د ګازاتو قوانين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مواد په درې فازى حالاتو (ګازات، مايعات او جامدات) وجود لري په ګازاتو کې د ماليکولو ترمنځ فاصله زياته او د ماليکولو ترمځ جاذبي قواوې ډيرې ضعيفه دي نو ځکه دګازاتو ماليکولونه په ازادانه ډول په هر لورې حرکت کوي. ګازات معين حجم او شکل نلري يعنې يو ليتره ګاز په نيم ليتره ظرف او (20) ليتره ظرف کې چې هر ډول شکل ولري ځايداى شي.دګازاتو حجم د خارجي فشار د ټيټيدو او لوړيدو له امله زيات او کميږي که ديو ګاز حجم ډير ژر زيات کړاى شي نو د ګاز چاپيريال سړيږي داپينبه دژول تامسن دافکت په نامه ياديږي. ګاز په خپله يو بل کې ګډيږي د ګازاتو د مخلوط حجم د مخلوط داجزاؤ په لومړيو حجمونو پورې اړه نلري برعکس ګازات په ځانګړي توګه او په مخلوط کې هم هغه يوه اندازه فشار توليده وي نو ځکه د ګازاتو د مخلوط عمومي فشار د هغه مخلوط داجزا د جزئې فشارو د مجموعې څخه هم عبارت دى. د تودوخې د درجې په لوړيدو سره د ګاز د ماليکولونو کنتيکې انرژي زياتيږي. د ګاز ماليکولونه يو له بل څخه لرې وزي او په نتيجه کې گاز حجم زياتيږي د ګازماليکولونه چې کنتيکې انرژي يې زياته ده د طرف په ديوالو ډيره قوه واردوي نو ځکه د تودوخې ددرجې په لوړيدو سره د ګاز فشار او حجم دواړه زياتيږي ١په ګازاتو کې د حجم، فشار او تودوخې ددرجې اړيکې.

(١) دبايل، ماريوت قانون Boyle Mariotts[سمول]

فشار (P) ، حجم (V) اود حرارت درجه (T) پارامترونو په نظر کې نيولو سره د غازونو لپاره لومړنى قانون برتانوي ساينس پوه رابرت بايل (Robert Boyle) په 1660 کال کې کشف کړ بايل د حجم له مخې ثابت کړ د حرارت ددرجې ثابت والى سره دراکړل شوي غاز حجم د هغه فشار سره معکوس تناسب ده. (T= Constant) نو سره دى. نو دواړه خواوې په يوعدد کې چه ثابت يعنې K نوميږي ضربوو پس لرو چه يا

نو دواړه رابطى طرف په طرف سره يو پر بل باندې تقسيم کوو.

نتيجه مساوي کيږي دپورتنيو رابطو پواسطه کولاى شو چه هر نامعلوم پاراميتر معلوم کړو.

2-دګيلوسک قانون Gaylussacs Law[سمول]

ګيلوسک فرانسوي ساينس پوه په 1802م کال کې دغازاتو لپاره لاندې قانون کشـــــف کړ که چيرې د يو مقدار ټاکلي غاز فشار ثابت وساتو او دنوموړي غاز د حجم نسبي تغيرات د تودوخې د مطلقه درجې دنسبي تغيراتو سره مستقيم تناسب لري. P=constant نودغاز سره که چيرې دواړه خواوې په يو عدد کې چه ثابت يعنى K کې ضرب کړو نو لرو چه

که چيرې دواړه معادلې طرف په طرف يو پربل باندې تقسيم کړو نو لرو چه

پورتنې رابطه دګيلوسک قانون ارايه کوي

٣. چارلز قانون Charless Law[سمول]

