د كيسې موضوع

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هغه نوې په زړه پورې موضوع، چې په فني، هنري او تكنيكي بڼه نه وي ليكل شوې او كه هغه موضوع، چې تكراري وي، بې كاره وي؛ خو په هنري، فني او تكنيكي شكل كښل شوې وي..
مخته تر دې چې د كيسې پر موضوع خبرې وكړو. اهميت يې څركند كړو. هغه لارې چارې وڅېړو، چې د هغو په مرسته موضوع پيدا كوى شو، د پرمختگ وسايل، چې جوت كړو، د پېچلي توب او نه پېچلي توب په اسبابو يې وژغېږو، د موضوع د ليكلو چپل زده كړو، پر جوړښت يې رڼا واچوو تر دغو ټولو مخته غواړم يو ځلغنده نظر پر تحليلي او تركيبي كيسو تېر كړم.
په تېرو پاڼو كې مو ونغوتله، چې تحليلي كيسه ځانگړى استعداد غواړي او مبتدي ليكوال كيسه ليكل په تحليلي كيسو نه شي پيلولى؛ خو ددې مطلب دا نه دى چې ساه كيسه تر تحليلي بې كاره او اسانه ده. ساده كيسه هم يو ډول خاصې پوهې او قدرت ت اړتيا لري تر څو د گڼو لوستونكيو رضايت لاس ته راوړي.
لوستونكي د موضوع يو اړخ دى. او د ليكوال برياوې د لوستونكيو له شمېر او سويې څرگندېږي.
نوى ليكوال په اولو وختونو كې اړ دى، چې ډېرو لوستونكيو ته ليكنه وكړي او بيا ورو ورو جگ پوړيو ته خبر ورسوي هغو ته، چې تحليلي كيسې خوښوي، د گڼو لوستونكيو د موندلو لار دا نه ده، چې ليكوال جنسي كيسو ته مخه كړي د ژڼيو او پېغلو د جذبولو لپاره يې وليكي جنسي ليكنې تر غونډو ليكنو اسانې او جنسي كيسې تر ټولو كيسو ساده دي. كوم ليكوال، چې د جنسي ليكلو په مرسته گڼ ژڼي لوستونكي پيدا كوي د هغوى ستاينه دوى د جگ پوړيو ليكوالو په ليكه كې نه شي درولى. كه څه هم مينه د كيسې يو مهم توكى دى او گڼې كيسې پر دې عاطفې كښل شوې دي لېكن ليكوال او په ځانگړې توگه نوى يو بايد دا عاطفه په مهذبو اسلوبو او فني ډول انځور كړي تر څو د پاخه لوستونكي تر پام بده نه شي او ځوان لوستونكى يې خوښه كړي.
يو ځل بيا تحليلي كيسو ته ورگرځو، تحليلي كيسې ځانگړى قدرت، استعداد او فكر غواړي، چې د نبوغ او عبقريت حد ته رسي دغه كيسې ځانته لوستونكي لري داسې لوستونكي، چې پر كيسې پوهېږي، له اروا پوهنې خبر وي او د ليكنې په باريكيو يې سر خلاصېږي.
تحليلي كيسې عام لوتونكيو ته هغوى ته چې مختلف كلچرونه، ذوقونه او نظريې لري په زړه پورې نه وي؛ خو كله چې په دغه كيسې كې تلوسه زياته شي، په ښه فني شكل او اسانه اسلوبو وليكل شي خاص او عام يې ستايي او خوښوي.

بله برخه

له داستانونه مجلې څخه داستانونه ويب پڼه