د افغانستان حکومت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

د مشرانو جرګه:(Upper house)[سمول]

حامد کرزی په کندهار کی

په مشرانو جرګه کې د استازیتوب تګلاره د هیوادونو په سیاسي نظام پورې تړلې وي. د بېلګې په ډول په برتانیه کې تر ډېره بریده غړیتوب په میراثي بنسټ ولاړ وي. په امریکا کې د مشرانو د جرګې استازي هم د ولسي جرګې په ډول انتخابي وي. چې په عمومي ډول وفاقي ایالتونو ته پکې مساوي حق ور کول کیږي. لیکن واک یې د ولسي جرګې په پرتله ډېر محدود دی. البته د امریکا د مشرانو جرګه اوس مهال د نړۍ تر ټولو پیاوړې یوه ده.چې لامل یې د خلکو د رایې په واسطه د استازو ټاکل دي. ددوؤ جرګو درلودونکې مقننه اوس مهال د نړۍ ډېر منلی نظام دی ځکه چې په دې کې د هر فکر درلودونکې طبقې ته د ملي استازیتوب موقع ورکول کېږي. ددې په واسطه په قانون جوړونه کې د بیړي امکان نه وي او د فکر کولو وخت پکې ډیر وي او د مقننې د کاري وېش له امله اسانتیاوې پکې پیدا کېږي. څرنګه چې د ځیني پوهانو په آند دوې مقننې له هیواد سره تېری بلل کېږي. ځکه چې دوهمه مقننه یواځې نمایشي وي او اصلي کار په ولسي جرګه کې کېږي. دمشرانو د جرګې استازي انتخابي نه بلکه انتسابي وي ځکه نو دا استازي په اولس کې هم په سیاسي سطحه باندې اهمیت نه لري همدا لامل دی چې د مشرانو جرګې ته د سیاسي تعیش نوم هم ورکول کېږي.

د مقننې دندې:[سمول]

۱- قانون جوړونه: د مقننې تر ټولو مهمه او لویه دنده د حالاتو او وختونو له غوښتنو سره سم د هیواد لپاره د قوانینو جوړول او پخواني قوانین له بدل شویو حالاتو سره سمول دي. ځکه چې د اولس استازي د اولس لپاره د هغوی د طبعي اړتیا په نظر کې نیولو سره قوانین جوړوي. د قانون مسوده ماهرین جوړوي او دشورا غړي له بحث کولو وروسته هغه پاسوي.

۲- په قانون کې اصلاح:[سمول]

مقننه سربیره پر قانون جوړونه د هیواد په قانون کې د اصلاح او بدلون واک او اختیار هم لري. په برتانیه کې په قانون کې اصلاح د رایو په معمولي او ساده اکثریت سره راتلی شي مګر په نورو هیوادونو کې په عمومي ډول په قانون کې بدلون د دوه درېیمې په اکثریت سره کېږي. ۱-اجراییه دندې: اوس مهال د واک تر وېش لاندې د هیواد درې واړه قوې نه یواځې خپلې دندې سرته رسوي بلکه په خپلو کې د مرستې په ډول د یوه او بل لپاره ځینې دندې هم تر سره کوي. په پارلماني نظام کې په ځانګړي ډول مقننه د حکومت جوړونې ، حکومت ماتونې او احتساب ستر واک لري. د مقننې غړي نه یواځې د حکومت پر پالیسیو باندې د نیوکو کولو حق لري بلکه د پوښتنو ، قراردادونو او تحریکولو په واسطه اجراییه پالیسي کنټرولوي. مقننه د نه باور رایې په ورکولو سره کابینه په استعفی کولو باندې مجبوروي.

۴- مالي دندې:[سمول]

د مقننې یوه مهمه دنده د هیواد د مالياتو څارل دي. ځکه چې د مقننې له خوښې پرته نه په هیواد کې کومه مالیه لګول کېدی شي او نه هم له ملي خزانې څخه څه مصرفېدی شي.مقننه د هر مالي کال په پای کې ملي بودیجه چې د اجرایې له خوا وړاندې کېږي منلی یا رد کولی شي او یا هم له اړتیا سره سم پکې د کموالي تحرکات وړاندې کولی شي. اما ولسي جرګه په ملي بودیجه کې د څه زیاتولو حق نه لري. د ولسي جرګې غړي د تېر مالي کال د لګښتونو په اړه له حکومت څخه تفصیل او معلومات تر لاسه کولی شي.

۵- قضاییه دندې:[سمول]

مقننې په ځینې حالاتو کې د قضایي واک دنده هم تر لاسه کوي. د بېلګې په ډول د امریکا سنا د ولسمشر ، د هغه د مرستیال او لوړو وفاقي افسرانو پر ضد د تورونو مقدمې اوروي. سربېره پردې په نورو هیوادونو کې هم پارلمان په دې اړه پراخ واک لري.

۶- ټاکنیزي دندې:[سمول]

په پارلماني نظام کې ولسمشر په عمومي ډول د کابینې له خوا ټاکل کېږي. په سویټزرلینډ کې مقننه نه یواځې اجراییه بلکه د وفاقي محکمې قاضیان هم ټاکي. مقننه په امریکا کې ځیني وخت ولسمشر او مرستیالان هم ټاکي. لومړی وزیرهم د ولسي جرګې له خوا ټاکل کېږي.

۷- د شکایتونو له منځه وړل:[سمول]

مقننه د اولس له استازو څخه جوړه یوه اداره ده. دا استازي د اولس هیلې تر حکومته پورې رسوي. او د حکومت په پالیسیو باندې په نیوکو کولو سره د اولس احساسات اظهاروي.