دافغانستان ساتل شوې سېمې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکونکی اظهارالحق صافی پورته کونکی فیض الرحمن احمدی لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپیریال ساتنه او ځنګلاتو څانګه

دساتل شووسيموپېژندنه[سمول]

ساتل شوې سيمې هغه ساحې دي کومې چې دهغوۍ دمنل شوي طبيعي ،ايکلوژيکي اويا کلتوري ارزښتونوله امله ساتل کېږي. دافغانستان د دځنګلونودتنظيم قانون ساتل شوې ساحې په لاندې ډول تعريفوي: هغه ساحه چې جغرافيوي حدوديې ټاکل شوي وي اودانقراض په حال کې نباتاتواووحشي حيواناتو دژوندځاې په توګه يادڅېړنې ،دانواعودتکثير،طبعي منظرواوګرځنډيزومقصدونوپه منظور تر ساتنې لاندې نيول کېږي. دIUCN دساتل شووسيمودتقسيم بندۍ لارښودخوندي سيمې په لاندې توګه تعريفوي اوداتعريف په نړيواله کچه منل شوی دی: يوه معلومه جغرافيوي ساحه چې په رسمي يابل موثرډول تثبيت اوتنظميږي ،ترڅوطبيعيت اودهغې اړوندوايکوسستمونووظايف اوکلتوري ارزښتونه داوږدې مودې لپاره خوندي کړي.

دساتل شووسيموتاريخچه[سمول]

دساتل شووسيموتأسيس يوه نوې مفکوره نده.ترټولولومړنۍ ساتل شوې سيمه په نړۍ کې بيت الله شريف دی . دسعودي عربستان سلطنت به دحج په څلورومياشتوکې خلک دوحشي حيواناتو دښکار اودهغوۍدزورونې څخه پدغه سيمه کې منع کول.رسول الله صلي الله عليه وسلم به همېشه دچاپېريال دساتنې اوصفايي غوښتنه کوله. امام احمدوايي :چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دمدينې ددوه غونډيوترمينځ ساحه ساتل شوې اعلان کړې وه اوهر نوعه ښکار،ونوقطعه کول اودوښوقطعه کول يې پدغه سيمه کې منع کړي وو. احمدابوداودکې راغلي دي چې نبي صلي الله عليه وسلم دوج په کلي کې (دطايف يوکلی دی)دونوقطعه کول اوښکارمنع کړی وو. ساتل شوې سيمې په لومړيووختونوکې په استثنايي توګه دشاهي ښکاردساتنې په شکل تاسيس کېدلې اويواځې شاهي بڼه يې درلوده چې دشاهانوميلمنوته به پکې دښکارلپاره اجازه ورکول کېده.ځينې داوسيدنې سيمې په استثنايي توګه دحيواناتوداصلاح اودمرغيودنفوسودساتنې لپاره اندازه کړاي شوې اوونيول شوې. او همدارنګه نوروطبعي زيرموساتنه هم پکې په نظرکې ونيول شوه. په ۱۹۲۷م کال داکتوبرپه مياشت کې دهندځنګلونوقانوني کېدنه رامينځ ته شوه اوپه ۱۹۳۶م کال کې دهزاره دځنګلونوقانوني کېدنه هم رامينځته شوه اودځنګلونوساتنې اوپالنې په لاره کې راپيښې ستونزې هوارې کړاې شوې .په حقيقت کې ددغه سيموجوړولوهدف دساتل شووسيمودوحشي ژونداودهغوۍ دساحې رامينځ ته کول وو.همدارنګه دځنګلونودادارې اصلاحاتواوهمدارنګه دلرګيودتوليددهدف په منظوراداره رامينځ ته شوه . د۱۹۹۰م لسيزې راپدېخوايوشمېرنړيوالو سازمانونو دساتل شووسيمودشبکې دپراختياغوښتنه وکړه .داځکه چې پارکونه اودطبيعت دساتنې سيمې دژونديوموجوداتودساتلولپاره دعمده وسايلوپه توګه دنده سرته رسوي.دساتل شووسيموپه اړه lV نړيوالې کنګرې چې په ۱۹۹۲ م کال کې په Caracas کې جوړه شوې وه،له هرهيواده وغوښتل ترڅودهرBiome(يوه لويه يانړيواله ژوندۍ ټولنه )کم ترکمه ۱۰٪ ساحه دخپلوقضايي قوانينوله لارې دساتل شووسيموپه توګه وټاکي.يوشميرهيوادونولاله مخکې دخپلې ځمکې ٪۱۰ څخه زياته برخه په ساتل شووسيموکې شامله کړې وه.چې پکې کوستاريکا۲۹٪ ،هندوراس ۲۲٪ ،بوټان ۲۲٪ ،بوتسوانا اوپاناما۱۸٪،ګواتيمالا۱۶٪ ،نيکاراکوا۱۴٪ اودمنځنۍ افريقاجمهوريت ۱۲٪ شامله کړې وه. زمونږپه هېوادکې هم يوشمېرسيمې دجنګونودپيل ترمخه دساتل شووسيموپه توګه وړانديز شوې وې خويواځې داميربندپه ۲۰۰۹ م کال کې دچاپېريال سانتې دملي ادارې لخوادوحشي حيواناتودساتنې دنړيوالې ټولنې په همکارۍ دملي پارک په توګه اعلان شواويوشمېرنورې سيمې دساتل شووسيموپه توګه اداره کېږي.

دساتل شووسيمواهميت[سمول]

۱ – ساتل شوې سيمې دطبيعت ساتنه کوي . ۲ – ساتل شوې سيمې دتفرېح اوساعت تېرۍ لپاره ځايونه برابروي. ۳ – ساتل شوې سيمې دطبيعي زېرمو ساتنه کوي. ۴ – ساتل شوې سيمې کلتوري ارزښت لري. ۵ – ساتل شوې سيمې دوحشي ژوندساتنه کوي . ۶ – ساتل شوې سيمې دسياحت لپاره زمينه برابروي . ۷ – ساتل شوې سيمې دساحې دايکالوژۍ په اړه دمطالعې زمينه برابروي . ۸ – ساتل شوې سيمې دوديزارزښت لري. ۹ – ساتل شوې سيمې اقتصادي ارزښت لري.

هغه موسسات چې دساتل شووسيموپه برخه کې کارکوي[سمول]

۱ – (WWF) World wide Fund for Nature: WWF يوه نړيواله نادولتي موسسه ده کومه چې دچاپېريال دساتنې،څېړنې اوبېرته پخواني حالت ته ورګرځولواړوندچاروباندې کارکوي.په ټوله نړۍ کې تر۵ مليونه څخه زيات پلويان لري. داموسسه ۹۰ څخه زياتوهېوادونوکې کارکوي اوپه ټوله نړۍ کې دچاپېريال اودساتنې اړوندپه نوروبرخوکې شاوخوا۱۳۰۰ پروژې پرمخ وړي . WWF يوه خېريه موسسه ده چې ۶۰٪ څخه زياته بوديجه يې دشخصي خلکولخوا داوطلبانه مرستوپه توګه ترلاسه کيږي .


۲ – (WCS)Wildlife conservation society دوحشي ژونددساتنې ټولنه چې مرکزيې په Bronxzoo کې دی اوپه ۱۸۹۵ م کال کې دنيويارک په زولوژيکې ټولنه کې تاسيس شوه .داموسسه اوس مهال په ټوله نړۍ کې دشاوخوا۲۰۰مليونه ايکړه څخه زياته صحرايي ساحه اداره کوي.اودنړۍ په ۶۰ هېوادونوکې دساتنې اړوندله ۵۰۰ څخه زياتې پروژې او۲۰۰ ساينس پوهان لري داموسسه په اصل کې دوحشي ژوواوصحرايي سيموساتنه کوي. ۳ – TNC))The nature conservancy داموسسه په ۱۹۵۱م کال کې تاسيس شوه دايوه امريکايي موسسه ده اودچاپېريال په اړه کار کوي. داموسسه دهغه اوبواوځمکودساتلولپاره کارکوي چې ژوندورپورې اړه لري . دامريکادټولو ايالتونوپرته دنړۍ له ۳۰ څخه زياتونوروهيوادونوکې فعاليت کوي.داموسسه د۱ مليون څخه زيات غړي لري اوپه ټوله نړۍ کې ۱۱۹ ايکړه څخه زياتې ځمکې اود۵۰۰۰ ميله سيندونوساتنه کوي.داموسسه په ټوله نړۍ کې دبحري ژوودساتنې اړوندله ۱۰۰ څخه زياتې پروژې هم پرمخ وړي . داموسسه دچاپېريال اړوند موسسودجملې څخه يوه ترټولولويه موسسه ده. ۴ – (IUCN)International Union for conservation of Nature يوه نړيواله موسسه ده کومه چې دچاپېريال اووحشي ژوودساتنې لپاره کارکوي.داموسسه دIUCNسورلست خپروي کوم چې دژنديوموجوداتودانواعودخونديتوب وضعيت اټکل کوي.دادنړۍ ترټولولويه اوپخوانۍ شبکه ده چې د۱۰۰۰ څخه زيات دولتي اونادولتي موسسات يې غړيتوب لري.۱۶۰ څخه زياتوهيوادونوکې شاوخوا ۱۱۰۰۰ داوطلبانه ساينس پوهان لري مرکزيې دسويتزرلينډ په جنيواکې دی. ۵ – (Traffic)The Wildlife Trade monitoring network دوحشي ژوودسوداګرۍ دڅارنې شبکه چې يوه نړيواله شبکه ده .ددې خبرې دضمانت له پاره کارکوي چې دوحشي حيواناتواونباتاتوسوداګري بايد دطبيعت دساتنې لپاره ګواښ جوړنه کړي . داموسسه په ۱۹۷۴م کال کې رامنځته شوه اومرکزيې دانګلستان په کامبريج کې دی .داموسسه ديوې داسې نړۍ لپاره کارکوي چې پکې دوحشي ژوواونباتاتوسوداګري دايکولوژيکې سستمونودزيانمنولوپرته په دوامداروسطحوکې داسې اداره کېږي چې دانسانانوداړتياوويوڅه اندازه هم پوره کوي .همدارنګه داموسسه ټولنې دوحشي ژوواودهغوۍ داوسيدوځايونوساتلوته هڅوي.

دساتل شووسيموپه اړه ګڼ ملتيز تړونونه[سمول]

۱ – (CBD)The convention on Biological Diversity داتړون په ۱۹۹۲م کال کې په Rio de janeiroکې لاسليک شوداتړون دژونديو موجوداتو د بېلا بېلونوعو سره په هراړخيزډول کارلري.ددې تړون اهداف دبېلا بېلوژونديو موجوداتودانواعوساتنه ،دهغې داجزاوو څخه دوامداره استفاده اودهغوۍ دجنيټيکې زېرموداستعمال څخه چې کومه ګټه لاسته راځي دهغې مناسبه ويشنه ده.داتړون دخپلوګډونوالوغواړي چې ترڅودخپلو ځانګړوشرايطو اووړتياووسره سم لاندې کارونه ترسره کړي. A – دژونديوموجوداتودبېلابېلوانواعودساتنې دوامداره استعمال لپاره په ملي کچه تګلارې،پلانونه اوبرنامې جوړول. B – دژونديوموجواتودبېلابېلوانواعوساتنه اودوامداره استعمال بايدداړونده سکتورونودبرنامو، پلانونواوتګلاروسره يوځاې کړي. ۲ – (Ramsar)،(CWI)The convention on wetland of international importance داتړون دايران په رامسرکې په کال ۱۹۷۱م دفبروري په دوهمه نېټه لاسليک شو چې له همدې امله درامسرتړون په نامه ياديږي.چې داتړون بيا په ۱۹۸۲م او۱۹۸۷م کلونو کې تعديل شو. داتړون داوبودرژيم دتنظيمونکواوهمدارنګه ديوځانګړي نبات ياحيوان(په ځانګړي توګه داوبومرغانو) لپا ره دهستوګنځايونوپه ډول دWetlandsپه ايکولوژيکي وظايفوټينګارکوي. درامسرتړون داقبلوي چې Wetlandsدسترواقتصادي ،کلتوري،ساينسي اوتفريحي ارزښتونو لپاره عمده سرچېنه برابروي اوله مينځه تګ يې دجبران وړندی. ۳ –(CITES)The convention on international Trade in Endangered species of wild Flora and Fauna داتړون په دريم مارچ ۱۹۷۳ م کال په واشنګټن ډي سي کې لاسليک شواوپه ۱۹۷۹م کال دجون مياشتې په ۲۲ نيټه دجرمني په بون کې تعديل شو.داتړون دنړيوالې سوداګرۍ له امله دزياتې استفادې څخه دنباتاتواوحيواناتوديوشمېرځانګړووحشي انواعودساتنې په منظوردنړيوالې همکارۍ په موخه رامنځته شو.ددې تړون په ترڅ کې طبعي حيواني اونباتي انواع دهغوۍ دحالت په اساس په درې ګروپونوويشل شوي دي چې په لاندې توګه ترې يادونه کوو. Ӏ – Appendix پدې کټه ګورۍ کې هغه انواع شامل دي کوم چې دانقراض دخطرسره مخ دي.پدې کې نړيوالې سوداګرۍ ته يواځې په استثنايي حالاتوکې اجازه ورکول کېږي.ددې لپاره دصادرولويو اجازه ليک ته اړتياده کوم چې دواردونکي دولت لخواورکول کېږي اوښايي يواځې په هغه صورت کې ورکړل شي چې دغه ژوي په اصل کې دسوداګرۍ په منظورنه وادديږي اوياهم واردولوهدف يې نوعي پايښت ته زيان ونه رسوي. ӀӀ – Appendix پدې ګروپ کې هغه انواع شامل دي کوم چې په اوس وخت کې په حتمي ډول دانقراض دخطرسره مخ نه دي خوکه چېرته يې سوداګري دوام ومومي ښايي دانقراض دخطرسره مخ شي. په دې ګروپ کې شامل انواع په حتمي ډول دانقراض دګواښ سره مخ نه وي خوبياهم نړيواله سوداګري يې بايدکنترول شي ترڅودګټه اخستنې دهغې اندازې څخه وژغورل شي کوم چې ددې ګروپ دانواعودپايښت سره مطابقت نلري.صادرونکي هېوادونه بايديواجازه ليک ولري اودايواځې هغه وخت ورکول کېږي کله چې يې نوعه په قانوني توګه ترلاسه کړي وي اوصادرول يې دنوعې پايښت زيان رسونکې نه وي. ӀӀӀ – Appendix په دې ګرروپ کې هغه انواع شامل دي چې دتړون يوې غړې ډلې په خپلو قوانينواوقواعدو کې دهغې څخه په ګټه اخستنه بنديزلګولی وي اودسوداګرۍ دکنترول لپاره يې دنوروډلوهمکارۍ ته هم اړتياليدل کېږي. ۴ – (CMS)،(Bonn convention)The convention on conservation of Migratory species of wild Animals داتړون په ۱۹۷۹م کال دجون په ۲۳ نيټه دجرمني په بون کې لاسليک شواوپه ۱۹۸۵م او۱۹۸۸ م کلونوکې تعديل شو،دوحشي ژوودهغه انواعوسره سروکارلري کوم چې ديوهيواددرسمي پولودننه اويادباندې مهاجرت کوي.ددې تړون منل شوی اصل دادی چې سيمه ييزدولتونه ياايالتونه به دوحشي ژوو دهغه مهاجروانواعوحتماً ساتنه کوي اوبايدويې کړي کوم چې دهغوۍ درسمي ملي پولودننه ژوندکوي اوياهم ورڅخه تيريږي .

دIUCNدساتل شووسيموکټګورۍ[سمول]

په پخواوختونوکې به چې کله يوه ساحه دساتل شوې ساحې په نامه ونومول شوه نوهلته به په هر نوعه فعاليتونه هم بندېزلګول کېده چې داکاردخلکوپه زيان تمام شو. IUCN په 2008م کال کې دساتل شووساحودتنظيم لپاره شپږکټه ګورۍ رامينځته کړې چې داکټګورۍ په زياتوهيوادونوکې منل شوي دي له دغه کټه ګوريوڅخه په لاندې ډول يادونه کيږي . Ӏ – Strict nature reserve/ Wilderness areas Strict nature reserve- Ӏ پدې کټګورۍ کې هغه سختې ساتل شوې سيمې شاملې دي کوم چې دژونديوموجوداتودبيلابيلو انوعواوهمدارنګه دامکان ترحده دجيولوژيکي شکلونودساتنې لپاره ځانګړې شوې دي اودانسانانوليدنه، استفاده اواغېزه په کې دساتنې دارزښتونودخونديتوب په منظور په جدي توګه کنټروليږي اوياهم محدوديږي. اساسي هدف دسيمه يزو،ملي اونړيوالومشهوروايکوسستمونو،انواعواوبيلابيلوجغرافيوي شکلونوساتنه .يادشوي شيان اکثره په بشپړه توګه دغېرانساني قووپواسطه جوړيږي اوکچېرته دانسانانوکمې مداخلې ته هم پکې اجازه ورکړل شي ښايي دتخريب اوويجاړۍ سره مخ شي .هغه ساحې دي کومې چې عمدتاً دساينس اودصحرايي سيمودحفاظت لپاره تنظميږي. Wilderness areas – Ӏb داډول ساتل شوې ساحې عموماً پراخه وي چې تغيرشوې نه وي اوياهم په ډېره کمه اندازه بدلون پکې راغلی وي خوخپل طبعي خاصيت اوتاثيريې ساتلی وي ددې ترڅنګ انسانانوپکې دايمي او ياهم دپام وړهستوګنه نه وي کړي داډول ساحې دطبيعي شرايطودخوندي کولوپه منظوراداره کيږي. اساسي اهداف دهغه طبيعي ساحوداوږدمهاله ايکولوژيکي بشپړتياساتنه ده کوموچې دانساني فعاليتونوله امله دپام وړبدلون نوي موندلی،عصري تعميرونه ونه لري اوطبيعي قوي او پروسس پکې غلبه ولري ترڅواوسني اوراتلونکونسلونوته يې دکلتوري اومشاهدي ارزښت زمينه برابره شي. په اصل کې دصحرايي سيمودحفاظت په منظورتنظميږي. ӀӀ – National park له هغه پراخه طبيعي ياتقريباً طبيعي ساحوڅخه عبارت دي کومې چې دستروايکولوژيکي پروسو اودهغوۍ بشپړونکوانواعودساحې دځانګړوايکوسستمونودساتلولپاره ځانګړې شوې وي . داډول ساحې دهغه روحاني ،ساينسي ،دساحې دځانګړوتعليمي اوتفريحي اوګرځندويي فرصتونولپاره يوبنسټ برابروي کوم چې دچاپېريال اوکلتورسره مطابقت ولري. اساسي هدف

دژونديوموجوداتودبيلابيلوطبيعي ډولونواودهغوۍ سره مرسته کونکواودهغوۍ لاندې ايکولوژيکي جوړښتونوساتنه اودچاپېريال اړوندپروسوتقويه کول اوددې ترڅنګ زده کړې اوتفريح ته پرمختګ ورکول. داډول سيمې په اصل کې دايکوسستم دحفاظت اوسياحت په منظوراداره کېږي.

ӀӀӀ - Natural Monument داډول ساحې ديوځانګړي طبيعي څلي دساتلولپاره ځانګړې کيږي داښايي دځمکې کوم شکل، بحري غونډۍ، سمڅې، جيولوژيکي شکلونه لکه غارداعموماً ډېرې کوچنۍ ساتل شوې ساحې دي اواکثره وخت زيات ګرځندوييزارزښت لري. اساسي هدف

ديوشمېرځانګړومشهوروطبيعي شکلونواودهغوۍ اړونددژونديوموجوداتو اوهستوګنځايونو ساتنه. داساتل شوې سيمې په عمده ډول دځانګړو طبيعي بڼوياڅيرودساتنې لپاره اداره کېږي.
 ӀV  - Habitat/ Species management area

داډول ساحې دځانګړوانواعوياهستوګنځايونوساتنه کوي اوتنظيم يې هم دغه لومړيتوب ته انعکاس ورکوي . ӀVزياتره ساحې دځانګړې نوعې اړتياووته دځواب ويلواويادهغوۍ دهستوګن ځايونوپه خپل حال ساتنې په منظورمنظمې اوفعالې مداخلې ته اړتيالري. اساسي هدف دانواعواوهستوګنځايونوپه خپل حال ساتل اويادهغوۍ بېرته لومړني حالت ته ورګرځول. داډول ساتل شوې ساحې دتنظمي مداخلې له لارې اداره کېږي. V - Protected landscape/seascape له هغه ساتل شوې ساحې څخه عبارت دی چېرته چې وخت په اوږدوکې دخلکواوطبيعت ترمنځ دمتقابلواغېزوپه پايله کې ديوممتازخاصيت لرونکې ساحه منځ ته راوغلي وي کومه چې دپام وړايکولوژيکي، بيولوژيکي، کلتوري اوزينتي ارزښت لرونکي دي اوچېرته چې ددغه متقابلو اغېزودبشپړتياخوندي کول ددغې ساحې اودهغې اړوندطبيعت اونوروارزښتونودساتنې اوتامين لپاره حياتي ارزښت لري. اساسي هدف دمهمو Seascapes/landscapes اودهغې اړوندطبيعت دتنظيم دعنعنوي عملياتوله لارې او نوروارزښتونوساتنه اوتامين کوم چې دانساني اغېزوله امله جوړيږي.دځمکې اواوبودښايسته طبعي منظرودساتنې اوتفريح په منظوراداره کېږي . ӀV - Managed Resource Protected area داډول ساتل شوې ساحې ايکوسستمونه اوهستوګنځايونه داړوندوکلتوري ارزښتونواودطبيعي زېرموتنظيم ددوديزوسستمونوسره يوځاې ساتي. داعموماً پراخه ساحې دي چې زياتره برخه يې په طبيعي حالت کې وي . ددغه ساحويوڅه برخه دطبيعي زېرموددوامداره تنظيم لاندې وي اوپه کې دطبيعي زيرموڅخه کمه اندازه غيرصنتي استفاده چې دطبيعت دساتنې سره مطابقت ولري ددغه ساحې عمده مقصدګڼل کيږي. اساسي هدف دطبيعي ايکوسستمونوساتنه اودطبيعي زېرموڅخه دوامداره استفاده هله صورت نيولی شي کله چې ساتنه اودوامداره استفاده يوبل ته ګټوروي. دطبعي ايکوسستم څخه دوامداره ګټه اخيستنې په منظوراداره کېږي .

ايکوسستم اودهغې اجزاء[سمول]

دايکوسستم کلمه په لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۵ م کال کې ديوانګليسي ايکالوژست A.G.Tensly پوسيله پيشنهادشوه . مونږ کولي شوچې ديوى جغرافيوي سيمي حيوانات اونباتات دبلي خاصې جغرافيوي سيمي څخه جلاکړو. چې دغه ټولوژونديوټولنوکې اړيکي اوديوبل اودمحيط په مقابل کې عکس العمل ديوسيستم په داخل کې جريان لري . ايکولوژيکي سستم ياايکوسستم له هغه سستم څخه عبارت دی چې پکې ژوندۍ ټولنه (ژوندي موجودات) اوغيرژوندی چاپيريال (غيرژوندي موجودات) ديوبشپړواحدپه توګه يوله بل سره فعاليت کوي.په همدې اساس ايکوسستم کې ژوندي موجودات اودهغوۍ غيرژوندي ملګري(چاپېريال ) دواړه شامل د ي هريود بل خصوصياتوته بدلون ورکوي اوددواړويوځاې فعاليت دژونددبقاسره مرسته کوي. يوايکوسستم جوړښت اووضايف دواړه لري. په لنډه توګه ايکوسستم ددوه کلموايکالوژيکل اوايکولوژي سستم دی چې تحت لفظي معنی دايکوسستم طبيعت يا Natureدی خوپه ساده اوعلمي ژبه کولی شوايکوسستم داسې تعريف کړو:دفزيکي (غېرژوندي اجزاوو)اوبيولوژيکي (ژوندۍ اجزاوو)پديدومجموعه اوددوۍ متقابلې اغيزې يوپربل باندې کولاې شودايکوسستم په نامه باندې سره ونوموو. ايکوسستم = فزيکي محيط + بيولوجيکي محيط دايکوسستم اجزاوې

ايکوسستم ددوه عمده اجزاووڅخه تشکيل شوی دی چې عبارت دي له 

۱ - ‌ ژوندۍ اجزاوې ژوندۍ برخه لکه حيوانات ،نباتات اومايکروارګانيزمونه .ژوندي اجزاوي په درې ډوله دي چې عبارت دي له: A - توليدونکي (Producers) شنه نباتات دطبعيت په اقتصادکې دتوليدکونکووظيفه لري .ځکه چې يواځي شنه نباتات دي چې نوري انرژي دضيايي ترکيب د عمليې په واسطه په کيمياوي انرژي باندې بدلوي . نورټول ژوندي موجودات لکه حيوانات ،فنجيان ، بکتريااوانسانان له دغې انرژۍ څخه ګټه اخلي .

    شنه نباتات د Autotrophs  پنوم هم ياديږي . د اتوتروف اصـطلاح هغوژوندي موجوداتوته اطلاق کږي چې خپله غذاخپله جوړوي . 
        اتوتروف Autotrophs په دوه لاندينيو ډلوويشل کيږي .

الف : Photo Autotrophs :. چې خپله انرژي دلمردوړانګوڅخه اخلي لکه شنه نباتات Green Plants . ب : Chemo Autotrophs :. چې خپله انرژي دکيمياوي موادوڅخه اخلي . لکه سلفربکتريا Sulpher Bacteria .

B - مصرف کونکي ( (Consumers 

مصرف کونکي دHeterotrophs پنوم هم ياديږي . داډله ژوندي موجودات خپل غذايې مواد خپله نشي تهيه کولي .بلکي د دوي ژوند په مستقيم اوياغيرمستقيم ډول اتوتروف دي د دوي مثال کلوروفيل نه لرونکي حيوانات اونباتات تشکيلوي . C - تجزيه کونکي (Decomposers) تجزيه کونکي دSaprophytes پنوم هم ياديږي عبارت له هغه ژونديواجساموڅخه دي چې عضوي پيچلي مواداوحيواني اونباتي پاتي شوني تجزيه کوي اوياپه غيرعضوي ساده مرکباتوباندې يې بدلوي دمثال په ډول فنجيان اوبکتريا وي . ۲ –غېرژوندۍ اجزا غيرژوند ي اجزا:داپه ايکوسستم کې موجودغېرژوندي يا فزيکي محيطي فکتورونه دي چې عبارت دي له خاورې،اوبو،هوا،غيرعضوي منابع لکه (Co2.H2Oا)ونورفزيکي عناصرلکه تودوخه ،رڼا،فشاراولمدبل

دافغانستان مهمې ايکولوژيکي او ساتل شوې سيمې[سمول]

دساتل شووسيموپه نړيوال ډاټابېس کې UNEP_WCMC 2006))لخوادافغانستان ۱۵ ساتل شوې سيمې درج شوي دي. داووه ساتل شووسيمواصلاح اوپيژندنه تريوې اندازې پورې د افغانستان ددولت لخواپه ۱۹۷۰ لسيزه کې شوې ده. همدارنګه يوه يې دIUCNلخواپه دوهمه کټه ګورۍ کې دملي پارک په حيث پيژدندل شوې ده اوشپږساحې نورې دوحشي ژوند اوداوبودمرغانو دسانتې په منظور په څلورمه کټه ګورۍ کې راغلي دي .خوبياهم دغه پورتنيو ساحو تراوسه پورې پوره قانوني اورسمي حالت ندی اخستی اوياپه بله معنی لاتراوسه يې رسمي سرحدات ندي تعين شوي اوساتل شووسيموپه حېث ندي اداره شوي .


دساتل شووسيمونړيوال ډاټابيس دوه ساتل شوې سيمې دوه ځلې درج کړي دي د Ajar valley او Ab_i_estada يوځل يې دوحشي حيواناتوپه منظور اوداوبودمرغانودحفاظت په منظور په څلورمه کټه ګورۍ کې په ترتيب سره درج کړي دي اوهمدارنګه په فرضي ډول يې National park کې په دوهمه کټه ګورۍ کې درج کړي دي .

درقت ،امام صاحب ، شمال لويديځ افغانستان اودريګستان دښته داهم په فرضي ډول باندې نه په مشخص ډول په ساتل شووسيموکې دSayer  اوvanderzon  په نوم عالمانولخواپه( ۱۹۸۱ م) کې ثبت شوي دي .ددې څخه وروسته زياتې هڅې ددغوسيمودجوړېدواو مشخص کېدوپه اړه دساتل شوو سيموپه حېث ندي ترسره شوي .اوهمدارنګه ساتل شووسيمو په نړيوال ډاټابيس کې په ۱۹۹۰ م کال کې دډاکټرطاهرعنايت لخواديوخط په بڼه دځدران،دباميانوملي ميراثي ساحه ، اودخلم لنډمارک دساتل شووسيموپه حېث په بنيادي ډول ثبت شوي دي مګرپه دغه خط کې کوم قضاوت نه ووشوی باميان اوخلم په دوديزډول سره ورته دي نسبت محيطي وضعيت ته .

دوه سيمې کوچني پاميراوواجيردره هم دوحشي حيواناتودساتنې دټولنې لخواپه فرضي ډول دساتل شووسيموپه حيث پيژندل شوي دي مګردساتل شووسيمونړيوال ډاټابيس کې ندي ښکاره شوي. ددغه ۱۵ ساتل شووسيموڅخه د۱۲ ساتل شووسيموتشريح دساتل شووسيموپه نړيوال ډاتابيس کې راغلې ده .مونږهغه لس مهمې ساتل شوې سيمې ترڅېړنې لاندې نيسوکوم چې سترايکولوژيکي ارزښت لري.

بنداميرملي پارک[سمول]

بندامير دبلوري،صافواواسماني رنګه اوبولرونکې دی کوم چې دشوکاڼي ډبروپه ذريعه يوله بل بيل شوی دی اودښکلو سروغاړوپواسطه احاطه شوی دی چې دنړۍ دډېروبې مثاله اوښايسته طبيعي منظروڅخه يوه لاسته راوړي .

دبنداميرملي پارک موقعيت[سمول]

بنداميرملي پارک دهزارات غرونوترمينځ اودهندوکش غرونوپه لويديځ اودباميان ولايت ديکاولنګ په ولسوالۍ کې موقعيت لري دکابل څخه دشمال اوشمال لويديځ لورته په۲۲۵ کيلومټرۍ دباميانوښارڅخه ۷۵کيلومټرۍ کې موقعيت لري. بنداميرملي پارک ۳۸۳۰ متره ارتفاع کې دبحر دسطحې څخه واقع دی. بنداميردهغه شپږوجهيلونويوه برخه ده چې تقريبا دهغې داطرافوپه شمول ۱۰۰۰ هکتاره ساحه په برکې نيسي.چې داشپږډنډونه دطبعي کلسيم کاربونيټ ديوالونوپواسطه يوله بل څخه جلاکېږي . دافغانستان دطبعي زيرمواوښکلومنظروڅخه دی. دجنګونوڅخه مخکې کلونوکې په زرګونو خلک ددې نندارې ته راتلل چې ورڅخه زيات عايددافغانستان دولت ته په لاس ورته .همدارنګه دخاص ايکوسستم له امله يې په سلګونومهاجرمرغان ځان ته راجلبول چې دې مرغانوبه يوخاص وخت دلته تېروه.

دبنداميرملي پارک تاريخچه[سمول]

دSayer اوVanderzon (۱۹۸۱) په اساس بنداميردافغان سياحتي سازمان په غوښتنه په ۳۰ دسپتمبر ۱۹۷۳ميلادي کال دملي پارک په توګه اعلان اومشخص کړاې شومګردغه اعلان دوزارت عدليې له لورې په دولتي رسمي جريده کې اعلان نه شواوهمدارنګه قانوني حالت يې هم نه درلود. دساتل شووسيموپه اړه نړيوال ډاټابيس بنداميردملي پارک په توګه د IUCNد دوهمه کټګورۍ ساتل شوې ساحې په ډول په لست کې شامل کړ خودايې وښوده چې په دغه ساحه کې اوس مهال کومه فعاله اداره موجوده نده. دملي پارک دسرحدونوتعين دافغان سياحتي سازمان لخواپه ۱۹۷۰ لسيزه کې وشو چې اصلي ساحه يې 670 درجواو0,5دقيقوڅخه تر670درجو او20دقيقوختيځ عرض البلدترمنځ او 34o درجو45دقيقواو34o درجو او55دقيقوطول البلد شمال ترمنځ پرته ده . خوبياهم دغه سرحدات په رسمي جريده کې هيڅکله هم اعلان شوي ندي.ShankاوRodenburg په نوم دوه پوهانوپه ۱۹۷۷ ميلادي کال کې دبنداميرملي پارک لپاره پولې پيشنهادکړي چې دايې دجهيلونو په چينوباندې انتخاب کړي اوددغه ملي پارک پولې په ۲۰۰۳ ميلادي کال کې دپارک لپاره UNEP په نقشه کې ځاې پرځاې شوې وې .د UNEP دجنګ نه وروسته دبراوردډلې په ۲۰۰۲ ميلادي کال کې ددغې سيمې څخه ليدنه وکړه اوويې موندل چې داميربندجهيلونه چې دايکولوژيکي پلوه په خپل پاتې وواوبدلون يې نه وکړی.ددې جهيلونوحالت په ۱۹۷۸ م کال کې دجنګونودپيل څخه مخکې حالت سره ورته وو.(UNEP2003) دغه جهيلونه په نژدې وختونوکې دسختووچکاليوسره سره له اوبوډک و.که څه هم داووبوکيفيت يې معاينه نه کړاې شوخوداوبورنګ يې صفابلوري اوتيزابي رنګه و.شوکاڼي په خپل حال معلومېدل اونباتاتوپه کمه اندازه بدلون موندلی و. ۲۰۰۲ ميلادي کال راهسې پکې دپام وړپرمختګ رامينځ ته شو.همدارنګه داسياپرمختياي بانک په ۲۰۰۶ميلادي کې دپارک دساتلولپاره دتعميرله پلوه يوښکلی ځاې جوړکړه. که څه هم بنداميرپه ۱۹۷۳ ميلادي کال کې دافغانستان دلوموړي ملي پارک په حيث اعلان شومګرپه حقيقت کې ددې نشريااعلان دحکومت په رسمي مجله کې ونشوچه ددې مطلب داو چې دغه ملي پارک قانوني قانوني حالت نه درلوده . نوداهڅې پيل شوې ترڅودغه پارک ته منل شوې اوقانوني بڼه ورکړل شي په پاې کې په ۲۰۰۹ م کال کې بنداميررسماً دملي پارک په توګه اعلان شو.

دبنداميرملي پارک حيوانات اونباتات[سمول]

ديورال پسونه (Ovis oreintales)،ايبکس(Capra ibex)، دنورو حيواناتو شتون چې دهغې ډلې نه شرمخ Canis lupus،ګيدړه vulpes vulpes او pikaafghan (Ochtona rufescens) اوږدې لکۍ لرونکې خرمايي مږوMarmota caudata, Allactaga williamsiراپورپه ملي پارک کې ورکړل شوی دی. redshanks(Polygonum persicaria) يوه عام واښه دي چې په پسرلني نباتاتوباندې اغيزه کو ي اودحاصل په ترلاسه کولوکې مشکلات پيداکوي,little grebes (Tachybaptus raficollis) ،چورکۍ يوډول وړه هليۍده ((Anas creccallاوهمدارنګه يوه په زړه پورې ساحه دبعضې مرغانولپاره لکه

(Fulica spp)coots,ددرموچغيدونکی مرغه (Acrocephalus scirpaceus) واښه نيز پوښښ پودينه (Mentha longifolia) ، ولې(Salix spp)) او درموونې (Phragmites australis ).
  	  Little ggrebes                   Teals                      توربخنه هيلۍ (قشقل)   reed warblers      

دبنداميرملي پارک اوسنی حالت[سمول]

داساحه دزياتوانساني فعاليتونوپه اساس زيانمنه شوې ده کوم چې دبندامير دمهمو برخو د خرابيدولامل ګرځيدلی دی داتخريبات په ورځني شکل دوام لري چې له امله يې دسيمې ښکلا کموالی کړی په پخواوختونوکې دچارواکوپاملرنه دې سيمې ته ډېره كمه اوياهم نه وه خواوس وخت کې دچاپېريال ساتنې ملي اداره دWCS په همکارۍ هڅه کو ي ترڅودساحې طبعي حالت خوندي کړي . دبنداميرساحه شپږوطبعي جهيلونونه جوړه ده چې مختلف طبعي مشخصات لري چې داجهيلونه دغلامان بند، قنبربند،هيبت بند،پنيربند،پودينه بنداوذوالفقاربندڅخه عبارت دي چې داټول بندونه دانساني اوطبعي پېښو له امله په امن کې ندي پاتې شوي .په اوس وخت کې پودينه بند اودقنبربنددوچېدوپه حال کې دي اميددی چې دوچکالۍ په له مينځه تګ سره اوداوبو دوچېدو دستونزې په لمنځه تګ سره دامشکل حل شي. دبنداميراوبه دڅښلووړدي دې بندپه خپلواطرافوکې کرنيزې ځمکې خړوبې کړې دي اوپاتې اوبه يې دبلخ ولايت ته تويږي.ليکن دمحلي خلکوعقيده پدې ده چې دبنداميراوبه داجردرې ته ښکته کېږي اووروسته کندزولايت ته رسيږي.بنداميراقليم نيمه ګرم اوسوړژمی لري. ددې سېمې بوټي دانسانانودلاسوهنې له امله له مينځه تللي دي. غاړې يې وچې اودنباتي خرڅلاوله امله وچې پاتې دي .دبندونودننه د(درمو)بوټي هم قطعه کېږي اوپه غيرمسؤلانه ډول ورڅخه استفاده کېږي . UNEP د2003 م کال کې وموندل چې دغلته يوشمېرګواښونه وجودلري خوبياهم موټرې په خپلومعلومولاروتګ راتګ نه کوي چې دادتخريب لامل ګرځي خزلې اوپاتې شوني په جهيلونوکې اچول کيږي. دچاودېدونکوموادواوبرق څخه په استفادې سره دماهيانونيول پکې عام دي . يورال پسونه اوايبکس پکې دزيات ښکارله امله په ناڅاپي توګه راکم شو ي وو. ديوشميرحيواناتودناڅاپي کموالي سره سره بياهم دڅړځايونوحالت يې داسې نه ښکاره کېده چې ګوياښه والی يې کړی وي.اوهمدارنګه په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې دشمالي ټلوالې اودطالبانوترمينځ دجنګ عمومي ساحه وه اوډيرې ساحې يې په 2002 م کال کې په ماينونوپوښل شوې وي .

داجردرې دوحشي ژوندساتل شوې سيمه[سمول]

دادره دهيواددسرسبزواوتاريخي سيموڅخه ده اوخاص ايکوسستم لري.

داجردرې موقعيت[سمول]

داجردره يوه غرنۍ سيمه ده دافغانستان په مرکزي هندوکش کې موقعيت لري .دغه سيمه په بغلان اوباميانو ولايتونوکې پرته د ه .دغه ساحه دباميانوښار ۷۰ کېلومتره شمال لويديځ خواته دبغلان اوباميانوپه ولايتونوکې پرته ده . ددې ساحې شرقي برخه دکاه مردپه ولسوالۍ کې اومرکزي اوغربي ساحې يې په يکولنګ ولسوالۍ کې موقعيت لري. داجردره ختيځ اولويديځ خواته ميلان لرونکې پولې جوړوي چې دڅوکولوړوالی يې دبحردسطحې څخه ۳۸۰۰ مترولوړالي پورې رسيږي. داجردره داجيرسيندپواسطه دشرق اوغرب په طرف په  دوه مساوي برخوويشل کېږي دجوزاري سينددجوزاري په ساحه کې ترډېراوږدوالي پورې دځمکې نه لاندې بهيږي اودجوزاري په تنګه ساحه کې په مستقيم ډول اودچلتن دچينې څخه ښکته بهيږي چې په طبعي ډول يې دچلتن دجهيل ښکلې منظره برابره اوجوړه کړې ده .په ۱۹۷۰ م کال کې دپولودننه ښکار،کرنه او اودحيواناتو څرول کم وو.څړځايونه يې دهېواددهغه څړځايونوپه ډله کې وکوم چې په کمه اندازه زيانمن شو يوو.  

