دويمه نړېواله جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له دويمه نړېواله جگړه نه مخ گرځېدلی)
دويمه نړېواله جگړه په اروپا کی
دويمه نړېواله جگړه په آسيا کی

دویمه نړيواله جګړه، چې په انګليسي ژبه کې په WWII يا WW2 باندې يې لنډيز لیکل کېږي، يوه نړيواله جګړه وه چې له ۱۹۳۹ ز کال څخه تر ۱۹۴۵ ز کال پورې يې دوام درلود. په دې جګړه کې د نړۍ ډېری هېوادونه ښکېل و – د ټولو سترو ځواکونو په ګډون – په دې جګړه کې دوه مخالف اتحادونه سره مخامخ وو: ائيتلافيان او يو محوره ځواکونه. په ټوله جګړه کې له دېرشو هېوادونو څخه له سل ميليونه څخه زيات خلک ښکېل وو، سترو ګډونوالو خپل ټول اقتصاد، صنعت او ساينسي وړتياوې د جګړې په هلو ځلو کې پر لار واچولې، بې له دې چې د ملکيانو او پوځي سرچينو تر منځ توپير وکړي. الوتکو په جګړه کې مرکزي نقش اداء کړ، په ګڼ مېشتو سيمو به يې ستراتيژيکې بمبارۍ کولې او تر اوسه کارول شوې دوه اتومي وسلې يوازې په همدې جګړه کې کارول شوی دي. د بشريت په تاريخ کې تر ټولو خونړۍ جګړه، دویمه نړيواله جګړه وه، په دې جګړه کې له اويا څخه تر اتيا ميليونه کسانو پورې مرګ ژوبله ورسېده، چې اکثريت يې ملکيان وو. لسګونه ميليونه کسان په نسل وژنه (د هالوکاسټ په ګډون)، لوږې، ټولوژنې او ناروغيو کې ووژل شول. د يو محوره ائيتلاف ځواکونو، له ماتې وروسته المان او جاپان اشغال شول، د الماني او جاپاني مشرانو پر ضد د جګړې د جنايتونو محکمې تر سره شوې.

په عمومي ډول باور کېږي، چې دویمه نړيواله جګړه د ۱۹۳۹ ز کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه پيل شوې ده، کله چې د اډولف هټلر تر مشرۍ لاندې نازي المان پر پولنډ بريد وکړ. د دې بريد په تعقيب کې انګلستان او فرانسې د المان پر ضد د سپتمبر په درېيمه نېټه د جنګ اعلان وکړ. د ۱۹۳۹ ز کال د اګست په مياشت کې د Molotov–Ribbentrop تړون سره سم، المان او شوروي اتحاد پولنډ سره ووېشه او په فنلینډ، رومانيا او بالکاني ايالتونو کې يې د خپل اغېز سيمې معلومې کړې وې. د ۱۹۳۹ ز کال له وروستیو څخه د ۱۹۴۱ ز کال تر لومړيو پورې، د يو لړهڅو او تړونونو په ترڅ کې د اروپا لويې وچې زياته برخه يا ونيول شوه او يا يې په خپل واک کې راوسته. له ايټاليې او جاپان سره يې محوريز ائيتلاف رامنځته کړ، (دې ائيتلاف کې وروسته نورهېوادونه هم شامل شول). په شمالي افريقا او ختيځه افريقا کې د دې پوځي هڅو له پيل کېدو وروسته او د ۱۹۴۰ ز کال په منځ کې د فرانسې په سقوط سره، په عمده ډول د محوريزو ځواکونو او بریتانوي سترواکۍ تر منځ نښتې روانې وې، د انګلستان هوايي جګړه، د انګلستان بليټز او د اتلانتيک جګړه. د ۱۹۴۱ ز کال د جون په دوه وېشتمه نېټه، د شوروي اتحاد په وړاندې د يو بريد په ترڅ کې المان اروپايي محوري ځواکونه رهنمايي کړل. په دې سره يې ختيځ سنګر پرانيست، چې دا په تاريخ کې ترټولو سترې ځمکنۍ جګړې حالت و، محوري ځواکونه يې د ويجاړۍ په دام کې راګیر شول، په ځانګړي ډول د المان ورماخت ځواکونه (ورماخت د نازي المان ځواکونه وو).

جاپان چې غوښتل يې اسيا او ارام سمندرګی ونيسي، په ۱۹۳۷ ز کال کې د چين له جمهموريت سره په جګړه اخته و. د ۱۹۴۱ ز کال د ديسمبر په اولسمه نېټه، جاپان په امريکايي او بریتانوي سيمو بريدونه وکړل او په نژدې همدې وخت کې يې په سهيل ختيځه اسيا او مرکزي سمندرګي جګړې پيل کړې. په همدې وخت کې يې د پيرل په بندرګاه کې د امريکا په سمندري ځواک بريد وکړ،  په کومو بريدونو کې  چې امريکا اړ کړه، د جاپان پر ضد جګړه اعلان کړي. له همدې امله، اروپايي محوري ځواکونو د امريکا پر ضد د جګړې اعلان وکړ. جاپان ډېر ژر د ارام سمندرګي ډېرې سيمې ونيولې، خو په ۱۹۴۲ ز کال کې يې مخکې تګ ودرول شو، ځکه چې د ميډوی سخته جګړه يې وبايلله. وروسته په شمالي افريقا او د شوروي اتحاد په سټالينګراډ کې المان او ايټاليې ماتې وخوړه. په ۱۹۴۳ ز کال کې مهمې ماتې – په ختيځ سنګر کې د المان يو لړماتې، پر سيسلي او د ايټاليې په مرکزي سيمو، د اتحادي ځواکونو بريد او په ارام سمندرګي کې د ايتلافي ځواکونو بريدونو په ګډون- محوري ځواکونو ته يې لګښتونه زيات و او دې ته اړ شول چې په ټولو سنګرونو کې ستراتيژيک شاتګ وکړي. په ۱۹۴۴ زکال کې لويديځو ايتلافي ځواکونو د المان له خوا په نيول شوي فرانس بريد وکړ، په داسې حال کې چې شوروي اتحاد له لاسه وتلې سيمې بېرته تر لاسه کړې او مخ يې د المان او اتحاديانو پر ضد واړاوه. په ۱۹۴۴ زاو ۱۹۴۵ ز کلونو کې جاپان د اسيا په مرکزي سيمو کې له ماتې سره مخامخ شو، په داسې حال کې چې اتحادي ځواکونو، د جاپان سمندري ځواک له کاره وغورځاوه او په ارام سمندرګي کې یې مهم ختيځ ټاپوګان ونيول.

د المان له خوا د اشغال شوو سيمو په ازادۍ او المان ته د لويديځو ايتلافي ځواکونو او شوروي اتحاد په داخلېدوسره چې په دې سره برلین د شوروي ځواکونو لاس ته ولوېد، د هيټلر په ځانوژنې او د ۱۹۴۵ ز کال د مۍ مياشتې په اتمه نېټه، د المان بې شرطه تسليمۍ سره جګړه پای ته ورسېده. د ۱۹۴۵ ز کال د جولای مياشتې په شپاړسمه نېټه، د ايتلافي ځواکونو له خوا د پوسټ ډيم له اعلاميې وروسته، په داسې حال کې چې جاپان له خپلو شرايطو د تسلمېدو څخه د انکارپه حالت کې، متحده ايالاتو د جاپان په ښارونو لومړي اتومي بمونه وغورځول: د اګست په شپږمه په هيروشيما ښار او د اګست په نهمه د ناګاساکي په ښار. په داسې حال کې چې جاپان د جاپاني مجمع الجزاير له نژدې پېښودونکي بريد سره مخامخ و، د نورو اتومي بريدونو شونتيا(امکان) وو، د جاپان په وړاندې د شوروي د جړې پيل او په منچوري بريد کېدو، جاپان د اګست په پنځلسمه نېټه اعلان وکړ، چې د تسلمېدو نيت لري او بيا يې د سپتمبر په دویمه نېټه، د تسليمۍ سند لاسليک کړ او په دې توګه، په اسيا کې د اتحادي ځواکونو بشپړه بريا ثبت شوه.

