خبرې اترې:ارز

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دود پيسې مفهوم څرګند نه دی. دود پيسې هر هغو پيسو ته وييل کېږي چې په يوه اقتصادي نظام کې چلېږي. لکه د پاکستان کالدارې او افغانۍ دواړه د افغانستان په ځينو سيمو کې دود پيسې دي، هغه د دې پخاطر چې په دواړو ارزونو باندې څوک پېرپلور ترسره کولای شي. خو دا د دې مانا نه لري چې دواړه ارزونه د افغانستان ملي ارز دي. په دغو کې افغانۍ يوازې د افغاني اقصتاد منلی ملي ارز دی. د همدې پخاطر مې د دود پيسې چې ناڅرګنده پېژند لري ړنګ کړ او پر ځای مې ارز ځايناستی کړ. --Khangul 18:10, 9 جنوري 2012 (UTC)

خو د ارز ویي په پاړسي کې کارول د دې لپاره چې له پاړسي نه جلا شي نو ځکه مې دود پيسو ته ولېږدوه او دا ویي (دود پيسې) د مایکروسافټ په پښتو کمپیوټري سیند کې هم کارول شوي --کلیم 18:37, 9 جنوري 2012 (UTC)

د مايکروسافټ پښتو کمپيوټري سيند کې ډېرې تېروتنې شته. ارز د پارسي کلمه نه ده. په QAMOSONA.COM کې يې وګوره. پيدا به يې کړې. اسعار په عربي په پارسي ورته يکای پول وايي. ارز له ارزښت نه راوتلی چې په مانا CURRENCY دی. --Khangul 19:10, 9 جنوري 2012 (UTC)