داسيمه يوه باريکه دره ده چې دسنجق قلعه نه شروع اوپه دهقان قلعه باندې ختميږي.ساتل شوې ساحه يې ددهقان قلعه نه شروع اودباميانوشمال لويديځ اوسويل پورې دوام لري . پيژندل شوې درې يې عبارت دي له لکلکه دره،چهلتن دره ،جوزري دره ،پودينه دره ،غوغاساردره اودقلات سيموڅخه.ساتل شوې ساحه يې په په شاوخوا۴۰۰۰۰ هکتاره ده چې دوحشي حيواناتوژوندته ځانګړې شوې ده اويوه غرنۍ سيمه ده چې ډېرکلونه دخاصوساتندويه سستمونونه برخمنه وه . لوړې سطحې يې ۱۸۰۰ متروته رسيږي چې لوړې برخې يې تيرې اوتپه يي شکل کې دلويديځ نه ختيځ لورته غزيدلې دي .ځينې څوکې يې ۳۸۰۰متره ته رسيږي چې دپټوشووغرونوپواسطه يې ارتفاع ۳۸۰۰متروته رسيږي.

داجردرې تاريخچه[سمول]

 داسيمه دډيروکلونولپاره  دشاهي ښکارپه مناسب ساتل شوې وه. دلومړي ځل لپاره په کې په کال۱۹۹۷ م کې ښکارشروع شو. دافغانستان حکومت داسې قوانين وضع کړي وچې بايدپه دغه ساحه کې دډېروکلونولپاره شاهي ښکاروشي. اميرحبيب الله خان چې يومسلکې ښکاري وويوه مورچل يادښکارځاې يې دجوزري په سيمه کې چې سورخاب ته نږدې ووجوړکړه .  وروسته يې  ورته په کال ۱۹۰۰ م کال کې دتلوراتلويوه لاره جوړه کړه کوم چې اوس هم موجوده ده. دهغې وروسته دظاهرشاه دحکومت دبادشاهۍ پرمهال يووکيل ظاهرخان دې سيمې ته دعوت کړه ظاهرشاه ددغه ښکلې منظرې په ليدلوسره دغه ساحه ساتل شوې وګرځوله اودشاهي کورنۍ ښکارځاې يې اعلان کړه.په ۱۹۵۰ م کال کې يې ددې ساحې شاوخوا۲۰۰هکتاره ځمکه چې دخلکوملکېت ووپه بيه واخسته اوهلته يې يوځاې جوړکړه داسې پلان ووچې نوره ځمکه هم په جنوبي اوغربي ساحوکې (قلات ساحه کې )واخلي خودسيمې دهقانانولخوا ونه منل شوه.په دغه وخت کې يې دغوغاسارپه دره کې يوڅلورخونيزه تعميرجوړکړه چې دشاهي کورنۍ غړوورڅخه استفاده کوله دروښانه کولولپاره يې داوبو برېښنا دستګا هم ورته جوړه کړه .البته ديادولووړده چې دوخت بادشاه داقصدنه درلوده چې چې داسيمه دځان اوکورنۍ لپاره ځانګړې کړي بلکه دبادشاداقداماتوعمده دليل نوروخلکوته دچاپېريال اودطبعي زيرمودساتلوروحيه ورکول وو.

د هغه کلي پرته چې ددې ساحې په مينځ کې موقعيت لري څلورنورکلي هم ددې ساحې په اطرافوکې موقعيت لري.زيات وګړي يې زراعت پيشه اوپه کرنه اومالدارۍ باندې تکېه لري چې تعداديې ۴۰۰ فاميله چې يا ۲۳۰۰ نفرو ته رسيږي.په وروستيوکلونوکې استوګنې بياخپل هيوادته په راستنيدوسره زياتې شوي دي چې په طبعي منابعواوپه موجود وحشي حيواناتواوددې په فزيکې حالت يې ډيرفشارواردکړی دی.ددې درې دتخريب يواځيني علت دفاميلونوموجوديت اوخرابه اقتصادي وضع ده پداسې حال کې چې داصلي خلکوشتون په ساتل شووسيموکې ددې ساحې اصلي رکن جوړوي.دامشکل به دوخت په تيريدوسره حل شي کله چې محلي زيرمواومارکېټ ته لاره پيداشي. د۱۳۵۲ هـ ش کال نه وروسته کله چې داساحه دساتل شوې ساحې په توګه اعلان شوه ځانګړي امنيتي تدابيرورته په نظرکې ونيول شو.ځانګړی محافظتي ګارډ دلته ګمارل شوی وو.له مخکې څخه يواندازه بهرني اوکورني سيلانيان دې سيمې ته راتلل.وروسته داسيمه دافغانتورسياحتي ارګان دنظرلاندې راغله اوځانګړي سياحتي تدابيريې په نظرکې ونيول. چې په کال کې به د۵۰۰ څخه زيات سيلانيان دې سيمې ته راتلل.دافغانتورارګان په جوړيدوسره دې سيمې ښکلا پيداکړه ډېرې اسانتياوې پکې برابرې شوې چې په سياليزه توګه ښکارکول پدې ساحه کې رامينځ ته شول . په هغه وخت کې دايبکس هوسۍ ديوسردښکار په مقابل کې( ۱۵۰۰ )امريکايي ډالرورکول کېده . البته دسياحت مسابقاتي ښکارلپاره به چې کله يوښکارکونکې ځانګړې جوازنامه اخسته نويواځې ديوفيرحق به ورکول کېده چې دخپلې خوښې حيوان ښکارکړي پدې شرط چې دغه حيوان حمل لرونکې نه وي ياکوچني بچي لرونکی نه وي.کله به چې غشی په نښه ولګيده اوذکرشوی حيوان به ووژل شونوښکارکونکی مکلف ووچې ذکرشوې روپۍ ورکړي.دې سيلانيانوبه خاص اوځانګړی ټکس ورکوو.دوۍ به دترانسپورتي،لارښوونيزه اوغذايي سهولتونوڅخه ګټه اخستله.په دغه ياده شوې ساحه کې ځينې تدبيرونه هم په نظرکې نيول شوي وولکه دخيمولګول چې نړيوال معياريې درلود،لاسي صنايع ،مارکېټونه اوهوټلونه ديادولووړدي سيلانيانوبه چې ددغه امکاناتوڅخه ګټه اخستله نومکلف ووچې مصارف ورکړي.دغې ساتل شوې ساحې لپاره جمهوري ګارډ ګمارل شوی وو. ددوۍ مسؤليت داووچې غيرمسؤل اشخاصودښکاراومداخلې څخه مخنيوی، دحيواناتو د څړځايونوتخريب اودنباتي فرش دقطعه کولومخنيوی وکړي. دمحمدداودخان دسلطنت پرمهال په ۱۳۵۵ هـ ش کال کې مخکني پاچا چې کومه ۲۰۰ هکتاره ځمکه په شخصي پيسواخستې وه رسماًاجردرې پورې وتړل شوه.بدبختانه دپخواني حکومت په له مينځه تللواوداخلي جنګونوپه وجه دغه ساحه چې دښه ايکولوژيکي اهميت لرونکې وه هيره کړی شوه اداره اوتنظيم يې دمشکلاتوسره مخ شو اوبلاخره . دساتنې دمشاهداتي ټيم دمطالعې په اساس چې دافغانستان چاپېريال ساتنې ادارې(SEA)په چوکاټ کې په ۱۳۷۸،۱۳۷۹ او۱۳۸۰ کلونوکې څېړنه وکړه داجرپه دره کې دټيټې کچې نباتي فرش څخه نيولې ترلويوونواووحشي حيوانات پورې چې دلته موجودوودخطرسره مخامخ شوي وو.چې په راتلونکي کې به دبيا راستنيدونکوخلکوپه استوګن ځايونوبدل شي. داجرسيندخواته هغه ساحې چې داجيردرې شاوخواکې واقع دي په ايکالوژيکې ډول دنوروافغاني څړځايونوپه پرتله ارامه دي اوددې ساحې زيات نفوس غرنی دی . داجردره په مجله کې دوحشي ژووداوسيدوځاي په توګه په ۱۹۷۷م کال دجون په مياشت کې (FAO 1981) تثبيت او(IUCN) نړۍ دساتل شووسيموپه ډاټابيس کې دساتل شووسيموپه څلورمه کټګورۍ کې په رسميت پيژندل شوې ده .خوښکاره يې کړه چې کوم رسمي سنددارې په سوابقودټاکلوپولودساتلولپاره موجودندی. په ۱۹۷۷م کې shan ketoal پيشنهادوکړچې داساتل شوې ساحه دې په اټکلي ډول باندې ۵۰۰۰۰ هکتاره شامله شي ليکن دنړۍ دساتل شووسيموډاټابيس۴۰۰۰۰ هکتاره لست کړه . په (۲۰۰۶ م) کال کې WCS داجردرې په اړه يوه ځمکنۍ سروې کړې وه اومحلي ټولنوسره يې کارکړی ووترڅودغه سيمه دوحشي حيواناتوقانوني ساتنځاې په حېث وپيژني .

داجردرې حيوانات اونباتات[سمول]

Capra ibex غرنی وزه،اوپه کمه اندازه کوچني پسونه يعنې Ovis orientalis ،اوغژګاو لکه Bos grunniens ،باختري هوسۍ Cervus elaphus څخه د۱۹۷۰ م پېړۍ په مينځ د FAOموسسې کارکونکوپه تخميني ډول د دCapra ibex شميردحقيقي سروې په اساس ۲۳۵۰ ښودلی وو مګردځايي ښکاردنظرپه اساس دغه شمير۵۰۰۰ ښودل شوی وو ،urial په ډېره کمه اندازه پيداکېدل مګرکوم معين نفوس يې ندی ښودل شوی ،Bactrian deer په کال( ۱۹۵۵ م) کې ددرقت دجبوڅخه معرفي شوي ووکوم چې داموسيند په غاړه دی داپه (۱۹۷۶ م) کال کې ۲۶ حيوانات اودحيواناتونورزيات مختلف ډولونه کوم چې د FAOسټاف په بل ځاي مرکزي هندوکش کې

ليدلي وو لکه

عام پړانګ ((Panthera pardus،تورغوږی (Lynx lynx)،لېوه (Canis lupus)، ګيدړه (Vulpes vulpes)، داوبوپيشو(Lutra lutra) يوډول داوبوژوی دی چې ماهيان خوري،تورلمی (Martes foina)،

چې دغه ټول په ساتل شوې ساحه کې پيداشو خوخلکوکوم اټکل ددوۍ په لاسته راوړلوکې نه وکړي. نباتي پوښښ shrub،Juniper

Shrubs Juniper

داجردرې اوسنی حالت[سمول]

دوحشيانه اوزيات ښکارله امله پدغه سيمه کې ۱۰۰ـــ۲۰۰  پورې  ibex  وزې پاتې وو، باختري هوسۍ، پړانګ اوغژګاوپدغه سيمه کې له مينځه تللي دي اوUrial پکې ډيرکم پاتې دي .اوس يواځې يوه کورنۍ دچلتان جهيل دپاسه اوسيږي اوکمه دکروړځمکه يې دپاسه پرته ده ليکن دغه ټوله ساحه يوځلې بيادروندڅړلري چې اوبختې  او بوټي لري .دشاهي ښکارماڼۍ کومه چې اميرحبيب الله خان جوړه کړې وه دجنګ په وخت کې ويجاړه شوې ده اوشاهي ملکېت زورواکانونيولی دی .

په وروستيووختونوکې دوچکالۍ په وجه جوزاري سيند وچ شو. ۵۰ کاله لاس نه وهل شوې سيمې دلته موجودې وې چې دوخت په تيريدواودجنګونوپه پيل سره يې کنټرول ددولت له لاسه اووته اوتخريب شوې.دهغه معلوماتوپه اساس چې دافغانستان چاپېريال ساتنې ادارې په اخروکلونوکې سرته رسولي معلومه کړه هغه سيمې چې دانسانانواوحيواناتودمزاحمت نه لرې وې اوپه کمه اندازه په خپل حال پاتې دي هلته دوحشي حيواناتوژوندپه لوړوسطحوکې موجوددی . په اجردره کې چې ظاهرشاه په ۱۹۵۰ م کال کې دغوغاساردرې په خوله کې کوم تعميرجوړکړی ووهغه هم له مېنځه تللی اودبرق دستګايې هم خرابه شوې اووسايل يې لوټ شوي دي.

داجردرې انځورونه کول حشمت خان داوبومرغانوپناځاې

دکول حشمت خان موقعيت[سمول]

دادکابل سهېل لويديځه برخه کې موقيت لري کول حشمت خان دنل بوټوپواسطه پوښل شوی جهيل دی . دکول حشمت خان ګردچاپېره تاريخي ځايونه موقعيت لري لکه دلطيف باغ چې دجهيل په شمال لويديځ کې موقعيت لري،دجابرانصاري زيارت کوم چې ۶۴۵ م کال کې جوړشوی دی اودجبارانصاردولي هديره موجوده ده اوشمال لويديځ لورته يې بالاحصارپروت دی. په اصل کې کول حشمت خان يوه پراخه جبه ناکه ځمکه وه چې دلوګردسيندنه پيداشوې وه. رحيم اولارسن په ۱۹۷۸ م کال کې يواځې دولس کورونه دجهيل په ختيځه برخه اودکابل ګردېزلارې ترمنځ ثبت کړل .دتاريخي پلوه کول حشمت خان دلوګرسينددپراخه حبودسستم يوه برخه ده . رحيم اولارسن په ۱۹۷۸ م کال کې راپورکړه چې داجهيل ۱۹۰ هکتاره اندازه لري اوداوړي په مياشتوکې نږدې وچ وي.

دکول حشمت خان تاريخچه[سمول]

په لومړيوکې دمغلوکورنۍ دې سيمې سره ډيره علاقه درلودله په ساتنه کې په يې ډېره ونډه اخستله دلومړي ځل لپاره په ۱۶ ميلادي پيړۍ کې دمغل شاهنشاه بابرشاه په يادښتونوکې يادشوی وو البته په. اميرعبدالرحمن داسيمه د۱۸۸۰ـــ ۱۹۰۱ کال پورې دشاهي ښکارلپاره استعمالوله .دهغې نه وروسته دهغې ځاې ناستي اميرحبيب الله خان ۱۹۰۱ ـــ ۱۹۱۹ م کلونوترمينځ دجهيل جنوب ختيځه غاړه کې يوه قلعه چې (قلعه حشمت خان ) دميلمستون اودښکارلپار ه دجونګړې په ډول جوړکړ .هغې همدارنګه يومستقيم دخښتوسر ک نوموړې قلعه ته پورته کړه.                   په( ۱۹۳۰ م)لسيزه کې شاه ظاهر شاه داساحه داوبودمرغانودساتنې دځاې په توګه اعلان کړه اودساتنې لپاره يې يوه شاهي چوڼۍ جوړه کړې وه.په ۱۹۷۳ م کال کې کول حشمت خان دجمهوريت دګارډ دساتنې لاندې راغی .

درامسردکانفرانس دجوړېدونه وروسته داسيمه دافغانستان طبيعي بډايه سيمو په قطارکې حساب شوې ده. ددې دساتنې لپاره لازمي تخنيکي مشورې ورکړل شوې دي. پدې ځاې کې داوبوددرمواودتپوموجوديت ددې جهيل په غاړه کې ددې سيمې ښکلانوره هم زياته کړې ده .ددې ساحې بل ايکولوژيکې صنعت اوتاريخي لرغونتوب پدې کې دی چې داساحه داوبود مرغانو دپناځاې په توګه اعلان شوی دی ددې لپاره دجدي ساتنيزوتدابيروته اړتيالري. درحيم اولارسن (۱۹۷۸م کال )مطابق دا جهيل په خاصه توګه ددولت ملکيت وو .په۱۹۷۰ لسيزه کې اودرياست جمهوري دتشريفاتودڅانګې لخوا اداره کيده. هغه ځمکې چې دجهيل په شمالي برخه کې موجودې وې ځايي اوسيدونکوپه ملکېت کې وې. خودشاوخواځمکوملکيت راجسترشوی نه وو.

دکول حشمت خان حيوانات اونباتات[سمول]

دکول حشمت خان سيمې نباتات اوحيوانات دهغې په جوړښت اوجغرافيوي موقعيت پورې خاص دی .ددې جهيل نباتات اوبه خوښونکې دي چې درمې يې(Phragmites australis)دښکاره نباتاتوڅخه دي .چې په کال کې زرګونه داوبومرغان په هغې کې ځالې جوړوي اواونسل ګيري پکې کوي. هغه مهاجرمرغان چې مخکې پدې ساحه کې ليدل شوي دي عبارت دي له :ډينګان ،زاڼې(Grus leucogeranus)،حسيني ډينګان(Phoenicoplerus ruber)، اوقطان (Recruvirostra avosetta) اوپه زرګونه نورې نوعې دمرغانومګر اوس پدې ساحه دکمو مرغانوڅخه پرته نورنه ليدل کېږي.هغه څېړنوپه اساس چې دافغانستان دژونددچاپېريال ساتنې دارې لخواپه ۱۳۸۲ــــ۱۳۷۸ هـ ش کلونوکې شوې وه دګوتوپه شمار مرغانو پرته نورپدې سيمه کې ندي پاتې ددې راپورپه اساس په پسرلي کې يوتعدادمرغان دلته استوګنه کوي چې په بې رحمانه ډول ښکارکېږي، خوړل کېږي اويابازارته دخرڅلاولپاره وړاندې کېږي.

===دکول حشمت خان اوسنی وضعيت=== 

کول حشمت خان اوږده کلونه ښکلاپه خپل ځان کې درلوده .چې په قراره قراره دښاردنفوس دزياتوالي له وجې اودچاپېريال ساتنې دميکانيزم دنه موجوديت له امله داسيمه دضربولاندې راغله اوورځ په زياتېدويې شکل تغيراوتخربيږي . دادنړۍ په کچه داوبودمرغانولپاره پناځاې پېژندل شوی وودې دکابل ښارپه جنوب برخه کې موقعيت درلوده او۱۹۱هکتاره مساحت يې درلود.دشمال څخه دبالاحصار،شرق څخه دکابل ګردېزلارې،اوجنوب څخه دشېردغره دروازه او لويديځ څخه دقلا حشمت خان پواسطه احاطه شوی وو. داوبومنبع يې دلوګرسينددی.چې دويالې اوبندله لارې چې يووخت کې داساحه دشاهي ښکارځاې وودې ساحې ته راتللې .اوس مهال دابندپه بدحالت کې قرارلري اوبنديې له مينځه تللی دی ددې وړوکې جهيل دتخريب عوامل ډيردي چې دهغې د جملې څخه دقوانينونشتوالي ،مزاحمت،بې رحمانه ښکار، ملکېت غصبول ، ددرموونو قطعه کول،نباتي فرش ختمول اوپه خپل سردکورونوجوړول هغه عوامل دي چې ددې په ورانۍ کې يې ډېره ونډه اخستی دی .داوسني اومخکېنيوحکومتونودپوره پام لرنې نه شتون، دنړيوالو سازمانونونه پاملرنه اوپه مختلفومحيطي تړونونوکې دافغانستان ګډون ته نظرنه کول اوهمدارنګه دهيوادايکوسستم ته نه پاملرنه هم ددې دتخريب دعواملوڅخه دي . ددې ساحې نباتات عموماً قطع اوخرڅ شوي دي .ددرموسوداګرودادرمې دخښتوپه بټيوکې دسوزولو اودکورونو پټولوپه موخه پلورلي دي. په عامه توګه دوچکاليواودنه باران دموجوديت له امله دکول حشمت خان ډنډ وچ شو.چې ددغې وچکالۍ نه فرصت طلبوخلکوفايده واخسته اودغه ملکېتونه يې غصب کړل اوپه خپل سريې پکې کورونه جوړکړل .نباتي منابع يې تخريب کړې اوحيوانات يې پکې په خپل سرڅرولوته پرېخودل .

دناوردښته داوبومرغانوپناځاې اودناورددښتې موقعيت[سمول]

دا دښته دغزني ولايت شمال غربي لورې ته ۵۵ کيلومترۍ کې موقيعيت لري. داوبه لرونکې ساحې پراخوالی يې ۳۵۰۰ هکتاره ته رسيږي، ساتل شوې سيمه يې ۷۵۰۰ هکتاره محاسبه شوېده ،مجموعي دشتيز اوهموار ساحه يې ۷۰۰۰ هکټاره اټکل شوې ده. د ناور دښته ۳۲۰۰ متره دبحر سطحې څخه ارتفاع لري. معتدل اوړی اويخ ژمی لري .دنارددښتې اوبه لرونکې ساحه يو طبيعي مالګين جهيل تشکېلوي چې منځنۍ برخه يې پراخه دښته چې ۳۲۰۰ متره ارتفاع کې د هندوکش د لړيو په اطرافو کې موقيعيت لري واقع ده . دادښته دقندهاراوغزني سرک دمقرپه منطقه کې په دوه برخوتقسيموي .ناور دښته د لوړوهموارو ساحو څخه ده چې تقريباً ۴۰ کېلومتره د شمال نه جنوب په لور او۱۵ کېلومتره د شرق نه غرب په لور د باباغره او هندوکش لړيو تر منځ موقيعيت لري دا ساحه څلورو خواوو نه د غرونو پواسطه چې لوړې څوکې يې ۴۸۰۰ متره ته رسيږي رانيول شوې ده. اوبه لرونکې مالګيني ساحې يې ۳۵۰۰ هکتاره ځمکه نيولې ده، ددې جهيل اوږدوالی ۱۴کېلومتره او پلنوالی يې ۳ کېلومتره دی. او څلويښتو وړو تپو څخه چې مختلف سايزونه لري( ۳۵ مترمربع څخه تر۵۰۰ مترمربع پوري تشکيل شوی دی) د اوبو ظرفيت يې د پسرلي په لومړيو کې ۲۰۰۰۰۰۰ مترمکعب او د پسرلي په وروستيو کې او اوړي کې دوه ميليونه مترمکعب محاسبه شوی دی. ځينې برخې يې په ژمي کې وچې وي .ددي جهيل د اوبو سرچېنې د شاوخوا غرونو ويلې شوې واورې اوچېني دي چې اوړی يې ګرم او ژمی يې وچ او يخ وي د کلني اورښت منځنۍ اندازه يي ۱۴۰ ملي متره ده چې ۲۰ کېلومتره د جهيل نه فاصله لري ددې اوبو ۷۰ سلنه يې د ويلي شوو واورو څخه ده د کال په زياتو وختونو کې د حرارت درجه ټيټه وي يواځې د کال په درې مياشتو کې لوړه او حرارت يې يخ او کنګل سطحې نه بره وي تر څو چې وچ شوی نه وي دغه جهيل کنګل اوپه ژمي کې يې مخ په واوروپټ وي . د ناور دښته دحسيني ډينګانو د نسلي توليد او اوبو مهاجرو مرغانودتم ځاې يواځينۍ ساحه په نړۍ کې پيژندل شوې ده.داجهيل په ۱۳۵۳ ه ش کال چې ۱۹۷۹ م کال سره سمون لري د اوبو مرغانود پناه ځاې په توګه اعلان شوی دی. څرنګه چې يو پناه ځاي ضرورت ورته لري د هغې په ساتنه کې جدي اوعملي کړنو صورت ندی نيولی . د دغې جهيل ټيټه سطحه عالي الجيانو چې د characebia فاميل پورې اړه لري تشکېل کړې ده. مټه لرونکې ساحه يې غاړو ته شتون لرې صرف بهرنۍ غاړې يې يواځې ټيټې ونې لري او نباتي فرش نلري غاړو ته يې همواره ساحه لري د لويو مرغانو ټيټ قدي بوټي لري .دا يوه دولتي سيمه ده کوچي اونيمه کوچي قومونه ورڅخه د څړځاې په توګه ګټه اخلي .

دناورددښتې تاريخچه[سمول]

د ناور دښته په ۱۳۵۰ ه ش کال کې تشکيل او د ځنګلاتو او څړځايونو د رياست په پيشنهاد او درئيس جمهور د فرمان په اساس په ۱۳۵۷ ه ش کال د ساتل شوې ساحې په توګه د حسيني ډينګانو او د اوبو د مرغانو د پناه ځاې په توګه اعلان شو. چې دساتل شوې ساحې پراخوالی يې په مجموعي ۷۰۵۰هکتارو ته رسيږي .د وروستيو څېړونو په اساس معلومه شوې چې دلته معياري ساتنيزو اقداماتو صورت نيولی .ساتل شوې ساحه يې جهيل او د هغې شاوخوا يو کيلو متر سيمه ده. د رونالدپتوکز او خوشحال حبيبي څيړنې وروسته چې په دغه ساحه کې يې سرته رسولي يو تعداد سپارښتنې او د ساتنې لارې يې د وخت اړونده ادارو ته سپارلي دي. د افغانستان چاپېريال ساتني اداره لومړۍ اداره ده چې ۲۵ کاله وروسته د وري اولړم په مياشتو کې ۱۳۷۸ـــــ۱۳۸۱ ه ش کال پورې پدې ساحه کې چې کومې څېړنې سرته رسولي دي ددې سيمې اوسني وضيعيت او د وحشي مرغانو ژونديې پکې مشاهده کړی. داجهيل په ۱۳۵۳ ه ش کال چې ۱۹۷۹ م کال سره سمون لري د اوبو مرغانود پناه ځاې په توګه اعلان شوی دی څرنګه چې يو پناه ځاي ضرورت ورته لري د هغې په ساتنه کې جدي اوعملي اقداماتولاتراوسه صورت ندی نيولی . پدې دښته کې يوداوبوبندپه کال ۲۰۰۵ م کې دغزني ولايت دبيارغونې ډلې لخواجوړشوچې 500m.150m.12mحجم يې درلود. په ۲۰۰۶ م کال کې دغزني ولايت دبيارغونې ټيم لخوادفضک ددرې په لوړسرباندې يوه داوبوذخيره جوړه شوه چې داوبواندازه يې 424000m3 اته رسيده ددغه ټولواوبوڅخه اوس مهال کانالونو پواسطه دابيارۍ لپاره په محلي ساحوکې استفاده کېږي اوپه ډېره اندازه دناوردښتې ته نه ځي.د۱۹۷۰ـــــ ۱۹۷۷ مکلونوپورې داساحه دډينګانو دنسل دتوليدلپاره په نړۍ کې ترټولومهمه ساحه وپيژندل شوه . د ناور دښتې اجتماعي او ټولنيز ارزښت د نوار دښته د مهمو توپوګرافي او طبيعي ساحو څخه ده چې جالبه منظره تشکيلوي. پدې سيمه کې د بودايانو څو غارونه او نښې ليدل کېږي چې د فرهنګي ارزښت نماينده ګي کوي .دې سيمه کې د اصلي اوسيدونکو يو تعداد فاميلونو موجوديت او د هغوۍ حيواني ناياب توليدات ددې باعث شوي دي کله چې زيات شميرننداره چيان په لمريزو ورځو کې دغو سيمو ته ورځي اوهلته وخت تيروي .