دورځينو تجربو او مشاهدو څخه څرګنديږي چه د تودوخې ددرجې په زياتوالى سره د ټاکل شوي غاز حجم زياتيږي او په معکوس ډول د حرارت ددرجې په کميدو سره حجم کميږي څرنګه چه د سانتي ګريد ، فارنهايت او نورو سکيلونو کې منفي درجې هم شته بنا پردې حجم هم بايد منفي يا صفر شي خو څرنګه چه حجم نه صفر او نه هم منفي قيمت اخلي دتودوخې په ډيرو ټيټو درجو کې حجم بايد يو حدى حالت غوره کوي.دتودوخې هغه درجه چې په هغې کې دايډيال غاز حجم صفر کيږي د تودوخې ددرجې د مطلق صفر په نامه ياديږي. د مطلقي تودوخې ددرجې واحد کالوين نوميږي او سانتي ګيرد سره لاندې اړيکې لري:

په صورت کې د ماليکولونو حرارتي حرکت شليږي او غاز عملاً د سکون حالت غوره کوي بنا پردې د غاز ديو ټاکلي کتلې د حجمونو نسبت په ثابت فشار کې د مطلقې تودوخې له درجې سره تناسب دى.

V=Constomt: نو دغاز سره که دواړه خواوې په عينې عدد کې ضرب کړو نو پورتنې رابطه په لاندې ډول ليکو

که دواړه خواوې طرف په طرف تقسيم کړو نو لرو چه

پورتني قانون د فرانسوي ساينس پوه چارلز پواسطه په 1787 ميلادي کال کې کشف کړ. لمړى مثال. يو ګاز په 20dm3 بالون کې د تودوخې د oco او 10atm فشار لاندې قيد شوي که خارجې فشارته 4atm راټيټ شي نو د ګاز حجم به څومره وي؟

دوهم مثال: يو ګرام هايدروجن د تودوخې په oco او د 760mm Hg فشار لاندې 12,5dm3 حجم لري که د تودوخې درجه ثابته پاتې شي نو په 900mm Hg, 750mmHg, 600mm Hg فشارونو لاندې دهمدغه مقدار هايدروجن ګاز حجم به څو وي؟.

دريم مثال: يو ربړى بالون د تودوخې په 127co په 4dm3 هوا ډک شوى وي که د نورو فى --73Co نه راټيټه شي د ګاز حجم به څومره شي؟

څلورم مثال: پنځه ليتره ګاز د تودوخې په 273co او 2atm فشار لاندې لرو که د تودوخې درجه 0co او فشار 1atm شي نو دهمدې ګاز حجم به څومره شي؟

٤. دالتن قانون[سمول]

دالتن په (١٧٦٦)م کال کې د سپتمبر په ٦ نيټه انګلستان کې دنيا ته راغي د عمر په لومړيو وختونو کې د هوا پيژندني سره مينه درلوده نوموړي ١٢ کاله د رياضياتو په مطالعه مشعول وو مګر د هوا پيژندني څخه يې هم لاس وانخسته په (١٧٩٣) م کال کې د مانچسټر مشغول په نوم مشغول شو ددي نه وروسته د غازونو د فشار قانون او يو څه نور يې کشف کړل دالتن د مختلفو غازونو د فشار قانون داسې بيانوي که دوه غازونه په مختلفو حجمونو او فشارونو سره مخلوط کړو په دي ډول چې د حرارت درجه يې ثابته وساتو کولاى شو چې فشار د لاندي رابطي څخه په لاس راوړو .

د غازونو د نفوس سرعت يا د کراهم قانون[سمول]

	يوسکاتليندي ساينس پوه توماس کراهم په ١٨٣٣ م کال کې د مختلفو تجربو په سرته رسولو سره دي نتيجي ته ورسيده چې تودوخي او د فشار په ټاکلو شرايطو کې د غازونو د نفوس سرعت نوموړو غازونو د کثافت مربع جذر سره معکوساً متناسب دى  په دي فورمول کي S سرعت d کثافت  k ثابت دى دوه حجمه د غازونو د نفوس د سرعتونو تر منځ لاندي رابطه وجود لري.

