دانش خپرندويه ټولنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دانش خپرندويه ټولنه (په انگرېزي: Danish Publications) د پښتو کتابونو د خپراوي تر ټولو لوی اورگان دی چې د کډوالۍ په وخت کې يې بېلابېل کتابونه چاپ او خپاره کړي. د دې خپرندويه ټولنې بنسټگر اسد الله دانش دی.

مخينه

دانش خپرندويه ټولنه د 1366 لمريز كال پر كب مياشت په پېښور كې د اسد الله دانش ساپي په هڅو د يوه كتابتون پر بنسټ كېښودل شوې.

دانش ساپى هاغه مهال د هېواد د هغو لسگونو زرو ځلميو په ډله كې و، چې په هېواد كې د تاوتريخوالي او جگړو بدمرغې سيلۍ له خپلې ځالې جلا كړى او له خپل كوره يې په خورا بې وسۍ بې كوره كړى و. هغه هيله، چې ده ته يې د ستړي او لالهانده ژوندانه پر ازغنه لار ځواك ورباښه، د خپل هېواد و ولس هاغه سوكاله او روښانه راتلونكی وه، چې ده يې يوه ورځ ددې ټولو ناخوالو تر پاى وروسته د راتگ لار څارله.

اسد الله دانش ساپى د بل هر انسان په څېر د خپل چاپېريال تر اغېز لاندې و او دغه اغېز يې د شخصيت په جوړښت كې ستره برخه لرله. دى تر هغې چې لا په هېواد كې دننه و د كورنۍ په چاپېريال كې يې له كتاب سره اړيكي موندلي وو او ورسره روږدى شوى و. د كورنۍ تر كړۍ بهر يې هم له هغو كړيو سره نژدې پېژندگلوي او راشه درشه لرله، چې هغوى ته هم كتابونه د يوه مانيز ارزښت په توگه گران وو. دغه مانيز اړيكي د دانش ساپي مينه له پوهې او معنويت سره پياوړې كړه او د هغې په څپو كې يې "دانش" بلنوم غوره كړ. د هغې تودې مينې په تاو كې چې "دانش" له پوهې سره لرله، غوښتل يې په دې برخه كې بېلا، بېل اكاډيميك پړاوونه بشپړ كړي؛ خو د هېواد د ميليونو ځلميانو په څېر د جگړې او بدمرغه بحران له امله دغه ارمان ته څومره، چې ده غوښتل پوره ونه شو رسېداى. سره له دې هم له پوهې او معنويت سره دده په مينه كې كمى رانغى او خپل ژوند يې له كتاب سره داسې پيوند كړ، چې نوم يې د لسگونو زره كتابونو پر پاڼو وليكل شو.

اسد الله دانش ساپي د بې كورۍ او جلا وطنۍ په هغو كلونو كې چې هرې خوا د تبليغاتي سياسي مطبوعاتو توپان و دا اړتيا وانگېرله، چې په پېښور كې افغان لوستوال تر تنظيمي او سياسي مطبوعاتو اخوا پوهنيزو، ادبي مطبوعاتو ته د يوه انترناتيف په توگه دده غوندې تږي دي. دانش ساپي ددغه انترنانيف د منځته راتگ په لار كې خپلې هلې، ځلې وازمېيلې او په دې بريالى شو، چې دغه راز كتابونه راټولو خپاره او مينه والو ته يې ورسوي.

د څو كلونو په تېرېدا دانش له گڼ شمېر ليكوالو او ژورناليستانو سره اړيكي وموندل او د هغوى په مانيزو مرستو او همكاريو پر 1372 كال د \"دانش خپرندويه ټولنه\" د بنسټ اېښودلو په هڅه كې بريالى شو.

دانش خپرندويې ټولنې د خپل مطبوعاتي كار له پيله را پر دېخوا د خپلو امكاناتو په چوكاټ كې گڼ شمېر كتابونه چاپ كړل او په دغو كلونو كې د هېواد د ليكوالو، ژورناليستانو، شاعرانو، پوهانو، څېړونكيو، هنرمنو او كولتور دوستانو د پېژندگلوۍ، ملگرتيا او گډو كولتوري هڅو يو ازرښتمن منځى و. د نومړې ټولنې بل غوره او د ستايلو وړ كار دا و، چې په ټولنه كې يې له مطبوعاتو سره د مينه والو په شمېر كې ډېرښت راوست او د ځوانو ليكوالو د هڅولو لپاره يې لار پرانيسته. ډېر ځله داسې شوي، چې دانش ساپي يو شمېر لوستونكيو ته، چې له مالي پلوه يې د كتاب پېرودلو ځواك نه لاره، كتابونه وړيا وركړي.

دانش خپرندويې ټولنې د 1379 لمريز كال د تلې پر مياشت د ژورنالېزم په برخه كې هم يو غوره گام پورته كړ او د يو شمېر ليكوالو او ژورناليستانو په مرسته يې د \"الفت\" په نامه د يوې خپلواكې ادبي، ټولنيزې دوه مياشتېنۍ خپرونې كار پيل كړ. دغې خپرونې ډېر ژر د ټولنې په منځ كې لار ومونده او په هېواد كې دننه او له هغه بهر يې د لوستوالو تر منځ مينه وال وموندل. الفت مجله تر ننه په پرلپسې توگه چاپېږي او مخ پر وړاندې روانه ده.