درملتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
درملتون

درملتون یوه مغازه ده چه پکښې درملونه، غذایی مواد او روغتایی اړتیاوی پلورل کېږی. درملتون کولای سی په روغتون یا د تجارت مرکز یا ښار کښې پروت واوسی.

تاریخ

انسانانو په پخوانۍ زمانه کې د درملونو جوړولو لپاره د نباتانو څخه کار واخیستل. لمړی متنونه چې د درملونو په باره کې ولې، په پخواني مصر کې او په سومر کې ولیکل شول. د خان سلطنت په دوره کې لمړی کتاب چې د درمل د آغېزو او د درمل جوړولو په هکله ول، ولیکل شول. په ۷۵۷ کال کې په بغداد کې لمړنی درملتون جوړ شو. ابو علي سينا یو مشهور کتاب چې نوم یې القانون فی الطب دی ولیکه. القانون فی الطب یو کتاب دی چې د رنځونو او درملو په باره کې دی. زین الدین اسماعیل جرجانی یو ایرانی وو چې د طب په باره کې یوه دایرة المعارف ولیکه او نوم یی زخیره خورزم شاهی دی. هغه کتاب لس حصې لری. زخیره خورزم شاهی او القانون فی الطب تر ټولو مشهور کتابونه دی. په ۱۹ پیړۍ کې درمل جوړونکو د درمل شکلونو د جوړولو لپاره د ماشینونو استعمال باندی پیل وکړل. په اوس وخت کې درملونه په صنعت کښې جوړېږی او په درملتون کې یوازې ملهمونه، شاپونه، محلولونه او کپسولونه جوړېږی.

د روغتون درملتون

درملنون په پراگ کی

یو درملتون دی چه په روغتون کښې پروت دی. هغه درملتون د روغتون لپاره درملونه جوړوی او جمع کوی.

نسخه

نسخه