د ماشومانو لپاره ساينس/دویم گام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ماشومانو لپاره ساينس
ماشومانو لپاره ساينس
 

خوږو ماشومانو راځئ چې د ساينس سره ملگرتيا وکړو۔ که ساينس سره مو ملگرتيا وکړه او ددې مطابق تلئ نو دا به تاسې د ددې نړۍ هغه هغه ځايونو ته يوسي د کومو په اړه چې معلومات ترلاسه کول ستاسې د خوشالۍ باعث هم وي او د حيرانتيا هم۔ تاسې ساينس يو ځان ته څيز مه گڼئ او داسې څيز يې هم مه گڼئ چې کوم ته رسېدل او ترلاسه کول گران کار وي. که چېرې تاسې وغواړئ نو کولای شئ په ډېره اسانۍ سره ساينس زده کولای او ترلاسه کولای شئ. د ساينس د زده کولو صلاحيت د دې نړۍ پېداونکي ستر رب هر انسان ته ورکړی دی او دا صلاحيت يې هر انسان ته په پېدایښتي توگه ورکړی دی. که تاسې لوم‬ړی مخ لوستلی وي کوم کې چې مونږ تاسې ته دا خبره زده کړې وه چې ساينس څه ش دی؟ نو په هغه مخ کې به تاسې دا خبره ډېره ښه زده کړې وي چې مونږ ساينس د ليدلو او سوچ او فکر کولو په صلاحيت سره ترلاسه کولی شو. گلالیو ماشومانو! که تاسو لومړۍ ليکنه په غور سره نه وه لوستې نو يو ځل يې بيا ولولئ ځکه چې په هغه کې مونږ ډېرې بنستیزې خبرې په آسانۍ سره تاسې ته کړې وی، هغه سر سري نه بلکې په آرام سره ولولئ چې تاسې پرې ښه پوهه شئ. د هغې له لوستو او پرې له پوهېدو وروسته بېرته دې مخ تا راشئ نو بيا به لږې نورې خبرې هم زده کړو


راځئ چې د ساينس سره ملگرتيا وکړو
ماشومانو لپاره ساينس
ماشومانو لپاره ساينس

له ساينس سره ملگرتيا کولو څخه وړاندې دا خبره ضروري ده چې تاسې لومړی د خپل ځان سره ملگرتيا وکړئ۔ د خپل ځان سره ملگرتيا دا مانا ده چې مونږ خپل جسم يا بدن په اړه خپل ځان پوهه کړو او پدې خبره هم ځان پوهه کړو چې زمونږ جسم څنگه کار کوي؟ او څنگه ژوندی اوسېږي؟ چې کله امتحان نږدې شي نو څنگه زمونږ دماغ د کتاب څخه سوالات او جوابات زده کوي؟ او کچېرې جوابات مونږ ته نه زده کېږي نو بيا مونږ څنگه پرېشانه او فکرمنده کېږو؟ او چې کله مونږ ډوډۍ وخورو نو بيا زمونږ معده څنگه دا ډوډۍ هضم کوي؟ ماشومانو ايا تاسې په داسې وړو وړو سوالونو چېرته غور او فکر کړی دی؟؟؟

ماشومانو لپاره ساينس
ماشومانو لپاره ساينس
زمونږ خپل ساينس

زمونږ خپل څخه دا مانا ده چې هغه ساينس کوم چې قدرت زمونږ په جسم کې پېدا کړی دی۔ لکه څنگه به چې به تاسې پوهېږئ چې د بگين مچۍ چې کله ټومبخ جوړوي نو د وړو وړو خانو څخه يې جوړوي يا چې مونږ کله يو کور جوړوو نو د وړو وړو خښتو څخه کور جوړوو همدارنگې زمونږ دا جسم هم خدای پاک د وړو وړو خښتو څخه جوړ کړی دی دې خښتو پشان څيزونو ته ژونکه يا سېل (cell) ويلی کېږي. لکه څنگه چې ډېرې خښتې يو ځای شي او دېوال ترې جوړ شي همدارانگې زمونږ په جسم کې ډېرې ژونکې يوځای شي او ووب يا ټيشو (tissue) ترې جوړ شي۔

يوه ودانۍ او زمونږ جسم
ماشومانو لپاره ساينس
ماشومانو لپاره ساينس

اوچت خو مونږ وليدل چې زمونږ جسم د ژونکو څخه داسې جوړ دی لکه څنگه چې يو دېوال د خښتو څخه جوړ وي۔خو تاسې به پدې خبره هم ښه پوهه يئ چې صرف د خښتو څخه د يوه ودانۍ نه جوړېږي بلکې، مثال په توگه چې څوک يو ښوونځی يا سکول جوړوي نو لومړی د خښتو څخه دېوال جوړ کړي او بيا ددې دېوالونو څخه غونډه/کمره جوړ کړي او بيا ددې کمرو څخه ودانۍ جوړه کړي، بيا د ښوونځي يا د سکول د ودانۍ په هر چت کې ځانله ځانله موضوعاتو په اړه ماشومانو ته څيزونو ور زده کولی کيږي۔يعني د يوې ودانۍ جوړولو په وخت مونږ د څلورو مرحلو څخه تېرېږو:

1- خښتې 2- دېوال 3-کمره/غونډه 4-ودانۍ

هم د يوې ودانۍ پشان انساني جسم هم څه دا رنگې جوړ دی:

1- ژونکه 2- ووب 3-عضو/اندام 4-جسم

ايا تر دې دمه چې مونږ پدې مخ څه ولوستل هغه ټول تاسې ته په ښه توگه زده شول؟ که نه وي زده شوي نو يو ځل دا مخ د لومړي سر څخه بېرته ولولئ او کوز ورکړی شوي يو څو سوالونو/پوښتنو ځواب راکړئ، کچېرې تاسې د ټولو پوښتنو سم ځواب راکړو نو ددې به دا مانا وي چې تاسې مخکې تللو ته تيار يئ۔