د افغان-انګرېز لومړۍ جګړه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

د افغان او انګریز لومړی جګړه
Last-stand.jpg
تاريخ ۱۸۳۸-۱۸۴۲
هېواد افغانستان
پوځونه
Flag of the United Kingdom.svg بریتانوی امپراطوری Flag of Afghanistan (1880–1901).svg افغانستان
قوماندان
وېليم حې مېکناټن
John Keane
William
مونټ سټوارټ الفنسټن
George Pollock
امير دوست محمد خان
سردار محمد اکبر خان

د افغان ـ انګرېز لومړنۍ جګړه په کال ۱۸۴۲ زېږيز کې د برتانوي ـ هند لخوا په افغانستان باندې د يرغل په ترڅ کې پيل شوه . دا د نړۍ په تاریخونو کې د لويې لوبې په نوم ياده شوې او دا ځکه چې د ۱۹ مې پېړۍ د ځواک پر سر د ښکرورو دوو ځان منليو روسيې او امريکي ـ انګرېز لخوا په منځني اسيا باندې د خپل نفوض اچولو د سيالي په ترڅ کې توده شوه، خو په منځ کې ېې ډېر بې ګنا ولسونه ښکېل شول. او دا د ختيځې هندي کمپنۍ چې انګرېزانو ېې په پلمه هند او شاوخوا سيمې ونيولې اود خپل د لالچ له کبله د نفوض زياتولو پلانونه جوړول وغځوله . دانګرېزانو په تاريخ کې د افغان ـ انګرېز جګړو ته د انګرېز راج يا انګرېز قوت لپاره د يو ډېر لوی ګوزار په سترګه کتل شوی . کله چې امير دوست محمد خان په افغانستان کې پاچا شو ، شاه شجاع هند ته ولاړ او دا وخت انګرېزانو ته په افغانستان کې د مداخلې لاره برابره شوه. انګرېزانو د افغانستان اصلي وارث شاه شجاع ګاڼه ، او دا چې په هغه کې ېې خپلې ګټې ليدلې وې نوځکه ېې د مرستې ژمنې ورسره وکړې او راپه مخه ېې کړ . د ۱۸۳۹ زېږدي کال په اپرېل کې ېې په کندهار او د همدې کال د اګست په مياشت کې ېې په کابل کې د پاچا په توګه اعلان کړ . خو په زرګونو انګرېزان ورسره وه . شاه شجاع په نامه پاچا و ، ټولې چارې او واک و اختيار د انګرېزانو په لاس کې وه . دا وخت امير دوست محمد خان له څو تنو زامنو سره مزار شريف او بيا بخارا ته ولاړ .


شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې