خضرخان غلجي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خضر خان دهند دپښتون واکمن سلطان علاءالدین غلجي(خلجي ) (مړ۱۳۱۶ زیږدیز =میلادي )مشر زوی و .سلطان علاءالدین غلجی په هندوستان کې دغلجیانو دکورنۍ دویم ستر او ځواکمن سلطان تیر شوی دی.سلطان علاءالدین غلجي په هندوستان کې د۱۲۹۶ زیږدیز کال نه دتر ۱۳۱۶ زیږدیز کلونو پورې واکمني وکړه .

نور[سمول]

دسلطان علاء الدین غلجي دز وی شهزاده خضر خان او دول راني کیسه دهندوستان دستر صوفي حضرت امیر خسرو دهلوی له خوا په ۱۳۱۵کال کې په منظومه بڼه لیکل شوې ده چې د(عشقیه دول راني خضرخان) په نامه سره مشهوره ده . دول راني دهند دګجرات دراجا (رای کرن ) لوروه .سلطان علاءالدین غلجي دخپل سلطنت په دریم کال یعنې په ۱۲۹۹ زیږدیز کال دخپل ورور الماس بیګ چې په الوغ خان سره یې شهرت درلود او دخپل یوه بل جنرال نصرت خان په مشرۍ یو لښکر ګجرات ته ولیږه څو هغه ځای فتحه کړي ،خو دهغه ځای واکمن راجا کرن دیواګیري ( اوسني دولت آباد ) ته وتښتید او خپله کوچنۍ لور دول راني یې چې دشپږو میاشتووه هم له ځانه سره بوتله ،خو میرمن یې کملا دیوي دعلاءالدین غلجي د پو ځونو(فو جونو ) لاس ته ورغله او ډهلي ته چې دعلاءالدین غلجي پلازمیینه (پایتخت ) و ولیږدوله شوه او دسلطان علاءالدین په حرم کې اوسیدله . سلطان علاءالدین غلجي دګوجرات دراجا کرن دمیرمنې کملادیوي نه وغوښتل چې دهغه لور دیول راني چې دخپلې مور دجدايۍ په وخت کې دشپږو میاشتو وه ډهلي ته راولي او دده دزوي شهزاده خضرخان ته یې په نکاح کړي . کملادیوي دسلطان علا ءالدین غلجي داخبره ومنله ،خو سلطان علاءالدین ډیر ژر دخپلې ژ منې نه واوښت اوبیا یې په ګجرات باندې دبرید تکل اواراده وکړه او يو ځل بیا یې یو ستر پوځ د الپ خان (الف خان )تر مشرۍ لاندې پرګجرات باندې دبرید لپاره چمتو کړ. راجاکرن چې داځل بیا پا چا هي پو ځونه ولیدل نو دیوا ګیري ته وتښتید. داځل سنګن د یوا ددیواګیري حاکم د ګوجرات دتښتیدلي راجاکرن نه وغوښتل چې خپله لور دول راني ده ته ورکړي . راجا خپله لور دول راني سنګن دیوا ته ورکړه ا و دواده مراسم ترسره کیدل چې ناڅاپه دَعلاءالدین غلجي پوځونو پرې ناڅاپي برید وکړ او دول راني دعلاءالدین غلجي دپو ځونو لاس ته ورغله او ډهلي ته ولیږدوله شوه . ديول راني چې هغه وخت نوې ځوانه شوې وه او ډیر ه ښایسته وه دشهزاده دخضرخان پاملرنه یې ځانته واړوله او شهزاده خضرخان پرې مین شو. په عین حال کې دخضرخان مور خپله وریره دالپ خان ( الف خان ) لور دخپل زوي شهزاده خضرخان لپاره خوښه کړې وه او کله چې خبره شوه چې زوی یې شهزاده خضرخان ددول راني سره مینه لري نو دول راني یې سرې ماڼۍ ته ولیږله او دخپل ورور الپ خان ( الف خان) لور یې خپل زوي شهزاده خضر خان ته په ۱۳۱۲ زیږدیز کال کې واده کړه ، خو شهزاده خضر خان ددول راني سره مینه درلوده او دهغه دمینې په لمبو کې سوځیده او ان تر دې چې دډیره غمه خواشیني او ناروغه شو او موريې دې ته چمتو شوه چې دو ل راني په ځانګړو شاهي تشریفاتو او مراسمو سره خپل زوی شهزاده خضر خان ته ورواده کړي . خو له بده مرغه وروسته شهزاده خضرخان د یوه ناوړه درباري امیر ملک کافور ددسیسو قربانی شو او دده په لمسونه دګوالیار په کلا کې زنداني شو ، خو سره له دې هم دیول راني ته دا اجازه ورکړل شوه چې د شهزاده خضرخان سره په زندان کې واوسیږي .دسلطان علاءالدین تر مړینې وروسته دشهزاده خضر خان میرني ورور سلطان قطب الدین مبارکشاه لومړي د د۱۳۱۶ زیږدیز کال دجنوري دمیاشتې په پنځمه نیټه دشهزاده خضرخان نه سترګې وایستلې او دی یې ړوند کړ اوبیایې په ۱۳۱۸ زیږدیزکا ل کې وواژه . په دې توګه دشهزاده خضرخان اودول راني مینه دتل لپاره ناکامه شوه .

سرچینې[سمول]