داوبو راگرځولویادګټې اخستې مدیریت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ژونديو موجوداتو د ژوندانه بنست پر اوبو ولاړ دى (وجعلنا من الماء کل شى ء حى) د وچو کرنيزو توکو 8-4 برخو پوري وزن اوبه تشکيلوي او د ځينو کرنيزو محصولاتو 97% وزن اوبه جوړوي ، پرته له اوبو د ژونديو ژوو ژوندي پاتي کيدل ناشوني دي ، د ژونديو موجوداتو اړتياوي اوبو ته يو ډول ندي ځيني ډيرې اوبه مصرفوې او ځيني کمو اوبو ته اړتيا لري مګر ټول ژوندي ژوي اوبو ته اړ دي . اوبه په طبيعت کې او د هغې ذخيره د ځمکې په کره کې : ننني پوهي دکايناتو عمر تقريباً 10 ميليارده کلونه ټاکلي او دځمکي دکري يخيد ل تقريباً 4 ميليارده کاله وړاندي واقع شوي چي پر هغه مهال زموږ له سيارې څخه ګرمه برخه جلا او لومړنى اتموسفير Atmosphere)) تشکيل شوي چې پدې برخه کې ننني ټولي اوبه چې د اکسيجن او هايدروجن څخه ترکيب شوي منځته راغلي دي . د نړي له ټولو اوبو څخه% 56،0 اوبه او د ځمکې د کرې له خوږو اوبو څخه يو پر څلور برخي اوبه د کرني او انساني مصرف لپاره دي پاتي نورې اوبه د ځمکې په شمال او سهيل قطبينو کې د يخ په څيرموجودي دي ، او څه مالګيني دي چي د بشر اوسنى پوهي او زيات لګښت په نتيجه کې د استفادې لاندي راځي . نو پداسې حالاتوکې اوبه قيمتي او نايابه ماده ده ، د نفوسو زياتوالي سره که بشر اوبو ته فکر ونکړي نو راتلونکي کې به لويه فاجعه رامځته کړي او اوس مهال هم ځيني هيوادنه د ولږي او قحطي سره مخامخ دى . اوبه په طبيعت کې په مختلفو شکلونو سره موجودې دي چې

= داوبوډولونه[سمول]

سطحي اوبه[سمول]

Surface Water) (: د هغه مقدار باراني اوبو څخه تشکيل کيږي چي خاوره د هغې د جذب قدرت ونلري ، او يا د ځمکي پر مخ د نفوذ کيدو څخه وروسته د چينو په ډول او يا بل له ځمکي څخه خارج کيږي ، ويالې او رودونه رامنځته کوي. نو پدې اساس سطحى اوبه په دوه ډوله ويشو: 

الف - جاري سطحي اوبه : هغه اوبه دي چې پيل او پاى يي د ليدو وړ وي او د اوبو حرکت يي منظم او په يو طرف وي او هيڅکله بيرته مبدا ته نه ورګرځي . لکه ويالې ، رودونه ، نهرونه او سيندونه

ب – غير جاري (ساکنې ) سطحي اوبه : هغه اوبه دي چې هر اړخ نه ساحل احاطه کړي وي . او دا اوبه په کم يا ډير وخت کې په يوه سيمه کې ساکنې کيږې مګر د تودوخي درجې په تغيريدو سره ، د باد پواسطه او يا ځينو نورو لاملونو په اساس خپل ځاې ته تغير ورکوي . لکه دريا چه (د طبعي او بو منبع چې لږ او زيات ساکنې وې او مستقيمه اړيکه له سيند سره ونلري ) استخر (کم ژور لرونکې کوچنۍ وياله چې ټوله برخه يي خاورينه وي ) بارکه ( کوچنى استخر دى چې په منتاوب ډ ول وچيږې ) لش اب (ساکنې او کم عمق لرونکې اوبه دي چې معمولاً په ګياه ګانو باندې اشغال شوي وي).

دابودوران[سمول]

داوبودوران یو دیاګرام بای فیض الرحمن

ابودوران لاندي برخي لري ۱-تبخير(Evapo transpiration) ۲-دوريځو تشکيل (cloud formation) ۳-تراکم (condensation) ۴-اورښت (precipitation) ۵-سطحي جريان (run off) دلمر وړانګي له بهرونو سيندونو جهيلونو تالابونو او نورو څخه او همد راز دنباتاتو له پاڼو څخه دتبخير له لاري اوبه لري کوي دغه لري شوي اوبه دبخاراتو په شکل اتموسفير ته ځي او هلته وريځي منځته راوړي دغه وريځي دچليد ونکو بادونو په مرسته له يو ځاي څخه بل ځاي ته انتقال مومي چه دغرنيو سيمو او ځنګلونو دپاسه او همدارنګه نورو ځايونو دسړي هوا سره مخامخ کيدو له امله تراکم کوي او دجاذبي قو ي ترتاثير لاندي ترسباتو (په عمده ډول دباران)په شکل راپريوځي ددغه ترسباتويوه برخه دخاوري له لاري دډبرو ياکلي غيرقابل نفوذ طبقي ته رسيږي اود(Ground water )په ډول سره راټوليږي همدارنګه يوڅه برخه يې په لښتيو کي بهيږي چه تالابونو او سيندونوجهيلو نو او په پاي کي بحرونو ته رسيږي چه دغه سايکل بيرته له سره پيل کېږي او په همدي شکل تکرا ر مومي خوبيا هم دځنګلونو له منځه تګ چټکه اندازه اونورهغه فعاليتونه چه په نړيواله کچه داقليم دبدلون سبب کېږي دابو په دغه دوران زيانمنونکي اغيزي لري او دهغي دتوازون دخرابوالي سبب کېږ Aquifers دځمکي لاندي اوبو تشکيل په اصل کې ددوه پروسو له امله وي ۱:seeping of river and stream water ۲:Direct seeping of rain water دخاو ري دزراتوترمنځ دبين الماليکو لي خلاوَ شمير ډير زيات دي او اوبو ديو زون دلاري ښکته کيږي چه غيري مشبوع زون (Unsaturated zone ) ورته ويل کيږي دا برخه په بشپړه توګه داوبو په واسطه مشبوع شوي نه وي او دوابوسره يو ځاي زياته هوالري په دي زون کي موجودي اوبه(vadose water)بلل کېږي دغيري مشبوع حالت له امله دا اوبه دباندي راوتلي نه شي خو نباتات ورڅخه په بشپړه توګه ګټه اخستلي شي دغيري مشبوع زون څخه لاندي مشبوع زون وجودلري چيرته چي دخاوري زراتو ترمنځ ټولي خاليګاوي يواځي داوبو دماليکولونو پواسطه نيول شوي وي په مشبوع زون کي موجودي دا اوبه Graund water))يا دځمکي لاندي اوبه بلل کيږي دغيري مشبوع زون Vados water))اومشبوع زون Ground water))تر منځ انتقالي برخه د caoillary frijng ))(نري جال)په نامه ياديږي په دي ساحه کې داوبه دخاوري او تيږو دزراتو او اوبو ترمنځ دبين ماليکولي جاذبي له امله غيري مشبوع زون ته په درزونو کې راخيژي Aquiferدوديوي مشبوع جيولوجيکي طبقې په ډول تعريفولي شو کوم چې مره دنفوذ وړوي چې اوبه ورڅخه په اسانۍ سره بهيدلۍ شي يو Aquifer اوبو حرکت په زياته پيمانه محدودوي دغه کمه يا غيري قابل نفوذ طبقه Aquitard or Aquiclud or confining bedپه نامه Soil water Vadose water


Capillary fringe


Ground water

ياديږي کله چه دځمکي لاندي اوبه ددوه محدودونکو طبقو تر منځ ايسارې شي دConfined Aquifers په نامه پيژندل کيږي Aquitard (confining bed) دځمکي لاندي بيلا بيلي برخي يوه څاه چې تر (unconfined aquifer)پوري کيندل شوي وي داوبو فشار په کې داتموسفيري فشار سره برابر وي بل پلو ته په (confined aquifer)کي دابو فشار داتموسفيري فشار څخه زيات وي اوهغه څاه چي تردې confined aquiferپوري کيندل شوې وي اوبه يې دconfined aquiferدپورتنۍ سطحي څخه پورته راخيژي چي دا ډول څاه د Artesian wellبلل کيږي هغه سطحه چي په يوartesian wellکي ورپورې اوبه راخيژي د piezometric surface يا potentiometric surfaceپه نامه ياديږي په ځينو حالاتوکې ښايي په

confined aquiferکې اضافي فشار وجود ولري چي په اتوماتيک ډول ورڅخه داوبو بهيدلو سبب کيږي يعني پمپ يا بلي کومي کشونکي آلي ته په کي ا‌‌‌ړتيا ليدل کيږي چې دا ډول څاګانې بيا flowering artesian well بلل کيږي لکه چې په لاندي شکل کې ښودل شوي دي


شکل محدود اوغيري محدود اکويفرونه

د ځمکې لاندې اوبه[سمول]

(Underground Water):
Capillary action of water compared to mercury.

د باراني اوبو هغه برخه چې د ځمکې لاندې نفوذ کوې او دا اوبه د ځمکي لاندې غير قابل نفوذ برخې سره مخامخ کيږي او هلته جمع کيږي او زيرزميني اوبه جوړوي د اوبو نفوذ د ځمکې ډول ، ډبروډول او نباتي پوښښ سره اړيکه لري په غرييزو سيمو کې د سطحي اوبو جريان تيزوي نسبت هموارو سيمو او دښتو ته ځکه چې په هموارو سيمو کې د اوبو تبخير زيات وي .

دځمکې لاندې اوبه په لاندې ډول تهيه کيږي : Natural Spring -1 Artezian Weels -2 Galleries and Karizes – 3 Shallow or Deep Weels -4


دهيواد طبيعي اوبو ته لنډه کتنه[سمول]

د تر سره شوو څيړنو له مخې هيواد کې 75 ميليارد متر مکعب اوبه موجودي دې چې ددې اوبو څخه 20 ميلياردمتر مکعب اوبه دځمکي لاندي اوبه (زيرزمينې اوبه ) دي . چې اوس مهال ددي اوبو له 30-25 فيصدو پوري هغه هم 90% فيصده په عنعنوي او دوديز ډول ګټه تري اخيستل کيږي او پاتې نورې اوبه د هيواد له پولو تيريږې . په اټکلي ډول د کال50 ميليارد متر مکعب اوبه له هيواده بهر ګاونډيو هيوادونو ته ځى .

د نړيوالو قوانينو په اساس د نړى اوبه په دوه برخو ويشل شوې دي[سمول]

ملي اوبه[سمول]

د هغه اوبو څخه عبارت دي کوم چې د يو هيواد په داخل کي جريان لري او له همدي هيواد څخه سرچينه اخلي او د هغه هيواد وګړې تري ګټه اخلي.

نړيوالې اوبه[سمول]

د هغه اوبو څخه عبارت دي کوم چې دوه هيوادونه يا څو هيوادونه د اوبو د ګډ جريان له امله ګټه اخلي .

د ګټي اخيستني له مخي زموږ په هيواد کي د اوبو له څلورو منابعو څخه ګټه اخيستل کيږي يا له اوبو څخه په څلورډوله استفاده کيږي .

(A) د باران له اوبو څخه مستقيمه ګټه اخيستنه.

(B) د سطحي اوبو څخه په کرني ،څښلو او صنعتي کارونو کي تري ګټه اخيستل کيږي.

(C) ځمکني اوبه (اب زيرزميني) څخه ګټه اخيستل.

(D) د هغه اوبو څخه چي مالګيني شوي وي هم ګټه اخيستل کيږي. هغه ستونزي چي اوس مهال افغانستان ورسره مخامخ دي او نشي کولاي چي سرشاره اوبه کنترول کړي عبارت دي له . (1)پدي برخه کي د مسلکي او کاري ځواک نشتوالي. (2) د اوبو د اندازه کولو د وسايلو نشتوالي (هايدرو متر د مناسب ځاي د ټاکلوستونزه). (3) د رودونو د اوبو اندازه کولو وسايلو نشتوالي (بايد د اوبو سطحي تغيرات معلوم کړي). (4).د اوبو او هوا پيژندلو الاتو نشتوالي. (5). د باران د اندازه کولو د وسايلو نشتوالې. (6). د تبخير پيژندني د وسايلو نشتوالي. (7). د واوري او ږلي اندازه کولو د وسايلو نشتوالي. (8). د سطحي اوبو د کيفيت او څرنګوالي نه مطالعه. (9). د هغو سيمو نه نقشه کول او درجه بندي کول چي باران پري اوري. (10). له ښارونو څخه ليري پرتو دښتو کي د کاري دفترونو نشتوالي. زمونږ د هيواد سطحي اوبه په لاندي توګه بي ځايه مصرفيږي.

الف – له هيواد څخه بهر ته د اوبو تګ. ب_ سيندونو او نهرونوته د اوبو توييدل بي له کومي ګټي اخيستني. ج_ له خپلو اوبو څخه د څو اړخيزي بشپړي ګټي اخيستني نشتوالي.

د اوبو اهميت[سمول]

Impact from a water drop causes an upward "rebound" jet surrounded by circular capillary waves.

1: اوبه د ټولو ژونديو موجوداتو د ژوند کولو سرچينه ده. 2: د مختلفو موادو جوړولو لپاره د ژونديو موجوداتو اړتيااوبو ته دي. 3: د بريښناپه توليد او د ژرندو په چلولو کي له اوبو څخه ګټه اخيستنه. 4: د اوبو اهميت د هغي د غير عادي خواصو له مخي د تودوخي درجي د تغيريدوسره په اوبو کي هم تغيرات راځي. 5: ليږدونکووسايلو لپاره له اوبو څخه ګټه اخيستنه. 6: بي له اوبوڅخه دکرني سکتور له مينځه ځي. 7: ماهيانو او ابي نباتاتو د روزلو لپاره د اوبو څخه ګټه اخيستل کيږي. 8: د اوبو سره د يو هيواد دکلتور او تمدن اړيکي. 9: د نفوسو د زياتوالي او اړتياو په مقابل کي د نړي د اوبو د مقدارثابت پاتي کيدل. 10: د اوبو اهميت په طبعي او مصنوعي تفريح ځايونو په جوړښت کي او داسي نور.

د جاري سطحي اوبو تنظيم او له هغي سالمه ګټه اخيستنه[سمول]

Landscape near the Doi Mae Salong mountain in 2014

الف- د ځمکي پر مخ د روانو اوبو اټکلول دروانو اوبو مقدار او اندازه : که زموږموخه د روانو اوبو راټولول او ذخيره کول وي نو کفايت کوي چي د روانو اوبو حجم راته معلوم وي. د اوبو د راټوليدو په يوه فرضي سيمه (Catchment area – hypothetical) کي چي د ځمکي مخ يي د اوبو په مقابل کي د نفوذ وړ نه وي ښايي چي د روانو اوبو اعظمي اندازه د اورښت د اندازي سره په مستقيم ډول متناسبه وي خو په طبيعي سيمو کي چي نور عوامل هم شامل دي ټول اورښت په روانو اوبو نه بدليږي بلکي يوه اندازه يي د نباتاتو پواسطه اخيستل کيږي ، يوه اندازه په خاورو کي نفوذکوي ، يوه اندازه د ځمکي په غوچکو کي ډنډيږي او يوه اندازه يي هوا ته تبخيريږي. دغه او نور ټول دغسي عوامل د ځمکي پرمخ د روانو اوبو اندازه کموي له همدي کبله د ځمکي پر مخ د روانو اوبو اندازه په دوه عواملو پوري اړه لري. د اورښت اندازه او دا چي څومره دا اورښت د ځمکي پر مخ روانيږي. د اورښت شدت او مدت : زموږ ورځني تجربي ښايي چي ډير شديد اورښتونه د ډير کم وخت لپاره دوام کوي هغه باران چي د څو ساعتونو لپاره دوام کوي د هغه باران په نسبت چي د يو څو دقيقو لپاره اوري په مجموعي ډول زيات وي خو کله چي د اورښت منځني اندازه په يو ساعت کي په انچ يا ملي متر سره په پام کي ونيول شي معکوسي اړيکي به وليدل شي. د يو ټاکلي باران د اوريدو وخت ته د هغه مدت (Duration) وايي. په همدي ډول په هره اندازه چي کلني اوسط د اورښت زيات وي په همغه اندازه د يو ټاکلي مدت او بياواقع کيدو او ياراګرځيدو وقفي لپاره د يو ټاکلي شدت امکان زيات دي. د راټوليدو وخت : د سيلاب مدت چي د روانو اوبو د اعظمي اندازي سره سرخوروي د راټوليدو وخت د) (Time of Concentratiom or Gathering Time په نوم ياديږي. د راټوليدو وخت هغه اعظمي وخت دي چي رواني اوبه يي د يوي سيمي د هري برخي څخه د اوبو د وتلو تر لاري(Outlet) پوري نيسي. که يو سخت سيمه ايز باران د يوي سيمي په لاندي برخه کي ووري نو د ځمکي پرمخ رواني اوبه د اورښت د شدت او وريدو د ساحي د حاصل ضرب سره متناسبي دي د اورښت شدت به زيات وي خو د وريدو ساحه به کمه وي يا به د اورښت شدت کم وي خو د وريدو ساحه به پراخه وي ،تجربو ښودلي دي چي په يوه طبيعي سيمه کي په دوهم حالت کي چي د وريدو سيمه يي پراخه وي د روانو اوبو اندازه هم زياته وي له همدي کبله اعظمي رواني اوبه هلته وي چيري چي ټوله سيمه د روانو اوبو په ټوليدوکي برخه واخلي،دا حتمي نده چي د اوبو د وتلو د لاري څخه ليري پرتي سيمي د راټوليدو زيات وخت ونيسي ځکه چي نژدي ځايونه ښايي چي هوار وي او يا په ډيري کراري سره اوبه د وتلو تر لاري پوري راورسيږي.

هغه مهم عوامل چي د روانو اوبو د راټوليدو وخت متاثره کوي[سمول]

د سيمي پراخوالي[سمول]

: په هره اندازه چي يوه سيمه پراخه وي په همغه اندازه د روانو اوبو د راټوليدو وخت هم زيات وي. 

د سيمي شکل : د يوي سيمي بڼه هم د روانو اوبو د راټوليدو وخت متاثره کوي ،لنډي سيمي د اوږدو سيمو په نسبت د راټوليدو کم وخت لري که چيري نور عوامل يو شان وي نو په هره اندازه چي يوه سيمه نري وي په همغه اندازه يي د اوبو د راټوليدو وخت د مربع شکله او دايروي سيمو په نسبت زيات وي بايد وويل شو چي يوازي د يوي سيمي د مساحت څخه هم کولاي شو چي د هغي سيمي د اورښت د راټوليدو وخت اټکل کړو.

د جاري سطحي اوبو تنظيم[سمول]

وړاندي يادونه وشوه چي زموږ هيواد د کال په زياتره وختونوکي په ځانګړي ډول اوړي کي د اوبود کمي سره مخامخ کيږي مګر د ژمي په پاي او يا د پسرلي په پيل کي د اوبختني(Watershed) او د اوبو له سر غړوني سره مخامخ کيږي او زيات زيان د کرني او صنعت په سکتورونو کي رامنځته کوي.

نو لازمه ده چي دا ډول اوبه تنظيم،ذخيره او له هغي څخه معقوله ګټه واخلو جاري اوبه يا سيلابونه غالبآَ له غرونو څخه راځي له دښتو تيريږي او سيندونو سره يو ځاي کيږي او په پاي کي له هيواد څخه بهرکيږي. ددي اوبو څخه د ډيري ګټي اخيستلو په خاطر بايد ددي اوبو په ابتدا کي لازم ګامونه پورته کړو او پري نږدو چي زيات سيلابونه د غرونو له لمنو څخه جاري شي اوهمغه پيل کي داسې اوبو ته په ځمکه کي نفوذ ورکړو ترڅو د جريان شدت او زياتي سرغړوني څخه يي مخنيوي وکړو او يا د ديوالونو پواسطه يي شدت کم کړو او ذخيره يي کړو بل ګام بايد دا پورته کړو چي مهار شوي او نا مهار شوي اوبو څخه په دښتو کي د کښتونو په خړوبولو کي په ځمکه کي د اوبو ذخيره کول او د اوبو نيولو په ساحه (Catchment area) کي بايد دا ډول اوبه ذخيره کړو. لنډه دا چي د سطحي اوبو يا سيلابونو مهار کول او له هغي څخه په مختلفو برخو کي د ګټي اخيستلو لپاره بايد دا کارونه تر سره کړو: 1. په غرنيو سيمو کي د اوبختني مخنيوي 2. په غرنيو سيمو کي په يوه ځانګړي ساحه کي د اوبو نيول 3. د ديوالونو احداث (جوړول) 4. په دښتي سيمو کي د مهارشوو او نامهار شوو اوبو څخه زياته ګټه اخيستل 5. د پاتي سيلابونو څخه چي غريزو سيمو کي نه مهار کيږي ښيرازه ځمکو ته ځي نو دا ډول اوبو څخه ګټه اخيستل کيږي.


