خيالي دنيا(کتاب)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا د ارواښاد قيام الدين خادم يو پښتو منثور اثر دی. "خيالي دنيا" د خادم صاحب ډير مشهور اثر دی چې د ده د منثورو آثارو مجموعه ده. دغه اثر ته د ادبي ټوټو مجموعه هم ويلاى شو. خيالي دنيا چې ټولټال ۹۴ مخونه لري، په 1339 ل. كال کې د پښتو ټولنې لخوا د ۱۰۰۰ ټوكو په شمېر د افغانستان په دولتي مطبعې کې چاپ شوى دى. د كتاب د ټولو ادبي ټوټو شمېر يې ۵۶ ته رسېږي چي هره ادبي ټوټه يې د افغاني ټولنې كړه وړه تمثيلوي.

د كتاب ادبي ټوټو هره يوه يې دخپلي معنا اوهغومفاهيمو له مخې چې پكې ځاى شوي دي د پښتو ادب د پراخه بڼ رنگارنگ گلان گڼل كيږي . كه دغه اثر په دقت ولوستل شي يوه لوى سمندر ته ورته دى چي هر څه پكې موندل كيږي . خادم صاحب پدغو لنډو ادبي انځورنوکې مينه ، محبت، د ټولنيز ژوند رازونه ، آزادي، انتقاد، پرمختگ، عبادت، هنر او د ژوندانه ټولې لارې چارې لوسونکي ته ورښيي.