دين محمد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حاجي دين محمد

حاجي دين محمد يو افغان جهادي جنگيالی او سياستوال دی چې لومړی يې د ننگرهار ولايت د والي په توگه او بيا وروسته د کابل ولايت د والي په توگه دنده ترسره کړې.[۱] نوموړی په خټه پښتون او د ننگرهار ولايت دی. د دين محمد ورنيکه وزير ارسلا خان په ۱۸۶۹ ز. کال کې د افغانستان د باندنيو چارو وزير وو. د وزير ارسلا خان يو لمسی تاج محمد خان د ميوند د جگړې د جنرالانو نه و او بل لمسی يې عبدالجبار خان په روسيې کې د افغانستان لومړنی سفير و.

سرچينې

  1. د حاجي دين محمد ژوندليک