دوست شينواری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دوست شينواری
دوست شينواری

دوست شينواری (په انگرېزي: Dost Shinwari) (زوکړه ۱۳۰۴ ل کال، ننگرهار ولايت-مړینه د ۱۳۷۲ ل کال د وري ۱۱، کابل) يو افغان پښتو ژبی ليکوال، اديب، څېړونکی او شاعر وو.

زده کړې

ارواښاد دوست شينواری پر ١٣٠٤ ل کال د ننگرهار ولايت د شينوارو د هسکې مينې ولسوالۍ د ثناخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. مور او پلار يې ورباندې دوست محمد نوم کېښود، خو په کور کلي او ولس کې د (خان) په نامه يادېده. په لس کلنۍ کې يې د مروجه ديني علومو زده کړې ته ملا وتړله. لومړنۍ زده کړې يې په خپل کور کلي کې له ديني عالمانو څخه او د نورو زده کړو لپاره پېښور ته ولاړ. بيا يې د پېښور د برتاکال، اگره پور، مردان، اشنغر، شيرپاو او کوهاټ په سيمه ييزو ديني مدرسو کې زده کړو ته دوام ورکړ. هېواد ته له راستنيدو سره د تگاب په حمديه مدرسه کې شامل شو.

د ١٣٢٩ ل کال د کب پر ١٥ نېټه د کابل په عربي دارالعلوم کې شامل شو. پر ١٣٣٩ ل کال کې له نوموړي دارالعلوم څخه په لوړه درجه فارغ شو.

دوست شينواری د ١٣٤٠ ل کال په وري مياشت کې د انيس ورځپاڼې د پښتو څانگې د محرر په توگه مقرر شو.

ارواښاد دوست شينواري يوازې په خپل ځان نه، بلکې په نورو يې هم د زده کړې لورېينه ډېره وه، نو ځکه يې هغه مهال د هسکې مينې ولسوالۍ يوه لويه ډله ماشومان په رحمان بابا لېسه کې شامل کړل چې اوس هغوي ټول ځانونه د دوست صاحب د احسانونو پوروړي گڼي.

شعر ويل دوست ته له خپل پلاره په ميراث پاتې وو. پلار يې سيد عمر نوميده. هغه که څه هم په ليک لوست نه پوهېده، خو د ولسي شاعرانو په ډله کې يې ښه ځای درلود. دوست ﻻ په دارالعلوم کې په زده کړو بوخت وو چې د شعر په ويلو يې پيل وکړ. د شاعرۍ انگازې يې هغه مهال ډېرې شوې، کله چې يې شعرونه په انيس ورځپاڼه کې خپاره شول.

پر ١٣٣٧ ل کال د دوست د شعرونو د (گردېزي) دويمه درجه رسنيزه جايزه په نصيب شوه. د همدغو کلونو په شاوخوا کې دوه ځلې نور هم په نثر او نظم کې د لومړۍ او دويمې درجې جايزو په گټلو بريالی شو.

دوست شينواری د ١٣٤٣ ل کال د وږي پر ١٨ نپټه د لوړو زده کړو لپاره پخواني شوروي اتحاد ته وﻻړ. يو کال يې د روسي ژبې مقدماتي کورس په ليننگراد (اوسني سان پترزبورگ) کې ولوست او نورې زده کړې يې د رستوف ښار د دولتي پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې د ماسټرۍ تر علمي درجې پورې پای ته ورسولې.

دندې

ښاغلی دوست شينواری په شوروي اتحاد کې تر زده کړو وروسته هېواد ته راستون او سملاسي د پښتو ټولنې په علمي کادر کې ومنل شو.

ارواښاد دوست له هماغې ورځې نه د مړينې تر شيبې پورې د پښتو ټولنې او وروسته بيا د علومو اکاډمۍ په بېلابېلو څانگو کې دندې ترسره کړې؛ څو کاله يې د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز د مشر په توگه هم دنده ترسره کړې ده. هېواد ته تر راستنېدو وروسته له دوست سره د شعر ويلو هغه پخوانۍ مينه نه وه پاتې. کله کله به يې يو نيم شعر په کومه مشاعره کې وايه.

دوست د شعر ويلو په ځای خپله ټوله پاملرنه د پښتو ادب په بېلا بېلو برخو کې علمي څېړنيزو کارونو ته واړوله. د هغه لومړۍ علمي او څېړنيزې مقالې د کابل مجلې په څو پرله پسې گڼو کې خپرې شوې.

مړينه

ليکوال، شاعر او څېړونکی دوست شينواری د ١٣٧٢ ل کال د وري پر ۱۱ نېټه د ٥٨ کالو په عمر د زړه د هغې ناڅاپي ناورغۍ له لامله، چې ورپيښه شوې وه، د افغانستان د وسله وال پوځ په ۴۰۰ بستريز روغتون کې له دې فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې. د هغه جنازه د وري پر ۱۲ نېټه د کابل ښار د يو گڼ شمېر علمي او ادبي شخصيتونو، د خدای بښلي د خپلوانو او دوستانو په بدرگې د کابل د سمنټ خانې په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه. اروا يې ښاده او جنت يې ځای.

چاپ شوي اثار يې

۱- د افغانستان ژبې او توکمونه، پر ١٣٤٥ ل کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

۲- د پښتو د ولسي ادب لارې، پر ١٣٥٦ ل ل کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ او خپور شوی.

۳- پښتانه کو چيان، لومړی ټوک، د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز له خوا پر ١٣٦٢ ل کال چاپ او خپور شوی دی.

۴- د ادب د تيوري اساسونه، د چاپ او څيړنو د دولتي کميټې له خوا پر ١٣٦٥ ل ل کال چاپ شوی دی.

۵- زړه پانگه، د دوست پېنځم څيړنيز اثر دی چې د قاموس بڼه لري او پر ١٣٦٣ ل کال د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز له خوا چاپ شوی دی.

۶- د خوشال خان خټک هغه اشعار چې تر اوسه نه دي چاپ شوي (څېړنه، قلمي). دغه اشعار چې د قلمي نسخو څخه راټول شوي، يوه برخه يې د خو شال د کلياتو په لومړي ټوک کې خپره شوې چې پر ١٣٥٩ ل کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوی دی. د يوه مستقل اثر په توگه ﻻ نه دی خپور شوی خو په قلمي بڼه د دوست په کتابتون کې شته؛ کيدای شي په راتلونکې کې چاپ ته وسپارل شي.

۷- افغانستان په او يستا کې، د نشراتو د رياست له خوا پر ١٣٦٩ ل کال په کابل کې چاپ شوی دی.

۸- ژبپانگه، د زړې پانگې د کار ادامه ده چې د دوست شينواري تر مړينې وروسته د هغه مشر زوی فضل الله دوست په مالي لگښت پر ١٣٧٧ ل کال په پېښور کې چاپ شوی دی.

۹- پښتانه څوک دي؟، دا د هغې رسالې نوم دی چې په قلمي بڼه د دوست په کتابتون کې موجوده وه او ډېره برخه يې پخوا په پښتو څيړنو کې چاپ شوی وه. دا رساله د هغه دويم زوی همايون دوست په خپل شخصي لگښت په ١٣٧٧ ل کال په پېښور کې چاپ کړې ده.

۱۰- د طبې بوټو قاموس، په اختيارات بديعي کې د ذکر شوو طبي بوټو شننه او څېړنه ده چې د قاموس په بڼه ترتيب شوي دي. د دې کتاب د چاپ مالي لگښت د هغه دريم زوي روښان دوست په غاړه واخيست چې پر ١٣٧٩ ل کال په پېښور کې له چاپه راووت.

۱۱- سلگۍ (شعري ټولگه)، لومړی چاپ ١٣٤٦ ل کال، د پښتو ټولنې له خوا، دويم چاپ ۱۳۸۹ ل کال.

د پورتنيو تاليفاتو په څنگ کې هغه اثار چې د ارواښاد دوست شينواري په اهتمام، تحليل، تحشيه، سريزه او لغتنامو سره چاپ شوي، په لاندې ډول دي:

۱- د ميرزا خان انصاري ديوان، پښتو ټولنه، د ١٣٥٤ ل کال چاپ.

۲- روښاني رساله، پښتو ټولنه، د ١٣٥٥ ل ل کال چاپ.

۳- د سکندر خان خټک ليلا او مجنون، پښتو ټولنه، د ١٣٥٨ ل ل کال چاپ.

۴- د صديق ديوان، پښتو ټولنه، د ١٣٥٨ ل ل کال چاپ.

۵- د علم رساله، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ١٣٦٤ ل ل کال چاپ.

۶- اختيارات بديعي.

سربيره پر پورتنيو اثارو، ارواښاد دوست په سلگونو علمي او څېړنيزې مقالې ليکلې، چې په خپل وخت کې د هېواد په رسنيو کې خپرې شوې دي.

دوست شينواري د هېواد په دننه او بهر کې په يو لړ زياتو سيمينارونو او کنفرانسونو کې برخه اخيستې ده. هغه د خپلو څېړنو په پايله کې يوازې د نورو څېړونکيو پر پل، پل نه ايښوده، بلکې د خپل نظر درلودونکی شخصيت وو.

ناچاپ اثار يې

سرچينې

  1. http://www.tolafghan.com/posts/13144
  2. http://pashtunews.com/%D8%AF-%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D8%AF-%D8%AF%D9%88%D8%B3%D8%AA-%D8%B4%DB%8C%D9%86%D9%88%D8%A7%D8%B1%DB%8C-%DB%B2%DB%B5-%D8%A7%D9%85-%D8%AA%D9%84%DB%8C%D9%86-%D8%A7%D9%88-%D8%AF-%D8%AF%D9%87-%D8%AF/[مړه لينکونه]

باندنۍ تړنې