د افغانستان اوسني اوبه او سرچينې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان اوسني اوبه او سرچينې، (په دري : آب های جاری افغانستان و منابع آن )
دا کتاب په ۱۳۹۰ هـ ل کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز لخوا چاپ شوی . نوموړی کتاب د يو سيمينار او ورکشاپ د مقالو ټولګه ده ، چې د سرمحقق عبدالرحيم بختانی لخوا تدوين شوی .
د افغانستان د روانو اوبو په اړه سيمينار د ۲۰۰۷ ز کال د می پر اوومه او اتمه نيټه وشوه او د همدې کال په پای کې په همدې باب يو ورکشاپ هم جوړ شو .
د مقالو په دې ټولګه کې د نوموړی علمي – څيړنيز سيمينار د اتو تنو پوهاند علمي تحقيقي مقالې او د افغانستان د روانو اوبو ورکشاپ ګزارش او نتيجې چاپ شوي دي . د کتاب په پيل کې ددې مجموعي په باره کی د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز يادښت وړاندې شوی .
پدې يادښت کې د ذکر شوي سيمينار ، ورکشاپ او د دې کتاب په اړه داسي معلومات وړاندی شوی : د ۲۰۰۷ ز کال د می پر اوومه او اتمه نېټه د انټرکانټيننټل په هوټل کې دوه ورځنۍ علمي سيمينار پيل شو . په سيمينار کې په څو لاندې عمده مسايلو خبرې وشوې :
۱- د افغانستان روانې او به په څو حوزو ويشل کيږي ؟
۲- دغه روانې اوبه د نړيوالو موازينو له مخې څه ډول حقوقي ملکيت ګڼل کيدای شي .
۳- افغانستان څومره اوبو ته اړتيا لري .
۴- له ګاونډيو سره د اوبو د ويش مساله څه ډول ده .
۵- څه بايد وشي چې د افغانستان حق اوبه سمې ولګيږي او افغانان نور د سيند پر غاړه تږي او وچې شونډې پاتې نه شي .
په سيمينار کې بحثونه ډېر تاوده وو ، او په وطن کې د ځينو سيمينارونو پر خلاف په هوا کې تورې نه وهل کيدې بلکې ټوله پاملرنه پردې وه چې د افغانستان او به افغانستان ته وکارول شي . مرکز چې د پوهانو او ګډونکوونکو مينه او علاقمندي وليده نو په دوه ورځني سيمينار کې يې بحثونه کافی ونه ګڼل او پلان يې جوړ کړ چې له بحثونو څخه د يوې ستراتيژيکې پايلې تر لاسه کولو لپاره ښايي يوه بله کاري غونډه هم جوړه شي ، د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي منشي ، سلاکارانو او علمي غړيو د ښاغلي پوهاند غلام جيلاني عارض تر مشرۍ لاندې څو مياشتې کار وکړ او بلاخره يې د ۲۰۰۷زکال د ډيسمبر پر ۱۱ مه نېټه مرکز کې د پايلې اخيستنې ورکشاپ او غوښت چې خبرې راغونډې او نچوړ يې را وايستل شو .
دادی اوس چې ډېر وخت تيريږي د سيمينار مقالې او د ورکشاب لنډيز د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز لخوا د سرمحقق عبدالرحيم بختانی خدمتګار په زيار او اهتمام چاپ شو .