د شکیانو ښوونځې
علمي شکاکیت د لرغونې اپلاتوني شکاکي دورې ته رسېږي چې له میلاد څخه شاوخوا ۲۶۶ کاله وړاندې تاریخ لري. دا هغه وخت و چې ارسیسیلوس نږدې ۹۰ کاله مخکې له میلاد نه اپلاتوني اکاډمۍ مشر شو، چې په دې وخت کې د اسکالون اوسېدونکي انتیچوس شکاکیت رد کړ، مګر د یوازنیو فیلسوفانو په توګه، فارینوس او د هغه ښوونکي پلوتراچ له دې نېټې وروسته له شکایت څخه دفاع ته دوام ورکړ. د اوسنیو شکاکي مکتبونو برعکس، د پیرهوني مکتب پیروان په دې عقیده وو چې د هرشي په اړه پوهه نا ممکنه ده. افکار او نظریات هېڅکله حقیقت نه لري،مګر له دې سره د منلو حدود موجود دي چې د هغه پر بنسټ باور او عقیده منځ ته راځي، چې یو کس ته د عمل اجازه ورکوي. دا مکتب د ستویکس په مکتب د یرغلونو له امله مشهور و، په ځانګړې توګه د هغوی عقیدې له امله چې قانع کوونکی ګمان د حقیقي پوهې لامل کېږي. تر ټولو مشهور اکادمیکیان ارسیسیلوس، کارنیدیس او د لاریسا اوسېدونکی فیلو وو. د علمي شکاکیت په اړه تر ټولو پراخه لرغونې سرچینه اکادیمیکا ده چې، د علمي شکاک سیسرو له خوا لیکل شوې ده.
لنډه کتنهد یونان فلسفي شکاکیت چې، د یوه ځانګړي فلسفي خوځښت په توګه پېژندل کېږي، د الیس د اوسېدونکي پېرهو په وسیله (۳۶۰ – ۲۷۰ کاله مخکې له مېلاد نه) د زنوفانس او دیموکریتوس په مخکښۍ سره پیل شو. د هغه پیروان چې د پیرهونیست په نوم یادېږي، د معیار ستونزې په ګوته کړه: پدې معنا چې زموږ تیوري او د ګمان احساس نه شی کولای په کره توګه حقیقت له درواغو څخه جلا کړي. له دې امله، موږ باید خپل قضاوت و ځنډوو. دوی خپل شک ته ان د خپل شک تر اصل پورې دوام ورکړ، چې د دوی شکاکیت ته یې جامع بڼه وروبښله او په دې بنسټ یې له ملامتۍ څخه د خلاصون لپاره دا په یوه توکمپاله عقیده باندې بنسټیزه کړه. فکري ارماتیا (روحي ارامي) هغه پایله وه، چې د دې ډول افکارو د ودې له امله را منځ ته شوه. [۱] شاوخواه ۲۲۶ کاله له میلاد نه مخکې، د پیرهو زدکوونکي ارسیسیلوس د اپلاتوني اکاډمۍ مشر شو. هغه شکاکیت د اپلاتوني اصولو د اساسي عقيدې په توګه و ټاکه، چې اپلاتونیزم یې پیرهونیزم ته ورته بڼې ته بدل کړ. له ارسیسیلوس څخه ورسته، اکادمیکیان له پیرهونیزم څخه جلا شول. د اپلاتونیزم د شکاکیت دا دوره له ارسیسیلوس څخه تر لاریسا پورې د نوې اکاډمۍ په توګه را منځ ته شوه، که څه هم ځینو لیکونکو په دې کې نور فرعي وېشونه، کله منځنۍ اکاډمي هم په ګوته کړي دي. د د فلیوس اوسېدونکي پیرهونیست تیمون په مړینې سره، تر منځنۍ پیړۍ مخکې له میلاد څخه اپلاتوني اکادمي د شکاکیت اصلي ملاتړ کوونکې شوه. لکه څرنګه چې پخوانی علمي شکاکیت د پيرهو تر لږ اغېزې لاندې و، دې مکتب تر انیسیدیموس پورې ډېر په توکمپاله ډول وده وکړه، له میلاد څخه مخکې په لومړۍ پېړۍ کې، له علمي شکاکانو څخه جلا او پیرهونیزم اصول یې خپل کړل چې اکادمي په داسې ډول و غندله، چې د ستویکس مکتب پیروان د ستویکس په وړاندې مبارزه کوي. [۲][۳][۴][۵][۶] د دې مکتب پوهانو د حق په شتون کې شک نه درلود؛ بلکه دوی په دې شک درلود چې آیا انسانان د دې حقیقت د پوهېدو وړتیا لري او که نه. دوی خپل درېځ د افلاطون د فایدون پر بنسټ رامنځ ته کړ چې په هغه کې سقراط په دې اړه بحث وکړ چې پوه څنګه د فناه نه کېدونکي روح لپاره د لاس رسي وړ نده. [۷][۸][۹] که څه هم د پیرهوني پیروانو موخه د روحي ارماتیا لاس ته راوړل وو، له ارسیسیلوس وروسته، اکادمیکیانو ارماتیا د بنسټیز هدف په توګه و نه ګڼله. دوی د نورو فلسفې مکتبونو په توکمیز باور باندې په نیوکو تمرکز وکړ، په ځانګړې توګه د ستویکس د مکتب د توکمیزو باورونو په اړه. هغوی ځينې اخلاقي قوانین د یوه ښه او مننونکي لارښود په توګه تایید کړل چې د هغوی شتون د عاقل او نادان تر منځ توپیر را منځ ته کوي. که څه هم د پیرهونیانو او اکادیمکیانو د درېځ تر منځ توپیر لږ دی، د هغوی د ژوند په پرتله کولو سره دې پایلي ته رسېږو چې، منځلارې تګلاره د اکادیمکیانو له ځانګرتیاوو څخه شمېرل کېږي، په داسې حال کې چې د پیرهونیانو لیدلوری ډېر د اروا پوهنې اړخ ته و. د دویمې پېړۍ رومي تاریخ پوه الوس جیلیوس د علمي شکاکیانو او پیرهونیانو تر منځ توپیر په لاندې توګه بیان کړی: [۱۰]
