د خوست ولایت
|
|
| Khost خوست |
|
| پلازمېنه • کوارډيناټ |
خوست • |
| د وګړو شمېر (2002) • ګڼه ګونه |
~600,000 • /km² |
| مساحت |
4,152 km² |
| وخت | UTC+4:30 |
| اهمه ژبه/ژبې | پښتو |
خوست د افغانستان په جنوب ختيځو کې پروت دی ، ٤٠٢٩كيلومتره مربع مساحت پراخوالی لري ، نفوس يې د يو ميليون څخه زيات وګړي دي. ١٢ ولسوالۍ او دښاروالۍ ٣ ناحيې او دکوچيانو ٣٠٠٠٠ کورنۍ لري. د غرونو ډ ک خوست د پاکستان قبايلي سيمې وزيرستان سره لګيدلۍ دی چې د پاکستان سره (١٨٥ ) کلومټره ګډه پوله لري ،چې په راتلونکي کې به يو ښه ټرانزيټي ښار وي . خوست ولايت د پکتيا ، پکتيکا سره لګيدلۍ دی چې د اوسني پاکستان د غلام خان څخه را پروت سړک دخوست څخه تيريږي ، ګرديز ته رسيږي او بيا دغه سړک پلازمېنې کابل ته رسيږي ، دغه سړک د پاکستان څخه نورو را داخليدونکو سړوکنو په نسبت ٤٣٣ کلومټرو په کچه کم دی او د افغانستان داقتصادي پر مختګ لپاره مناسبه لارده . خوست د نورو ولايتونو په نسبت ښه معتادله هوا لري او د ژوند د ډيرو چارو لپاره پراخه لمنه لري ، د خوست ځمکې ښې حاصل خيزي دي ، په زراعتي ځمکو برسېره ځنګلونه هم لري چې د بيلګې په ډول يې تڼي ، منګل ، ځاځي ميدان ، او د ځډراڼو ځنګلونونومونه يادولی شو ، د يادو شوو ځنګلونو څخه وچې ميوې لکه چارمغز ، جانغوزي په زياته پايمانه لاسته راځي ، د وچو ميو ترڅنګ لمدې ميوې لکه زردالو ، الوچه ، انار ، ماڼه ، شفتالو هم ددې ولايت د زراعتي لاسته راوړنو څخه دي ، زياتره وګړي يې د مالداری په برخه کې هم بوخت دي چې د ژوندډيرې اسانتياوې له همدې لارې پوره کوي ، د کرهڼيزو ځمکو او ځنګلونو د خړوبولو لپاره د طبيعي اوبو يعنې سيند او باران اوبوڅخه ګټه اخلي او زياتره سيمي يې روانې اوبه لري ، په ځينو سيمو کې د بريښنا د توليد لوی او کوچني بندونه هم جوړيدی شي ، پدې ولايت کې ډير تاريخي ځايونه هم شته ، د دې تاريخي ځايونو څخه د منګسو په سيمه کې د ايسار غونډی يادولی شو ، د پخوانيو خلکو په وينا دغه غونډی په مصنوعي توګه د انسنانو په مټ جوړه شويده او غونډ جوړښت لري ، د سيمي د خلکو په خبره ځيني تاريخي اثار
پدې غونډی کې پيداشوي ، چې د وخت په تيريدو يې خلکو پلورلي دي ، ددې ولايت خاوره د اولياؤ کرامو او بزرګانو له برکته هم ډکه ده ، د يادونې په ډول يې مشهور زيارتونه لکه کوکرک بابا ، عالم شېر پير ، نصري اقا ، آدمحمد ، خواجه متون بابا ، ګلزار اقا ، يادولی شو . خوست د ځنګلونو برسېره طبيعي زيرمې هم لري ، چې په ځينو سيمو کې يې د چينې ډبرې (Caco3 ) ، د اوسپنې ډبرې ، مس لرونکي ډبرې ، جست لرونکي ډبرې ، کرومېټ لرونکي ډبرې پيدا شويدي ، د کروميټو ډبرو دايستلو قرارداد هم شويدی چې افغانستان دولت يې د کال ٦ ميليونه امريکايي ډالره ګټه اخلي .
دخوست ولايت پيژند ليک دوام ....... ١-دخوست ولايت ډېر زيات وګړي د خپل وطن څخه بيديا کارکوي چې ددوی مياشتيني عوايد ٦ -٧ ميليونو امريکايي ډالرو پوري دي او خپل ټاټوبي ته يې راليږي . ٢-دمرګ وميركچه دپنځوكلنوڅخه په ښكته عمرلرونكي ماشومانو كې : ٢٤٠ ٣-په لوړه پيمانه داقتصادي پرمختګ دپاره جوګه دی، چې په منتطقه كې د صنعتي پارک او دسوداګريز مركز دجوړيدلوجوګه كيدای شي.
٤-په خوست ښار کې دوكانونه: ١١٠٠٠ ٥-دښاروالي ورځني عوايد: ٩٠،٠٠٠افغانی ٦- په خوست ولايت کې د ټولو موټرونو کچه ٨٠،٠٠٠ دانې ٧-په خوست ولايت کې دګمرك مياشتني عوائيد: په منځني ډول ٣٣ ميليونه افغانی. ٨-د خوست او ګرديز د لوی لارې ټرانزيټ به ددې ښار عوائيد نوره هم زيات کړي ٩-په خوست ولايت کې ټيليفون لرونکي وګړي ٧٣،٠٠٠
١٠-ترانسپورت : مياشتني عوائيد په اوسط ډول ، دوه ٢ ميليونه افغانی ١١-دټيكسي موټرو شميره:٣٢٠٠ ١٢- دلاريو(باربري موټرو)شميره :٣٢٠٠ ١٣-بانكي مياشتني راكړه وركړه :٣٠٠ ميليونه افغانی تخمين شوي.
د خوست ولایت ولسوالۍ
1:موسی خیل 2:قلندر 3:باک 4:سپیرہ 5:نادرشاہ کوٹ 6:صبری 7:علیشیر 8:مندوزی 9:جاجی میدان 10:گربز 11:دوہ مندہ 12:تنی
- د باک ولسوالۍ
- د ګوربزو ولسوالۍ
- د ځاځي ميدان ولسوالۍ
- د خوست (متون) ولسوالۍ
- د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ
- د موسی خېلو ولسوالۍ
- د نادر شاه کوټ ولسوالۍ
- د قلندر ولسوالۍ
- Sabari District
- د شمال ولسوالۍ
- Spera District
- د تڼيو ولسوالۍ
- Tere Zayi District
|
|||||||
منګل