د افغانستان په لرغوني تاريخ کي دزابل او زابليانو ونډه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغانستان د ١٩٢١ زيږد کال د اساسي قانون پر بنسټ پر څلورو ولايتونو او څلورو لويو حکومتونو وويشل شو ، چي د زابل اوسنۍ ولايت د هغه مهال په کندهار ولايت پوري اړوند وشميرل شو. په ١٩٦٤ زيږد کال افغانستان په ٢٩ ولايتونو او لويو حکومتونو وويشل شو،چي زابل هم دخپل ارزښت له مخي د ولايت مقام ته لوړ شو. د زابل ولايت ( ١٧٢٩٣ )اولس زره دوه سوه دري نوي کيلومتره مربع پراختيا لري ، د اداري واحدونو شمير يې لسو ته رسيږي ، او د ولايت مرکز يې د کلات نامتوښار دۍ . د دې ولايت شمال لورته د روزگان ولايت ، سهيل ته سرحدي کرښه ، لويديځ ته يې د کندهار ولايت او ختيځ ته يې د غزني ولايت پروت دۍ ، دا ولايت د سهيل ختيځ له لوري د پکتيکا سره هم د يوه لنډ واټن گاونډيتوب لري .

زموږ د هيواد هر سيمه د لرغوني تاريځ نښانې او د وياړ سرليکونه او ځانگړي څپرکي لري ، خو د زابل وياړني او تاريخي کارنامي ز موږ د هيواد په لرغونو ، منځنيو او د اوسنيو تاريخي پيړيو کي ستر سرليکونه اوزموږ و هيواد دملي تاريخ زرين فصلونه دي . په ويدي او اوستايې متونو کي ، د يونانو _ باختري پير ليکوالانو ، د کوشاني او زابلي واکمنيو پرمهال د زياتو مورخينو په اثارو او ليکونو کي يې د برم او دبدبې او يا د مقاومت او سرښندنو کارنامي سته . د دې ليکني موخه د هغو ټولو تاريخي پيښو او وياړنو را يادول او سپړل نه دي چي زابل يې د تاريخ په اوږد مهال کي لري ، يوازي په دې لنډه ليکنه کي د زابل د لرغوني تاريخ هغه ځانگړي بيلگي را يادو چي د افغانستان په ملي تاريخ کي وياړلي سرليکونه گڼل شويدي .

خبره به د زابل د نوم څخه را پيل کړو ، دانوم له ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي د هيواد پر همدې برخي چي اوس يې د زابل ولايت په نوم پيژنو ايښودل شوۍ او پيژندل شويدۍ ،دا نوم د املا او انشا له مخي په لږ او ډير بدلون کله د يوه خپلواک هيواد په توگه چي زياتي سيمي يې تر ولکې لاندي درلودي ، کارول شويدۍ او کله هم د يوه ولايت او يوې محدودي سيمي په ډول د تاريخ په پاڼو کي ثبت او ليکل شويدۍ . د يوشمير څيړونگو له نظره د زابل نوم لږ تر لږه ١٧٠٠ يو زر او اوسوه کاله پوخوا تر زيږد هغه وخت ياد شويدۍ ، چۍ درزدشت يا سپينتمان د ستورو پيژندونکو په مرسته د کال د فصلونو د ښولو او پيژندلو په نيت د سيمو د ټاکلو اراده وکړه ، او په دې ډول يې د اوسني زابل سيمه هغه ټاټوبۍ وښودۍ چي د کال لمر له ژمني څنډي څخه پسرلنۍ څنډي ته ځان رسوي ، هغه ته يې د زابل نوم ورکړ.

د زابل د نوم او ريښې په اړه د يوشميرنورو څيړونکو اندونه او نظريې هم په يوشمير رسالو او اثارو کي شته او را نقل شويدي چي ورسته به يې يادونه وکړو ، خو د پورتنۍ طرحي لپاره د نورو لاسوندونو تر څنگ د بيلگي په توگه تر ټولو ارزښتمن دليل را يادو : او هغه دا چي د زابل په سيمه او اړوندو برخو کي د(زون) په نوم د لمر نمانځني تر ټولو ستر معبد له ډيرو پخوانيو زمانو څخه بيا د اسلامي لښکرو تر واکمنۍ پوري د يوه عبادت ځای په توگه په سيمه کي د ميشتو وگړو واو هم د زابلي واکمنانو له لوري په درنښت ساتل کيدۍ او د هغه ته يې عبادت کاوه، د زون معبد او د هغه معبد شا او خوا سيمي د زابل واکمنو تر ولکې لاندي وې . او د کابل په خير خانه کي د سوريا معبد پيدا کيدل هم د دې وينا ډاډمن لاسوندۍ دۍ.