هغه ستونزي چي د اوبو د سرغړوني څخه منځته راځي[سمول]

عبارت دي له:

1. د خاوري مينځل او له منځه تګ. 2. د ځمکي تخريب او نا همواره کيدل. 3. د حاصلخيزه او نا حاصلخيزه ځمکو تخريب. 4. کرنيزو ځمکو او باغونو ته زيان رسيدل. 5. د ونو د بيخونو لوڅيدنه. 6. د ځمکو پر حاصلاتو منفي اغيزي کول. 7. د څاګانو تخريب. 8. وحشي حيواناتو ژوند ته خطر پيښيدل. 9. د زياتو اوبو له مينځه تګ.د 10. ويالو او نهرونو ډير ژرډکيدنه. 11. د لارو اوپلونو تخريب. 12. د کورونو او نورو تاسيساتو تخريب. 13. او د انسان ژوند ته خطراو له مينځه تګ.

تاريخچه[سمول]

(Brief History)

د نورو اساسي او مهمو علومو په پرتله د اوبو نيولو د ساحي تنظيم (Watershed management) يو نوي دسپلين دي څرنګه چي پخوا وختونو څخه سلو کالو راهيسي د خاوري او اوبو ساتنه د ځنګلونو د ديپارتمنت او يا د کرني نورو څانګو پوري اړه لرله چي په يو ډول نه يو ډول يي ساتنه کيدله مګر په واټرشيډ کي ډيري عمليي په کار اچول کيږي تر څو د طبيعي ذخيرو په ساتلو کي ګټه واخيستل شي. د اسيا په لويه وچه کي د برتانوي رژيم پر مهال 19) پيړي( په هند کي داسي محسوس کيده چي د اوبو ساتنه بايد وشي او معلومه کړي چي په لوړو ځايونو کي اوبه څه ډول ذخيره شي چي پر هغه محال دا کار د ځنګل ساتني اداري له خوا پرمخ يوړل شو چي د ساتونکو ځنګلونو(Protective forests) په نامه يي ياد کړل يعني د ځنګلونو ،اوبو او خاوري ساتونکي. همداډول دا پاليسي د پاکستان د کرني اداري لخوا د يو پريکړه ليک له مخي په 1955 ميلادي کال کي تصويب کړه. په 1962 ميلادي کال کي په يادشوي هيواد کي د واټرشيډ تنظيم په غرنيو سيمو کي په اړوندهيوادکي بل پريکړه ليک هم تصويب شو. اوبو لپاره ډيريدونکي اړتيا د خاوري د سرنۍ برخي د تخريب او د خاوري د انتقال د ستونزو پاي ته رسولو لپاره د پوهي د يوي نوي څانګي ايجاد ته اړتيا پيداشوي چي هغه د (Watershed management) څخه عبارت دي. چي د اوبو دا ډول تنظيم د باران وريدني، دځمکي د کتلي توان د باران وريدني په مقابل کي،اقليمي تغيراتو، د حيواناتو او انسانانو کړني د ځمکي پرمخ او د نباتاتو ودي سره اړيکه لري له بده مرغه د تيرو څو لسيزو جګړو له امله زموږ په ګران هيواد کي د اوبو تنظيم په ځانګړي ډول دې ډول تنظيم ته هيڅ توجو نده شوي هيله ده په راتلونکي کي پدي برخه کي کار وشي.د چاپيريال ساتني او ښي ودي لپاره بهتره ده چي واټرشيډ تنظيم ښه واضح کړو.

د واټرشيډ د کليمي پيژندنه[سمول]

Figure 3. SWMM 5's LID processes include unlimited low-impact development or BMP objects per subcatchment and 5 types of layers.

د ځمکي هغه ځانګړي برخه چي د چاپيريال (Perimeter) پواسطه احاطه شويوي او د هر ډول اوبو د ذخيره کولو توان ولري او د يوي ويالي (Stream) په وسيله اوبه د ځمکي نورو ساحو ته رهنمايي کړي واټرشيډ بلل کيږي يا په بل عبارت د لوړو سيمو څخه د راتلونکو اوبو تنظيم په يوه ځانګړي ساحه کي د ګټي اخيستني په منظور واټرشيډ څخه عبارت دي. د(Catchment) کليمه په انګليسي ادبياتو کي د واټرشيډ د کليمي سره مترادفه ده او د واټرشيډ پر ځاي استعماليږي. J. E-Raeder- Roizsch : په خپل کتاب کي واټرشيډ داسي تعريف کړيدي: د ځمکي هغه سطحه چي د غونډيو پواسطه محدوده شوي او اوبه يي د يوي ويالي پواسطه (Outlet) وچي شي واټرشيډ بلل کيږي. پښتو قاموس واټرشيډ دا ډول معني کړيدي: د دوو داسي ساحو د سره بيلولو لوړه پښته چي د يوي ويالي اوبه يوه سيند ته او د بلي ويالي اوبه بل سيند ته بهيږي له دغو ساحو څخه يوه ساحه يا اوبه ويشونکي ساحه يا اوبه ايلوونک ساحه چي شيډ ته په پښتو کي تويول ،شيندل، غورځول وايي.



دواټر شیډطبقه بندي[سمول]

دسايز او اندازي له مخي په دري ډوله دي[سمول]

۱) micro water shed ۲) mine water shed ۳macro watershed


دساحي دنګا نه طبقه بندي[سمول]

◈ Micro water shed ◈ Small water shed ◈ Mine water shed ◈ Macro water shed ◈ River water shed

داندازي له مخي طبقه بندي[سمول]

◈ Micro water shed ◈ Small water shed ◈ Large water shed Small water shed:1 دا هغه واټرشيټ دي چيرته چي هواره ځمکه پرته وي د اصلي توضيع کونکي دابو دانتها دپاره دحرکت اوچينل خاصيت تاٌثيرنه کوي Large water shed:2 هغه واټرشيډ دي چي انتها ورکوي بهيدني ته اوپه غټه اندازه اثراچوي دچينل په خواصواوډنډونوباندي

دشکل دنګاه نه طبقه بندي[سمول]

✓ مربع شکله ✓ مثلث شکله ✓ مستطيل شکله ✓ هګي ډوله ✓ خرماډوله ✓ دايروي ✓ څوضلعي


داوبو جمعه کولو هدف[سمول]

(Objectives of water shed )
The Imperial Dam diverting the Colorado River in the southwestern United States.

