خړپړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خړپړ (په فرانسوۍ: grisaille - ګریزیې) هغه ټکی دی چې د (gris - خړ) څخه اخیستل شوی دی. د انځور ګرۍ یو ډول دی چې پنځیزه رنګونه نه په کې کاریږي او ټول انځور له یوه یا دوو رنګونو څخه جوړ وي. خړپړ، څو محدوده او په حد کې راګیر رنګونه لري. رنګونه: خړ، نسواري او د سپین څخه تر تور وزمه وي. په دغه رنګونو نه یوازې په انځور کې کرښې څکوي خو د توکي په مرسته موجونه (سیوره) هم په کې جوړوي. د خړپړ تخنیک نه یوازې په انځوروونه کې خو په څلي (مجسمه) جوړونه او د ښیښو په رنګولو او څکولو کې هم کارېږي.

سرچينې[سمول]

  • ښيښه په ودانۍ کې کتاب