دناورددښتې نباتات اوحيوانات[سمول]

د نوار دښته په نړۍ کې د حسيني ډينګانو د توليد د لويو ساحو څخه ده .د لومړي ځل لپاره دغه ډينګانو په اړه مغلي کورنۍ او وروسته په ۱۳۴۸ه ش کال کې ،د کلاچېنکوب او مادل لخوا او په ۱۳۵۰ او ۱۳۷۰ ه ش کلونو کې د افغانستان چاپېريال ساتني ادارې پواسطه راپور ورکړ شوی دی.د مرغانو د نسل توليد هر کال پدې ساحه کې رامنځته کېږې نور ډېر مرغان هم پدې ساحه کې خپل نسل توليدوي په مخکني کلونو کې ۲۱ ډوله مختلف مرغان پدې ساحه کې کتل شوي دي اما د افغانستان چاپېريال ساتنې ادارې اخرني کلونو د څيړنو په اساس دغه تعداد اوس کم شوی دی او يو تعداد د اوبو مرغانو او مرغيو خپل د مهاجرت مسير ته بدلون ورکړی دی .ددې پرته يو تعداد تې لرونکې حيوانات او خزنده ګان هم پدې ساحه کې ليدل شوي دي چې خرمايي مږې(Allactage williamsi)،سمساره ،ګيدړ(Vulpes vulpes)،شرمخ(Canis lupus)،شکوڼ او سرې ګيدړې د دغه ښکاره حيواناتو د ډلې څخه دي ماهيان پدې جهيل کې وجود نلرې مګر ابي خزنده ګان پکې ليدل شوي دي .

Klockenhoff اوMadel په ۱۹۷۰ کال کې اوShank& rodenberg په ۱۹۷۷ کال کې دلته دلاندې مرغانونسل ګيري ريکارډکړې ده   Redshanks (Tringa tetanus) ،Common terns (Sterna hirundo)،  Greater sand Plovers(Charadrius leschenaultia)
  

دناوردښتې اوسنی وضعيت[سمول]

د اهلي حيواناتو څرول او د کورنيو مداخلې او هغه فاميلونه چې پدې غاړه کې ژوند کوي چې د هغې مداخلې ددې سيمې د تخريبېدو باعث شوي دي. ددې نه علاوه کال کې پکې د مرغانو بې رحمانه ښکار کول او د مرغانو هګيو راجمع کول هم ټول هغه عوامل دي چې ددې ساحې په تخريب کې ونډه لري .په وروستيو کلونو کې د ښکاريانو تعداد زيات شوی دی د ناور ولسوالۍ ځينې مسافر چې ختيځ طرف ته اوسيږي هغوۍ ددې ساحې د مرغانو په مزاحمت کې برخه اخلي .

اب استاده داوبومرغانوپناځاي اوداب استاده موقعيت[سمول]

اب استاده مالګين جهيل دغزني ولايت دناوه ولسوالۍ په 30kmجنوب شرق نه دمقرولسوالۍ کې دپغمان اوبابادغرونوپه لمن کې موقعيت لري. اب استاده په مجموعي توګه ۱۳۰۰۰هکتاره مساحت لري. دبحردسطحې څخه ارتفاع يې 2100m ده اب استاده په پسرلي کې تقريباً داوبومرغانود۶۶ نوعوداوسېدوځاې دی .

داب استاده تاريخچه[سمول]

دې ساحې دمغلودحکمرانۍ په وخت کې اهميت پيداکړه .بابرشاه اول کس ووچې ۱۳۹۳ـــ ۱۵۳۰ کلونوکې يې ۲۰۰۰ ډينګان پدې ساحه کې په خپل ياداشت کې ذکرکړه نوموړي وويل چې زيات تعدادداوبومرغان پدې ساحه کې نسل ګيري کوي.دهغې نه وروسته زياتومتخصيصينوپدې ساحه کې تحقيقات اومعلومات وکړل چې دهغوۍ دجملې څخه اخترپه ۱۹۴۷م،پلوران ۱۹۵۹م،نيرمايرد۱۹۷۰ ـــ ۱۹۷۱م،رونالدپتوکزاوخوشحال حبيبي۱۹۷۵م،دچاپېريال ساتنې رضاکارانه انجمن۱۹۹۶م،دافغانستان دچاپېريال ساتنې دتحفظ ادارې۱۹۹۸ ـــ ۱۹۹۹م،په ۱۹۹۹مکال کې احمدخان اوبياهم په دچاپېريال ساتنې دتحفظ ادارې۲۰۰۱ م ـــ ۲۰۰۲ م ديادولووړدي. دتحفظي تدابيروپه رڼاکې په اب استاده باندې دايران درامسرپه کانفرانس کې دنړيوالو جهيلونواوجبه زاروساحوپه کانفراس کې تاکېدشوی ووچې داوبودمرغانودپناځاې په توګه وپېژندل شي.افغانستان حکومت ته يې دساتنې په موخه ځانګړي وړانديزونه په نظرکې نيولي وو.چې نه نړيواله ټولنه اونه حکومت ددې دساتنې په اړه بريالي شول. اب استاده په ۱۳۵۳ ه ش کال کې ددحسيني ډينګانواوداوبومرغانودپناځاې په توګه اعلان شوی وو. دافغانستان دځنګلاتواودکرنيزوڅړځايونورياست څلورساتونکې په سيمه کې ګمارلي وواوپدې تړاوويې لاسته راوړنې هم لرلې.

داب استاده حيوانات اونباتات[سمول]

اب استاده په پسرلي کې تقريباً داوبومرغانود۶۶ نوعوداوسېدوځاې دی.دولاړواوبواودتپوپه غاړه يوه اندازه پخواني بوټي موجوددي چې لنډ قدي سفيداريې دښکاره دبوټوڅخه شميرل کېږي،مرغابۍ اودنوروسيمومهاجرمرغان هم پکې ليدل کېږي.دخان د۲۰۰۲ م کال راپورپه اساس په اب استاده کې اودهغې چارچاپېره د۱۲۲نوعو داوبودمرغانو داوسيدو ځايونه موجودوو.ددې جهيل اهميت په ډېروغټوډينګانو(Phoenicoplerus ruber)کې دی کوم چې دلته موجودوټاپوګانوکې نسل ګيري کوي .کله چې دمارچ په اخر اودافرېل په اولوکې داوبو سطحه اوچته وي داډينګان راځي اوکله چې دسپتمبرپه اخرواواکتوبرپه اولوکې داوبوسطحه ټيټه وي بېرته ځي .اب استاده په يووخت کې دسايبريايي Crane(زاڼو)(Grus leucogeranus) لپاره يومهم دمه ځاې بلل کېده .

 کوچني ډينګان (Phoenicopterus ruber) ، سايبرياي زاڼې (Grus leucogeranus)، يوقسم ډنګ دی (Recruvirostra avosetta)، چوب پا (Himantopus himantopus)، کاکائي صورتي (Larus genei)، (Gelochelidon nilotica)،  تنجه (Tadorna tadorna)،  سليم شني (Charadrius leschenaultia)

داب استاده اوسنی وضعيت[سمول]

دجنګونوپه پېل سره داساحه له ياده اووته اودچاپېريال ساتنې پروګرامونه پکې دکمښت سره مخ شول چې دوخت په تېرېدوسره نه يواځې بيولوژيکې بدلونونه پکې راغلل بلکه له فزيکې لحاظ له خرابۍ سره مخ شوه . په وروستيوڅوکلونوکې هم له وچکالۍ له امله پوره وچ شوچې په پايله کې يې ابي اومهاجر مرغانو داساحه پرېخوده اونوروځايونوته مهاجرشول دهجرت لارو اونسل ګيرۍ ځاې ته يې تغيرورکړه. البته ددې جهيل اوبه تروې اومالګې لرنکې وې .وچوالی يې ددې سبب شوچې مالګين رسوبات ددې جهيل په مينځ کې وچ شول اودموسمي بادونوله امله په هواکې خواره شول چې ددې له امله دمقرپه ولسوالۍ اوددې شاوخوا سيمې زيانمنې شوې .دافغانستان دچاپېريال ساتنې ادارې مشاهداتي ټيم دارزيابۍ په اساس يوه اندازه ميوه دارې اودبادامو ونې پدې سيمه کې وچې شوې چې دخلکواقتصادته ژوره ضربه ورسوله .ديادولووړده که چېرته اب استاده نورهم وچوالی پيداکړي نوددغې ځاې نورې منطقې به هم په امن کې پاتې نه شي.

دهامون پوزاک او موقعيت یی[سمول]

هامون پوزاک دافغانستان غربي ساحوکې دايران سره په پوله دسستان په ډنډونوکې موقعيت لري. تقريباً دفراه اونيمروزولايت نهkm ۱۰۰ کېلومتره فاصله لري UNEP 2006 کال راپورپه اساس . دهامون پوزاک زياته برخه په افغانستان کې ده چې په تخميني ډول يې ۱۴۵۳ کېلومترمربع ساحه په افغانستان کې او۶۱کېلومتره مربع ساحه يې په ايران کې ده.

دبحردسطحې څخه يې لوړالی m۴۷۵ متره ته رسيږي.دسطحي اوبوپراخه ساحې لري چې په دايمي اوموسمي ډول دسستان په حوزه کې دايران ترسرحده پورې جبې پکې شتون لري. داداوبودمرغانو او دمهاجرمرغانودنسل ګيرۍ لپاره يوه مهمه ژمنۍ ساحه ده .هامون پوزاکپوزاک ددرې جهيل دخوږو اوبوڅخه جوړشوی دی چې دايران په سرحدکې موقعيت لري.ددې جهيل داوبومنبع دخاشرود اوهلمندسينددی چې دبابا دغرونولړيوپه مينځ کې،پغمان اوسياه بندسيمې نه چې مرکزي اوشمال شرقي لوړوساحوکې قرارلري .

ددې جهيل زياته برخه ۳۵۰۰هکتاره دنيمروزپه ولايت کې ده ،غربي برخې يې ۱۴۹۰۰ هکتاروته رسيږي دافغانستان په سستان اودايران په سستان کې قرارلري.دا جهيل ټول سطحي دی چې ژوروالی يې له ۴ متروڅخه زيات ندی.داجهيل په اوړي کې وچ وي اوپه ژمي کې دواورې دويلي کېدونه وروسته يې اوبه زياتيږي .په ۱۳۴۰ ه ش کال کې دهلمند په سيندباندې دکجکې بندجوړېدو اوموسمي بارانواو واورو دتغيرسره سره بياهم ددې درې ساحو داوبودلوړوالي ظرفيت دځان سره ساتلی دی.همدارنګه په ۱۹۷۰ لسيزه کې کله چې اقليمي لوندوالی موجودووپدې ساحه کې اوبوجريان درلود.دهامو ن اقليم ګرم اووچ ووچې په جدي مياشت کې به يې دحرارت درجه ۱۵ــ ۲۰ درجې دسانتي ګراد پورې اټکل کېده .منځنۍ درجه دحرارت يې دژمي په مينځ کې دصفرنه ټيټه اومنځنی اورښت يې په اوړي کې ۱۰۰ ملي مترته رسيږي.

دهامون پوزاک تاريخچه[سمول]

دهامون پوزاکساحه په مخکنيوکلونوکې تشخيص شوې اوتصميم پدې نيول شوی وو چې داساحه ساتل شوې سيمه اعلان شي مګرپه حقيقت کې ددې بله برخه چې په ايران کې موقعيت لري درامسردکانفرانس دسپارښتنې په اساس په (۱۹۷۵ م )کال دجون په مياشت دساتل شوې ساحې په توګه اعلان شوه. رونالدپتوکزچې دچاپېريال ساتنې دبخش دهمکارانوڅخه ووپه ۱۳۵۱ه ش کال کې سپارښتنه وکړه چې په اينده کې دې ددې جهيل په غاړه کې داستوګنې مخه ونيول شي اودساتنې لپاره يې وګړي وګمارل شي ترڅودمرغانواودهغې دنسل ګيرۍ په وړاندې موجودګواښونه له مينځه يوړل شي . IUCNدنړۍ دساتل شووسيمونړيوال ډاټابيس کې هامون پوزاک په ӀVکټګورۍ کې داوبو دمرغانو داوسېدودځاې په توګه شامل کړی دی . که څه هم دافغانستان ددولت لخواپېژندل شوی ندی اوياهم په رسمي جريده کې ندی راغلی اورسمي سرحدات يې هم تعين شوي ندي . داساحه په ۱۹۸۱ م کال کې دSayerاوVanderzonلخوادملي پارک لپاره پيشنهادشوې وه .

دهامون پوزاک حيوانات اونباتات[سمول]

Tall reeds(Phragmites australis ) (نل بوټو)په اساس ډېره مشهوره ساحه ده.

                                                                     ددرمـــــــــــــــوونې    

د ۱۹۷۶م کال دجنوري په مياشت کې دپتوکزدراپورپه اساس پکې( ۳۷۵۰۰۰ )داوبومرغان شميرل شوي وو.


دهامون پوزاک اوسنی وضعيت[سمول]

مخکې کلونوکې شمېربلوڅ کورنۍ چې د هامون پوزاک په اطرافوکې يې ژوندکاوه چې تعداديې مخ په زياتيدووچې اقتصاديې د رموپه لرلو،ماهيانونيولواودرموقطعه کولوولاړوو.همدارنګه دمرغانوښکارپکې له مخکې څخه روان ووچې دزهرجنوبارودي ټوپکونوڅخه به پکې استفاده کېدله. مزاحمت اوتهديدپه دې ساحه کې ورځ په ورځ زيات شو،سېلاب دکنټرول پروژې اودابيارۍ سستم په افغانستان اوايران کې ددې باعث شوچې داوبوجريان دې جهيلونوته کم کړي خصوصاً په هغه کلونوکې چې د باران اوسط پکې کم وو . ددې پرته د۱۳۷۰ هـ ش کال په پسرلي کې دهغه طغياني سيلاب له امله ،چې دهلمندپه سينددکجکي بندااوداوبوکنټرول نورسستمونه يې تخريب کړل ددې جهيل پراخوالی نورهم زيات کړه . دايران په پولوکې وروستيو پرمختياوواودابيارۍ لوي کانالونه چې اوبه يې په بشپړه توګه دهلمند سينداودهغې دمرستيالانوڅخه اخستل کېږي. همدارنګه داوبودذخيروجوړښت چې دزابل په ختيځودشتوکې چې دهغې اوبه دهلمندسينددپريان نه سرچېنه اخلي ددې باعث شول چې هامون پوزاک تخريب کړي. همدارنګه هرکال ددرموډيره ساحه دڅړځايونودجوړولوپه خاطرسوځول کېږي.

دنورستان وړانديزشوي ملي پارک او موقعيت=[سمول]

نورستان ملي پارک په توګه وړانديز شوې سيمه د لغمان نورستان او د کنړ نورستان په مرکزکې دپارون اوکانټيواوپه دروکې پرته ده. د نورستان  وړانديزشوی ملي پارک  د بحر د سطحې څخه ټيټه ارتفاع ۴۸۷۶ متره او لوړه ارتفاع يې ۶۲۹۳ متره ده . اودعرض البلدپه 360درجو34دقيقواو43 ثانيوکې شمال لورې  ته موقعيت لري اودطول البلدپه 7o درجو، 50دقيقواو16ثانيو کې لويديځ لورې ته موقعيت لري.

دنورستان وړانديزشوي ملي پارک تاريخچه[سمول]

په ۱۹۸۱ م كال کې دSayer او Vanderzon په نومونودوه عالمانووړانديزوکړ چې په کنړاونورستان ولايتونوکې بايدنورستان ملي پارک تاسيس شي چې مرکزيې دپارون اوکانتيوادرې وې .دوۍ يوه نقشه تياره کړه چې دپارک تقريبي وړانديزشوې ساحه يې وښوده .ددې سيمې سترارزښت دمونسون تراغېزې لاندې هغه پراخه اوسالم ځنګلونه اوپه دغه ځنګلونوکې دموجودو انواعوبې مثاله ټولنې وې.ددې ترڅنګ دسيمه ييزودژونددوديزډول هم دډېرکلتوري ارزښت لرونکی دی .  په ۱۹۷۷م کال کې د Petocz او Larsson د دغې سيمې ايکولوژيکې سيستم تشريح کړ ، او د ادارې لپاره يې ورته سپارښتنې جوړې کړې . UNEP په ۲۰۰۳م کال کې  د نظري تجزيې او تحليل څخه وروسته تشريح کړه ، چې د نورستان ، ننګرهار ، لغمان او کنړ ۵۲٪ ځنګل د ۱۹۷۷- ۲۰۰۲م کلونو پورې د منځه تللي دي. 

WCS موسسه اوس مهال په نورستان کې دوحشي ژووپه اړه څېړنې ترسره کوي .چې په واوره کې دپلونواوپاتې شونودتشخيص اوکمره يي تلکونوله لارې ديوشمېرتې لرونکوانواعوهويت اوتوزېع تاييدکړې ده .دغه ملي پارک ترواوسه پورې هماغسې وړانديزشوی پاتې دی اوپه رسمي توګه منل شوی نه دی .

دنورستان ملي پارک حيوانات اونباتات[سمول]

 هماليايې توره يږه(Ursus thebitanus) ، مارخور (Capra facloneri)  واورين پړانګ (Uncia uncia) ،عام پړانګ(Panthera pardus)، تورغوږی (Lynx lynx)، Bنصواري يږه (Ursus arctos)،دختن هوسۍ (Moschus cupreus)هم پدې شاحه کې ليدل شوي دي .اوهمدارنګه Pallos cat (Octocolobus manul)،ځنګلي پيشو(Felis chaus)، وحشي پيشو (Felis sylvestris)،Ibex (Capra ibex )اوUrial (Ovis orientalis) هغه حيوانات دي چې په نورستان کې يې دموجوديت راپورورکړل شوی دی .

.

دنو رستان وړانديزشوي ملي پارک نباتات[سمول]

په 1977م کال کې Petocz اوLarsson دنورستان دنباتاتوداوسېدوځايونوپه اړه لاندې معلومات وړاندې کړل چې دنورستان نباتات مختلف ډولونه اوخصوصيات لري اوڅلورمختلف داوسېدوځايونه لري چې کوم چې مختلفوارتفاعاتو،رطوبت ،روښنايي اودخاورې بڼه لري. ۱ –Deciduous Forest پاڼه ريژي ځنګلونه لکه غوزانوځنګلونه(Jaglans ragia) چې د 1300_ 3000 متره ارتفاعاتوترمنځ واقع دي.همدارنګه د Birch (Betula kunarensis) ځنګلونه لوړوالی د3000m څخه لوړدی اوددروورشوګانې يې د2600_ 3200m ارتفاع پورې دي .

                          غوزانوځنګلونه                                           Birch                

۲ – Evergreen Forests دڅېړيوتل شنه ځنګلونه داځنګلونه د1300 _ 2500_ 2900m پورې واقع دي چې په روښناي اورطوبت باندې متکي دي.لکه د(Quercus baloot )په ټيټه ارتفاع اووچه ځمکه کې ،Quercus dilatata)په هغوخاوروکې چېرته چې رطوبت زيات وي واقع دي او(Quercus semecarpifolia)په لوړوزونونو کې دمخروطيانوکمربندونوغزيدلي دي.

Quercus baloot Quercus semecarpifolia Quercus dilatata ۳ – Coniferous Forests داځنګلونه په2500 _ 3300m ارتفاع کې موقعيت لري.چې Cedrus deodara) د2500__ 2800m ارتفاع کې پيداکيږي.دصنوبر(Abies webbiana) ځنګلونه په مخلوط شکل دجلغوري(Pinus gerardiana)،نښتر(Pinus wallichiana)اولمنځې ( Cedrus deodara) سره پيداکيږي.په ډېرولوړومنطقوکې يې داوبختېJuniper ځنګلونه دلوي تخريب څخه پاتي دي.


۴ – Alpine area دونودخطونوڅخه لوړتقريباً 3300m ارتفاع کې موقعيت لري .

L Alpine vegetation دنورستان وړانديزشوي ملي پارک اوسنی وضعيت دموجوده ژوودژوندترکيب په جنوبي مرکزي نورستان کې يوپراخه سروې اودچاپېريال پوهې ته ضرورت لري. ډېرزيات ښکارپه باره کې يوتصميم نيول شوی ووپه کوم کې چې دمارخور ژونددخطرسره مخ وو . په کوم ځايونوکې چې انسانانو ژوند شروع کړی دی دهغې ځاې څخه وحشي سوم لرونکي حيوانات په مکمل ډول ورک شوي دي

لوي پاميراو موقَعيت[سمول]

لوي پاميردافغانستان شمال ختيځ لورته دبدخشان ولايت دواخان په ولسوالۍ دپاميراودواخان دسيندپه مينځ کې دواخان دهلېزپه مرکزي برخه اودتاجکستان په سرحد باندې پروت دی.لوي پاميرغرنۍسيم ده چې ارتفاع يې6100m ده . دبحردسطحې څخه ۶۱۰۰ متره پورې لوړوالی لري.يوه اندازه دافغانستان دخاورې څخه دباندې واقع دی. لويديځ لوری په افغانستان کې پروت دی چې يخ دی .داسيمې کال په ډېرووختونوکې په وارورپوښلې وي اوسختې لارې لري.

دلوي پاميرتارېخچه[سمول]

دلوي پاميرسيمه دښکلومارکوپولوپسونوله امله ډېرزيات شهرت لري. دPetocz د 1978 م کال دراپورپه اساس په ۱۹۵۰ لسيزه کې ظاهرشاه امروکړ چې وحشي پوسونه دې دلوي پاميرپه يوه دره کې وساتل شي چې په ۱۹۷۰ لسيزه کې دساتل شوودروشمېرڅلوروته ورسېده چې ټوله ساحه يې 679km2 وه .په1973م کال کې د(Petocz 1978bپه اساس)Petocz په لوي پاميرکې ۵۰۰ دمارکوپولوپسونه وشمېرل . همدارنګه دافغان سيلانيانو سازمان لخواپکې په ۱۹۷۹ ـــ ۱۹۶۸م کلونوکې دسيلانيانودښکاريوپروګرام په برياليتوب سره پرمخ يووړل شو.لوي پاميرد۱۹۷۸ م کال رسمي جريده کې دوحشي ژونددزېرمه ځاې په توګه نشرشوی وو خواوس يې دخونديتوب مقام پرځاې ندی پاتې .

دلوي پاميرحيوانات اونباتات[سمول]

داسيمه دناشنا اوکاميابه وحشي ژووپناځايونه تشکېلوي اوزيات شمېروحشي بومي اومهاجرحيوانات هلته تګ راتګ اونسل ګيري کوي.دباختري حيواناتودډلې څخه يې پړانګ،نسواري غرڅه او۱۷ نوعې دوحشي حيواناتوچې پدې سيمه کې دنسل توليدکوي.داسيمه دښکلو مارکوپولو پسونو (Ovis ammon poli) له امله ډېره مشهوره ده .همدارنګه دمارکولوپسونونه علاوه نورژوي لکه نصواري يږه(Ursus arctos)،اسيايي ايبکس (Ibex siberica)ا،واورين پړانګ (Uncia uncial) ، تورغوږی(Lynx lynx) اولېوه (Canis lupus)هم په لوي پاميرکې پاتې دي .

دالپاين نباتات پکې حاکميت لري اوددې سره واښه اولوخه پکې په ټيټودروکې موقعيت لري.

Alpine vegetation

دلوي پاميراوسني وضعيت[سمول]

هغه ساحې چې دانساني اوطبعي مزاحمت نه لرې وې عموماًلاسوهنه پکې نده شوې. داساحه دموجوده اوسيدونکولخوانه استعماليږي .دوحشي حيواناتواونباتاتود اوسيدوځاې يې په ښه حالت کې دی اوپه مجموع کې يې دانساني استعمال په نتيجه کې ډېره زياته  ضربه نده ليدلې.
(UNEP 2003b)داوموندله چې مارکوپولوپسونه په ځانګړې توګه (ښځينه اوبچيان يې )دلوي پاميرپه لويديځوژمني څړځايونوکې دکورنيورموسره په زياته اندازه سيالي کوي. دUNEP ډلې دا هم وموندله چې دغه کورنۍ رمې ژمی دلته تيروي اوهغه څړځايونوته دپښولاندې کولوله لارې ډېر زيان اړولی کوم چې د4000 او4300 متره ارتفاع ترمنځ واقع دي .

دکوچني پاميراوموقعيت[سمول]

کوچنی پاميردافغانستان شمال ختيځ لورته دبدخشان ولايت دواخان په ولسوالۍ دواخان درې شرق په اخرکې ددوه غرونوڅخه تشکېل شوی دی.

دکوچني پامير تاريخچه[سمول]

کوچني پاميرکله هم  دساتل شوې سيمې حالت نه درلودخوپه ۱۹۷۳ م کال کې Petocz ۷۶۰ دمارکوپلوپسونه په کوچني پاميرکې دواغجيردرې پرته وليدل .UNEPټيم د(2003م )کال دکتنې په اساس دکوچني پاميرنفوس دلوي پاميرڅخه زيات دی .WCS بيالوژي پوهانوپه (2007م) کال کې 545دمارکوپولوپسونه په کوچني پاميرکې او106يې په واغجيرکې وليدل .WCS په نږدې وخت کې دمشرق په لورکوچني پامير250km2 ساحه په نښه اوپه اصلي ډول يې ساتل شوې ساحه  وټاکله .همدارنګه WCS پيشنهادوکړه چې کوچنی پاميراوواغجيردره دې په ساتل شووسيموکې داخله شي.

