغلې . دغه اړتيا ځکه پېښه شوه چې د ۱۹۹۲زــ ۱۹۹۵زکال پورې اتو ، نهو په نوم مجاهدينو ډلو ټپلو د افغانستان د حکومتي واک پر سر په هغه هېواد کې د چور ، تاړاکونو، خلک وژنو او په ښځينه او ماشومانو باندې تريو باندې لاس پورې کړی و . عامه وګړو لپاره ګرانه وه چې د افغانستان دننه ېې نظم راوستلای وی او بهرنيو هېوادونو هم د ناکامه تېرمهال کړنو له کبله ځان بې خبره ښوده ځکه د شر او پساد ډلو هرڅه د اسلام تر نوم لاندې ترسره کول . د افغانستان لږه کيو د وحدت ډلې ، نظار شورا ، جمعيت اسلامي ، جنبش تر نومونو لاندې د ګاونډيو تاجکستان، اوزبکستان ، تورکيې ، پاکستان ، ایران ، روسيې او هند ګټې ساتلې ځانونه ېې په ژبه بېل کړي و . طالبانو د سیمو قوماندانان چې پر افغانانو یی ډیر ظلمونه کول، د هلکانو څخه قوماندانانو ناوړه ګټه پورته کول، هغوی به ې ګډول دغو ناوړو کړنو ته د پای ټکی کېښود . طالبانو په کندهار کې خپل مقر تاسیس کړ. طالبانو تر ۱۹۹۵ کال وروسته په سلو کې دېرش د افغانستان خاوره لاس ته راوړل. په ۲۶ د سپتامبر ۱۹۹۶ کال کښې طالبان د کابل پایتخت ته ورسېدل. په دې وخت کې ملا محمد عمر چې د طالبانو مشر و په افغانستان کې د افغانستان اسلامی امارت رامنځته کړ او شریعت د ملا عمر لخوا اعلان شو. خو د افغانستان اسلامی امارت تر تاسیسولو وروسته یوازې د پاکستان، سعودی عربستان او د عربي متحده امارات لخوا په افغانستان کښې سفارت خانې پرانستل شوی.
د طالبانو واکمني
د طالبانو مشرانو په مطابق هر نارینه باید ږیره درلودلای. چاته اجازه نه وه چې وګډېږي او سندرې ووایی. خلکو اجازه نه درلوده چې تلویزیون، فلم یا سندرې واوري. ښځو باید برقه اغوستلای وای. ښځو ته اجازه نه وه چې د بهرنی نارینه سره رابطه ولری او کار وکړی. خلک به یې څارل چې د ورځې پینځه وخته لمونځ کوي او که نه. د دی په سبب غیر مسلمانو باید پر خپلې جامې ژیړه نښه درلودلای .
طالبان او ښوونه
پېغلو ته اجازه نه وه ښوونځی ته ولاړې شي. هلکان د سبق د ویلو لپاره مسجد ته تلل. په مسجد کښې ملا د هغه هلکانو ته درس ورکاوه. ملا شاګردانو ته اول د عربی او وروسته بیا د پښتو لوست ور زده کول. ډېر مهم کتاب قرآن کریم وو.
طالبان او ترياک
د نشه یي توکو کر له طالبانو مخکې په افغانستان کې دود شوې وو، آن دا توکي د ډاکټر نجیب په ولسمشرۍ کې ښه په شور و زور کرل کېدل. د مجاهدینو تش په نامه اسلامی دولت پر مهال دې کار ښه زور پیدا کړ. کله چې طالبان واکمن شول، نو په لومړي سر کې یې خلک لدې کاره منع نکړل، مګر کله چې په نړیوال سیاست پوه شول، نو ددې امارت د امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد په یوه کاغذي فرمان هر ډول نشه یي توکي په ټول افغانستان کې بند شول، او چا بیا ددې سوال هم نشو کولای چې نشه یي توکي وکري. په کار کې دننه دننه ۹۹٪سلنه نشه یي توکي رکم شول. په هغو سیمو کې چې د شمالي ټلوالې په واکمنۍ کې راتلې لکه د تخار خواجه بهاو الدین، د بدخشان ولایت او داسې نورې یوه نیمه ولسوالۍ کې د تېر په څېر ښه په درز کې کرل کېده. په ۱۹۹۹ کال کښې د متحدو ملتونو سازمان د طالبانو په خلاف اقتصادی بندیزونه اعلام کړ. د دی په سبب طالبانو په ۲۰۰۱ کال کښې د بامیان په ولایت کښې بودایی مجسمه د منځه یوړه.
