د بهرنيو اړيکو او څارګرۍ اداره
د بهرنيؤ اړیکو او څارګرۍ اداره (په چېکي:Úřad pro zahraniční styky a informace) د چېک جمهوريت د څارګرې ادارې نوم دی. دغه استخباراتي يا( څارګره) اداره غير پوځي اداره ده. دغه څارګره اداره له وټه ايزې ، سياسي او امنيتی معلوماتو سره پزړه پورتیا لري. دغه اطلاعات د ادارې له خوا شنل کېږي اوشننې ېې د چک حکومت ته ورلېږي. د چک حکومت د شننو په اساس پرېکړه کوي . د چک څارګره اداره د اروپا د څارګرې ادارې، سيا، موساد سره همکاري کوي.
تاريخ
د چېک د جمهوریت تر پیدایښت وروسته په ۱۹۹۳ کال کی څلور څارګرې ادارې درلودل چې دوه یی پوځی څارګرې ادارې وې او دوې یی غیر پوځی څارګرې ادارې وې. په اوس وخت کی د چېک په جمهوریت کی یوازې درې څاګرې ادارې شته . د بهرنیو اړیکو او څارګرۍ اداره په ۱۹۹۳ کال کی تاسیس شوه. دغه څارګرۍ اداره د 154/1994 قانون لخوا تعریف شوی دی. مرکز یی په پراګ کی دی. د څارګرې د ادارې مدیر د داخلې د وریر لخوا ټاکل کېږی او د چېک حکومت ته مسول دی. د ۲۰۰۷ کال څخه د اداري رئيس Ivo Schwarz دي.
د رئيسانو فهرست
| د رئيسانو فهرست | ||
|---|---|---|
| د رئيس نوم | تاریخ | عکس |
| Oldřich Černý | 1994-1998 | |
| Petr Zeman | 1998-2001 | |
| František Bublan | 2001-2004 | [1] |
| gen. Karel Randák | 2004-2006 | [2] |
| Jiří Lang | 2006-2007 | [3] |
| Ivo Schwarz | 2007- | [4] |