دکوچني پاميرحيوانات اونباتات[سمول]

WSC بيالوژي پوهانوپه 2007م  کال کې 545 د مارکوپولوپسونه په کوچني پاميرکې او106يې په واجرکې وليدل .ددې ساحې اودتاجکستان شايماک ساتل شوې سيمې ترمينځ کوم سرحد نشته اومارکوپولوپسونه پکې په ازادانه ډول تګ راتګ کوي. مارکوپولوپسونه ، . Ovis ammon)، نصواري يږه (Ursus arctos)اسيايي ايبکس (Ibex siberica) اوتورغوږی(Lynx lاودالپاين نباتات لرې Alpine vegetation

دکوچني پاميراوسني وضعيت[سمول]

هغه ساحې چې دانساني اوطبعي مزاحمت نه لرې وې عموماًلاسوهنه پکې نده شوې. داساحه سيمه ييزه کرغېز شپونکيانولخوانه ستعماليږي نولدې امله يې .دوحشي حيواناتواونباتاتود اوسيدوځاې په ښه حالت کې دی. دکوچني پاميراوتاجکستان دShaymak reserve ترمنځ کومه مانع وجودنلري چې له امله يې دمارکوپولوپسونه په ازادانه توګه اخوادېخواتګ راتګ کوي.

ددرقدساتل شوې سيمې موقعيت[سمول]

دادافغانستان دتخارولايت اړونده سيمه ده چې داموسيندپه مقابل لورې کې ده اودپله له لارې خلک ورته تګ راتګ کوي دامهال پکې ډېرخلک استوګن دي .په تخميني ډول ددې ساحې اوږدوالی 40km اوپراخوالی 20km ښودل شوی دی .

ددرقد تاريخچه[سمول]

ددرقت سيمه څه وخت لپاره په ۲۰ م پېړۍ کې دشاهي ښکارلپاره دځېرمه ځاې په توګه وړانديزشوې وه اودځکې څخه په استفادې يې بندېزلګول شوی وو .داسيمه Sayer اوVonderzon په ۱۹۸۱ م کال کې دوحشي ژوند اودطبيعت ساتنې په منظور پيشنهادکړه. خوبياهم داساحه کله هم په رسمي جريده کې اعلان شوې نده اونه يې هم رسمي پولې ټاکل شوې دي. اخرني ببر چې په افغانستان کې په نښه شوی دی هغه په درقت کې په ۱۹۶۷م کال کې ليدل شوی وو(حبيبي ۲۰۰۶).په ۲۰۰۵ م کال کې احمدخان (Pers ,comm ۲۰۰۶) داسيا دپرمختيايي بانک په نمايندګۍ ددرقت څخه ليدنه وکړه چې داساحه يې په زياته اندازه تخريب شوې وموندله .

ددرقد نباتات اوحيوانات[سمول]

ددې ساحې اهميت دTugia vegetation په اساس دی. 2003م کال کې دحبيبي په اساس په افغانستان کې دببروروستۍ نښې په درقدکې په ۱۹۶۷ م کال کې ليدل شوې وې Tugai vegetation : بعضې وختونه دTogai اوTokai ياTuogai ،Turua په نامه سره هم ياديږي.په عمومي صورت سره دمرکزي اسيادسيلابي دښتونباتات دي .داموسيندپه جنوب غاړه کې يې ارتفاع ۱۰ متره ته رسيږي .دانباتات عموماًدجزيرواو رودونوپه غاړوکې رامنځ ته کيږي . دخپرېدومرکزيې داموسينددرودونوDelta (هغه خړه چې دسيلاب په نتيجه کې درودپه شاوخواکې رامنځ ته شوې وي ) ده. دانباتات دښې ودې لپاره دځمکې دلاندې اوبوڅخه استفاده کوې. په هغه ساحوکې پيداکيږي چېرته چې داوبوسطحه د۱۰ متروپورې ژوروه وي .هغه نوعه يې چې په شوروي کې پيداکيږي د(Tugai hispida) څخه عبارت ده .

Tugai vegetation

دافغانستان دساتل شووسيمودتنظيم قانون[سمول]

ملي ساتل شوې سيمې: اته دېرشتمه ماده: په هېوادکې دملي ساتل شووساحوسستم ،ددې قانون دحکمونودلاندې موخودتامينولوپه منظورجوړيږي. ۱ – دطبعي لرغونواوکلتوري ميراثونوساتل. ۲ – ددوامدارې پرمختيا داوسنيواوراتلونکوبربديلونوساتل اوداړتيا په صورت کې دنماينده ايکوسستمونو،طبعي استوګن ځايونو،دطبعي اوکلتوري مشخصاتواودځمکې څخه دګټې اخستنې په ملي اوسيمه ايزوبرناموکې دهغودتنظيم توحيدول. ۳ – ساتل شووساحوپورې په ټولواړوندوفعاليتونوکې له طبعي سرچېنوڅخه په دوامداره ګټه اخستنه ،دهغې دحدودوپه تشخيص اوټاکلوسره اودسيمې دخلکوپه همکارۍ دساتل شووسيمود تنظيم په غرض دګډوبرنامو طرحه کول. دساتل شووساحوپلانونه : نهه دېرشتمه ماده: ۱ – دژونددچاپېريال ساتنې ملي اداره دملي ساتل شووساحورامنځ ته کولوپه منظوردلاندې مطالبولرونکې جامع پلانونه برابراوترتيبوي. الف – دملي ساتل شووساحودبرنامې موخې. ب – ددې فقرې په اول جزکې درج شووموخوته درسيدولوپه غرض له موجوده ساتل شووساحو څخه دهرې يوې دنقشې اټکلول. ج – په نماينده استوګنې بومونواوپه ملي ساتل شووساحوکې په ساتلواوسيدنځايونوکې دتشو(خلاګانو)تشخيصول. د – دملي ساتل شووساحودهرڅه زيات تطبيق اوپراختيا دکړنلارې اټکلول. ۲ – دژوند چاپېريال ساتنې ملي اداره له اړونده وزارتونو،مرکزي اوسيمه ايزوادارواوسيمه ايزوخکلوسره داړوندساتل شووساحودهرې په دتنظيم دپلان په طرح اوترتيب کې همکاري کوي، دغه پلان عمدتاً دلاندې مطالبولرنکی دی. الف – دساتل شوې ساحې په تنظيم پورې اړونده موخې. ب – دپلاني بهيردهمغږۍ په شمول دادارې مرجع تشخيصول. ج – دساتل شووساحوپه دننه کې دمجازي پلانونوتشخيصول. د – دساتل شووساحوپه شاوخواکې دمناسبوفعاليتونوتشخيصول. ه – توريزم په کنټرول پورې اړوندقواعداومربوط خدمتونه. و – دطبعي سرچېنوپه اړه دتعاملي حقوقوپه تامينولوپورې اړوندقواعد. ز – دساحې دتنظيم په ګټوکې دبرخې اخستنې اړوندقواعد. ح – په پام وړساحوپورې دنورواومختصوقواعدواټکلول. ۳ – دژونددچاپېريال ساتنې ملي اداره کولی شي په ساتل شووساحوکې ،دهغې ساحې داړوند پلان مطابق دمحلي خلکواونورواړونده مراجعوسره په تفاهم کې ځينې فعاليتونه محدوديا بندکړي. ۴ – دژونددچاپېريال ساتنې ملي اداره ،پدې ماده کې درج دملي ساتل شووساحوداداري اړتيا وړلګښتونه په خپله کلنۍ بوديجه کې اټکلوي. دساتل شووساحودسته بندي: څلوېښتمه ماده: ۱ – ساتل شوې ساحې په لاندې ډول دسته بندي کېږي . الف – دطبعي مطلق استوګن ځاې ساحه . ب - دملي پارک ساحه. ج – طبعي ابدي ساحه د – داستوګن ځاې يا دانواعودتنظيم ساحه. و – دساتل شوې منظرې ساحه. ز – دتنظيم شوې سرچېنې لرنکې ساتل شوې ساحه. ۲ – ددې مادې په اوله فقره کې درج شوې دسته بندۍداوبواوخاورپه زيست بومونواوپه اوبواوخاورکې دشاملوترکېباتوپه سيموکې يوشان تطبيق وړدي. ۳ – دژونددچاپېريال ساتنې ملي اداره له وزارتونواواوونده مرکزي اومحلي اداروسره په سلا کې دساتل شووساحوڅخه دهرې يوې دتنظيم په منظورکړنلارې وضع کوي. ۴ – موجوده ساتل شوې ساحې ددې قانون دحکمونومطابق بيا دسته بندي کېږي اوددې قانون د دوه څلوېښتمې مادې مطابق دهغې حدودټاکل کېږي. دساتل شووسيموانواعواستوګن ځايونه : يوڅلوېښتمه ماده: ۱ - دساتل شووسيمودانواعوداوسيدوځايونه دانواعو(حيوانات اونباتات)دتنظيم شووساحوپه توګه ددې قانون په څلوېښتمه اواوه څلوېښتمه ماده کې درج شووحکمونومطابق مشخصيږي. ۲ – دژوندچاپېريال ساتنې ملي اداره په تنظيم شووساحوکې دحيه موجوداتودانواعودسمون په غرض اوددې قانون پنځوسمې مادې دحکم مطابق دانواعودبيارغولوله برناموسره په هم غږۍ کې پلانون طرحه اوترتيبوي. ۳ – هيڅ شخص نشي کولی دساتل شووانواعواستوګن ځايونه ديجاړکړي مرتکبين يې ترعدلي تعقيب لاندې نيول کېږي. دساتل شووساحوټاکل: دوه څلوېښتمه ماده : ۱ – دساتل شووساحوحدودداړونده محل دخلکوپه سلامشوره تشخيص اوټاکل کېږي. ۲ – دژوندچاپېريال ساتنې ملي اداره له وزارتوو،مرکزي اوسيمه ايزواړوندواداروسره په هم غږۍ کې دساتل شووساحودجوړولواودسته بندۍ دوړانديزدبرابرولوپه غرض لازمې سروې ګانې اوکتنې سرته رسوي دغه وړانديزونه دلاندې مطالبودرلودنکې دي. الف – دوړانديزشووساحودجوړولودليلونه دهغه دساتنې دسته بندۍ په غرض چې دملي ساتل شوو ساحوموخې په پام کې ونيسي اودګټې اوزيان ارزونه پکې شامله وي. ب - دساتنې لپاره دوړانديزشوې ساحې فزيکې سروې. ج – په وړانديزشوې ساحه کې له طبعي سرچېنوڅخه دتعاملي ګټې اخستنې اودهغه داحتمالي اغېزوله څېړنې له شرحې سره يوځاې ددې قانون په څلوېښتمه ماده کې درج شوي حکم مطابق په سيمه کې دنفوسوټولنيزه اقتصادي څېړنه . د – دوړاند يز شوې ساحې دحدودواودسته بندۍ په ټاکلوکې له اړونده وزارتونو،مرکزي اوسيمه ايزوادارواودمحل له خلکوسره دهمکارۍ په حقله رپوټ. ه – دوړاديزشوې ساحې اودساتل شوې ساحې داعلامولوپه هکله داړونده وزارتونو،مرکزي اوسيمه يزوادارواودسيمې دخلکونظريې اووړانديزونه . و – دهغه زيان دجبران په غرض چې دساتل شوې ساحې دوجوړولوله امله منځ ته راځي دتدبيرونود څرنګوالي شرح. ۳ – په ملي سطحه ساتل شوې ساحې دقانون دحکمونومطابق جوړيږي. دساتل شووساحولغوه: دري څلوېښتمه ماده: ۱ – اړونده وزارتونواومرکزي سيمه ايزې ادارې دژوندچاپېريال ساتنې ادارې سره په سلاکې دساتل شوو ساحودفهرست څخه ديوې ساحې دلغوې اودهغې دحذفولووړانديزچې دلاندې مطالبولرونکی وي طرح اوترتيبيږي. الف - دلغوې دمؤجهودليلونووړاندې کول . ب – دژوندچاپېريال اغېزودارزونې شرح دساتل شوې ساحې دلغوې له امله پرزيست بومونو،انواعو (حيوانات اونباتات)اوسيمه يزوټولنوباندې وارديږي. ج – دساتل شوې ساحې دلغوې څخه رامنځ ته شوواغېزودراټيټولوپه غرض دلازموتدبيرونوشرح. د – داړونده وزارتونو،.مرکزي اوسيمه يزادارواودسيمې دخلکونظريې . ۲ – په ملي سطحه ساتل شوې ساحې دقانون دحکمونومطابق لغوه کېږي. ديوې ساتل شوې ساحې دلغوې په اړه وړانديزدلغوې په منظورساتل شوې ساحې ته ددسته بندۍ په غرض له وړانديزسره يوځاې،دنماينده زيست بومونو،داوسېدودځايونويا دهغې دطبعي اوکلتوري مشخصاتوله مخې صورت مومي پدې شرط چې وړانديزددې قانون په دوه څلوېښتمه ماده کې ددرج شووشرايطولاندې وي.

سرچينې[سمول]

1 – بابکرخېل ،محمدبشير.کال ۱۳۸۵ ه ش .وضع فعلي ساحات برجسته وايکولوژيکي . ۲ – پريار،عبيدالله ،ژباړن ستانکزی عبدالهادي.چاپ کال ۱۳۸۹ ه ش .ايکالوژي . ۳ – ځلاند ،وسيم الله . ۱۳۹۲ ه ش .ملي پارک اووحشي ژوندلکچرنوټ.سيدجمال الدين افغاني پوهنتون کنړ . ۴ –. دافغانستان اسلامي جمهوريت رسمي جريده . ۱۳۸۵ ه ش.ګڼه ۹۱۲ کابل . 5 – akbar, G, anwar M. 2011.Wildlif of Western Himalayan regions of Pakistan(Northe Mountains). 6 – Damobapatra,G.2009.Environment & Ecology.3rdedition,delhi. 7 - UNEP. 2008.Biodiversity Profile of Afghanistan.United National Environmental Programme, Post-Conflict and disaster management Branch. 8 - WWW.Google .com/search/ ساحات حفاظت شده افغانستان.