د حسن او حسين مياشت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

د سپوږميز ليږديز کليز کې د حسن او حسين «رح» مياشت (محرم) (محرم/المحرم) د هجري ليږديز کال لومړنۍ مياشت ده چې ۳۰ ورځې لري.

محرم د اسلامي کليز لومړۍ مياشت ده. دغه په اسلامي ګروهې د کال له څلورو سپېڅلو مياشتو څخه شمېرل کېږي، او پدې مياشت کې په جګړو کولو بنديز لګېدلی. دا چې اسلامي کليز د سپوږميز کليز په چوکاټ کې راځي، نو ځکه ېې مياشتې له يو کال څخه بل کال ته توپیر لري او خپل خپل مهالونه بدلوي رابدلوي. دې مياشتې ته محرم ځکه وايي چې جګړې باندې بنديز لګېدلی او جګړه ېې ناروا (حرامه) بللې. دغه د بنديز دود په دغې مياشتې کې مخکې له اسلام څخه هم راروان و، نو ځکه رسول الله (ص) دغه مياشت باندې ټينګار کړی چې سپېڅلې مياشت ده او همدا رنګه د دغې میاشتې په روژو نيولو يې هم ټينګار کړی. رسول الله (ص) خپل يو حديث کې ددې مياشتې په هکله ډېرې يادونې کړي دي او هم ېې يو بل حديث کې د نهمې ورځې روژې باندې ټينګار کړی.

د ابن عباس له خولې چې ېې ويلي و: کله چې حضرت محمد (ص) مدينې ته کډه وکړه نو هلته ېې يهوديان وليدل چې د محرم په لسمه ورځ ېې روژه نيولې وه، ځينو وېل چې دوی روژه ددې لپاره نيولې چې بني اسرايلو د فرعون له ظلم څخه د الله په مرسته خلاسون موندلی و، او د موسی او ملګرو ته ېې د سور سمندر په منځ کې لاره سيخه کړې وه څو هغوی ترې تېر شي. د همدې اورېدو سره رسول الله (ص) وفرمايل: موږ موسی ته له يهوديانو څخه ډېرنږدې يوو، ځکه نو باید چې ټول مسلمانان د محرم روژې ونيسي. (ابو داود)

حضرت محمد (ص) فرمايلي: که په محرم مياشت کې څوک روژې ونيسي، يوه روژه به ېې د دېرشو روژو په برابره وي. (طبري)

د عاشورا يا وير ورځ[سمول]

د دغې سپېڅلې مياشت لسمې ورځې ته په عربي کې يوم الآشورا (د وير ورځ) وايي. همدغه ورځ د وير ورځې په نوم ځکه يادېږي چې د اسلام د لارښود رسول الله (ص) لمسی حضرت حسين ابن علي (رض)، د نورو بيبيانو او د هغه سره نور مسلمانان د عراق په کربلا سيمې باندې د اسلامي کليز په ۶۱م کال کې د يزيد د لښکر لخوا شهيدان شوي او دا د هماغه شهداؤ په يادښت سره په وير نمانځل کېږي، خو د شعيه ګانو لخوا د ځان په ځورېدنې، ربړونې، او وير و ژړا بدرګه او نمانځل کېږي. سوني مسلمانان په دغې ورځې باندې روژې نيسي، ځکه چې موسی (ع) په دغه ورځ د مصر په فرعون باندې بريا موندلې وه، په همدې وجه ېې د دوه ورځو د روژو نیولو ټينګار کړی، ځکه چې د يهوديانو څخه ېې په توپیريزه توګه نيولي وي.

د شعيه ګانو عنعنې[سمول]

د شعيه ګانو عنعنې له سونيانو په دې توپیر لري چې شعيه ګان ځان د يزيد اولاده ګڼي، او د همدې له کبله په دې ويرجنې ورځ باندې دوی ځانونه ځوروي او ژاړي. د شعيه ګانو د ځور څو ډوله اوزار لري لکه ځانونه په چړو وهل، په زنځير وهل، خپل ټټر وهل، او ملا په ستنو سورۍ کول او داسې نور.

د عاشورا د ورځې پېښلیک[سمول]

په اسلامي کليز کې د المحرم مياشتې توپیريز چوکاټ[سمول]

هـ. س لومړۍ ورځې (CE / Anno Domini) وروستۍ ورځې (CE / AD)
1431 18 ډسمبر 2009 15 جنوري 2010
1432   7 ډسمبر 2010   4 جنوري 2011
1433 26 نومبر 2011 25 ډسمبر 2011
1434 15 نومبر 2012 13 ډسمبر 2012
1435   4 نومبر 2013   3 ډسمبر 2013
1436 25 اکټوبر 2014 22 نومبر 2014
1437 14 اکټوبر 2015 12 نومبر 2015
د المحرم نېټې د 2010م، او 2015م ، تر منځ
سپوږميزې مياشتې

حسين  · صفره  · لومړۍ خور  · دويمه خور  · درېيمه خور  · څلورمه خور  · خدای پاک  · برات  · روژه  · کوچني اختر  · ميانې  · لوی اختر