د افغانستان جګړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹)
په افغانستان کې شوروی جګړه |
|
|---|---|
| تاريخ | ۱۹۷۹-۱۹۸۹ |
| هېواد | افغانستان |
| پوځونه | |
| قوماندان | |
| بوریس ګروموف |
احمد شاه مسعود جلال الدين حقاني ګلبدین حکمتیار |
په افغانستان باندې د سره ښکیلاک یرغل هغې خونړۍ نهه کلنې جګړې ته ویل کیږي چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د مجاهدینو په وړاندې د افغانستان له مارکسیست- لینینیست جمهوري دیموکراتیک دولت څخه د ملاتړ په موخه هغه وخت د ۱۹۷۹ کال د دسمبر د میاشتې په ۲۷ مه پیل شوه، چې د شوروي ۵۰۰۰۰ سرتیرو چې د افغانستان د پوځ جامې یې اغوستې وې او په هغو کې د کی جي بي کارکوونکي او د شوروي د ځانګړو ځواکونو (الفا ګروپ)سرتیري هم شامل وو، په کابل کې یې مهم دولتي او پوځي تأسیسات لکه د افغانستان راډیو ټلویزیون او مهم هدف یعنی تاج بیک یا د ولسمشرۍ ماڼۍ تر خپل برید لاندې راوسته. همدارنګه افغان مجاهدینو هم له بیلابیلو سرچینو لکه پاکستان، امریکا، انګلستان، سعودي عربستان، مصر او چین او نورو اسلامي هیوادونو څخه د شوروي د یرغل په وړاندې د مقاومت لپاره مرسته ترلاسه کړه. په افغانستان کې د شوروي اتحاد د څلویښتم پوځ ځای په ځای کیدل د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په ۲۴ مه د بریژنیف د ولسمشرۍ پرمهال پیل شول. په افغانستان کې له شرم څخه ډکې ماتې وروسته، د شوروي سرتیرو جزوتامونو د میخاییل ګرباچف د ولسمشرۍ پرمهال له افغانستان څخه د ۱۹۸۸ کال د می په ۱۵ په وتلو پیل وکړ او د ۱۹۸۹ کال د فبروري په ۱۵ نیټه ددغه شرمیدلي زبرځواک وروستی جزوتام له افغانستان څخه د شوروي خاورې ته واوښت. په افغانستان کې د روسي سور مخو لپاره د جګړې اوږدوالي له امله ځینې وختونه دې جګړې ته د روسانو د ویتنام جګړه ویل کیږي. د افغانستان دولت د ۱۹۷۸ کال د دسمبر په میاشت کې یوه موافقتنامه لاسلیک کړه چې دې کار د افغانستان دولت ته اجازه ورکوله ترڅو د اړتیا په صورت کې د شوروي سرتیرو څخه د مرستې د غوښتنې لپاره اقدام وکړي. د افغانستان دولت له شوروي څخه غوښتنه وکړه ترڅو له هغو سره په امنیتي چارو او همدارنګه د مجاهدینو په وړاندې جګړه کې ورسره مرسته وکړي. د ۱۹۷۹ کال د اپریل په ۱۴ مه نیټه، د افغانستان دولت له شوروي اتحاد څخه غوښتنه وکړه ترڅو له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې چورلکې د هغو له عملې سره یوځای افغانستان ته واستوي او همدارنګه د همدې کال د جون په ۱۶ مه، د شوروي دولت د بګرام او شینډند د هوایي هډو د ساتنې لپاره د افغانستان دې غوښتنې ته ځواب ورکړ او تانګونه یې د هغو له عملې سره یوځای افغانستان ته واستول. همدارنګه ددې مرستې په دوام، د همدې کال د جولای په ۷ مه، د شوروي د فراشوتي ځواکونو یوه قطعه چې مشري یې د ډګرمن لوماکین په غاړه وه، د بګرام هوایي هډې ته راورسیده. هغوې افغانستان ته درارسیدو پرمهال خپلې پوځي جامې نه وې اغوستې او د تخنیکي کارپوهانو په شان ښکاریدل. هغوې د ولسمشر تره کي لپاره ځانګړي بادیګاردان وو. دغه فراشوتي ځواکونه په افغانستان کې د شوروي د ستر پوځي سلاکار تر قوماندې لاندې وو او د افغانستان په سیاسي چارو کې یې مداخله نه کوله. د شوروي ډیر سیاسي کارپوهان لکه الیکسي کوسیګین او اندري ګرومیکو په افغانستان باندې د شوروي د یرغل مخالف دریځ غوره کړی وو. د یوې میاشتې له تیریدو وروسته، د پوځي مرستې لپاره د افغانستان د دولت غوښتنې د کوچنیو جزوتامونو او پوځي عملې ته محدوده پاتې نه شوه، بلکې هغو د لویو قطعاتو د راننوتو غوښتنه وکړه. د جولاې د میاشتې په اوږدو کې، د افغانستان دولت غوښتنه وکړه ترڅو د شوروي سرتیرو د میکانیزه پلو ځواکونو دوې فرقې دې هیواد ته رادننه شي. د همدې ورځې په سبا، افغان دولت بیا غوښتنه وکړه چې د میکانیزه پلو ځواکونو له دوو فرقو سره یوځای دې د فراشوټي ځواکونو یوه فرقه دې هم واستول شي. همدارنګه د افغانستان د دولت د ۱۹۷۹ کال د دسمبر تر میاشتې پورې د همدا ډول غوښتنو لړې ته دوام ورکړ. په داسې حال کې چې د شوروي دولت دغو غوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره بیړه نه درلوده.
د ثور ( غویي) بدنامه اوښتون ( انقلاب)
محمد ظاهر شاه واک ته له رسیدو سره سم له ۱۹۳۳ زیږدیز څخه تر ۱۹۷۳ پورې یعنې ۴۰ کاله حکومت وکړ. د ظاهر شاه د تره زوی محمد داود خان له کال ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۶۳ پورې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه. د پرچم مارکسیست ګوند هم د همدغو کلونو په لړ کې له هر اړخه ځواکمن شو. په ۱۹۶۷ کال کې د پرچم بدنامه ګوند په دوو برخو یعنې خلق چې مشري یې د نور محمد تره کي او حفیظ الله امین په غاړه وه او د پرچم ډله چې مشري یې د ببرک کارمل په غاړه وه، وویشل شو. پخواني لومړي وزیر محمد داود د محمد ظاهر د واکمنۍ پرمهال د اداري فساد او کمزوري اقتصادي کړکیچ څخه وروسته د یوې سپینې پوځي کودتا له لارې د ۱۹۷۳ کال د جولای په میاشت کې واک ته ورسید. داود په دې توګه شاهي واکمنۍ ته د پاې ټکی کیښود. د ۱۹۷۸ کال د اپریل په ۲۷ مه د افغانستان پوځ چې د پرچم ګوند له موخو سره ېې ډیره خواخوږي درلوده، داود له واک څخه لیرې او هغه یې د کورنۍ له غړو سره یوځای وواژه. په دې توګه د خلق د ډلې مشر نور محمد تره کي د انقلابي شورا مشر او د نوي جوړ شوي د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت ولسمشر په توګه واک ته ورسید.
|
|
||
|---|---|---|
| نامتو څېرې | سلطان ابراهيم لودي · شېرشاه سوري · بايزيد پير روښان · پير بابا · خوشحال خان خټک · ميرويس هوتک · احمد شاه بابا · وزير محمد اکبر خان · امير دوست محمد خان · ملالۍ · امير عبدالرحمن خان · ملا پاينده · مرزا علي خان · امير امان الله خان · خان عبد الغفار خان · سردار محمد داود خان · خان عبدالولي خان · ډاکتر کبير ستوری · | |
| هڅوب | پښتونولي · پښتانه ټبرې · لويه جرګه · د خټکو نڅا · اتڼ · د مسودو نڅا · آدم خان او درخانی · يوسف خان او شېرينو | |
| شاعران | عبدالرحمان مومند · خوشحال خان خټک · امير حمزه شينواری · اجمل خټک · کبير ستوری · غني خان | |
| متنونه او جګړی |
د ډيورنډ کرښه · خدايي خدمتګار · پښتونستان · د کالا باغ بند · طالبان · د خيبر پښتونخوا نومونه | |
| جګړې او نښتې |
د پاني پت لومړۍ جګړه · د پاني پت دريمه جګړه · د افغان-انګرېز لومړۍ جګړه · د نوښار جګړه · د جمرود جګړه(۱۸۳۷) · د ملاکنډ محاصره · د افغان-انګرېز دويمه جګړه · د ميوند جګړه · تيره کمپاين · د افغان-انګرېز درېمه جګړه · د افغانستان جګړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹) · د افغانستان جګړه (۲۰۰۱) · د پاکستان په شمال لوېديځ کې جکړه | |