خپگان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د البرخت دوررمېلېنکوليا انځورېدنه, تقريباً. ۱۵۱۴ ز. کال

خپگان (په انگرېزي: Depression) د ټيټ مزاج يو حالت او د هغو کړو وړو او چارو نه کرکه ده چې د سړي فکر، سلوک، احساسات او فيزيکي ښه اوسېدنه اغېزمنه کوي.[۱] د خپگان ناروغان اکثراً ځانونه خپه، اندېښمن، تش، ناهيلې، نامرستندويه، بې ارزښته، گرم، گنهگاره، ژر غصه کېدونکي او نارامه احساسوي. دا ډول وگړي په هغو کارونو او مشغولاوو کې ناپزړه پورتيا ښکاره کوي چې يو وخت دوی ترې خوند اخيسته. دوی اکثراً په خپل ژوند کې اکثراً يو ډول بې خوندي ويني. همداراز د دوی اشتها کمېږي او يا هم له حد نه ډېرېږي، دوی د خپل فکري تمرکز کمزورتيا احساسوي او د پېښو جزيات نه شي په ياد ساتلی، همداراز د پرېکړې او فېصلې توان هم نه لري او ډېر احتمال شته چې د دغې روحي ناروغۍ ناروغان د ځانوژنې هڅه وکړي. بې خوبي، له حد نه ډېر خوب، ستړيا، بې اېنرژۍ، دردونه، د هضمي نظام دردونه او ستونزې چې د درملنې په وړاندې مقاومت ښکاره کوي، د خپگان د ناروغۍ په نښو نښانو کې راځي.[۲]

د ژوند د ناخوالو او ناوړو پېښو په وړاندې، د طبي حالتونو د يوې نښې په توگه، د ځينو درملنو د جانبي اعراضو په توگه د خپه مزاج لرل يو نورماله غبرگون دی خو خپگان د يو لړ رواني ناروغيو د يوې عامې نښې په توگه هم پېژندل کېږي.

خپگان د ناروغۍ د نښې په توگه

رواني ناروغۍ

داسې يو شمېر رواني ناروغۍ پېژندل شوي چې خپه مزاج يې يوه اهمه علامه گڼل کېږي. د مزاج بې نظمۍ د يو ډله بې نظميو څخه دي چې په عمده توگه مزاجي اختلالونه دي. په دغو کو د خپگان سترې بې نظمۍ، چې په عامه توگه ستر خپگان او يا کلينيکي خپگان راځي، دغه حالت کې يو کس تر دوو اونيو په خپه مزاج کې وي او يا هم د خپل د ژوند په تقريباً ټولو کارونو کې لېوالتيا او پزړه پورتيا له لاسه ورکوي. همدا شان په هغو کسانو کې چې په خپگان اخته وي ډېستېميا يا د اوږدمهاله خپه مزاج يو حالت څرگند ليدل کېږي چې د ستر خپگان د شديد حالت د نښو نښانو سره سر نه خوري. يوه بله مزاجي بې نظمي، بايپولر بې نظمي يا دوه قطبي بې نظمي ده چې د غېرنورماله لوړې کچې اېنرژۍ د څپې، فکر او مزاج په توگه ظاهرېږي خو په دې کې هم د خپگان د څپو د څرک شونتيا شته.

د مزاجي بې نظميو نه سېوا، څېرمه شخصيتي بې نظمي او سازشي بې نظمۍ هغه حالتونه دي چې د يوه پېژندلې پېښې يا اندېښمن ساز په وړاندې د يوه رواني ځواب په توگه، خپه مزاج له ځانه ښکاره کوي. دا يو داسې حالت دی چې اخري احساساتي يا د کړو وړو نښې نښانې پکې د پام وړ دي خو دا هم د ستر خپگان د معيارونو سره سر نه خوري.[۳]

غير رواني ناروغۍ

خپه مزاج د يو شمېر انتاني ناروغيو او فيزيولوژيکي ستونزو په پايله کې هم راڅرگندېږي چې په دغو کې اډيسن ناروغي، لايم ناروغي، ملټيپل سکلېروسېز، خوب سابندي او د زړه د رېتم د اختلال ناروغۍ راځي. خپگان اکثراً د هايپوتايرايډيزم له لومړنيو نښو نښانو نه يوه نښه ده. د ځينو ناروغيو درملنه هم د خپه مزاج سبب گرځي لکه د هپيټايټس سي درمل.

سرچينې

  1. Sandra Salmans (1997). Depression: questions you have - answers you need. People's Medical Society. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781882606146. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Depression". National Institute of Mental Health. 2009-09-23. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جون ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. American Psychiatric Association 2000a, p. 355