د خير خانۍ کوتل د سوريا مجسمه[سمول]

د انگليسي مورخ سر اولف کارو په دې باور دۍ چي يفتليان د منځنۍ اسيا څخه د سهيل په لور را خوځيدلي او په درې سوه شپيته زيږد کال يې د کوشانيانو واکمني پاې ته ورسول او د ساسانيانو سره تر درنې جگړې وروسته د خپلو سيمو دفاع ته اړ سول ، دې قبيلو زيات شمير بودايې ودانۍ ړنگي او د لر نمانځني عبادت ځايونه يې ودان پريښودل ، هغه وخت چي يې د واکمنۍ پراخه امپراتوري په وړو وړو سيمه ايزو واکمنيو واوښتل بيا يې د عربي مهاجمينو په وړاندي لږ تر لږه دوې پيړي پر له پسي د دفاع سنگرونه تاوده وساتل .

يو شمير څيړونکي د زابل نوم د هيپتلي پاچاهانو د نوم سره تړي ، دا ډله څيړونکي په دې باور دي چي د هيفطل ، هيا طله او هبفتليانو نو مونه په ډير لږ بدلون په تاريخي متونو کي د بيلا بيلو مورخينو او څيړونکو له خوا په خپلو اثارو اوليکنو کي کارولي دي . زيات شمير څيړونکي او په ځانگړي توگه د مرحوم استاد احمد علي کهزاد له نظره يفتليان او د هغو اړوند ټبر ونه په اوسني زابل کي څه ناڅه يوزر او پنځه سوه کاله پخوا تر اوس ميشت شويدي . همدا کورنۍ وې ، چي د دريمي زيږدي پيړۍ څخه تر اومي زيږدي پيړۍ پوري يې د افغانستان زياتي برخي په ځانگړي توگه د هندوکش پرلويديځو ، سهيلي او ختيځو سيمو واکمن درلوده .

علامه حبيبي د يفتلي پاچاهانو او يو شمير پښتني قبيلو د نومونو تر منځ د ورته والي په اړه د هر اړخيزي څيړني وروسته داپايله تر لاسه کړيده چي ، د هيپتل کلمه د پښتنو د قبيلو د ابدال د نوم سره چي د پښتنو يو لويۍ ټبر دۍ ، ورته والۍ لري ،دا ورته والې د ژبني ارونو د ادلون بدلون سره برابردۍ . يوه بله داسي بيلگه د پښتو غلجۍ د عربي خلجۍ اود درې غلزۍ دۍ ، چي په ژبنيو څيړنو کي يې د يفتليانو سره اړيکي جوتي دي .

د هغو مسکوکاتو څخه چي د کابل، هډې، غور بند او نورو سيمو څخه تر لاسه شوي ، د يفتلي پاچاهانو څيره او قيافه د اوسي پښتني غلجي کوچيانو سره ورته والۍ لري، لوړي پزي، جگي وني ااو د پاچاهۍ تاجونه يې پر سر دي ، دا اولسکيزي (مسکوکات) د يفتلي پاچاهانو په بيلا بيلو واکمنو او بيلا بيلو دورو پوري اړه لري. د يفتلي پاچاهانو د پيسو څو بيلگي:

د يفتليانو کورنۍ د دريمي زيږدي پيړۍ څخه د پخواني افغانستان پر ټولو برخو واکمني درلوده چي يو ستر اداري او نظامي مرکز يې داوسني زابل نامتو ښار کلات وو ، خو د شپږمي زيږدي پيړۍ وروسته په وړو او سيمه ايزو واکمنيو واوښتل ، چي د اعرابو سره په جگړو کي يې د خپلو سيمو د ساتلو پوره زړه ورتوب ښودلۍ دۍ .

زابليان يا يفتليان چي د هندوکش پر سهيلي ، سهيل لويديز او سهيل ختيزو سيمو پوره واکمنۍ در لوده او د واکمنۍ برم يې د هند تر پوتالي پوترا رسيدۍ په پر له پسې توگه په ددريو لورو د خطر او حملو لاندي وه . يفتليانو د خپلي واکمنۍ په لويديز ي خواکي د ساسانيانو سره نامالومي سرحدي کرښي درلودۍ ، چي په پر له پسې توگه د دې دواړو سياسي واکمنيو تر منځ د سيمو لاندي کولو لپاره د جگړو اور بليدۍ ، د بيلگي په توگه د زابلي يفتليانو او ساسانيانو لومړۍ نښته په ٤٢٧ زيږد کال د يفتلي بقوت پاچا او بهرام گور تر منځ شويده . په دې جگړه کي د بهرام گور زرين تاج او د هغه ټول مال او منال د بقوت بريمنو لښکريانو ته ورسيدۍ . دويم يزد گرد چي په ٤٣٨ زيږدکال د پارس واکمن سو هم ، څو ځله د يفتلي پاچاهانو پر سيمو جگړ ه ايز عمليات وکړه ، خو بريالۍ نه شو او د يفتلي پاچاهانو دسيمو د لاندي کولو او غصب کولو په ارمان کي ومړ.