ارسیسیلوسد ارسیسیلوس تر دورې پورې، اپلاتوني اکادمۍ په ټولو شیانو کې د یوه عمومي یووالي د موندلو اصل قبول کړ، چې د هغه په مرسته د حقیقت اصل موندل کېدای شو، مګر ارسیسیلوس د حقیقت په امکان سره په یرغل نوي شرایط را منځ ته کړل. سقراط داسې ویلي وو: "یوازې زه پوهېږم: چې زه په هېڅ شي نه پوهېږم. " مګر ارسیسیلوس له دې وړاندې پښه کېښودله او د سقراط لږ تر لږه یقین یې هم رد کړ: "زه نه شم پوهېدلی، ان دومره چې زه پوهېږم که نه. " [۱۳] د ارسیسیلوس نظریات چې د نورو له لیکنو څخه را ټول شوي دي، د ستویکس په فانتاشیا کاتالیپتیک (شرایطو) له یرغل څخه استازیتوب کوي او د هغه شکاکیت پر بنسټ ولاړ دي چې اپلاتون په وروسته لیکنو کې یې شتون درلود. ارسیسیلوس په دې عقیده و چې د فکري قناعت ځواک معتبر نه شي ګڼل کېدای، په داسې حال کې چې دا د متضادې عقيدې برابره ځانګرتیا ده. د حس د ډېټا نه یقینی والی په همدې ډول د عقل پایلو ته یوشانته دی، نو له همدې امله یو شخص باید له هغه احتمال سره قانع وي، چې د یوه عملي لارښود په توګه بسنه وکړي. "موږ په هېڅ شي نه پوهېږو، ان په خپله ناپوهۍ؛" نو یو عاقل شخص به د نه پوهېدو په چلند سره قناعت حاصل کړي. [۱۴][۱۵] اخځلیک |
- ↑ کينډۍ:EB1911
- ↑ Sextus Empiricus, "Outlines of Pyrrhonism" I.33.232
- ↑ Sextus Empiricus, "Outlines of Pyrrhonism" I.33.225-231
- ↑ Thorsrud, Harald (2009). Ancient Scepticism. Stocksfield [U.K.]: Acumen. pp. 120–121. ISBN 978-1-84465-409-3. OCLC 715184861.
Pyrrhonism, in whatever form it might have taken after Timon's death in 230 BCE, was utterly neglected until Aenesidemus brought it back to public attention
- ↑ Thorsrud, Harald (2009). Ancient scepticism. Stocksfield [U.K.]: Acumen. p. 45. ISBN 978-1-84465-409-3. OCLC 715184861.
So while Pyrrho's influence is significant, it does not shape the contours of Arcesilaus' scepticism nearly as much as the influence of Plato and Socrates.
- ↑ Thorsrud, Harald (2009). Ancient scepticism. Stocksfield [U.K.]: Acumen. pp. 102–103. ISBN 978-1-84465-409-3. OCLC 715184861.
Aenesidemus criticized his fellow Academics for being dogmatic...Aenesidemus committed his scepticism to writing probably some time in the early-to-mid first century BCE...leading Aenesidemus to dismiss them as "Stoics fighting against Stoics."
- ↑ کينډۍ:SmithDGRBM
- ↑ Phaedo, 64–67
- ↑ Veres, Máté (2009). "Carlos Lévy, Les Scepticismes; Markus Gabriel, Antike und moderne Skepsis zur Einführung". Rhizai. A Journal for Ancient Philosophy and Science. 6 (1): 107.
- ↑ کينډۍ:SmithDGRBM
- ↑ Gellius, Aulus (2008). Noctes Atticae. Josef Feix (3. Dr ed.). Paderborn: Schöningh. ISBN 978-3-14-010714-3. OCLC 635311697.
- ↑ Thorsrud, Harald (2009). Ancient scepticism. Stocksfield [U.K.]: Acumen. ISBN 978-1-84465-409-3. OCLC 715184861.
- ↑ کينډۍ:EB1911
- ↑ Cicero, Acad. i. 12, iv. 24; De Orat. iii. 18; Diogenes Laertius iv. 28; Sextus Empiricus, Adv. Math. vii. 150, Pyrrh. Hyp. i. 233
- ↑ کينډۍ:EB1911