خبرې اترې:سولگر

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کلیم جانه سلامونه وروره لدې چې کمپيوټر ته سولګر وایې د کمپيوټر پوهنې ټرمنالوژي (نوم پوهنه)راپیدا کړه . کمپيوټر يو نړېوال نوم دی هرځای کې منل شوی نوم دی او افغانان به ېې هم په همدې نوم يادوي، سولګر تاسو باید چې وشینلای شۍ، باید چې معرفي ېې کړۍ چې خپله د سولګر نوم مانا او مفهوم څه دی او سول څه مانا لري؟ او ګر ېې څه مانا لري؟ تاسو ته باید مالومات وي. که تاسو لدې نه تېر شۍ ، او پرته د ژبدود، او ژبپوهنې، له آري تخصصه تاسو خپله نومان راوپنځوۍ او هېڅ ېې په ژبدودیزه توګه تشریح نشۍ کړای نو دا ټولنې ته د منلو وړ نه ښکاري. زما په نظر تاسو دغو کاري وینو ته نومان ولټوۍ، لکه ...Option, Settings,Log in , Log out, Log off, Alternative, Sub, Terms, Blogs, Database, Data, device , etc...نو ډېره به ښه شي، او خدمت به مو هم ډېر کړی وي. په درنښت



سلام وروره داچي تاسو د سولګر د ويي پسې داسي را اخيسته ده نو ښه ځير شه

دا چي تاسو وايي د كمپيوټر ويي نړيوال دي او په نورو ژبو كي نشته زه له ده سره بډوالي لرم ځكه د كمپوټر ويي په نورو ژبو كي شته كه تاسو ځير شئ لكه:

  • اردو: شمارندہ
  • عربی : حاسوب
  • فارسی: رایانه
  • فرانسوي : Ordinateur،
  • انگریزی: computer،

د ا لاندي وييونه ما نه دي جوړ كړي بلكه د پښتو وييونو يو لړ ليال دي چي د مايكروسافټ ، ګوګل او نورو لخوا كارول كيږي.

او بل د ياد شوي وييونو مانا ګاني په دي ډول دي

  1. انډوليز alternative
  2. څيرمه sub
  3. توكې terms
  4. ويبلاګ blogs
  5. توكبنسټ database
  6. اومتوك data
  7. وزله device
  8. غوراوي option
  9. امسته setting
  10. ننوتون log in
  11. وتون log off
  12. خبراوى alert

data and information يا اومتوكي او مالومات دا دواړه د يو بل څخه توپير لري

  • اومتوكي(data)هغه اوموزله توكي , شميري ، انځورونه او ډولونه دي چي د ګټي اخيستلو وړ نه دي
  • مالومات(information) هغه چاڼ شوي او بهير شوي (processed)اومتوكي دي كوم چي د ګټي وړ دي

سول په پښتو قاموسونو كي په ډيرو ماناګانو راغلي لكه:

سراښتوب ،حرص ،پوهه ،هوښيارتوب ځيركي او استخباريه

دا چي سولګر په څه لامل د كمپيوټر لپاره نيول شوي دابه ښه وي چي د هغو پوهانو څخه پوښتنه وشئ د مايكروسافټ او نورو سولګر جوړلو ملتونونو (كمپنيو )كي كار كوي .

او كه تاسو خپل ځان راوپيژني نو كولي شم چي تاسره اړيكه ونيسم

په درناو وحيدالله كليم