د افغانستان جګړه (۲۰۰۱)
| د افغانستان جګړه د دوامداري آزادۍ |
|
|---|---|
| تاريخ | ۲۰۰۱ - اوس |
| هېواد | افغانستان |
| پوځونه | |
| قوماندان | |
د افغانستان جګړه یا د دوامداري آزادۍ د پوځی عملیاتو څخه يوه پوځی عملیه ده چې د۲۰۰۱ کال څخه په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د ناټو لخوا اداره کېږی.
تاریخ
د سپټمبر په ۱۱ مه نېټه کال ۲۰۰۱م زېږيز کې دامریکا په سوداګريزو ودانيؤ باندې د ترهګرو تر برید وروسته د امریکا حکومت د شک پربنسټ د القاعدی سخت دريڅه تنظيم د پړې لامل وګاڼه، د همدغو تورونو په بنسټ ېې د القاعدې د مخ نيوۍ په تکل پر افغانستان باندې بريد پیل کړ . د امریکا حکومت ټينګار کاؤه چې په افغانستان کې د القاعدې پوڅي ګړندي مرکزونه پراته دي او د سخت دريڅې اسلامي ډلې ترنامه د لوېديڅې نړۍ خلکو ته ګواښ پېښوي . امریکایی حکومت غوښتل چې طالبان د القاعدې مشر اسامه بن لادن امريکې ته وسپاري ، خو د طالبانو مشرانو په وار وار د هغه د مېلمه ګڼلو په حالت ټينګار کاؤ ورسره ېې د امريکې د چارواکو څخه د تورونو پر بنسټ جوت ثبوتونه غوښتل، دا لړۍ تر هغه روانه وه ترڅو طالبانو د اسامه بن لادن امریکايانو ته د ورسپارلو څخه انکار وکړ او عربي هېوادونو ته وراستولو باندې همغږي وښووله . پدې لړ کې عربي هېوادونو هم د هغه د بېرته ترلاسه کولو څخه لاس په سر شول . امریکا طالبانو ته خپل اخري توربرېښ پدې ډول ورکړ، که چېری طالبان اسامه ابن لادین دوی ته ونه سپاري، نو امریکایی پوځ به پر افغانستان راودانګي او هر ډول برید به وکړی. طالبانو همدې توربريښ ته په بابېزه وکتل او د ملګرو ملتونو له لارې ېې د حل لپاره لاس وغڅاوه ، دا چې د طالبانو حکومت په بشپړه توګه د ملګرو ملتونو لخوا نه ؤ پېژندل شوی نو ېې طالبان له پامه وغورڅول او د شمالي ټلوالې په استازیتوب ېې د برهان الدین رباني له پلوؤيانو سره د مشورو پر اساس پر افغانستان د برید امر ورکړ . چې په ترڅ کې ېې د اکټوبر پر ۷مه نېټه په کال ۲۰۰۱ م زېږيز کې د افغانستان په خاوره په ډېره بې پروا توګه بريدونه پیل کړه .
پوځی عملیه
په ۲۰۰۱ م زېږيز کال د اکټوبر پر ۷مه امریکایی پوځ د القاعدې په پلمه پر طالبانو برید وکړ. په۱۳.۱۱.۲۰۰۱ د شمالي جنګسالاره ډلې کابل ته پرته د ملګرو ملتونو له اجازې ورننوتل . د طالبانو تر پرزېدو وروسته نوی منڅمهالې اداره جوړه شوه چې په ترڅ کې ېې حامد کرزی د افغانستان نوی موقت ولسمشر ونومول شو.
|
|
||
|---|---|---|
| نامتو څېرې | سلطان ابراهيم لودي · شېرشاه سوري · بايزيد پير روښان · پير بابا · خوشحال خان خټک · ميرويس هوتک · احمد شاه بابا · وزير محمد اکبر خان · امير دوست محمد خان · ملالۍ · امير عبدالرحمن خان · ملا پاينده · مرزا علي خان · امير امان الله خان · خان عبد الغفار خان · سردار محمد داود خان · خان عبدالولي خان · ډاکتر کبير ستوری · | |
| هڅوب | پښتونولي · پښتانه ټبرې · لويه جرګه · د خټکو نڅا · اتڼ · د مسودو نڅا · آدم خان او درخانی · يوسف خان او شېرينو | |
| شاعران | عبدالرحمان مومند · خوشحال خان خټک · امير حمزه شينواری · اجمل خټک · کبير ستوری · غني خان | |
| متنونه او جګړی |
د ډيورنډ کرښه · خدايي خدمتګار · پښتونستان · د کالا باغ بند · طالبان · د خيبر پښتونخوا نومونه | |
| جګړې او نښتې |
د پاني پت لومړۍ جګړه · د پاني پت دريمه جګړه · د افغان-انګرېز لومړۍ جګړه · د نوښار جګړه · د جمرود جګړه(۱۸۳۷) · د ملاکنډ محاصره · د افغان-انګرېز دويمه جګړه · د ميوند جګړه · تيره کمپاين · د افغان-انګرېز درېمه جګړه · د افغانستان جګړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹) · د افغانستان جګړه (۲۰۰۱) · د پاکستان په شمال لوېديځ کې جکړه | |