دهرمندر

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
دهرمندر

دهرمندر (۸ د ډسمبر، ۱۹۳۵ ز.) (هندي: धर्मेंद्र सिंह देओल ، پنجابي: ਧਰਮਿੰਦਰ ਸਿੰਘ ਦਿਉਲ)، چې پوره نوم يې دهرمېندرا سنګ ډیول دی، یو وتلي هندي فلم لوبغاړی دی. هغه تر ۲۰۱۱ ع کال پورې يې تر ۲۴۷ فلمونو کې کار کړی.

پخواني وختونه

دهرمندر د ۱۹۳۵ ع کال د ډسمبر په اتمه د هند د پنجاب ايالت په یوه جټ سیک کورنۍ کې زیږیدلی. د هغه پلار، کیوال کېشن سنګ ډیول نومیده چې یو سرښوونکی وو.

سياسي ژوند

Jat Mahasabha Function.jpg

دهرمندر په سیاست کې هم برخه اخیستې. هغه د ۲۰۰۴ ع کال په عمومي انتخاباتو کې د هند د خلق ګوند له خوا د هند پارلمان ته کامیابه شو.

شخصي ژوند

دهرمندر په یوه وخت کې د خپلو دوو ښځو پرکاش کاور او هېما ماليني سره وخت تیر کړی. هغه لومړی واده په ۱۹ کلني کې په ۱۹۵۴ کال کې وکړ. هغه دوهم واده د هېما مالیني سره وروسته د شعلې فلم څخه وکړ. داسې ویل کیږي چي دوی دا واده د میني د خاطره وکړ.

د خپلي لومړنۍ ښځې څخه دهرمندر دوه زامن، سني ډيول او بوبي ډیول، لري چي دواړه وتلي فلمي لوبغاړي دي او دوي لوڼي چې یوه يې ویجیتا او بله یې اجیتا نومیږي لري. د خپل دوهم واده څخه دهرمندر دوي نوري لوڼي اېشا ډيول، چي دا هم په فلمونو کي کار کوي، او آهانا ډیول لري. د دهرمندر د عشق کیسې د هغه د پهول اور پتهر د فلم ښځینه لوبغاړي مینا کماري سره هم مشهوري وي.[1]

فلموګرافي

داهم وګورئ

سرچينې

  1. Zaveri, Hanif (2005). Mehmood, a Man of Many Moods. Popular Prakashan. pp. 81–84. ISBN 8179912132.