۱) غذا ته تقويت ورکوي لکه خواړه ، ميوي ، ماهيان . ۲) داوبو تنظيم کونه او دهغي څخه ګټه اخستل . ۳) دخاوري د تخريب څخه مخنيوي کوي . ۴) داوبو دضائع کولو څخه مخ نيوي کوي . ۵) په کوم ځاي کي چي اوبه کمي وي نو ګټه اخستنه تري په مؤثره توګه کېږي. ۶) دخاوري سټرکچر او ټکسچر دتخريب څخه ساتل کېږي . ۷) ground water يعني دځمکي لاندي اوبه زياتوي



داوبه نيوني ګټي[سمول]

۱) دخاوري صحت ښه کوي ( دخاوري سټکچر او ټکسچر ، دخاوري زهکشي زياتوي ،اود خاوري حاصل خيزه کوي ). ۲) خاوره دتخريب څخه ساتي . ۳) دخاوري يا د ځمکي رطوبت زياتوي . ۴) د خاوري دمالګين توب څخه مخ نيوي کوي . ۵) په مناسب وخت کي ترينه اوبه اخلو چي دسمدلاسه استفادي وړ وګرځي . ۶) حيوانات ورکي ساتل کيږي لکه ماهيان او حيواناتو لپاره غذا برابره وي . ۷) دخاوري د زرو دجدا کيدو څخه مخنيوي کوي . ۸) هرزه بوټي لګه وده کوي په زراعتي ځمکو کي . ۹) ځمکه حاصل خيزه کوي . Type of water shed v type

دپولو په واسطه دځمکي څخه واړه ډنډوکي بيليږي او دپولو منځ يي ژوريږي تر څو چي دباران اوبه په نوموړو ډنډوکو کي زيرمه شي او په خاوره کي جذب شي بي له دي چي دا ډول ډنډوکي دنيالګيو لپاره اوبه برابره وي دخاوري دتخريب څخه مخنيوي کوي داډول ډنډوکي دساده ساختمان لرونکي وي چي مساحت يي د ۱۵-۱۰ سانتي متر مربع په حدودو کي وي . او دپولي لوړوالي دخاوري په ميلان پوري اړه لري .

کنتوري ډنډوکي داډول ډنډوکي ډير ساده ساختمان لري.دا ډول ساختمانو ته دماشين او حيواني قوي پواسطه جوړولي شو .داډول ډنډوکي د وي ډوله ډنډوکو په نسبت اقتصادي تماميږي دي ډول ډنډوکو لپاره بايد کرنيزه خاوره ۱-۲ متره ژوروالي په اندازه جوړه شي ،دسيمي ميلان بايد د۵ برخو څخه کم وې ،دسيمي توپوګرافي لوړوالي او جيګوالي ونلري داورښت کلنۍ اندازه د۲۰۰-۷۵۰ ملې متره پوري وي . ديو وني لپاره ۱۰-۱۵ سانتي متره پوري ډنډوکي مناسب ګڼل کيږي . دپولو لوړوالي نظر ميلان ته د۲۰-۴۰ سانتي متره بايد وي .پولي بايد دذوذنقي په ډول وي او لاندي برخي بايد د ۷۵ سانتي متره څخه کم نه وي .او هم بايد وويل شي چه پولي له يو بل څځه ۲-۵ پوري واټن ولري. يوه پوله له بلي پولي سره موازي په معينو فاصلو جوړيږي .دپولو منځ ځايونه بايد ژورشي .دډنډوکو په پاسنۍ برخه کي يو ورخ چي د۱-۲ عرض ولري او ۰ ،۲۵ برخي ميلان ولري جوړيږي .دنيالګيو تر لويدو پوري دپولو تر منځ علو فوي نباتات بايد وکرل شي نيمه دايروي ډنډوکي

دا ډول ډنډوکي نيمه دايروي ډول لري .دخاوري تخريب اوهم دعلوفه يي نباتاتو دتوليد لپاره استعماليږي.داډول ډنډوکي په لاندي شرايطو کي دتطبيق وړ دي .

کله چي دکلني اورښت اندازه د۲۰۰-۷۰۰ ملي متره پوري وي ، خاوره شوره زاره او ريګي نه وي او دسيمي ميلان د۵ برخو څخه زيات نه وي.

د واټرشيډ اجزاوي[سمول]

(Components of Watershed)

Area.1: د ساحي له مخي هريو واټرشيډيو د بله سره توپير لري ځيني لوي وي او ځيني کوچني خو د تجربو او څيړنو لپاره د کوچنيو واټرشيډونو څخه ګټه اخيستل کيږي چي د واټرشيډلوي ساحي په کيلو متر مربع او کوچني واټرشيډونه په هکتار اندازه کيږي د ساحي له مخي تر ټولو لوي واټرشيډ د امازون سيند 6000000 کيلومتره مربع دي چي د باران وريدني اوسط يي په کال کي 2000 ملي متره 80) اينچه( او د بهيدو منځني اندازه (Average flow rate) يي 200000 مترمکعب پر ثانيه دي او د نيا د سيند ساحه 3349000 کيلومتره مربع ده. 2. Depth: هريو واټرشيډ د خپلو خواصو او ځانګړتياو له مخي بي ساري دي تر ټولو ښه واټرشيډ هغه دي کوم چي خاوره يي ډير ژورولي ولري او ډيري اوبه په ځان کي ذخيره کړي چي دا پر ټولو مهم فکتور دي او د واټرشيډونو تر منځ توپير هم د ژوروالي له مخي کيږي چي د ځينو ژوروالي د ځمکي د کاڼو تر قشر (Strata) پوري هم رسيږي. 3. Divide: هغه چاپيريال يا محدود شوي ساحه کوم چي يو واټرشيډ د بل واټرشيډ څخه جلا کړي Divide بلل کيږي او دا طبيعي کرښه ده چي واټرشيډ ته ساحه او بڼه ورکوي او هم يي تشريح کوي. 4. Outlet: ويالي د خولې (Mouth of stream) او د اندازه کولو د نقطي (Measuring point) په نومونو هم ياديږي خو دلته تري موخه داده هغه اوبه چي د ځمکي پر مخ رواني وي او د غونډيو او لوړو سطحو ژورو برخو ته پريو ځي او هلته په واټرشيډکي راټوليږي او د اوټليټ د لاري بلي ساحي ته ځي البته هر واټرشيډ يو اوټليټ لري ځکه چي يوه وياله لري. 5. (Drainage Basin): هغه ساحه چي د Bounded drainage پوسيله وويشل شيDrainage basin په نامه ياديږي چي په امريکايي ترمينالوجي کي واټرشيډ ته وايي.

