د افغانستان هوايي ځواک

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د افغانستان هوایي ځواک
نیروی هوایی افغانستان
Afghan National Army emblem.svg
ANA Air Corps Mi-35s take off from KBL 2009-05-27.jpg
پیدایښت ۱۹۲۴
هېواد افغانستان
بولندوی جنرال عبدالوهاب وردګ
جګړې

د افغانستان هوایي ځواک د افغانستان د هغو ځواکونو څخه دی چې د دې هېواد په ملي امنیت کې اړین رول لوبوي . د افغانستان هوایي ځواک په ۱۹۲۴ زېږيز کال کې جوړ شو . په ۱۹۸۰زېږيز کال کې چې کله د افغانستان د خلق /پرچم ډيموکراتيک جمهوريت د روس په ملاتړ جوړ شو، نو روسيې خپل عصري وسلې او الوتکې د افغانستان حکومت ملاتړ لپاره ورکړې . په دې وخت کې د افغانستان په جګړه يیزو درندو وسلو کې د مېګ-۱۵،مېګ-۲۱، سوخوی سو-۷، سوخوی سو-۱۷، سوخوی سو-۲۰ الوتکې او د ميل می ۸ چورلکې شاملې وې . په ۱۹۷۶ زېږيزکال کې د بګرام په ښار کې پوځي هوایي ډګر جوړ شو. د ۱۹۷۹زېږيز کال په ډسمبر کې روسي پوځ پر افغانستان برید وکړ او مهم ډګرونه یې ونیول. تر جګړې وروسته د افغانستان ډېرې الوتکې ړنګې شوې. په ۲۰۰۶ زېږيزکال کې د افغانستان هوایي ځواک د امریکایي اشغالګر پوځ او د ناټو د هېوادونو په مرسته بیا جوړ شو.

تاریخ[سمول]

د مېګ-۲۱ ښکاري الوتکه د بګرام په هوایي ډګر کې

د افغانستان هوایی ځواک په ۱۹۲۴ زېږيزکال کې د امير امان الله خان لخوا جوړ شو . دغه هوايي ځواک او الوتکې د کورنۍ جګړې په وخت د بچه سقا لخوا په کال ۱۹۲۸زېږيز کې ويجاړ شو . په ۱۹۶۰ زېږيز کال کې د مېګ – ۱۵ ښکاری الوتکې افغانستان ته ولېږدول شوې او په ۱۹۷۷ زېږيز کال کې چکسلواکیا د اېرو ال-۳۹ الباتروس الوتکې د افغانستان هوایی ځواک ته ورکړې. په ۱۹۸۰ کال کی د افغانستان د پوځی الوتکو شمیر ۴۰۰ تنو ته ورسېدلې. د افغانستان د جګړې په وخت کې روسي پوځ افغانستان ته عصري بریدګرې چورلکې ولېږلې. روسي پوځ د میل می- ۲۴ چورلکو څخه د مجاهدینو له منځه وړلو لپاره ترې کار اخیست. روسي پوځ په دې جګړې کې ۳۳۳ چورلکې له لاسه ورکړې.

۲۰۰۸[سمول]

د افغانستان هوایی ځواک په ۲۰۰۸ کال کی بیا جوړ شو.