داستان

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

کينډۍ:صاف داستان، يو ادبي ژانر دى، چې له ډېر پخوا څخه انسان ورته پام كړى او د بشر پر ژوند او فكر يې ژور اغېز اچولى دى. انسانانو په هره دوره كې د خپلو ارمانونو او هيلو د خپراوي لپاره، د هنري داستانونو جوړښت ته لاس غزولى او اوس هم ورسره مل دى، چې په دې توګه خپل فكرونه په نامستقيم ډول نورو ته ورسوي. د دې مقولې د ارزښت په برخه كې په ديني سرچينو، په ځانګړې توګه د خداى په كلام كې له زياتو داستان ډوله نكلونو سره مخ كېږو، چې پر ځانګړنو او جوړښتونو يې خبرې كول، زيات وخت ته اړتيا لري. له شك پرته، د اسلامي او انقلابي موخو خپرول او پراختيا، له ټولو هنري قالبونو، په ځانګړې توګه له داستان څخه ګټه اخيستنې ته اړتيا لري. ځكه چې زموږ د عقيدې او ايډيال دښمن هم هڅه كوي، له هرې وسيلې څخه په كار اخيستو، يا هم له بېلابېلو هنري قالبونو څخه په ګټه اخيستو سره د انساني، فطري او ديني فكرونو، دغه راز د اسلامي ارزښتونو په له منځه وړلو كې ترې كار واخلي.

پر همدې بنسټ، كله چې د نړۍ داستاني ادبياتو ته كتنه كوو، الحادي او غرب ځپلې اندېښنې او خپلې هم په كې له ورايه كتاى شو. دا مهال، چې موږ د خپل ليدلوري له مخې، څانګيز او هدف لرونكي هنري ارزښتونه نه نفي كوو، په دې باور يو چې كه ښكلى قالب او سمه منځپانګه(محتوا) په يوه هنري اډانه كې راڅرګنده شي، نو دغه هنري مطلب په اغېزناك ډول پيام اخيستونكو ته لېږدېدلى دى. نو، د داستان ژور اغېز، اهميت او ارزښت ته په پام سره، د دغه هنري قالب جذابيت او اړتيا، د ارمان او ايمان پايښت ګڼل كېږي. له همدې كبله، موږ هم په دې هيله يو چې د پاك خداى په مرسته، د داستان په اړه ځينې مهمې برخې مطرح كړو، چې د داستان په اړه مو ځينې سرليكونه او نيوليكونه خپلو لوستونكو ته ټاكلي، چې دلته به وړاندې شي. په دې بحث كې راغلي توكي، هغه څه چې بايد وي، نه دي. بلكې يوازې يو بڅركى ګڼل كېږي چې پراختيا او بشپړتيا يې د داستان په ځوانو مينه والو پورې اړه لري. ښايي دا بحث يوازې د يوې شمعې يوه وړه وړانګه وګڼو، چې د مينه والو په زړونو كې د مينې او لېوالتيا د راپارونې په موخه، د لمر پرلوري د لار پرانيستنې لپاره بله شوې وي. د بېلابېلو دليلونو له مخې، هڅه كوو د داستان د عناصرو په اړه بېلابېل سرليكونه ولرو. د دغو توكو راټولونه او لا پراختيا د مينه والو او لوستونكو دنده ده... په دې هيله چې دا وړه ټولګه د پلټونكو په لاسونو كې د يوه بل مشال په څېر وي، چې پرمخ پرته لار ورته روښانه كړي.

پوهېږو چې د ليكنې په برخه كې زموږ تجربه او عقل قضاوت كوي. خو د كيسې او داستان په برخه كې تر ټولو وړاندې د انسان احساس تر اغېز لاندې راځي. وړاندې مو يادونه وكړه، چې داستان په ننني مفهوم، ځينې ځانګړنې لري، چې له كيسې او نكلونو څخه يې بېلوي. دا مو هم وويل چې ادبي ژانرونه او ډولونه د انساني توكم په شان سره توپير لري، چې نن يې ډلبندي هم په اسانۍ سره نه شي كېداى. په هر صورت، نن داستان ته هم د كيسې نوم وركول كېږي. خو په دې صورت كې، له كيسې څخه موخه هماغه ادبي ډول دى، چې نن ورته داستان وايي. داستان په حقيقت كې، د پېښو يوه ټولګه (مجموعه) سره رانغاړي، چې په طبيعي ډول سره اوډل شوې وي او په ذهنونو كې يوه نتيجه يا نتيجې پرځاى پرېږدي. داستان، حقيقت خوښوونكى دى. يانې له افسانې سره يې توپير همدا دى، چې داستاني پېښې له ذهن څخه په بهرنۍ نړۍ كې د پېښېدو وړ دي. له همدې كبله، د دغسې داستانونو ليكنه، يوې ځانګړې تګلارې ته اړتيا لري، چې وكړاى شي، وخت، ځاى، پېښې، كسان، د ويلو ډول او نورې داستاني ځانګړتياوې په اغېزناك او غوره ډول انځور كړي. د داستان په برخه كې بېلابېلې ډلبگندۍ شوي، چې هره يوه د پام وړ ده. كولاى شو داستان په لنډو، نيمه اوږدو، اوږدو، انځوروونكو، تاريخي، اخلاقي، ټولنيزو، عشقي او پوليسي ډولونو ووېشو. دغه راز د رښتياپالنې يا نه پالنې له مخې هم كولاى شو داستان پر څو برخو ډلبندي كړو. بشپړې ډلبندۍ هم شته، چې وروسته به يې يادونه وكړو.


دا لاندې موضوع ګانې د داستانونه ټکی کام څخه اخستل شوي دي. [داستانونه ټکی کام

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې