خبرې اترې:ژباړه

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ژباړه په لغت او اصطلاح كي

الف: ژباړه په لغت كې: ژباړه په لغت كې اړولو ته وايي يعنې له يوې ژبې نه بلې زبي ته دويناوو او مفاهيمو اړولو ته ژباړه وايي نو ځكه ويلاي شو، چې دژباړونكي نوم هم له ژباړې نه تر لاسه شوى او ژباړونكى هغه څوك چې ژباړه كوي.

ب: ژباړه په اصطلاح كې: ژباړه په اصطلاح كې دمبدا دژبې لغاتواومفاهیمو ته دمقصد په ژبه کی د دقيقو او نژدې معادلولغاتواو مفاهیمو پيدا كول او لټول دي؛ په دې شرط چې دويونكي اصلي مطلب ته زيان ونه رسېږي او دهغه علم پكې حفظ وي. يا په بله وينا ژباړه هغه فن يا مهارت دى، چې دهغه په واسطه كولاى شو يوه مانا،محتوا،پوهه،معلومات او پيغامونه ديوې ژبې له شكلي چوكاټه وباسو او دبلې ژبې په شكلي چوكاټ كې ځاي كړو.

دژباړې اهميت[سمول]

نن هغه وخت نه دى، چې زموږ نيكونو او غور نيكونو په كې استوگنه لرله. نن دكمپيوتر او انټرنټ دور دى، دعصري او موډرنې تكنالوژۍ عصر. نو ځكه پكار ده، چې دنړۍ له اوچت او چټك يون سره ځان غاړه غړۍ كړو او هڅه وكړو، چې له دې يون نه په شا پاتې نه شوو.

نننۍ نړۍ پرته له دې چې پرمختللې او لويه نړۍ ده، له دې ټولې لويئ او وسعت سره سره ديوه واړه استوگنځي حيثيت لري. نن كه دنړۍ په ختيځ او يا لويديځ كې كومه څېړنه،اختراع او يا نوى كشف كېږي نو دم گړۍ يې ټوله سيمه اوري او پرې خبرېږي؛ داچې څنگه دومره په سرعت خپرېږي او تر هر چا رسېږي همدا پوښتنه زموږ دليكنې اصلي برخه ده؛ چې پوهيدل يې پرته له ځنډه شونى برېښي داځكه چې نن هغه عصري تكنالوژي زموږ ملگريتوب كوي خو شرط يې دا دى چې موږ له خپلې ژبې څخه پرته په بله كومه بين المللي ژبه هم پوه واوسو او وكولاى شو دهغې مبدا ژبې نه مفاهيم را واخلو او په خپله ژبه يې واړوو او دهيواد د ټول ولس تر غوږه يې ورسوو.

كه په نړې كې داسې څوك نه وي، چې همدا د را اړولو فن يا مهارت يې زده وي نو ناشونى برېښي چې همدا مډرنه تكنالوژي هم زموږ په درد وخوري. له همدې ځايه دى، چې موږ په ژباړه او دژباړې په اهميت او ضرورت ښه پوهېدلاى شوو.

هغه هېوادونه، چې په ذهني او فكري لحاظ وروسته پاتې دي او غواړي چې په عقيدوي ، فكري او علمي لحاظ دهغو هېوادونو پيروي وكړي، چې په دغو ساحو كې پرمختللي دي نو ورته لازمه ده چې لومړى دهغو په ژبه ځان پوه كړي او بيا په دې توگه دهغوى عقايد،افكار،خيالات، دعلومو او فنونو په بيلابيلو برخو كې تجربې ،نظريات او اختراع گانې دخپلو خلكو لپاره پخپله ژبه راواړوي او ځان او ولس پرې پوه كړي.

دژباړې داهميت په هكله يو ځل بيا په دې ټينگار په كار دى، چې كه ژباړه او ژباړن نه واى دنورو قومونو او ملتونو له حالاتو څخه دخبرېدو امكانات به نه وو ځكه پرته له دې، چې ژباړې ته مخه كړو بله لاره نه لرو

نو ويلاى شو چې په يوه ټولنه كې دتجربه لرونكي ژباړونكي موجوديت، چې دمبدا او مقصد په دواړو ژبو برلاسى وي اړين برېښي.

دښه ژباړن اوصاف[سمول]

لكه څنگه چې يوه ښه ليكوال ځانته خپلې ځانگړنې او اوصاف لري، يوه ښه ژباړونكى هم ديو شمير اوصافو لرونكى دى. تر هغه پورې چې ديوه ژباړن په وجود كې دا اوصاف نه وي او له دې پوهې نه برخمن نه وي ژباړه نشي كولاى ، هغه اوصاف په لاندې توگه دي:

الف: په مورنۍ ژبه برلاسي.

ب: په بهرنۍ ژبه برلاسي.

ج: ددوو ژبو ترمنځ دگرامري قواعدو دتوپير پيژندنه.