د واټرشيډ دندي[سمول]

(Functions of Watershed)

دندي يي Erodibility د تخريب په مقابل کي د خاوري حساسيت او Erosivity د اورښت تخريبي توان پوري تړاو لري خو اساسي دندي يي دادي: 1. د اوبو د دوران (Water cycle) له مخي د واټرشيډ اساسي دنده د اوبو د زراتو ذخيره کول او بيا په منظم ډول ويالوته د همدغو اوبو خوشي کول دي. د (1953) Colman ميلادي کال د نظر په اساس واټرشيډ مشابه دندي لري لکه يو انسان ذخيره جوړوي اوبه ورته پريږدي او بيايي د ويالو جريان نه پريږدي د پورته دواړو نظرونو تر مينځ توپير دادي چي ذخيره د يو ټاکل شوي ډيزاين له مخي اوبه کنترولوي او واټرشيډ د مناسب او ښه تنظيم په پايله کي اوبه کنترولوي او بيايي د ځانګړي لاري نورو سيمو ته رهنمايي کوي. تر ټولو ښه واټرشيډ تنظيم هغه دي چي د خپلي سيمي اوسيدونکوته د اوبو بلانس (موازنه) توليد کړي او د واټرشيډ د اوبو بلانس د Precipitation د واټرشيډ د ذخيره کولو توان د واټرشيډ څخه ويالي ته د اوبو پريښودل او اوبو د تبخير د پروسي سره اړيکي لري. له اتموسفيرڅخه د زراتو پريوتل د باران يا واوري په څير چي خپل شکل نه بدلوي مګر انسان کولاي شي چي خپلو اړتياو لپاره د واټرشيډ ښه تنظيم په نتيجه کي دا اوبه کنترول نفوذ يي کم او شکل ته يي تغيرورکړي او همدارنګه موازنه يي هم جوړه کړي. 2. واټرشيډ د کنترولونکي په څير هم دنده اجراکوي کله چي په ساړه موسم کي په ويالو کي د اوبو جريان زيات شي او خلک د نباتاتو د کښت لپاره اوبو ته اړتيا ولري نو واټرشيډ ډيري اوبه کنترولوي او خلکو ته په منظم ډول اوبه په واک کي ورکوي. د انسانانو د غوښتنو د پوره کولو لپاره د اوبو دري حالته موجود دي : د اوبومقدار ، د اوبو کيفيت او څرنګوالي او د اوبو د تهيه کولو شکلونه چي دا تول د واټرشيډ د تنظيم پوري تړاو لري او د باران د څاڅکو مستقيمه پريوتنه د باران د څاڅکو سطحي جريان د اوبو سطحي جريان د اوبو ساتل او جريان ورکول د ويالي کنترولونکي اجزاو پوري اړه لري. 3. د واټرشيډ بله اساسي دنده داده چي د اوبو لوړوالي ته په منظم ډول پام کوي.

: 4اوبنيوني غټه وظيفه عايدات په تيزي سره راوړي اوداوبواوښاوري ساتني له پاره ضروري ده


د واټرشيډ ډيزاين[سمول]

(Design of watershed)

1: د واټرشيډ ساحه بايد د اوبو د ټول مقدارد اندازي څخه لس فيصده زيات جوړشي. 2په بل پسي په متظم ډول جوړشي په ځانګړي ډول هغه ساحه کي چي اوبو د ذخيره کولو لپاره ساحه کوچني وي. 3: د غرونو په بستر کي واټرشيډ بايد داسي جوړشي چي د خړوبولو ټول سيستمونه تري ګټه واخلي. 4: د مسلسل واټرشيډونو جوړولولپاره بايد د يو واټرشيډ او ټليټ د بل واټرشيډ سره اړيکه ولري. 5: د سيلاب د اوبو د ذخيره کولو لپاره بايد د واټرشيډ له احاطي څخه استنادي ديوالونه چاپير شي. 6: د واټرشيډ د ډيزاين پر مهال بايد دا فکر وشي چي ددي اوبو څخه په کومه برخه کي استفاده کوو.



اوبنيوني په ساحه د موادو ترسب[سمول]

د اوبو د سطحي جريان پواسطه د خاوري تخريب او د سيلابونو په وسيله د هغي د انتقال د اوبنيوني د ساحي تر ټولو مهمه ستونزه ده او ددي ډول موادو ترسب د بندونو د حجم توان کموي ددي ډول تخريب شدت او کمزورتيا د لاندي عواملو تابع وي. 1: د اوبنيوني د ساحي ځانګړتياوي: د ساحي سطحه د ساحي سختوالي د ځمکي د سطحي ميلان د چاپيريال د تودوخي درجه او د نباتي پوښښ موجوديت او نه موجوديت. 2: د اورښت ځانګړتياوي: د اورښت ډول داورښت شدت او د اورښتونو موسم د اقتصاد له نظره دا هم نشي کيدلاي چي دا مواد صفر ته ورسوو معمولا د يو بند اقتصادي عمر 100 کاله اټکل کيږي د بندونو د ساتني لپاره لازمه ده چي د رسوباتو له ننوتو ځيني مخنيوي وکړو. 3: رسوب لرونکي مواد چي سيلاب سره مينځ ته راځي.


باران[سمول]

باران په اتوموسفير کي دشته ابو راتلل ځمکي ته دمائع په څير عبارت دباران څخه ده باران دبړاس دکوچنيوزرو ديوځاي کيدو څخه دګرد او دوړو زرو او يا ومالګو دزرو په خوا او شا کي جوړيږي ددي کار پايله دابو دڅّڅولو دغټيدو او درنيدو باعث ګرځي نو دځمکي خواته رالويږي ددي څاڅکو قطعه شا او خوا وي .



دباران ګټي[سمول]

بارن سربيره پر دي چه ځمکي لنده بل زياتوي يوه اندازه ګټي هم لري چه په لاندي ډول دي

۱) دنباتاتو څانګي او پاڼي وينزي او دګردونو څخه يي صفاکوي 

۲) دچاپيريال دتودوخي دزياتيدو باعث ګرځي او دنباتاتو دغوټيو دپخه وني څخه مخنيوي کوي. ۳) دنباتاتو وده برابروي . دخاوري ( p.h ) يعني تيزابيت او قلويت باندي اغيزه کوي .

دباران خصوصيات[سمول]

دځمکي پر مخ داوبو په جريان باندي باران زيات تاثيرلري دباران مهم خصوصيات چي دځمکي پر مخ يي لري عبارت دي له مقدار ، شدت ، دباران وخت . ۱) دباران شدت : رواني اوبه دځمکي پر مخ دباران دشدت سره مستقيمه رابطه لري چي شديد بارانونه نسبت کمزوري بارانونو ته زياتي اوبه دځمکي پر مخ باندي روانوي چي په شديد بارانونو کي اوبه ځمکه کي نه جذبيږي نو په شدت سره اوبه دځمکي پرمخ روانيږي . ۲) دباران مقدار: کله چي دباران مقدار زيات وي په همغه اندازه دځمکي پرمخ باندي اوبه هم زياتي وي کله چي خاوره مشبوع وي نو ټول باران دځمکي پرمخ وي او په run off تبديليږي او که چيري دباران وخت زيات شي نو په همغه اندازه دځمکي پرمخ باندي اوبه هم جريان پيدا کوي .


