دويم فرهاد اشكاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ميلاد نه ۱۲۵ كاله مخكې د اشكانيانو ( پارسيانو ) پادشاه دويم فرهاد له يوه سلوكي پادشاه سره ، چې انتوخوس نومېد ، په جگړه شو . سكائيانو ( ساكانو ) ( لرغونو افغانانو ) د فرهاد ملاتړ وكړ ، خو فرهاد بيا په ساكانو مخ راواړاوه او له دوى سره يې جگړه پيل كړه . ساكانو ده ته ماتې وركړه ، پخپله هم د ساكانو له لاسه ووژل شو او سكائيانو ( ساكانو ) پارس لاندې كړ . د اشكانيانو پادشاه دويم فرهاد له كوروش نه وروسته دويم پارسي پادشاه وو ، چې ساكانو مړ كړ . پيروز ( فيروز ) يې هم دريم وو ، چې ووژل شو .

اخځونه[سمول]

  • قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د افغان ملي تاريخ ، ۵۵ مخ ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .