ديپلوماسي
دپلوماسی د یوناني کلمی دپلوما Diploma څخه مشتق شوی. پخواني یونانیانو د دپلوما Diploma کلمه د شهادتنامی لپاره استعمالوله. یونانیانو په عادی ژبه کی د دپلوما کلمه د غلاف په معنی هم استعمال کړې. ولی روماني امپراطورئ کې د دپلوما Diploma کلمه د سفر درسمي وثیقو لپاره پکار وړل شوې. داکلمه د اولین ځل لپاره د انګلیسی سیاسي کلتورته ښاغلي Edmund Kurke په ١٧٩٦ د فرانسوي کلمې diplomatie څخه په خپلو مقالوکې استعمال او رانقل کړې٠
اصطلاحی تعریف [سمول]
د سیاسی ډلو دنمایندګانو په مینځ کې دخبرواترواو دمذاکراتو هنرته دپلوماسی ویلاۍ شي. همدا راز بین الدول یا په نړیواله سطحه د سیاسي نمایندګانو په مینځ کښی مصلحت امیزو خبرواتروته چې د حرفه یی دپلوماتانو لخوا په جنګ،صلحه،اقتصاد،سیاست،فرهنګ او داسی نورو موضوګانو باندې خبرو کولو او یا تړونونو لاسلیک کولوته دپلوماسی ویلاۍ شي. باید هیر نکړو چی دا تړونونه یوازی د ملکی سیاستمدارانو دتاییده پس یوه قانوني بڼه اخلي.
په اجتماعي توګه داسې هم ویلای شو چې : دپلوماسی د یوداسی تکتیکي هنر یا پیشې نوم دی چی د دې پر اساس ستراتیژیکو مصلحتونو اومشترکو چالشونو د مینځه وړلولپاره دداسی ادواتو داظهاراتو پرمبنی چې بالکل غیر تصادفي،اخلاقي او د یوی معقولې لیاری د حل د پیداکولو چې هر اړخيزه قابل د قبول وي دپلوماسي ویلایشی.
د دپلوماسۍ ډولونه [سمول]
- د رعيت دپلوماسی citizen diplomacy
- کلتوری دپلوماسی cultural diplomacy
- ډالري دپلوماسی dollar diplomacy
- اقتصادي دپلوماسی economic diplomacy
- تعاملي دپلوماسی engagement diplomacy
- څوزنځيره دپلوماسی multi-truck diplomacy
- د پاندا يا چينايي دپلوماسی panda diplomacy
- عمومي دپلوماسی public diplomacy
- تګ راتګ دپلوماسی shuttle diplomacy
- تعقيبي يا ټرک ٢ دپلوماسی truck II diplomacy
سرچينې [سمول]
- www.salampublication.blogspot.com
- www.diplomacy.edu
- www.dictionary.diplomacy.edu
- www.diplo.diplomacy.edu
- www.wikipedia.com