دویمې نړيوالې جګړې، د نړۍ سياسي او ټولنيز جوړښتونه بدل کړل. د نړيوالې همکارۍ او په راتلونکی کې له نښتو څخه د مخنيوي په موخه د ملګرو ملتونو سازمان رامنځته شو، لوی بريالي ځواکونه – چين، فرانسه، شوروي اتحاد، بریتانيااو متحده ايالات د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي شول. شوروي اتحاد او متحده ايالات د دوه مخالفو پياوړو ځواکونو په توګه راپورته شول او د نيمې پېړۍ لپاره يې د سړې جګړې بستر رامنځ ته کړ. د اروپا ويجاړتيا پای ته رسېدو سره سم، د اروپا د پياوړو ځواکونو نفوذ لږ شو، په دې توګه د افريقا او اسيا د استعمال بهير پيل شو. ډېری هغه هېوادونه چې صنعت ته يې زيان رسېدلی و، د پرمختګ، پراختيا او اقتصاد پر لور يې حرکت پيل کړ. په راتلونکي کې له نښتو څخه د مخنيوي د هڅو، له جنګ څخه د مخکې دښمنيو پای ته رسولو او د ګډ هويت د رامنځ ته کولو په موخه سياسي يو ځای والی، په ځانګړي ډول په اروپا کې پيل شو.

د پيل او پای نېټې

زیاتره باور دا دی چې په اروپا کې دویمه نړيواله جګړه، د ۱۹۳۹ ز کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه پېل شوې، وروسته له هغه چې جګړه پيل شوه، المان په پولنډ بريد وکړ او دوه ورځې وروسته بریتانيې او فرانسې، د المان پر ضد د جګړې اعلان وکړ. په ارام سمندرګي او د چين او جاپان تر منځ دویمه جګړه، د ۱۹۳۷ زکال د جولای په اوومه نېټه پيل شوه او يا له هغې مخکې په مانچوري د جاپان بريد، چې د ۱۹۳۱ ز کال د سپتمبر په نولسمه تر سره شوی و. ځينې نور د بریتانوي تاريخ پوه ای.جی.پي ټايلر د نظر پيروي کوي، څوک چې په دې بارو دی، چې د چين او جاپان جګړه او په اروپا کې جګړه او همدا راز په مستعمرو کې نښتې په يوه وخت کې پيل شوې وې. په دې توګه دواړې جګړې په ۱۹۴۱ ز کال کې، په دویمه نړيواله جګړه بدلې شوې. د دویمې نړیوالې جګړې د پيل نور تاريخونه، د ۱۹۳۵ ز کال د اکتوبر په درېيمه نېټه، هغه مهال بلل کېږي، کله چې ايټاليې په حبشې بريد وکړ. بریتانوي تاريخ پوه انټوني بيور په دې باور دی چې، دویم نړيوال جنګ د ۱۹۳۹ زکال له مۍ مياشتې څخه تر سپتمبر مياشتې پورې، د جاپان او منګوليا د ځواکونو تر منځ د خلخين ګل له جګړې سره پيل شو. نور په دې نظر دي، چې هسپانوي کورنی جنګ پيل يا د دویمې نړيوالې جګړې لپاره سریزه وه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

سرچينې او ياداښتونه

  1. Ferris, John; Mawdsley, Evan (2015). The Cambridge History of the Second World War, Volume I: Fighting the War (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge: Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ghuhl, Wernar (2007) Imperial Japan's World War Two Transaction Publishers pp. 7, 30
  3. Polmar, Norman; Thomas B. Allen (1991) World War II: America at war, 1941–1945 کينډۍ:ISBN
  4. (په 5 February 2007 باندې). post Feb 5 2007, 03:15 PM. The Education Forum
  5. Ben-Horin 1943, p. 169; Taylor 1979, p. 124; Yisreelit, Hevrah Mizrahit (1965). Asian and African Studies, p. 191. For 1941 see Taylor 1961, p. vii; Kellogg, William O (2003). American History the Easy Way. Barron's Educational Series. p. 236 کينډۍ:ISBN. There is also the viewpoint that both World War I and World War II are part of the same "European Civil War" or "Second Thirty Years War": Canfora 2006, p. 155; Prins 2002, p. 11.
  6. . In Many Ways, Author Says, Spanish Civil War Was 'The First Battle Of WWII'.
  7. Frank, Willard C. (1987). "The Spanish Civil War and the Coming of the Second World War". The International History Review 9 (3): 368–409. doi:10.1080/07075332.1987.9640449. http://www.jstor.org/stable/40105814. 
  8. Beevor 2012، ص. 10.
  9. Weinberg 2005، ص. 6.