د هرات جامع جومات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د هرات جامع مسجد
د هرات جامع جومات

د هرات جامع جومات بنسټ ایښودونکی سلطان غياث الدين غوري دی، چې دده زیارت هم دهمدې جومات په شمالي برخه کې تر یوې گنبدې لاندې څرگند دی او دامشهور واکمن په ۱۲۰۲ م کال کې په حق رسیدلی دی.

د دې جومات په جنوبي برخه کې د غوریانو د دورې یو څه نقش و نگار هم پاتي دی، چې هلته یوه ښه روښانه او ښکلې کتیبه هم تر سترگو کیږي، چې د سلطان غیاث الدین نوم پرې لیکل شوی دی.

دا جومات چې کله د تیموریانو په دوران کې د دویم ځل لپاره نقش و نگار شو ، دغوري دورې نقش پکې له منځه ولاړ، چې مخکې یې یادونه وشوه ، یوازې په یوه برخه کې پاتې و، خو په ۱۹۴۳ م ۱۳۲۲ هـ ش کال کې بیا کار پيل شو او په دې اړه زیار ایستل کېده، چې هغه پخوانۍ بڼه برسېرنه او د تیموري دورې نقش ترې یو پلو ته کړي چې دا کارونه د تیموري پاچا سلطان حسین بایقرا په وخت کې صورت نیولی و، چې دهغه واکمنۍ دوره له ۱۴۶۸ څخه بیا تر ۱۵۰۶ م پورې یوه زرینه او علم پروره دوره وه.

انځورتون