القاعده او طالبان
القاعده یو افراطی تنظیم دی چې د اسامه ابن لادین لخوا تاسیس شو او په افغانستان کښې یی ډیرې اډې لرل. په هغو اډو کښې اسامه ابن لادین افراطی مسلمانانو ته د جګره ور زده کول اسامه ابن لادین غوښتل چې امریکایی پوځ د منځنی ختیځ څخه امریکا ته ولاړ سی.د دی په سبب په ۱۹۹۹ کال کښې القایدې په افریکا کښې د امریکا پر سفارت خانو برید وکړلې. په ۱۹۹۹ کال کښې امریکایی پوځ د راکتونو په واسطه پر افغانستان برید وکړ او د القاعدی اډې خرابی کړی. په ۲۰۰۱ کال کښې القاعدی بیا د نیو یورک پر ښار برید وکړ. په برید کښې تقریبا دری زره تنه ووژل شول. امریکا غوښتل چې اسامه ابن لادین او د القاعدی مشران ونیسی. مګر د طالبانو مشرانو وویل چې اسامه ابن لادین د افغانستان څخه تیښته کیده. د دی په سبب امریکی پر افغانستان برید وکړ او په ۱۳.۱۱.۲۰۰۱ کښې امریکایی پوځ کابل ته ورسېدل. د طالبان مشران مجبور شول چې پاکستان ته ولاړ سی.
د پاکستاني طالبانو خوځښت
د پاکستاني طالبانو خوځښت یا حرکت طالبان پاکستان یو افراطی تنظیم دی چې د پاکستان په پښتونخوا کښې د پاک د پوځ په خلاف جګړه کوی. د پاکستان طالبان غواړی چې په هغه هېواد کښې اسلامی امارت تاسیس کړی. په ۲۰۰۹ کال کښې طالبانو د سوات پر دره برید وکړ او د سوات پایتخت یی ونیول. نژدې دوه میلیونه خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شول. حرکت طالبان پاکستان په ۲۰۱۰ کال کښې په نیویارک کښې د موټر بم په مرسته برید وکړ. دیرش کلن بریدکوونکی فیصل شهزاد امریکایی محققینو ته وویل چې د بم جوړونی چل یی په دی وروستیو کښې په وزیرستان کښې زده کړی دی.
دا هم ولولۍ
سرچينې
- ↑ ISAF has participating forces from 39 countries, including all 26 NATO members. See ISAF Troop Contribution Placement, 2007-12-05.
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Pakistan and the Taliban: It's Complicated. ShaveMagazine.com.
- ↑ Wiping out Uzbek, Tajik & Foreign terrorists in FATA
- ↑ Terrorist camp may hold clues to Taliban operations
- ↑ Suicide car bomb kills 24 in northwest Pakistan
- ↑ U.S. says Pakistan Iran helping Taliban
- ↑ Iran helping the Taliban, US ambassador claims
- ↑ Iran accused of assisting Afghan Taliban
- ↑ Iran helping the Taliban, US ambassador claims
- ↑ Schmitt, Eric (2009-02-09). "Taliban Haven in Pakistani City Raises Fears". New York Times. http://www.nytimes.com/2009/02/10/world/asia/10quetta.html.
- ↑ Schmitt, Eric (2009-09-24). "Taliban Widen Afghan Attacks From Base in Pakistan". New York Times. http://www.nytimes.com/2009/09/24/world/asia/24military.html.
- ↑ From the article on the Taliban in Oxford Islamic Studies Online
- ↑ Goodson 2001, p. 114.
- ↑ Rashid 2000, pp. 17–30.
- ↑ Rashid 2000, p. 26, 29.
- ↑ Mazzetti, Mark; Schmitt, Eric (2009-08-06). "C.I.A. Missile Strike May Have Killed Pakistan's Taliban Leader, Officials Say". New York Times. http://www.nytimes.com/2009/08/07/world/asia/07pstan.html. Retrieved 2010-01-13.
- ↑ "Pakistan offensive: troops meet heavy Taliban resistance". The Daily Telegraph (London). 2009-10-17. http://www.telegraph.co.uk/news/worldnews/asia/pakistan/6356367/Pakistan-offensive-troops-meet-heavy-Taliban-resistance.html. Retrieved 2010-04-09.
- ↑ Rashid 2000, p. 29.
- ↑ Kilcullen, David (2009). The Accidental Guerrilla: Fighting Small Wars in the Midst of a Big One. New York: Oxford University Press. ISBN 9780195368345.