د تامارا غیر فعال څارونکی سیستم

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
د تامارا غیر فعال څارونکی سیستم


د تامارا غیر فعال څارونکی سیستم (په چېکي: KRTP-86 Tamara) یو ډول الیکترونیک سیستم دی چې د چېکوسلواکیا په جمهوریت کې د ۱۹۸۲ کال څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې جوړېده. دغه سیستم په ځانګړی ډول د الوتکو، بېړیو او بلو هدفونو د څارولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي.

توصیف [سمول]

دغه سیستم کولای سی د الوتکو یا بلو هدفونو د رادار سیګنال تعقیب وکړی او د ریاضی محاسبو په مرسته د الوتکې موقعت تعیین وکړی. د تامارا غیر فعال څارونکی سیستم یوه ډله د درې انتنونه او پنځې ارزونکی مرکزونو څخه تشکیل کېږي. د تامارا انتنونه د ټاټرا ۸۱۵ پر موتړونو باندی نصب شوی دی. دغه سیستم کولای سی ۷۱ مځکنی یا هوایی هدفونو تعقیب کړی. دغه سیستم په ۱۹۸۴ کال کې د ټېسلا پاردوبیڅې په کارخانې کې د انجینیر ولاستیمیل پېخ لخوا طرح شو. د چېک پوځ په ۱۹۹۱ کال کې د تامارا څارونکی سیستم په رسمی ډول کار واخیست. تر ۱۹۹۲ کال پورې ۲۳ د تامارا سیستمونه جوړ شول. دغه سیستونه په ځانګړی ډول شوروی اتحاد ته صادر شول مګر څو د تامارا سیستمونه هم د عمان، المان او امریکا په لاس کې دی.

سرچینې [سمول]