الف: په مورنۍ ژبه برلاسي: كله چې مورنۍ ژبه يادوو موخه مو يوازې هغه ويناوې ندي چې موږ يې دورځنيو اړتياوو درفع كولو لپاره يو له بل سره وايو يا هغه خبرې اترې ندي چې موږ يې په خپلو كورنيو او چاپيريال كې استعمالوو ځكه عاميانه محاورې يا لهجوي ويناوې هيڅكله په دې مانا نه دي چې موږ پرې ادعا وكړو ،ددې ويناوو په ويلو يا پوهېدلو موږ په مورنۍ ژبه برلاسي يو بلكې هغه وخت موږ دا ادعا كولاى شو، چې دهغې ژبې په گرامري جوړښت،سبكي ځانگړنو او دورځنيو اړتياوو دپوره كولو نه په لا ډېرو اصطلاحاتو،تركيبونو،لغاتو ،ادبي فنونو او دهماغه ژبې په ژبنيو جوړښتونو پوه وو.

ب:په بهرنۍ ژبه برلاسي(دمبدا ژبه): په بهرنۍ ژبه برلاسي هم ديوه ښه ژباړونكي له اوصافو څخه شميرل كېږي. يو ښه ژباړونكى بايد په يوه بهرنۍ ژبه ښه برلاسى وي. دا برلاسي په دې مانا هم نه دى، چې ژباړن يوازې دهغې ژبې په محاورې پوه وي، بلكې ژباړن بايد لكه څنگه چې دخپلې مورنۍ ژبې د بنسټيز او گرامري جوړښت په پوهيدا مكلف دى ، بايد په بهرنۍ ژبه هم ښه برلاسى وي خو توپير په دې كې دى چې په مورنۍ ژبه برلاسي او دمهارتونو يادول دژوند په اوږدو كې كيداى شي؛ كوم څه چې په يوه بهرنۍ ژبه كې تر ډېره بريده نا شونې برېښي.

له دې امله ويلاي شو، چې ژباړن بايد دبهرنۍ ژبې دښه پوهيدو تر څنگ دهغې ژبې دويونكو په جغرافيا،تاريخ،ادابو،رسمونو يعنې فلكلور او دليكوال په فكري طرز هم ښه پوه وي تر څو دهغې ژبې دعباراتو، اصطلاحاتو،استعارواو تشبيهاتو په واقعي مانا او مغهوم پوه شي.

ج: د دوو ژبو (مبدا او مقصد)دگرامري توپيرونو پيژندنه: هر تمدن په هر وخت او هر محيط كې خپلې ځانگړتياوې لري، چې دجملو اصطلاحاتو او معينو لغاتو په كالبونو كې خپل توپيريز اړخونه ښكاره كوي. دبيلگې په توگه په ژباړه كې لفظاً دبلې ژبې له اصطلاح او لغت نه مانا اخيستل سم كار ندى ځكه چې لغات او اصطلاحات زياتره په جمله كې دموقيعت او حالت له مخې ځانته بيله مانا ايجابوي او په بله ژبه كې ورڅخه دمحاورې له مخې هماغه مانا نه افاده كېږي.مثلا ټوكې ټكالې چې دلغاتو په څو مانېزو ماناوو ولاړې دي، چې كله كله په ډېره سختۍ او كله هم هيڅ نه ژباړل كېږي. همدا شان كه د دري (لب دريا) په پښتو د(سيند په شنډو) وژباړو نو ډېره بې خونده او له ورځنۍ محاورې نه لري برېښي

دا ډول توپيرونه دمورنۍ (مقصد)او بهرنې (مبدا)ژبې ترمنځ دگرامري جوړښت په نتيجه كې هم رامنځ ته كيداى شي چې مخكې ورته اشاره وشوه. دكلمو ځايونه په جملو كې ، په مركبه او ساده جملو كې ،متلونو او تشبيهاتو كې ليدل كېږي. سره له دې ټولو توپيرونو دا چې ژباړونكى دمطلب روح،كليات او دليكونكي سبك ته گوري نو هڅه كوي يو مطلب په داسې ډول وژباړي چې دمطلب اصالت له منځه لاړ نشي او د امانت دارۍ اصل رعايت شي.

د ښې ژباړې اوصاف[سمول]

لكه څنگه چې دژباړن لپاره ځانگړنې او اوصاف وضع شوي، د ښى ژباړې لپاره هم اوصاف او ځانگړنې شته، چې په لاندې ډول دي:

۱- د يوې ښې ژباړې صفت دا دى چې اصلي مطلب پكې ټول راشي خو لوستونكى پرې دژباړې گومان ونكړي بلكې دخپلې ژبې مضمون ورته ښكاره شي.

۲-دژباړې ژبه بايد ساده اسانه او روانه وي داسې، چې لوستونكى ترې پوره مطلب په اسانۍ سره واخيستلاى شي دمتن لمن بايد له ابهامه څخه پاكه وي.

۳-دښې ژباړې يوه علمي ځانگړنه دا ده، چې دمانا او محتوا له مخې له اصل سره سمه وي په دې مفهوم چې داصلي مضمون دمطلب كومه برخه له ژباړې پاتې نشي او دليكوال دعلمي امانتدارۍ حق پكې په بشپړه توگه رعايت شي.

۴- ديوې ښې ژباړې تر ټولو مهمه ځانگړنه داده، چې دژبې له محاورې سره برابره وي. له محاورې څخه وتلې ژباړه دادبپوهانو په نظر يو بې ارزښته مال گڼل كېږي.

۵- ديوې ښې ژباړې لپاره يوه بله ځانگړنه، دنثر ښكلا په نظر كې نيول دي،ژباړن بايد،له كومې ژبې څخه ،چې ژباړه كوي،هڅه وكړي،چې دمتن ښكلاېيزه تومنه زيانمنه نه شي.

دژباړې اساسات[سمول]

۱- ژباړونكى بايد دكومې موضوع له ژباړې څخه مخكې ، هغه موضوع، څوځلې ولولي تر څو چې دمتن يا ليكنې په محتوا او دليكوال پر اصلي مقصد ښه پو شى

۲-كه چيرته ژباړونكى د ليكنې دلوستلو په وخت كې له كومې داسې مبهمې جملې ،لغت او يا اصطلاح سره مخ شو چې دى پرې نه پوهېده ، بايد له ځانه سره يې ياداشت كړي ، وروسته دې هغه پېچلې او مبهمه جملې سره تجزيه او لنډې كړي تر څو ځان د جملو اصلي مانا وو ته ورسوي .

۳- دلغاتو دماناوو دپيدا كولو لپاره بايد قاموسونه، دعباراتو او اصطلاحاتو دپيدا كولو لپاره داصطلاحاتو قاموسونه او دنومونو ،تاريخونو او نورو حقايقودپوهېدو لپاره مراجعوي اثارو ته مخه وشي.

۴- ژباړن بايد دليكنې دلغاتو لپاره هماغه ماناوې پيدا كړي چې په ليكنه كې ورته اړتيا ليدل كېږي نه داچې له قاموسه يې چې هره مانا متن ته خوښه شوه هماغه راواخلي او په ليكنه كې يې وكاروي. يوه كلمه يا لغت كيداى شي څو ماناوې ولري. دسم انتخاب لپاره دا ټكى بايد په پام كې ولرو : كه زموږ ژباړه له پښتو نه انگليسي ته وي نو بايد له پښتو په انگليسي قاموس نه استفاده وشي او كه ژباړه له انگليسي نه پښتو ته وي نو بيا بايد له انگليسي په پښتو او يا انگليسي په انگليسي قاموس وكتل شي كه چېرته په قاموسونو كې هم ورته دضرورت وړ مانا پيدا نشوه نو بايد دمتن دقراينو په پام كې نيولو سره ورته مانا وټاكو .

۵- وروسته له دې چې لغاتو ته مو دقيقه مانا وې پيدا كړې،نو جمله په جمله او يا پراگراف په پراگراف دموضوع په ژباړه پيل كوو . په دې مرحله كې بايد پاملرنه وشي، چې دجملو يا پراگرافونو ترمنځ رابطې په سمه توگه وساتل شي . دپراگراف په پراگراف ژباړې لپاره بايد:

الف: پراگرافونه بايد دقيق ولوستل شي تر څو په ماناوو يې په سمه توگه پوه شوو.

ب: وروسته بايد دپراگرافونو جملې په لنډو جملو واړول شي تر څو څه را نه مبهم تېر نشي.

ج: په درېيم پړاو كې بايد هره جمله په خپلو اجزاوو وويشل شي.

د: دپراگراف اصلي مطلب يا د پراگراف په سر كې وي او يا په پاى كې. ددغه اصل مطلب په پام كې نيولو او دگرامري دستورونو په رڼا كې په ژباړه لاس پورې كړئ.

۶- دپرمختللو هيوادونو دعلمي او تخنيكي اثارو دژباړې په وخت كې كېداى شي له داسې لغاتو او اصطلاحاتو سره مخ شو، چې دهغه معادل په خپله ژبه كې ونلرو نو لازمه ده هغه لغات كټ مټ راواخيستل شي اوبيا په خپل رسم الخط وليكل شي او يا په دواړو بڼو دمبدا او مقصد په ژبو وليكل شي.

۷- كله داسې هم پېښېږي، چې په قاموسونو كې دمتن مطابق دلغت سم ځواب نه تر لاسه كېږي نو په دې صورت كې بايد تر ټولو نژدې مانا لغت ته غوره شي او دمانا تر څنگ اصلي لغت په خپله بڼه هم راوړل شي تر څو لوستونكى له ابهامه خلاص كړي.