د هرات هوايي ډگر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هرات هوايي ډگر په ۱۹۶۰ میلادی کلونو کې د امریکایی انجنیرانو لخوا جوړ شو. دا هوایی ډگر د ۱۹۷۹ کال ځخه تر ۱۹۸۹ کال پورې د شوروي پوځ په لاس کې وو. د کورنیو جگرو په دوره کی دا هوایی ډگر ډیر زیانمن شو خو په وروستیو کلونو کی د بیارغونی چاری یی له سره پیل شوی دی.

د هرات ولايت هوايي ډگر د طیارو رمپ یا تم تم ځای چی د2.7 ملیونه ډالرو په ارزښت جور شوی دی دا هوایی ډگر یی نړیوال کیدو ته چمتو کر. یاده پروژه چې د امریکا هیواد د اردو په مالي مرسته رغول شوی دی د ۲۰۱۲ کال په فبروری کی گټې اخیستو ته وړاندی شوه. د یاد هوايي ډگر مساحت۳۵۰۰ متره مربع زیات شوی دی او اوس ددې تم ځای په جوړیدو سره دشپې له خوا هم هرقسم الوتکې کولای شي چې ودریږي. د دهرات دهوايي ډگر دمسافرینو ترمینال چې د ایتالیا دولایتي بیا رغونې ټیم په یو ملیون ډالرو مالي مرسته رغول شوی وو هم په دی کال کی گتې اخیستنې ته وسپارل شو.