د پېښور بالا حصار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پېښور بالا حصار کلا دپښتونخوا په مرکز پېښور کې یوه مشهوره تاریخي کلا ( قلعه ) ده . د کلا د پېښور ښار په شمالي برخه کې موقعیت لري.

Bala Hisar Fort

تاریخ[سمول]

ددغه کلا دجوړولو په اړوند بیلابیل تاریخي رو ایتونه شته . ځینې تاریخپوهان په دې اند دي چې دا تاریخي کلا تر اوومې زیږدیزې /میلادي پیړۍ دمخه هم شتون درلود ، ځکه کله چې چیني زایر هیوان تسنګ دافغانستان له لارې په ۶۳۰ زیږدیز /میلادي کال کې داوسني پښتونخوا مرکز پېښور ته لاړ نو ده هلته یوه تاریخي کلا لیدلې وه چې په غالب ګومان سره به همدا دپېښور بالا حصاروي . همداراز ځینې تاریخپوهان وایی چې دغه کلا له نن نه څه دپاسه زر کلونه وړاندې یعنې په 393 ق / 1003 م» کې هم شتون درلو د هغه وخت چې افغان واکمن محمود غزنوي دویهند مشهور راجا جیپال ته ماتې وکړه . دریم روایت داسې دی چې دغه با لاحصار دهندوستان مغولی واکمن بابر د۱۵۱۹ او ۱۵۲۴زیږدیز/میلادی کلونو ترمینځ جوړه کړه چې لا هغه وخت یې پر پنجاب برید نه وکړی او په هند کې یې دلودي پښتنو واکمني لانه وه له مینځه وړې . 

زما په اند دپیښور تاریخي کلا یا بالا حصار ډیر لرغونی دی او ښایی بابر به دهغې ترمیم او بیا جوړونه کړي وي.خو تر ده دمخه یې هم شتون درلود. . پخپله بابر هم په خپل مشهور تاریخی اثر ( توزک بابري ) کې ددغې کلا یادونه کړې ده اوداسې ویل کیږي چې بابر پکې نوې ودانۍ جوړې کړې وې . وروسته دبالاحصار کلا دافغاني پښتنو قبایلو په لاس ځکه ورانه شوه چې دوی دا فکر کاوه چې دا دبهرنیو یر غلګرو لپاره پوځي اهمیت لري او هر یر غلګر چې راشي او دا کلا ونیسي ددغې کلا په وجه پښتانه ټکول کیږي .

دمغولي بابر تر مړینې وروسته کله چې په ۱۵۳۱ زیږدیز /میلادي کا ل کې دده زوی نصیرالدین محمد همایون دهند وستان دویم مغولي واکمن شو نو دغه ورانه کلا یې له سره ودانه کړه او سکندر خان ازبک یې دنوموړي کلا دکلادار په توګه وټاکه ، خو کله چې دغه کلا ودانیدله نو دلازاکو پښتنو پر دغې کلا برید وکړ ، خو سکندر خان ازبک ددغه کلا کلادار ددلازاکو پښتنو دغه برید پر شا وتمباوه.‍

تر همایون وروسته کله چې دهغه زوی جلا ل الدین محمد اکبر دهندوستان واکمن شو نو دهغه دواکمنۍ په وخت کې دپیښور په بالا حصار کې اور ولګید او دکلا دننه سوداګریز توکي او ډیپو ګانو اور واخیست .

دبالا حصار کلا تر ۱۰۷۹ هجري کلونو پورې دهند دمغولي واکمنانو په لاس کې وه او دهغوی یوپوځي صاحب منصب به هلته دکلادار په توګه دنده درلودلهاو نور ډیر شمیر سرتیري به ورسره وو. . 

کله چې دهندو ستان دمغولي واکمن اورنګزیب په وخت کې پښتنو دمغولي زورزیاتي او استبداد پر خلاف مبارزه کوله نود پښتنو ملي مبارز ایمل خان مومند هم دمغولو پر خلاف د پیښور پر با لا حصار برید وکړ او دغه بالا حصار یې له مغولو نه ونیوه ، چې وروسته مغولو دغه بالا حصار دایمل خان مومند له ځواکونو نه بیرته ترلاسه کړ. د ۱۷۳۸ او ۱۷۳۹ زیږدیز/میلادي کلونو ترمینځ ایرانی نادرشاه افشار ته هغه وخت دپېښور بالا حصار لا س ته ورغی کله یې چې پرهندوستان برید کاوه.دنادرشاه افشار تر مړینې وروسته دپېښور کلا ددرانیانو دواکمنۍ لاس ته ورغله او کله چې احمدشاه بابا واکمن شو نو دنورو کارونو تر څنګ یې دغه کلا ورغوله اونوې نوې ودانۍ یې پکې جوړې کړې . تر دې وروسته پېښور ددراني واکمنانو ژمنۍ پلازمینه ( پایتخت ) و.

باید داخبره زیاته کړو چې با لا حصار دپارسی او عربي ژبي دوییو ( کلم)«نه جوړه ده چې بالا (لوړ)ته وایی او حصار هم کلا ( قلعه ) ته وایی یعنې لوړه کلا. 

کله چې سکهانو په۱۸۳۳ زیږدیز /میلادی کې پر پېښور برید وکړاو هغه یې ونیو ه نو پر دغه بالا حصار یې دسمیر ګړ نوم کیښوده ، خو دغه نو م چندانې په خلکو کې مشهور نه شو. 

په پيښور باندې دسکهانو دراج په وخت کې سردار هري سینګ نلوه او سردار کهړک سینګ ددغې کلا په ودانولو کې ډیرې هڅې وکړې . درنجیت سینګ دواکمنۍ په وخت کې هم هغه ددغه کلا په ودانۍ کې ډیر کوښښونه وکړل او شیر سینګ ته یې دنده ورکړه چې ددغې کلا په رغولو کې خپله بشپړه پاملرنه وکړي ، داځګه چې دوی ته یې پوځی اهمیت درلود. 

دانګریزانو دواکمنۍ په وخت کې تر ۱۹۴۷ زیږدیز/ میلادي کاله پورې دغه کلا ددوي په واک کې وه او یو انګریزي پوځی ته ددغې کلا چارې ورسپارل شوې وې . دپاکستان تر جوړیدو وروسته دغه کلا دپاکستاني پو ځونو په لاس کې ده او دفرینټیر کانسټبلري یا Frontier Corps په واک کې ده . 

باید زیاته کړو چې بالا حصار ته د۲۰۱۵ زیږدیز /میلادی کال زلزلې کې دبالا حصار یو دیوال زیانمن شو . 

د کلا جوړښت او موقعیت[سمول]

د بالا حصار کلا د پیښور د ښار په شمالي برخه کې پرته ده او له ځمکې نه ددغې کلا لوړوالی ۹۲ فټه دی او ددغې کلا مساحت لس ایکړه یا څلور زره متر مربع دی.د کلا ته دننه پوخ سړک هم ورغلی دی .

سرچینې[سمول]

1. List of UNESCO World Heritage Sites in Pakistan

2- Nalwa, V. (2009), Hari Singh Nalwa - Champion of the Khalsaji, New Delhi: Manohar, p. 167

4-wikipedia.org/wiki/Bala_Hissar,_Peshawar