'دبندونو جوړښت او ډولونه=[سمول]

الف: کانګريتي اوبه ګرځونکي بند . داډول بند دکانګريتي موادو څخه جوړيږي چي ديو ثابت بند په څير اوبه راګرځوي . با : داډول بندونه دخوارلږ جريان لپاره په کاروړلکيږي او داسي دي چي يو نل دکانال په ديوال کي ځاي پرځاي کېږي دانلو نه يا فلزي وي او ياهم ( p.v.c ) وي . ج : سيفوني اوبه ګرځونکي بند : دلږو اوبو دراګرځولو لپاره چي دکانال په ديوال کي سره ځاي پرځاي کيږي خواوبه راګرځوي دانلونه اکثره د پولي ايتلين څخه جوړه وي . رسوبي ډنډونه داهغه جوړښتونه دي چه داوبو جريان ورو کوي او داوبو خړه کينوي دا جوړښتونه په څو ډولونو جوړيږي چي دمعمولي موادو څخه يعني ډبري، کلي خاوري، کانګريټ څخه يي جوړه وي په کانګرتي ډول دزيات وخت لپاره دوام کوي .

‌درسوبي ډنډونو ارزښت[سمول]

څرنګه چي په دي ډنډونو کي داوبو معلق او درانده مواد کيني نو په نتيجه کي کرنيزي ځمکي ته لګه خړه ورځي چي دځمکي دکلکيدو او دخاوري دجوړښت دخرابيدو څخه مخنيوي کوي . فشاري سستمونو ته داوبو معلق مواد نه ورځي . څرنګه چي رسوب په وياله کي منځ ته راځي نو دهرزي بوټو تخمونه په لګه اندازه وده کوي. ويالي ته لګه خړه او پاکولو ته يي لګه اړتيا ليدل کيږي . دځمکي لاندي داوبو موجوديت ( ground water ) هغه سطحه چي دځمکي لاندي پکي اوبه راټوليږي دځمکي د ( water table ) په نوم ياديږي دځمکي لاندي اوبه دځمکي سطحي بڼه غوره کوي او هلته ټوله شته فضا په اوبو سره ډکوي په همدي وجه دغي سطحي ته مشبوع سطحه وايي . په دي سطحه کي دځمکي لاندي اوبو aquifer ريګي شګي شتون لري . غيري محاط aquifer هغه aquifer دي چي ده ( water table ) يي دمشبوع دپورتني سطحي په څير ډنډ لري او په دي ځاي کي ( water table ) دسطحي دفشار سره مساوي وي داځکه چي دلاندي خواته داسيمه وي چي اوبه نه زغمي اوپورته خواته دخاوري داتوموسفير سره اړيکه لري په يو وړه او يا لويه سيمه کي ( water table ) يو شان حتمي نه وي دلاندي عواملو په اساس ښکته او پورته کېږي ۱) اتوموسفير ته داوبو ورګډيدل. ۲) داتوموسفير څخه دابو ويستل ۳) اتوموسفير څخه دابو دتيريدلو قدرت د water table دسطحي دپاسه يوه بله سطحه شتون لري چي دځمکي ترمنځ پوري ادامه پيداکوي. پدي سيمه کي دخاوري دزرو او ډبرو ترمنځ فضأ دهوا او يا يو څه برخه داوبو په واسطه ډکه شوي وي نو دي سيمي ته غيري مشبوع وايي . Aquifar عبارت دهغه جيولوجيکي ساختمان څخه دي چي داوبو لرونکي دي او اوبه په اساني سره انتقالوي. هغه خاوري چي زيږ ټکسچر ولري او يا شګي خه aquifer دي . Artesian or contined aquifer ددي ډول زيرمو نوم دفرانسوي ارتويز دولايت دارتيزيا دقبيلي څخه اخستل شوي دي چي په ( ۱۲۲۶ ) کال کي لومړي څاه پکي وکيندل شوه او فواره يي ورکړه کله چي دځمکي لاندي اوبه د دوه دانو طبقوترمنځ راشي او د اوبوزيرمي په لوړو برخو کي وي داوبو دفشار لاندي راځي نو که په داسي ځايونو کي څاه وکيندل شي نو دڅاه دمنځ داوبو سطحه ( Water table ) داوبو له سطحي څخه لوړيږي نو کيداي شي اوبه ورڅخه داري ووهي دي ډول زيرمو ته ( artesia aquifer ) وائي . څاګاني

هغه عمودي سورې دې چي دځمکي دمخ څخه پيل او داوبو دواټر ټيبل لاندي برخي پوري کندي کيږي که دا سطحه دځمکي دمخ سره نيږدي وي ديته سطحي څاه يا لږه ژوره څاه وايي دا ډول څاګاني په رسوبي خاورو کي په لاس کيندل کيږي ددي څاګانو خوله هميش لپاره يو متروي .

نيمه ژوري څاګاني ((Shaft په يوه سيمه کي کيداي شي دځمکي لاندي اوبو مختلفي سطحي شتون ولري چي يو پر بل ځاي لري او يو دبل څخه دنه زغمونکي طبقي سره جلا کړي . دڅاه کيندل د اوبو لومړي سطحي ته ورسيږي دي څاه ته نيمه ژوره څاه وايي چه عموما ددوه متره پوري وي . ژوري څاګاني ( Dug well ) دا ډول څاګاني يوازي دکرني صنعت او يا دلوي ښارونو د څښلو اوبو لپاره کيندل کيږي ددي لپاره چي څاه ونه نړيږي نو په منځ کي نلونه ځاي په ځاي کوو دا نلونه په بيلا بيلو برخوکي سوري لري او وروسته داوبو سطحه د واټر ټيبل اخري سطحي ته رسيږي . چي دا کار ددي سبب کيږي څو دشا او خوا اوبه څاه ته ورسول شي خو دا جريان ديو ټاکلي حدپوري اوږديدلي شي .

