د روزګان ولايت
د ويکيپېډيا لخوا
|
|
| ارزګان | |
| پلازمېنه • کوارډيناټ |
ترينکوت • |
| د وګړو شمېر (2006) • ګڼه ګونه |
~400,000 • /km² |
| مساحت |
22,696 km² |
| وخت | UTC+4:30 |
| اهمه ژبه/ژبې | پښتو |
روزګان چې د اروزګان يا اوروزګان په وييونو هم نومول شوی او ياد شوی دی، د افغانستان له څلور دېرشو ولايتونو څخه يو ولايت دی چې په منڅني افغانستان کې پروت دی.
[سمول] ولسوالۍ
- چوره ولسوالۍ
- دهراود ولسوالې
- ګېزاب ولسولۍ
- خاص روزګان ولسوالۍ
- شهيد خاص ولسوالي (also called "Caher Cineh")
- ترینکوټ ولسوالۍ
د روزګان نوم هم د همدې ورستي لا ميل تر اغيزي لاندي اړول شويدئ . په زياتو تاريخي متونو او ليکنو کي د ا نوم ( روزګان ) ليکل شوېدئ ، د بيلګي په توګه عربي نامتو جغرافيا پوه او مورخ بلاذري د اسلامي ځواکونو د فتوحاتو په لړ کي د بغنين ، زمين داور او ( روزګان ) نومونه ياد کړيدي ، په حدودالعالم من المشرق اللمغرب کي هم ( روزګان ) ليکل شوې دئ . د طبقات ناصري ليکوال قاضي منهاج سراج جوزجاني هم د پيښو په تړاو د يو شمير سيمو د نومونو تر څنګ د ( روزګان ) نوم ليکلئ دئ ، نوموړئ د سيمو د ويش او اقطاعو د څرګندولو په برخه کي ليکي (( د سلطان غياث الدين د ژوند پر مهال وجير ، ګرمسير ، درمشان ، روزګان او غزنئ د علا والدين محمد بن علی په اقطاع کي ؤ )) . دا د هغو تاريخي متونو يو څو بيلګي دي چي د روزګان د نوم ليکلو په اړه يادشول . دياد شوو تاريخي متونو په ډاډ، دا په ډاګه کيږي چي د دې جغرافيايې موقعيت د ښودلولپاره همدا يو رسم الخط ( روزګان ) کارول شوېدئ .
د دې ټکي يادول هم اړين ګڼم چي د ورستيو پيړيو يو شمير ليکوالو او مورخينو په خپلو اثارو کي د ( روزګان ) د ليکلو پر ځای (( اؤرزګان )) يا (( ارزګان ))ليکلئ دئ ، د بيلګي په توګه د تاج التواريخ ليکوال اعليحضرت عبدالرحمن خان (( اؤرزګان ))ليکلۍ (تاج التواريخ : ٢٣٢ مخ )، او د سراج التواريخ مولف فيض محمد کاتب دا نوم د ( ارزګان ) په څير ليکلئ دئ . د بيلګي په توګه هغه مهال چي فيض محمد کاتب د هزاره جاتو د بغاوت پاې ته رسولو په تړاو د سيمي نومونه يادوي داسي ليکي : ( د کندهار حکمران د ګيزاب ګدامدار غلام حسېن خان ته د دولتي خزانې څخه شپږ زره کابلئ روپئ د غوړو ، غنمو ، وربيشو او پسونو د پيرودلو لپاره ولېږل . ... وروسته بيا ځپونکي ځواکونه د فولادي لاري څخه زاولي او له هغه ځايه ( ارزګان ) ته ورسيدل .. . ) ( سراج التواريخ : ٧١٦ مخ ) . داعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ پر مهال دجوړي شوي لويې جرګې د بشپړ راپور په چاپ شوې خپرونه کي د لويې جرګې د ټولو ګډونوالو نومونه ليکل شويدي ، او په دې لړ کي د روزګان د استازو نومونه هم شته ، چي د روزګان او شا او خوا سيمو څخه نوموړي لويې جرګې ته داستازو ، مخورينو او قومي مشرانو په نوم راغلي وه . د دې استازو د نومونو تر څنګ د د سيمي نوم هم ليکل شوېدئ ، په دې خپاره شوي اثر کي هم د روزګان نوم په ( ارزګان ) ليکل شوی دئ . د بيلګي په توګه وکيل عبدالغفور خان کاکړ ، دلاور خان ، محمد شريف خان مهاجر ، حاجي محمد عمر خان ، بلاد خان ، حاجي خدايداد خان ، عبدالرحيم خان ، غلام محمد خان ، داد محمد خان خروټئ ، شهزاده خان ، عبدالغني خان اڅکزئ د ( ارزګا ن ) څخه . د ياديدو ده چي يادشوي ښاغلي يوازي د روزګان د اداري واحد استازي وه . ( دا نومونه د راپور په بيلا بيلو پاڼو کي د ٤٣٥ پاڼي څخه تر ٤٤٣ پاڼي پوري ثبت دي : رويدادهای لويه جرګه ١٣٠٣ در پغمان ) د روزګان د نوم ليکلو تيروتني ته په پام سره علامه عبدالحئ حبيبي هم په خپل ( جغرافيايې تاريخي افغانستان) نومي اثر کي په مکرره توګه ليکلي چي دانوم په تاريخي متونو کي روزګان راغلي خو ميرزائېان يې دارزګان يا اورزګان په ډول ليکي ( جغرافيايې تاريخي افغانستان : ١٣٦ مخ ) .
د روزګان د ليکلو دود په زياته پيمانه د هغو ليکوالو له لوري په اوښتي ډول ليکل کيږي چي د دري ژبي ليکدود سره تړاو لري . د دري ژبووګړو تر منځ په وياندي ( شفاهي ) ادب کي عادي او معمول ده چي يو شمير نومونو او يا کلموته د الف توري زياتوي اود خپلي مفاهمې لړۍ جاري ساتي او د انديښنې پرته د خپل پام وړ کلمه يا نوم د ويلو وړ ګرځوي ، د بيلګي په توګه يوشمير هغه نومونه او کلمې چي د ( س ) په توري پيليږي ، د هغوسره د الف په زياتولو نوم ته بله څيره او نوئ املايې او ليکنيز ډول ورکوي ، چي په پښتوژبه کي د ( ستر ) کلمه په ( استر ) او د ( سپين ) کلمه په ( اسپين ) يې څرګندي بيلګي دي . د روزګان د نوم بدلون په ( اروزګان ) هم همداسي يو اوښتون دئ ، چي دري ژبو ليکوالو هغه شان چي اوريدلي يې دي او يا يې ويلي دي ، د نوم اصل او منشا ته يې د پام کولو پرته ، په (( ارزګا ن )) يا (( اوروزګان )) ليکلئ او معمول کړيدئ .
د يادېدو وړده چي د روزګان ولايت نوم د اعلی حکمرانئ له مهاله پاته دي . د اعلی حکمرانئ لومړنئ مرکز اوسنئ خاص روزګان ؤ . په افغانستان کي د ١٣٤٢ لمريز کال اداري ويش له مخي د روزګان اعلی حکمرانئ ته د ولايت نوم ورکړل شو او پر هغه حکمرانئ يې ديو شمير نويو اداري واحدونو د زياتولو او د يوشمير نورو دليري کولو تر څنګ يې تيرين کوټ هم د روزګان ولايت د مرکز په توګه ياد کړ . تر هغي پريکړي يو کال وروسته د ولايت چاري په ترينکوټ کي پيل شوې ، او په دې ډول اداري چارواکو د ولايت نوم روزګان او د پخواني اعلی حکمرانئ مرکز يې د خاص روزګان په نوم ومنۍ ، چي تر اوسه هم په ادارې چارو کي مراعات او کارول کيږي ، په داسي حال کي چي د روزګان د نوم سره د خاص کلمه مښلول او يوخای کول بله موخه نه لري . د خاص کلمه يوازي د ولايت د نوم او د هغه ادارې واحد تر منځ د بيلتون او تفکيک په نيت معمول وګرځول شوه .
د دې لپاره چي د روزګان تاريخي نوم وساتل شي ، د ولايت او هېواد په کچه اړوندي ادارې او ليکوالان ، بايد په پر له پسې توګه د تاريخي متونو په څير د روزګان نوم په خپل رښتيني بڼه ( روزګان ) وليکي ، ويې لولي او وه يې وايې . او هم د دې نوم تاريخي بڼي ساتلو ته هوډمن پاته شي .
[سمول] دا هم وګورۍ
[سمول] سرچینې
| د افغانستان ولايتونه | |||
|---|---|---|---|
| بادغیس • بامیان • بدخشان • بغلان • بلخ • پروان • پکتیا • پکتیکا • پنجشېر • تخار • جوزجان • خوست • دايکندي • روزګان • زابل • سرپل • سمنګان • غزني • غور فاریاب • فَراه • کندهار • کابل • کاپیسا • کندوز • کڼر • لغمان • لوګر • ننګرهار • نورستان • نیمروز • وردګ • هرات • هلمند | |||