د پارس پر سيمه د لومړي فيروز واکمني چي د ٤٧٥ زيږد کال څخه بيا تر ٤٨٤ زيږد کال پوري يې دوام درلود ، څو ځله د يفتلي پاچاهانو سره د جگړي ميدان ته راووت ، د لومړي فيروز سره په يوه جگړه کي پارسي ځواکونو ماتي وخوړه او فيروز خپل زوي قباد د يفتلي پاچاه اخشنوان در بار ته د داسي ضامن په توگه ورکړ چي بيا به د يفتليانو پر سيمه يرغل نه کوي ، خو فيروز دا وعده پرځاي نه کړه او په يوه بله خونړۍ او د هغه د ژوند په ورستۍ جگړه کي يې د يفتليانو پر سيمو يرغل وکړ او دا ځل بيا د ماتي سره مخامخ شو او خپله فيروز هم په دې جگړه کي ومړ او پر ځای يې دهغه زوي قباد واکمنۍ ته ورسيدۍ ، څرنگه چي د پارس نوۍ واکمن قبا د د يفتليانو سره د ضامن په توگه ډير کالونه تير کړي وه ، نو يې د يفتلي پاچاهانو سره يې د دوستۍ اړيکي ټينگي کړې .

د زابلي يفتليانو د سياسي واک په وړاندي دويم سرخوږۍ د واکمنۍ په دننه کي د يوشمير سيمه ايزو او محلي وړو واکمنيو مقاومتونه او پاڅونو نه وه ، د هندوکش په شمال کي د د کيداريانو پاتي شوني ، د هيواد په مرکزي سيمو کي د شيرانو او د کابل شا او خواکي دکوچيني کوشانيانو پاته شونو ، وخت ناوخت د يفتلي پاچاهانو د واکمنۍ د پراخيدو لپاره خنډونه را منځ ته کول ، د بيلگي په توگه ، د کيداريانو او بهرام گور تر منځ د يوې درنې جگړې وروسته اوربند وشو چي کيداري واکمن د ساساني پاچا د خور سره د واده په اړيکو دې اور بند ته غاږه کښيښوده ( ٤٥٩ زيږد کال ) همدا وخت يې د يفتلي پاچاهانو سره د تربگنۍ لاره ونيولو ، دالماني څيړونکۍ مارکوارت په اند کابلي پاچاهانو چي د کوچني کوشانيانو په نوم هم ياديږي ، د هغه زور او دباو په وجه چي د زابلي واکمنانو له خوا پر راغلۍ وو خپل پلازمينه کاپيسا يې پريښوده او پيښور ته وکوچيدل .

د سياسي واکمنۍ پراخيدل او د نويو سيمو لاندي کول بله هغه بوخته وه چي زابلي يفتليان او دهغو يوشمير پياوړي مشران ورته ژمن وه . په پارس کي د انو شيروان تر واکمنۍ وروسته زابلي پاچاهانو خپله مينه د پارس له لوري لږ کړه او د پارس پر ځای يې د هند او هندوکش شمالي سيمو لاندي کولو ته مخه کړه ، د چيني مورخ ليانگ شو په قول يفتلي پاچاهانو ورو سته له هغه چي د هندوکش شمالي زياتي برخي لکه کوگيار،واخان ،زيباک ،او او د امو سند دواړو خوا وته پرتې سيمي تر خپل واک لاندي راوستې ، بيا يې په سهيلي لور کي لومړۍ د گندهارا سيمه خپله کړه او ورورويې د هند لويې وچي لور ته د خپلو پرخوا د فتوحاتو لمن وغزول . د هندي او اروپايې مورخينو پر دې ټکي يوالۍ شته چي د هند پر لور د زابلي پاچاهانو فتوحات ورورو د زابل ارزښت ديوې ستري امپراتورۍ د پلازميني په توگه لږ کړ او د يفتلي پاچاهانو پام د هند پراخو سيمو د نيولو او اداره کولو پر لور زيات شو ، او ددې کار لپاره تر ټولو ښه جغرافيايې موقعيت د پيښور او تاکسلا او بيا وروسته د پوتالي پوترا او ډهلي په برخه وو . مهرا کولا ، تورامانا او دې ته ورته نورو يفتلي پاچاهانو په زياته پيمانه د خپلي امپراتورۍ سهيلي لوري ته پام کاوه .

د دې سره سره چي د زابلي پاچاهانو او د هغې سلسلې دلويو امپراتورانو زياته پاملرنه د سهيلي خوا او په ځانگړي توگه د هند لوري ته گرځيدلې وه ، خو زابل ديوې پخواني پلازميني په توگه د خپلو نږدې سيمو په کنترول او اداره کي تر زياته حده واکمن وو ، په زابل کي واکمنه سلسله په پر له پسې توگه د ساساني يرغلگرو او تر هغو وروسته د عربي لښکرو سره د ترپ او خرپ په جگړو لږ تر لږه تر ٦٤٠ زيږد کال پوري بوخت وساتل شوه په دې ترتيب يې د خپلي واکمنۍ د دوام لپاره د اسلام مبارک دين تر پوره خپريدو تر مهاله د خپلو اولسو پوره ملاتړ د ځان سره درلود او تر خپل واک لاندي سيمي يې په پر له پسې توگه د بهرنيانو په وړاندي وساتلې . تر څو چي د اسلامي لښکرو يو مشر عبدالرحمن ابن ثمره په يوه تنده جگړه کي تر کابله ټول موانع ليري او د سيستان څخه تر کابل ټولي سيمي ونيولۍ ، خو دا يوه بريښنايې جگړه وه لا زياته موده نه تيره چي بيرته د زابلي پاچاهانو پاتي شونو د خپلواکۍ بيرغ پورته کړ او د جگړو دا لړۍ لږ تر لږه نور سل کاله وغزيدل ، چي يادونه به يې د زابل په منځنۍ زمانه کي تر بحث لاندي راشي .

د کلات بابا غونډۍ چي اوس دولتي ادارې ورڅخه گټه اخلي

د کلات لويه غنډۍ په يوه انځور کي[سمول]

پايله[سمول]

زابل د افغانستان په تاريخ کي وياړلۍ باب او د لرغوني تاريخ زرين سرليک دۍ .د دې سره سره چي د زابل په سيمه کي لا تر اوسه علمي او فني څيړني او سپړني نه دي شوي ،خو زابل ته د څيرمو سيمو څخه داسي زيات لاسوندونه تر لاسه شوې چي د دې سيمي تاريخي جرړي زرگونو کالو پخوانيو زمانو ته رسوي . د بيلگي په توگه د زابل لويز ته دکندهار منډگک ، اود سيستان نادعلي ، سهيل ته يې د کوټي لور لايې او ژوب او ختيز ته يې د لرغوني غزني سيمي واقع دي چي هر سيمه يې زموږ د هيواد لپاره وياړلي اثار او لاسوندونه لري ، که په زابل کي د علمي او فني څيړنو اړ سپړنو کار پيل شي ، په ډاډ ويلای شو چي په دې سيمه کي به هم د افغانستان د لرغوني تاريخ تر اوسه پټ خو ارزښتمن اثار او لاس وندونه تر لاسه شي . په دې اړه د زابل اوسنيو چارواکو او د کلتوري چارو واکمنو او د دې سيمي مخکښو کلتور پالو شخصيتونو ته د وړانديز په توگه لاندي ټکي يادول غواړم :

١ : د زابل څخه دې د لرغونو او تاريخي اثارو د قاچاق په مخنيوي کي لا گړندي گاومونه واخستل شي ؛ ٢ : په زابل کي تاريخي ودانۍ او زيارتونه ، چي د پخوانيو دورو د ودانيو ځانگړي بيلگي دي ، د هغو په ساتلو او له سره رغولو کي د عملي کار لپاره د هيواد د کلتوري وزارت څخه ځانگړي ژمني واخلي ؛ ٣ : په زابل کي دي (د زابلي پاچاهانو موزيم) په نوم ، د يوه موزيم د جوړولو او پرانستلو پروژه طرحه او اړوندي چاري دي گړندۍ کړي ؛ ٤ : د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کي د موزيم خوا ته د يوه تفريحي پارک د جوړيدو لپاره دي بهرنۍ مرستندويه موسيسې وهڅول شي .

ښاغلو لوستونکو ته د دې ټکي يادول اړين گڼم چي د دې ليکني د ثقم او لا زياتو مالوماتو لپاره دي د نورو اثارو تر څنگ لاندي اخځونو ته ورشي .

اخځونه د الفبا په تر تيب[سمول]

١:باوري ، رسول . د افغانستان لرغوني مدنيتونه ،( کابل : ودلتي مطبعه ) ١٣٦٤ . ٢ : جوينده ، مير احمد ، د يفتليانو سياسي تاريخ ، ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٥٨ . ٣ : حبيبي ، عبدالحۍ . د افغانستان لنډ تاريخ . ( کابل  : دولتي مطبعه ) ١٣٤٦ . ٤ : صافۍ ، لطف الله . ﻻ افغانستان عمومي جغرافيا . ( پيښور : دانش کتابتون ) ١٣٧٧ . ٥ : کهزاد ، احمد علي . غرغښت نامه ، ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٥٧ . ٦ : همايون ، سرور. په ادبياتو کي د لمر نمانځني ائين ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٤ .