څرنګه چې دغازونو کثافتونه د هغوي د ماليکولي وزنونو سره مستقيماً متناسب دي بناً پردې که د نوموړي غازونو ماليکولي وزنونه په ترتيب سره د M1 او M2 وي نو

داوګدرو قانون (Avogdros Law)[سمول]

اوګدرو ساينس پوه د څيړنو څخه ثابته شوه چې د ټولو غازونو مساوي حجمونه د تودوخې ددرجې او فشار تريو شان مقدارونو مساوي شمير ماليکولونه لري. دغازونو د حجمي انبساط ضريب مساوي دى په همدارنګه د ټولو غازونو لپاره د يو مول غاز حجم 22,4lit سره مساوي دى. په يو مول (Mole) کې د ټاکل شوي ذرو (Partiole) مقدار ته د اوګدرو نمبر وائي.

د مندليف قانون د په نظر کې نيولو سره که چيرې د بايل، ماريوت د قانون څخه د نوموړي غاز د تودوخې درجه ثابته وساتو او فشارته يې د p1 څخه تر p2 پورې بدلون ورکړو پدې صورت کې د نوموړي غاز حجم هم تغير کوي او د v1 څخه x ته تيريږي له دې ځايه لرو چې:

  T=conitemt                

اوس که چيرې د p2 فشار وساتو او دغاز د تودوخې درجې ته بدلون ورکړو او د T1 څخه يې T2 ته انتقال کړو پدې صورت کې د غاز حجم بدلون کوي او د x څخه v2 ته تيريږي گيلوسک د قانون له مخې ليکلاى شو چې

د I او II رابطو د پرتلې څخه لرو چې

د تناسب د خواصو له مخې کولاى شو III رابطې داسې وليکو:

څرنګه چې v1,p1 او T1 ثابت مقدارونه دي او د v2,p2 او T2 کيفي مقدارونه دي لدې ځايه ليکلى شو چې

اوس يو مول غاز په نظر کې نيسو چې حجم ئې vm دي داوګدرو د قانون له مخې پوهيږو چې: دتودوخې په OCo کې که چيرې فشار يو اتموسفير (1 At=101325pas) وي ديومول غاز حجم دى بناپردې د کيفي يو مول غاز لپاره لرو:

د يو مول غاز لپاره د فشار او حجم د ضرب حاصل د مطلقې تودوخې پر درجه باندې د ټولو غازاتو لپاره ثابت مقدار دى نوموړى مقدار د R په تورې ښودل کيږي او د غازونو د ثابت په نامه ياديږي.

که چيرې n مول غاز په نظر کې ونيسو لرو چې څرنګه چې د ى نو ده چې په هغه کې m دغاز کتله او M د غاز مولى کتله ده د وروستي رابطې دواړه خواوې په n سره ضربوو

وروستى رابطه چې د روسي ساينس پوه ديمترى مندليف په واسطه لاس ته راغلى داسې ليکلي کيږي.

د غازاتو کثافت معلومول[سمول]

د غازاتو کثافت هم د مايعاتو او جامداتو په شان فورمول په واسطه معلومولى شو د غازاتو کثافت نسبت جامداتو او مايعاتو ته ډير کوچنى وي او ډير زيات د حرارت درجي او فشار تابع دى د غازاتو کثافت عموماً په معياري شرايذو کې يعني په سانتي ګريد او په 760 Mmhg سيماب تعين کيږي.

د غازاتو انبساط[سمول]

د هر سيال (غاز او مايع) فزيکي حالت کولى شو د فشار،حجم او د حرارت درجي په واسطه تعين کړو. هر کله چې د مايع په معلومو شرايطو کې تغير راځي نو په هغه صورت کې سيال په غاز بدليږي او د تام غازيا ايډيال غاز په نوم ياديږي حقيقي غازونو د تام غازونو شرايط په ټيټ فشار او د حرارت درجو کې صدق کول تام غازات د فشار، حجم او د حرارات درجه په خپل مينځ کې ارتباط لري چې نوموړي موضوع د غازاتو قوانينو کې څيړل شويده.

د غازاتو اهميت او ارزښت[سمول]

غازات د کايناتو يوه لويه برخه جوړوي چې د هغي د جملي څخه يو هم د اکسيجن غاز چې دا غاز د ټولو ژونديو موجوداتو لپاره ضروري او لازمي دى او بغير د اکسيجن څخه ژوند امکان نه لري همدارنګه د هايدروجن غاز ډير خطرناک غاز دى چې د بمونو په جوړولو کې ورڅخه کار اخستل کيږي د نيون غاز په برقي راډونو کې استعماليږي او داسې نور. د غازاتو قوانين او رابطي هغه رابطي چې د غازونو تودوخي ،حجم او فشار تر منځ وجود لري دغازونو د قوانينو په نوم ياديږي. مخکي لدي چې د غازونو قوانين تر څيړني لاندي ونيسو نو لومړي بايد غازاتو اقسام وپيژنو ټول غازات په دوه لويو ډولونو چې يو يې خيالي او بل يې حقيقي دي ويشل شوي دي.

د غازونو ډولونه[سمول]

غازونه په دوه ډوله دي چې يو يې د حقيقي غازونو (Real gases) او بل يې د ايډيال غازونو (Ideal gases) په نامه ياديږي. 1-ايډيال غازونه هغه غازونه دي چې په د قيق ډول د غازونو د اساسي قوانينو څخه متابعيت کوي او په نارمل شرايطو کې نه پيداکيږي. د ايډيال غازونو ماليکولونه يو بل نه جذبوي او هريو په ځانګړي ډول شتون لري 2-حقيقي غازونه هغه غازونه دي چې ترعادې شرايطو لاندې په طبعيت کې پيداکيږي

ايډيال غازونه (Ideal gases)[سمول]

دګېلوسيک بايل، ماريوت او چارليس قوانين د مايعاتو لپاره د تطبيق وړ نه دي. يوازې د حقيقي يا رييل (Real) غازونو لپاره د غاز بنسټيز قوانين په تقريبي توګه ټيک دي څومره چې د غاز کثافت زيات وي او د تودوخې درجه يې ټيټه وي د نوموړي قوانينو د تطبيق ساحه کمه ده. هغه غاز چې په بشپړ ډول د ګازاتو د قوانينو څخه متابعيت کوي ايډيال يا تصوري غاز بلل کيږي. ايډيال غازونه د لاندې خواصو درلودنکي دي: 1- د بايل- ماريوت د قانون څخه په دقيق ډول متابعيت کوي. 2- د ګيلوسک قانون ورباندې تطبيقيږي. 3- حجمي انسباط ضرب يي 4- د يو مول حجم يي 22,4lit سره مساوي وي يو غاز هغه وخت ايډيال غاز ته نيږدي دى چې د تودوخې درجه يې لوړه او فشار يي ټيټ وي که چيرې د غاز د تودوخې درجه ټيټه او فشار يې لوړ وي د ايډيال غاز د تصور څخه ليرې ده. ځنې غازونه لکه CO2 د عادي فشار لاندې د لابراتواري د حرارت په درجه کې د ايديال غاز د خواصو څخه انحراف کوي داسې غازونه د حقيقي يا رييل غازاتو په نامه ياديږي. د ايډيال غازاتو د حالت معادله د غازاتو په بنسټيزو قوانينو کې مو يو پارامتر ثابت فرض کوه او دهغه له مخې مود پاتې پارامترونو تغيرات تر څيړنې لاندې نيول مګر په طبعيت او تخنيک کې په معمولي ډول نوموړي درې پارامترونه (فشار، حجم، او کتله ) په يو وخت کې تغير کوي نوموړي بدلونونه د کوم چې الى له شتون پرته حجم يو ليدلاى شو د غاز د بنسټيزو قوانينو په استفادې سره داسې معادله جوړلاى شو چې هغه د يو غاز د ټاکلي کتلې د حالت درې واړه ټاکونکي پارامترونو ته ارتباط ورکړي داسې معادلې ته د ايډيال غاز د حالت معادله ( Equation of states of an ideal gas) وايي بايل ، ماريوت ګيلوسک چارلز د نوموړي درې ډولوقانونو د يوځاى کولو څخه وروسته دايديال غازاتو معادله لاس ته راځي. نوموړي مساواتونه طرف په طرف سره ضربو يعنى نو د مساوات دواړو خواوى په T1.T2 باندې ويشو. يا چون په (S.T.P) شرايطو کې د هر غاز vo=22,4dm3 او همدارنګه po=1 At او حرارت To=273k وي نو. پس پورتني I معادله په لاندې ډول ليکو چه

د يو مول غاز لپاره د n ام مول لپاره IU افاده دخيالي ګازونو د حالت معادله واي په دغه رابطه کې R د ګازاتو د ثابت په نامه ياديږي د R عددى قيمت په ستندرد حالت کې د يو مول ګاز د حجم فشار داوحرارت ددرجې له قيمتونو څخه له لاس راځي. يا او د بلې خوا لرو چې: 1cal=4,18Joul

يا

2. حقيقي غازونه (Real gases) هغه غازونه چې تر عادي شرايطو لاندې په طبعت کې پيداکيږي د حقيقي غازونو په نامه ياديږي.حقيقي غازونه د خيالى غازونو سره زيات توپير لري د بيلګې په ډول د حقيقي غازونو ماليکولونه ټاکلي حجمونه لري. همدارنګه د حقيقي غازونو د ماليکولونو ترمنځ د جاذبې قوه وجود لري. د حقيقي غازونو له ډلې څخه ډير لږ شمير ئې د بايل، ماريوت د قانون څخه متابعت کوي. ځکه چې دفشار په واسطه ځني حقيقي غازونه په مايع بدليږي.

د غازونو حل کيدنه[سمول]

(1)په اوبو کې د غازونو حل کيدنه: که چيرې يو مقدار غاز د اوبو سره په تماس کې شي د غاز يوه اندازه په اوبو کې حل کيږي په اوبو کې د غازونو دغه حل کيدنه د غازونو ډول، فشار اوهمدارنګه داوبو د تودوخې په درجې پورې تړلې دى د بېلګې په ډول که چيرې داوبو د تودوخې درجه OCo او فشار د غاز يو اتومو سفير (760mmHg) وي په يو ليتر اوبو کې 1050lit امونيا 1,71lit کاربن داى اکسايد 0,049lit او اکسيجن (O2) او 0,0240lit نايتروجن حل کيږي که چيرې د اوبو د تودوخې درجه لوړه شي په اوبو کې د ټولو غازونو دحل کيدو مقدار پرته د هيليم (He) څخه کميږي په اوبو کې د غازونو د حل کيدو په پروسه کې د فشار اغيزه مهم رول لوبوي. نامتو ساينس پوه هنرې (Henry) د څيړنو څخه دې نتيجې ته ورسيده چې د غاز هغه مقدار چې په اوبو کې حل کيږي د غاز د فشار سره مستقيم تناسب لري او لومړى مقدار په ګرام اندازه کيږي. (په مايع (اوبلن) محلولونو کې د غازونو حل کيدنه) نسبت اوبو ته د غازونو حل کيدنه په نورو محلولونو لکه په مالګو کې په عمومي ډول لږ دي.هر څومره چې د محلول غلظت زيات وي په هماغه اندازه د غاز حل کيدنه هغه کې لږ وي. د بيلګې په ډول د تودوخې په 0Co کې د CO2 د غازل حل کيدنه په اوبو کې 1,7lit او د تودوخې په 250o کې 0,0,825lit په لاندې جدول کې د تودوخې په 25o کې دامونيم کلورايد (NH4Cl) په مختلفو محلولونو کې د CO2 دحل کيدو مقدار ښودل شوى دى شماره د کاربن داى اکسايد حل کيدنه د NH4Clغلظت په gr% 1 0,791 2,35 2 0,754 8,25 3 0,732 8,24 4 0,713 10,02 5 0,665 17,09 حل کيدنه داوبو په يو ليتر کې د ليتر په واحد اندازه کيږي که چيرې د CO2 او منحله مادې ترمنځ تعامل صورت ونيسي د CO2 حل کيدنه په محلول کې زياتيږي او که چيرې CO2 د منحله مادې سره تعامل ونکړي څرنګه چې داوبو يو مقدار د منحله مادې د ماليکولونو سره اړيکې لري د اوبو هغه مقدار چې CO2 حل کوي کميږي او په پاى کې د CO2 د حل کيدو د مقدار ګراف ښکته راځي.

د غازونو حرکې تيورې[سمول]

ددې تيورې پربنسټ ټول غازونه د کوچنيو ذرو څخه جوړ شوي دي چې شمير ئې په يو کوچني حجم کې ډير زيات دى نوموړى ذرې کولاى شي په ټولو ممکنه جهتونو حرکت وکړي د نوموړو کوچنيو ذرو بعدونه نظر د هغو ترمنځ فاصلې او هغه حجم ته چې د غاز پوسيله نيول شوي دي داندازې وړ نه دي د نوموړي کوچنيو ذرو ترمنځ مقابل عمل د هغو ترمنځ د ټکر په لحظه کې منځته راځي او تصادم مطابق ارتجاعي (Elastic) دى.

دغازونو د حرکې تيورې بنسټيزې رابطى[سمول]

Basic eguation of kinitic theory of gases 1.د برنولې رابطه (Bernouly Lain د نيوټن د قانون پربنسټ چې وائې قوه د مومنتم د بدلون د چټکتيا سره مساوي ده هغه قوى چې د يو ماليکول له اړخ د لوښي پرديوال وارديږي عبارت دى له . هغه قوه چې د ماليکول پواسطه منځته راځي عبارت دى له:

څرنګه چې فشار دعمودي قوې او دسطحې د نسبت څخه عبارت دى بنا پردې.

څرنګه چې L3 د حجم څخه عبارت دى لدې ځايه لاسته راځي چې:

(II) رابطه ديو ديوال لپاره محاسبه شوى او کيداى شي د نورو ديوالونو لپاره هم محاسبه شي. اوس که چيرې د (II) رابطى دواړه خواوې د V د حجم سره ضرب کړو. لاسته راځي.

دواحد حجم لپاره ( III ) رابطه داسې شکل غوره کوي.

د (IV) رابطه د فشار لپاره دغازونو د حرکې تيورې د بنسټيزو رابطو څخه دى چې دانيل برنولي پوسيله ترلاسه شوي دي. ٢. دکلاوزيويس رابطه (Clausius eguation) پوهيږو چې تودوخه په حقيقت کې د حرکې انرژي څخه عبارت ده که چيرې ديو ګازحرارت ثابت وي چې د ماليکولونو د حرکې انرژي څخه عبارت دى ثابت پاتې کيږي بناپردې (IV ) رابطه کولاى شو داسې وليکو:

(V)رابطه بيانوي چې د غازونو فشار عدداً د ماليکولونو د انتقالي حرکت د حرکې انرژي سره مساوي دى دغه رابطه چې دروديف کلاوزلويس پواسطه منځته راغلې د فشار لپاره د غازونو د حرکې نظر کې نظر ئې د بنسټيزو رابطو څخه ده. دغازونو د حرکي تيوري د مهمو نتيجو څخه يو دادى چې د خيالي غازونو فشار د حجم دواحد د ماليکولونو د انتقالي حرکت د حرکې انرژي د منځني مقدار د برخې سره مساوي دي د کلاوزلويس رابطه په ټوليز ډول غاز مخصوصوي او د ماليکول د کتلې چټکتيا او فشار د کمتيونو ترمنځ ارتباط ټينګوي

3. دبولتزمن رابطه[سمول]

څرنګه چې دى بنا پردې (V ) رابطه کولاى شو داسې وليکو:

د په نظر کې نيولو سره وروستي رابطه داسې شکل غوره کوي.

څرنګه چه د د ضرب حاصل په يو مول کې د ماليکولونو تعداد ښئى چې داوکدرو د نمبر NA په نامه ياديږي لهذا

که چيرې په وروستې رابطه کې دبولتز مان ثابت وضع کړو لرو چې.

() رابطه دانرژي لپاره د غازونو د حرکې تيورې بنسټيزو رابطو څخه ده چې د بولتزمن پواسيله لاسته راغلى دى اوس که چيرې د بولتزمن د رابطى څخه د Ek قيمت د کلاوزلويس په رابطه کې وضع کړو لاسه راځي چې:

4.دماکسويل قانون (Maxwell Law که چيرې په (VII) رابطه کې د قيمت ځاى پرځاى کړو د منځني چټکتيا د مربع لپاره داسې افاده لاسه راځي:

څرنګه چې او دى لدې ځايه لرو چې:

د (XI) رابطى په مطابق د T=oco کې د مختلفو عناصرو لپاره د ماليکولونو د چټکتيا مقدار لاسته راځي کله چې نوموړى عددونه د لومړي ځل لپاره لاسته راغلل. ساينس پوهان ئې په تعجب کړل. ځکه چې د نوموړي محاسبو پربنسټ د غاز د ماليکولونو د چټکتيا مقدار د توپ د مرۍ ترچټکتيا زياته وه حال دا چې په لس ګونو ثانيو وخت ته اړتيا ليدل کيږي ترڅو د خونې په يو ګوټ کې د تويې شوي عطرو بوى د خونې بل ګوټ ته خپور دلاندې شکل په مطابق د ماليکول د منکسر خط په مستقيمو ټوټو ډيره چټکتيا (V) لري او چټکتيا يې په يوه ټاکلي لورې دانحراف چه وروسته د څو دقيقو په ترڅ کې ډيره نده

(24)رابطه دبرتيانوي ساينس پوه ماکسويل[سمول]

په وسيله په کال (1860م) کې ترلاسه شوه او د ماکسويل درابطى يا قانون په نامه ياديږي د ماکسويل قانون ډير زيات دقيق دى او ټول غازونه د هغه څخه متابعيت کوي د ماکسويل د قانون له مخې فرض کيږي چې دراکړل شوي غاز ټول ماليکولونه سره ورته بڼې لري او دغاز په ټولو برخو ېک د تودوخې درجه او فشار مساوي دى ددې قانون پربنسټ ګراف او جدول څخه لاسته راځي چې: 1-دغاز د ټولو ماليکولونو په نسبت د هغو ماليکولونو تعداد چې ډيره لږه چټکتيا لري ډيرکم دى 2-ډير لږ تعداد ماليکولوه ډيره زياته چټکتيا لري. 3-د چټکتيا داسې يو قيمت وجود لري چې نسبت نورو قيمتونو ته د هغه سره زيات مخامخ کيږو او دزيات احتمال چټکتيا يا مود (Mode) بلل کيږي. 4-د ټولو ماليکولونو زياته فيصدي داسې سرعتونه لري چې دزيات احتمال د چټکتيا سره ورته چټکتيا لري. ومن الله توفيق.

پايله[سمول]

غازات دکايناتو يوه لويه برخه جوړوي چې دهغى له جملې څخه يوه هم داکسيجن غاز دي چې دا غاز دټولو ژوندي موجوداتو لپاره ضروري او لازم دي او بغير داکسيجن څخه ژوندامکان نه لري همدارنگه هايدروجن يو خطرناک غاز دي چې دبمونو په جوړولو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي . غازاتو ارزښت او اهميت ته په کتو سره بايد چې دغازاتو او قوانين اورابطې وپيژنو تر څو وکولاى شو چې دغازاتو دشتون څخه په مشروع ډول گټه واخلو . ١:بايل ماريوت قانون T=constant ٢:دگيلوسک قانون p=Costant ٣:چارلس قانون V=Constant ٤:دالتن قانون


اخځليکونه[سمول]

١- ماموند، خيرمحمد،کيميا فزيکي (کارهاى لابراتوارى) انستيتوت پوليتخنيک کابل، 1362ل ل. ٢- ماموند، خيرمحمد، کيميا فزيکي (ممد درسى براى محصلان رشته تکنالوژى) استيتوت پوليتخنيک کابل، 1359ل ل. ٣- ماموند، خيرمحمد، فزيکي کيميا (پوښتنې او حل شوي مثالونه) انستيتوت پوليتخنيک کابل، 1361ل ل. 4-Brief Course of physical chemistry, CM Kochergen Moscow م1978 5-Physical Chemistry, A.G. Stromberg, Moscow, م1973 6-Physical Chemistry M.B. Gobin Kiev, م1959