خرېزانتېما توغندی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د خریزانتېما توغندی په نندارتون کې
د بي ام پي-۳

خريزانتيما توغند‌ۍ (په روسي: Хризантема(ПТРК ناټو: AT-15 Springer) د غږ نه زیات یوه رهبري شوي توغندۍ ده چی د ټانکونو، زره پوښ موټرونو او هليکوپترونو (چورلکو) د منځه وړلو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. نوموړي رهبري شوي راکټ د چورلکونو او پوځي زره پوښ موټرونو څخه ویشتل کېږي.

تاريخ

د خريزانتيما راکټي سیستم په ۹۰ کلو کی د Kolomna په ښار کی د KBM لخوا طرح شو خو روسی پوځ په رسمی ډول د دغی وسلې څخه د ۲۰۰۵ کال څخه راهیسی کار اخلي. په ۲۰۱۰ کال کی د نوموړي راکټي سیستم ۱۴ موټرونه لېبيا ته صادر شول.

پېژندنه

خريزانتيما توغندۍ د لیري واټن، غږ نه زيات یو راکټ دی چی د ليزر یا راډار د شعاع په مرسته رهبري شوي دی. واتڼ ویشتونکي یی د ۴۰۰ مترو څخه تر ۶۰۰۰ مترو پورې دی. توغندی د سوځولو (سوند) جامدو موادو څخه جوړه شوی ده او سرعت یی ۴۰۰ مترو په ثانیه کی ته رسېږي. هر رهبري شوي راکټ ترمو فشاري خولۍ یا د ټانک پر ضد چاونونکي خولۍ ولري. د خريزانتيما هر راکټي سیستم د دوو رهبري شوي توغنديو، راډار او د ليزر نښه کوونکي سیستم څخه جوړ شوی دی. ټول راکټي سیستم د بي اېم بي – ۳ پر زره پوښ موټر باندي نصب شوي دی.

د وسلې دولونه

  • 9M123
  • 9M123 2
  • 9M123F
  • 9M123F2

د وسلې کارونکی

سرچينې