دځمکي پرمخ د اوبو دجريان تخمين[سمول]

د طبعي شرائطو لاندي چي کله باران وشي نو دغه ټولي اوبه دځمکي پر مخ باندي جريان نه پيدا کوي بلکي يوه اندازه اوبه جريان پيدا کوي او يوه اندازه اوبه په ځمکه کي جداکيږي او نوري او به په لاندي ډول بي ځايه کيږي . ۱)يوه برخه مخکي ددي څخه چي ځمکي ته ورسيږي هوا ته تبخير کيږي . ۲) يوه برخه دباران نبات ته داخليږي . ۳) يوه اندازه اوبه ځمکي ته ننوزي . ۴) يوه اندازه دخاوري دسطحي څخه هوا ته انتقاليږي . ۵) يوه اندازه دنبات دريشو په واسطه جذبيږي . ۶) يوه اندازه په وړو وړو کندو کي ذخيره کيږي. ۷) او نوري اوبه ئي دځمکي پرمخ جريان پيدا کوي ( run off ). دغه پورته عوامل دباران په واسطه کيداي شي چي دباران اندازه زياته وي تغير وکړي . مخکي له دي څخه چي دساختمانو chenal ،بندونو ، او دبندونو ساختمان په ډيزاين کاروکړو بايد دباران مقدار، اندازه دځمکي پر مخ داوبو جريان معلوم کړو که چيري زمونږ هدف يوازي داوبو ذخيره کول وي نو يوازي حجم يا مقدار پيدا کوو .

دځمکي پرمخ باندي داوبو دجريان مؤثر عوامل[سمول]

مختلف عوامل دي چي دځمکي پرمخ داوبو په جريان باندي تاثير لري خو يوازي دلته دخاوري خواص او دباران خصوصيات ذکر کوو . ۱) ټکسچر او سټرکچر ( texture and stractuar ) کله چي دکومي خاوري سټرکچر او ټکسچر ښه وي او دروست وي نو په هغه اندازه اوبه په خاوره کي ننوزي چي داوبو جريان دځمکي پرمخ کميږي . ۲) دخاوري رطوبت ( soil miostuar ) په کمه اندازه چي دخاوري رطوبت وي په همغه اندازه اوبه خاوري ته ننوزي ( که چيري رطوبت دخاوري کم وي زياتي اوبه ورته داخليږي او که چيري دخاوري رطوبت زيات وي نو کمي اوبه ورته داخليږي چي دځمکي پرمخ باندي د اوبو جريان پيداکيږي .


دجمعه کولو وخت يا دتمرکز وخت ( gathering time دتمرکز وخت عبارت دهغه اعظمي وخت څخه دي چي run off يا دځمکي پرمخ جاري اوبه ډيري وي يا خارجيدلو ساحي ته ورسيږي داوبو جاري کيدل دهغه ساحي څخه چي اوبه ورکي جمه شوي وي يو زيات وخت نيسي چي دغه ساحه د ridges په واسطه باندي احاطه شوي وي . هغه عوامل چي دجاري اوبو جمعه کولو وخت متأثره کوي په لاندي ډول دي : ۱) دساحي پراخوالي : په هره اندازه چي د ساحي پراخوالي زيات وي نو همغه اندازه وخت زيات نيسي . ۲) دساحي شکل : د ساحي شکل هم دجمعه کولو وخت مأثره کوي مثلاً دوه قطعي ځمکه وي چي مساوي مساحت لري ولي شکل او موقيعت يي تغير کوي دجمعه کولو وخت يي فرق کوي . ۳) دځمکي سلوپ : که چيري داوبو دجمعه کولو ساحي سلوپ زيات وي نو جمعه کولو وخت يي کم وي ځکه چي کومه ساحه چي زيات سلوپ ولري اوبه ورکي تيز حرکت کوي . او ځان زر دخارجيدلو ساحي ته رسوي . ۴) دځمکي پر سطحه باندي زخيره کول : که چيري باران په وړو وړو کندو کپرو کي ځاي ونيسي دسطحي زخيري يا surface storge په نوم ياديږي .


نتيجه ګيري[سمول]

conclusion))

داچه اوبه دژونديو موجوداتو لپاره يوه ضروري ماده ده نو ددي ضروري مادي په ترتيب او تنظيم کي بايد پوره پاملرنه وشي ځکه زمونږ هيواد لوړ لوړ غرونه لري او دژمي په موسم کي پري واوري وري چي دغه اوريدلي واوري دکال په اوږدو کي د اوبو سرچيني جوړوي اوله همدغه اوبوڅخه دزراعت په ټولوبرخو کي په اعظمي توګه استفاده کيږي. دا چه افغانستان وچي پوري تړلي هيواد دي او داوړي په موسم کي اکثراً دابو دقلت سره مخ کيږي نو په دي اساس بايد دسرشاره اوبو په کنترول کي پوره کوشش او پاملرنه وشي هرکله چې داډول اوبه مونږ اداره کړو نو مونږ به داوبو څخه په داسي شکل ګټه اخيستي وي چه يو به مو داوبو څخه په کرنه، صنعت ،دکور مصرف،لامبلو،څښلو اوداسي نور اوبل به مو دبرق په توليد او دژرندي په چلولو کي تري ګټه اخستل کيږي اوهم به مو دسيلابونو څخه مخنيوي کړي وي اوهم به مو دخاوري تخريب څخه مخنيوي کړي وي بله دا چي صنعتي سکتورونه هغه وخت پراختيا موندلي شي کله چي سيندونو ته بندونه جوړ او په کنترول کي راوستل شي چي له يو طرفه به پريمانه دبريښنا انرژي توليد شي اوله بله طرفه به دځمکي دتخريب مخنيوي وشي لکه دامو سيند چي دسيلابونو دعدم کنترول په وجه (٢٥٠) ميلونه متره مکعبۀ خاوره او روسوبي ډول ختمیږی

سپارښتنې[سمول]

Recommandation))

1. د اوبو د تنظيم په برخه کې دولت او نور خصوصي سکتورونه بايد مسلکي وګړي وروزي. 2. د هيواد اوبه بايد مطالعه او اندازه شي. 3. په هيواد کې دي د واټرشيډونو د جوړولو لپاره ساحي په نښه شي. 4. د واټرشيډ د ډيزاين او جوړښت پيژندني لپاره دې افغاني محصلين بهرنيو هيوادونو ته وليږل شي تر څو له هغه ځايه ګټوري تجربي هيواد ته راوړي. 5. هيوادوال بايد د اوبو څخه معقوله ګټه واخلي او اوبه دې بي ځايه نه مصرف کوي. 6. بهرني موسسي بايد د سيلاب مخنيوي لپاره او واټرشيډ ونو د جوړولو وهڅول شي او دولت دې ورته د امنيت تنظيم وکړي. 7. د اوبو په برخه کې دولت دې ځانګړي قانون جوړ کړي. 8. د اوبو تنظيم مضمون بايد د پوهنتون په زده کړوکې ايجاد شي. 9. څرنګه چي سيندونه له لوړو سيمو څخه سرچينه اخلي او غرنيو سيمو کې چټکوالي يي زيات دي نو بايد په غرنيو سيمو کې سيندونه کنترول کړو ترڅو زيات زيان رامينځته نه کړي. 10. په افغانستان کې بايد د بريښنا د توليد او کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره بندونه جوړ شي چي د يوي خوا به د سيندونو د سيلابي کيدو مخنيوي وشي او له بلي خوا به د بريښنا پيدا کولو کې ورڅخه ډيره ګټه واخيستل شي.

سرچینې[سمول]

ایمل ترابزی سيد جمالدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونوڅانګه