خاوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
خاوره

سريزه: الحمدلله رب العلمين،وخالق الارض والسموة،وموصل الرزق للحيوانات،وله الحمد كماينبغي لجلال وجهه وعظيم سلطانه ،وصلاة والسلام على نبيالرحمة ونبي توبته محمد وعلى اله وجمع اصحابه وزرياته،

    امابعد:زۀ دلوى اومتعال خداى(ج) شكراداكوم چي موږ مسلمانانوته يي دراحت اوارام ژوند ټولي روښانه لاري پۀ خپل روشانه كتاب قران كريم كي پۀ پوره وضاحت سره بيان كړې اوزموږدژوند داړتياوړشيان يې پۀ ځمكه كي پۀ پوره نظام اوحكمت سره پيداكړې اوموږته يي دموجوداتو(اسمانونواوځمكي)اودخپل ځان دپيدايښت پۀ باره كي دتفكراودهغه پۀ حكمت باندي يې دپوهېدلولپاره عقل راكړى ددې لپاره چي دالله(ج) پۀ مخلوقاتوكي فكروكړواودخپل موقف ادراك وكړوځكه چي موږدې دنياته ددې لپاره رالېږل شوي يوچي يوازي اويوازي ديوۀ الله(ج)عبادت وكړواودهغه لوي ذات پۀ يواځيتوب يادكړوڅښتن تعالى ټول نعمتونه چي پۀ انسانانو يې پېرزوكړيدي دهريوۀ ارزښت ډېرلوړاوپۀ خپل ځاي كي ورته اهميت وركول كېږي خاوره هم يوداسي نعمت دى چي دهغه حاصل خېزي دزيات والي پۀ اساس ډېرقومونه اوولسونه غښتلي اوپر مختللي کيږي اودحاصل خيزي دکموالي په اساس ډېرقومونه دتنزيل پۀ لورروان دي انسان ديوۀ شي پۀ قدرهغه وخت پوهېږي چي دهغه شي پۀ نشتوالي كي زيان اونقصان محصوص كړي حاصل خېزي خاوري دنړۍ دډېروخلكولپاره دضرورت وړشيان برابروي .كمزوري اوكمي حاصل خېزي خاوري دكموخلكواړتياوي هم نۀ شي پوره كولاي دانسان ژوندترزياتي اندازې پۀ خاوره پوري تړلى دى اودخاوري ګټورتوب تردومره زياتي اندازې پۀ دې پوري اړه لري چي انسان څۀ ډول دهغې څخه گټه واخلي.ژوندي موجودات دخپل ژونددپايښت اوبقالپاره خاوري ته اړتيالري.نباتات خپل معدني موادله خاوري څخه اخلي.هغه خواړۀ چي حيوانات اوانسانان ورته ضرورت لري دخاوري څخه پۀ لاس راځي.خاوري د اوبودسرچينواوځنګلي سيمودساتلوسره نژدې اړيكي لري،دخاوري پۀ شتون كي ځنكلونه دچاپېريال موازنه ساتي چي دباران داورېدوپۀ اندازه داوبو،هوا(Climate) اوتودوخي درجه  كنترولوي.هغه ژوندي موجودات چي  پۀ خاوره كي ژوند كوي دانسانانولپاره خواړۀ،كالي،اوداستوګنځې ځيني موادبرابروي اوهمدارنګه نباتات دهغه څارويولپاره غذابرابروي كوم چي انسانان دهغوي لۀ غوښو،پوستوكو،وړيو،اونورومحصولاتوڅخه استفاده كوي نوويلاى شوچي خاوره دانسانانولپاره پۀ مستقيم اوغيرمستقيم ډول دښۀ ژوندلپاره ضروري ګڼل كېږي.ددې لپاره چي ددې ارزښتناكي شتمنې(خاوري)څخه ګټوره استفاده شوې وي اوهغه موساتلې وي نوبايدچي هغه وپېژنواوپرې پوه شو.نوماهم خپل دسيمينارموضوع دخاوري PH اوعضوي موادوپۀ برابرولوكي اخيستې ځكه ښې حاصل خېزي خاوري چي پۀ زيات مقدارمنرالي اوعضوي موادولري اودمناسبPH درلودونكې وي دنباتاتودښې ودې باعث كېږي .څرنګه چي ديوې علمي څېړني لپاره دمسلكي پوهانواوعلمي شخصيتونو،لارښونواومشوروته ضرورت اواړتياشته .نوماسره هم ددې سيمينار پۀ ترتيبولوكي محترم استادپوهنمل محمدعمر(عابد)هراړخيزه پوره علمي همكاري كړېده زۀ ددې همكاري څخه دزړۀ لۀ كومي مننه كوم اودخداي(ج)لۀ دربارڅخه ورته اجرعظيم غواړم.


خاوره څه شي ده؟

خاوره تقريباً دنړي په هر ځاي کې موجوده ده خو ډير خلک نه پوهيږي چې خاوره څه شي ده ،څنګه تشکيليږي،د هغې اساسي اجزاوي اوخواص کوم دي ،او ولي د يوې سيمي خاوري د بلي سيمي د خاورو څخه توپير لري .د خاوري (soil)کليمه د يوي لاتيني کليمي يعني(solum)څخه چې دځمکې ياخاوري معنى لري اخيستل شوي ده . دمختلفو خلکو لپاره خاوري مختلف مفاهم لري .يو بزګر خاوري د نباتاتو د استوګنې ځاي بولي چې نباتات پکې وده کوي . د بزګر لپاره نه يواځي خاوره ګټوره ده بلکي ضروري هم ګڼل کيږي .يو انجينر خاوره هغو سستو مخروبه موادو ته وايي چې ډبري اومنرالونه يې پوښلي دي او يا هغو موادو ته وايي چې نوموړي سړک،بند،استوګنځي اوداسي نور شيان ورباندي جوړوي .دخاوري پوهانو له نظره خاوره هغه طبيعي جسم دي چې اوږدوالي او ژوروالي او سورلري او د تجزيه شوو ډبرو او منرالونو او ورستو عضوي موادو له مخلوط څخه د پروفايل په شکل جوړه شوي وي او دځمکي پر مخ يو نوي قشر جوړوي چې دنباتاتو لپاره اوبه ،استوګنځي او يوه اندازه غذايي مواد برابروي .خاوري د ډبرو ،منرالونو او عضوي موادو څخه د تخريبي(destructive)او ترميمي(constructive)عمليو پوسيله د هغو د لومړنيو يا اصلي موادو يعني(parent materials)،اقليم ژونديو موجوداتو ،دځمکې د نشيب(relief)يا سلوپ او وخت تر اغيزو لاندي منځته راځي .په تخريبي عمليو کې ډبري ،منرالونه او عضوي مواد د فزيکي ،کيمياوي او بيولوژيکي عمليو په وسيله په نوو موادو باندي تجزيه کيږي .د ترميمي عمليو په جريان کې د تجزيه شوو ډبرو او منرالونو دپاتي شونو څخه نوي منرالونه لکه :کلي او نور دويمي منرالونه منځته راځي .

دخاوري اجزاوي:

خاوري دڅلورو عمده اجزاوو څخه جوړي شوي دي چې دمنرالي موادو ،عضوي موادو ،اوبو او هوا څخه عبارت دي .دحجم پر اساس ديوي ښي (silt loam)سرنې.خاوري تقريباً نيمايي برخه د جامدو زراتو او نورو نيمايي خلاوو څخه تشکيل شوي دي .دخاوري جامده برخه د عضوي اوغير عضوي موادو څخه عبارت ده چي عضوي مواد يي دخاوري په سلو کې د پنځوبرخو په شاوخوا کې او منرالي مواد يي په سلو کې د پنځه څلويښتو برخو په شاوخوا کې تشکيلوي .د وزن پر اساس دافغانستان خاوري په اوسط ډول په سلو کې ښايي د يوي څخه تردوو برخو پوري عضوي مواد ولري .په خاوره کې سربيره پر منرالي موادو بايد يوه مناسبه اندازه عضوي مواد هم موجود وي .همدارنګه دخاوري د اوبو او هوا تر منځ بايد يو مناسب انډول وساتل شي ځکه چې ډيري زياتي يا ډيري کمي اوبه د نباتاتو پر ودي باندي منفي اغيزي کوي او دهواد نشتوالي په صورت کې نباتات خپلي عادي ودي ته دوام نشي ورکولاي .دخاوري په اوبو کې اکثره وختونه منحل مواد موجود وي .دخاوري اوبه دهغو د منحلو موادو سره د خاوري د محلول په نوم ياديږي .د خاوري محلول د خاوري په حاصل خيزي (fertility)او نورو خواصو کې ډير ارزښت لري ځکه نباتات خپل د اړتيا وړ ضروري عناصرو يوه زياته برخه د خاوري د محلول څڅه اخلي همدارنګه دخاوري PHتر زياتي اندازي د خاوري د محلول په منحلو موادو پوري اړه لري

دخاوري پي ايچ Soil of PH

دخاورې PH دخاورې دډېرومهموكېمياوې خواصولۀ جملې څخه شمېرل كېږي PH نه يوازي دنباتاتووده اوحاصلات دخاورې دمايكرواورګانيزمونوفعاليت متاثره كوي بلكه پۀ خاوره كې دعناصرودمحلول اودنباتاتودضروري عناصروگټورتوب (Availability)هم تراغېزې لاندي راولې دخاورېPH دنبات پۀ وده كي زيات تاثير لري داځكه چي PH دنبات دغذايي موادوپۀ حلولوكې اغېزه لري دخاوري PH دخاوري ژوندي موجودات چي پۀ غير مستقيم ډول دنبات لۀ ودې سره اړيكي لري ترخپلې اغېزې لاندي راولې. د PH له مخي دخاوري ډولونه دPH لۀ مخي خاوره پۀ دريوګروپونووېشل كېږي: ۱ـ تېزابي خاوري (Acid soil) 2ـ خنثى خاوري (Neutral soil) 3ـ قلوي خاوري (Alkaline soil) ۱ـ تېزابي خاوري :هغه خاوري چي PH يې لۀ (7)اووڅخه ښكته وي دتېزابي خاوروپۀ نوم يادېږي ذكرشوې خاوري زياتره پۀ هغوسيموكې وې چي كلنى اورښت يې زيات وې زيات اورښت ددې سبب كېږي چي دخاوري ځيني قلوي عناصر لكه كلسيم،مګنېزيم،سوديم پوتاشيم ومينځل شي چي ددغوعناصروپۀ زياته اندازه مينځلوسره دخاوري تيزابيت لوړېږي،په تېزابي خاوروكې دقلوي كيتونونوزياتره برخه هايدروجن اوالمونيم نيولې وي اودقلوي تعويضي كيتونونواندازه پكښې كمه وي.دهايدروجن ايون پۀ مستقيمه توګه اودالمونيم ايونونه پۀ غير مستقيمه توګه دخاوري تېزاٰٰٰٰٰٰبي كېدلوسبب ګرځي .

دخاوري پۀ محلول كې دهايدروجن دايونونوفعال تېزابيتاودخاوري كلوئيدونوپوري نښتې هايدروجنونه اودالمونيم ايونونه دذخيروي تېزابيت پۀ نوم يادېږي. په ځينوكېمياوي سرولكه المونيم لرونكې سرې يورېااوالمونيم دوامداره استعمال هم دخاوري دتېزابيت دلوړېدوسبب كېږي

بايدوويل شي چي دافغانستان پۀ اكثره خاوروكي دتېزابيت شكل نه ليدل كيږي ځكه چي دافغانستان زياتره خاوري دوچ اونيم وچ اقليم لاندي واقع دي اوزياتره يي قلوي خواص اويوه اندازه چونه لري. ۲ـ خنثى خاوري :خنثى خاوري هغه خاوري دي چي PHيي (7)اووه وي .خنثى خاوري په هغوسيموكي پيداكېږي چي پۀ مناسبه اندازه اورښت ولري يعني په خنثى خاوروكي دتېزابيت اوقلويت درجې سره مساوي وي . ۳ـ قلوي خاوري (Alkaline soil) :هغه خاوري چي PHيې لۀ (7)اووۀ څخه لوړوي دقلوي خاوروپۀ نوم يادېږي . قلوي خاوري پۀ هغوسيموكي چي وچ اونيم وچ اقليم ولري اودكلني اورښت اندازه يې كمه وي پيداكېږي .پۀ قلوي خاوروكي پۀ زياته اندازه قلوي كېتونونه لكه:Ca(كلسيم)،Mg(مګنېزيم)،Na(سوديم)اوK(پوتاشيم)موجودوي اودخاوري دتعويضي كيتونونوزياتره برخه ددې عناصروپۀ واسطه نيول شوې وي دغه عناصرپۀ خاوروكي دمختلفومالګودمنځته راتلوسبب كېږي لكه كلسيم كاربونيت مګنېزيم كاربونيت اوسوديم كاربونيت په خاوره كي دنوموړومالګوشته والى باالخصوص سوديم كاربونيت دخاوري PH ډېرلوړوي كله چي پورتنۍ مالګي دخاوري پۀ محلول كي حل شي دهايروليزكېدوڅخه وروسته قوي القلي اوكمزوري تېزاب لاسته راځي.پۀ دې ترتيب دخاوري پۀ محلول كي دOH دايونونواندازه زياتېږي.



دخاوري دPH ټاكل:دهايدروجن دايون غلظت پۀ يولېتر محلول كي دPH په نوم يادېږي .ياPH دخاوري دتېزابيت اوقلويت درجې ته ويل كېږي چي قيمت يې عبارت دى لۀ 14 _تر_1=PH تجربوښودلې ده چي يولېتر خالصي اوبه موله دهايدروجن او موله دهايروكسيل ايون لري كه چېرته يومحلول هايدروجن دهايدروكسيل پۀ پرتله زيات اېښودل شوې وې نوموړى محلول تېزابي اوكه هايدروكسيل يې دهايدروجن پۀ پرتله زيات وښودل شي نوموړې قلوي محلول بلل كېږي. څرنګه چي ثابت عدددى يعني دي نوكه چېرته دهايدروجن غلظت زيات شي نوپۀ مقابل كي د غلظت كمېږي كه چېرته K يوايونايزېشن يوثابت عددوي اوهمدارنګه سره وي نوداسي ليكو:

همدارنګه  سره مساوي شي .

لۀ بلي خوالروچي د سره ددې لپاره چي PHلاسته راوړونودمساوات دواړه خواوولوګاريتم د10لسوپۀ قاعده نيسو.

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 قلويت زياتېږي تېزابيت زياتېږي اود دلاسته راوړلولپاره هم دمساوات دواړه خواوولوګاريتم دلس 10پۀ قاعده نيسو.

بالاخره لاندي رابطه لاسته راځي : . مثال:كه دخاوري پۀ يوۀ محلول كي دهايدروجن علظت وي نوPH يې محاسبه كړئ؟

مثال:كه چېرته دخاوري پۀ يومحلول كې دهايدروكسيل غلظت وي نوPHاوPOHيې محاسبه كړئ؟


په نباتاتودخاوري د PH ناوړه اغيزي

۱:په نباتاتودتېزابي PHناوړه اغېزې:لكه چي مخكي وويل شول پۀ تېزابي خاوروكې قلوي عناصرمينځل شوي وي.بناءًٌپۀ دې ډول خاوروكې ځيني نباتات لكه:رشقه،شوتله اونورليګيومي نباتات چې نسبتاًزيات كلسيم اومګنيزيم ته اړتيالري دنوموړوعناصروپۀ قلت باندي اخته كېږي اوپۀ ښۀ ډول وده نشي كولاي ځكه چي شوتله ،رشقه،اونورليګيومي نباتات دخپلې ښې ودي لپاره قلوي خاوروته اړتيالري پۀ تېزابي PHكي زياتره نباتات دفاسفورس پۀ قلت باندي هم اخته كېږي ځكه چي پۀ تېزابي خاوروكي پۀ زياتره اندازه منحله اوسپنه اوالمونيم موجودوي دفاسفورس سره دتعامل پۀ نتېجه كې داوسپني فاسفيت اودالمونيم فاسفيت منځ ته راځي چي دنباتاتولپاره دفاسفورس دغه شكلونه داستفادې وړنۀ دي ځكه چي نباتات دضرورت وړفاسفورس دمونوفاسفيت اوډاي فاسفيت پۀ شكلونوجذبوي .زياتره نايتروجني سري دخاوري تېزابيت زياتوي چي ښۀ مثال يې دامونيم نايتريت اوامونيم سلفيت دى.كله چي يوريا پۀ امونيم كارباميت باندي بدله شيPH يې لوړوي خوكله چي امونيم نايتريت باندي واوړي دخاوريPH بېرته كمېږي. ۲:په نباتاتودقلوي PH ناوړه اغېزې:پۀ قلوي خاوروكي پۀ زياته اندازه دقلوي كيتونونومالګي موجودي وي چي پۀ زياته اندازه دخاوري PH لوړوي پۀ کله ه كي دسوديم كاربونيت مالګه زياته وي دخاوري PH د8,5 څخه هم لوړوي اودبلې خواپۀ دې ډول خاوره كې دتعويضي سوديم اندازه زياته وي چي دفزيكي جوړښت دلۀ منځه تللوسبب ګرځي هغه قلوي خاوري چي پۀ زياته اندازه چونه لري پۀ دې خاوروكې نباتات دفاسفورس لۀ قلت سره مخامخ كېږي ځكه چي فاسفورس لۀ كلسيم سره تعامل كوي پۀ نتېجه كي تراي كلسيم فاسفيت لاسته راځي دفاسفورس نوموړى شكل هم دنباتاتولپاره داستفادې وړنه ده. اودانحلال قابليت يې ډېركم دى .بايد وويل شي چي پۀ قلوي خاوروكي دزياتومالګوموجوديت پۀ مستقيم ډول هم دنباتاتووده تراغېزې لاندي راولې .

هغه القلې خاورې چې پۀ خپلprofile كي د Horizon B ونه لري هغه القلې خاوري چي پۀ خپل پروفايل كي دB هوريزون ونه لري لاندي خصوصيات لري. ۱:هوريزونونه يي مالګينوخاوروته ورته وي. ۲:ښايي چي زياتي منحلي مالګي ولري. ۳:PH يې اكثره لۀ 8,4څخه لوړوي. ۴:داخاصيتونه اكثره پۀ سوديم كاربونيت لرونكې سولن چاك كي ليدل كېږي. ۵:داډول خاوري پۀ وچواولمدوځايونوكي پيداكېږي.


هغه القلي خاوره چي پۀ خپل پروفايل كي دB هوريزون ولري لاندي خصوصيات لري: ۱:دB طبقې ژوروالى يي عموماًلۀ صفرڅخه تر45 سانتي مترپوري وي. ۲:داهوريزون دمالګوټول ناوړه خاصيتونه لري . ۳:كله كله داسي هم كېږي چي دA هوريزون نۀ وي اودB هوريزون دځمكي پۀ مخ ليدل كېږي. ۴:ددې هورېزون دتعويضي سوديم اندازه عموماًپۀ سلوكي لۀ 15څخه زياته وي. اوكېداي شي چي پۀ سلوكي تر95پوري ورسېږي. ۵:ددې ډول خاورودمنحلومالګواندازه دسولن چاك پۀ نسبت لږه ده. ۶:دخاوري ډېرناوړه فزيكي خواص لري . ۷:PH يې تر11پوري لوړېږي اوچي داډول خاوري دSolantezپۀ نوم يادېږي.: دنباتاتوپروده دخاوري دPH اغيزي دخاوري PH دنباتاتوپۀ وده باندي پۀ لاندي ډول اعېزه كوي: ۱:دنباتاتودغذايي موادوګټورتوب اغېزمن كوي. ۲:دذهري موادو(المونيم)زيات انحلال دنباتاتوپۀ زيان تمامېږي . ۳:دخاوري دمايكروسكوپي ژونديوموجوداتوفعاليت ترخپلې اغېزې لاندي راولې. ۴:دريښوپۀ حجراتوباندي دPHمستقيمي اغېزې يعني نباتاتوته داوبواوغذايي موادوجذب.څومره چي دخاوري كلسيم ،مګنېزيم اوپوتاشيم دخاوري دپاسنۍ برخي څخه مينځل كېږي پۀ هغه اندازه سره يي PH كمېږي پۀ هره اندازه چي دخاوري څخه مثبت تعويضي ايونونه ليري كېږي ځاي يې هايدروجن اوالمونيم نيسي .كلسيم كاربونيت پۀ خاوره كي دتېزاب پۀ تعامل كي دبفركاركوي يعني نه پرېږدي چي خاوري يي تېزابي شي لۀ همدې كبله دافغانستان داهكي خاوروPH د8,2 پۀ شاوخواكي دى اودكتنې وړتغيرنه كوي .دادكلسيم دانحلال دزياتېدولۀ كبله دى چي تعويضي كلسيم دتعويضي هايدروجن ځاي نيسي .بې ځايه شوى هايدروجن دكاربونيت لۀ اكسيجن سره يوځاي كېږي اوبۀ جوړوي .پۀ نوموړې عمليه كي ازادېږي لۀ همدې كبله كلسيم كاربونيت يادكرنې اهكي مواددتېزابي خاوروداصلاح كوونكوموادوپۀ ډول كاركوي . په مايکرواورګانيزمونودPH اغيزي پۀ خاوروكي برسېره پۀ اصلي نباتاتوګڼ شمېرهرزه ګياوي ځيني دنباتي افتونوعوامل اوداسي نورژوندي موجودات شته هغه ژوندي موجودات چي پۀ خاوره كي اوسېږي اودنايتروجن دنصب عمليه پۀ مخ وړي دتېزابي محيط پۀ وسيله زياتره متاثره كېږي اوزيات القلي محيط هم دهغوي پۀ ژوندباندي ناوړه اغېزه لري مناسب محيط دمايكرواورګانيزمونولپاره خنثى محيط ټاكل شوى دى چي PH يې اووۀ (7)دى. دخاوري په PH دغيري عضوي مرکباتوتاثير غيرعضوي مركبونه دخاوري پۀ PHباندي دومره اغېزه نه لري مګر بياهم فاسفيت،باي كاربونيت اوكاربونيت ښايي چي دصفايي يعني مينځلووظيفه اجراء اودPH تغير كنترول كړي چي پۀ نباتي حجروكي دPH تغير دعضوي تېزابوپۀ واسطه صورت نيسي.




دنباتاتوپروده دتعويضي سوديم اغيزي كله چي دخاوروسوديم توب زيات اودPH له 8,5 څخه تر9 پوري لوړ شي نوعضوي مواد تجزيه كېږي اوپۀ ډېروځايونوكي سوديم هيومت جوړېږي.اوهمدارنګه لوړPH دنباتاتودغذايي موادوګټورتوب باندي اغېزه لري كله چي PH لۀ 9څخه لوړياد9 په شاوخواكي وي فاسفورس دسوديم فاسفيت پۀ ډول ګرځي اوحلېدل يې زياتېږي مګر لۀ بلي خوادنباتاتولپاره دفاسفورس جذب پۀ سوديمي حالاتوكي دخنثى اويالږڅۀ تېزابي حالت پۀ پرتله لږدى .همدارنګه ځيني راپورونه ښيي چي دفاسفورس ګټورتوب پۀ مالګينوالقلي حالتونوكي كمېږي. كله چي پۀ خاوروكي PH له 7,6 څخه لوړشي نودهايدروجن جذب كمېږي .كه چېرته خاوري پۀ كافي اندازه اكسيجن اوښۀ فزيكي خواص ولري نوبيا دهايدروجن جذب ترهغه وخته پوري چي PH يې 8 ته رسېږي همدومره نه كمېږي.پۀ القلي خاوروكي دنايتروجن جوړېدنه لږصورت نيسي كله چي دخاري تعويضي سوديم اندازه پۀ سلوكي لۀ 12 څخه لوړه شي دخاوري ستركچريعني جوړښت خرابېږي اوپۀ نتېجه كي يي په خاوره كي داوبواوهواحركت كمېږي اوهمدارنګه زيات تعويضي سوديم نباتات دكلسيم اوځيني نوروعناصروجذب كموي.




دخاوري عضوي مواد(Soil organic Maher)

عضوي مواددژونديوموجوداتودهغوپاتي شونوڅخه عبارت دي چي دتجزيي پۀ مختلفومرحلوكي قرار لري اودخاوري يوه فعاله برخه جوړوي چي ژوندي فعال موادپۀ بركي نيسي ياپۀ بل عبارت دخاوري عضوي مواد دنباتي اوحيواني موادولۀ پاتي شونوڅخه عبارت دي چي پۀ خاوروكي دتجزيي پۀ مختلفومرحلوكي قرارلري اودخاوري ډېره مهمه اوفعاله برخه جوړوي.عضوي مواد دخاوري دستركچرداصلاح كولودخاوري دVoracity(خاليګاؤ)دزياتولواوپۀ خاوره كي داوبواوهواداړيكوپۀ اصلاح كولوكي خاص ارزښت لري دخاوري دعضوي موادوپۀ واسطه دخاوري دجوړښت باثباته دانې منځ ته راځي عضوي مواد پۀ خاوره كي دښۀ ستركچردتشكيل لۀ لاري پۀ خاوره كي داوبواوهواحركت اسانه كوي عضوي موادپۀ خاوره كي لۀ يوې خوادژونديومايكرواورګانيزمونولپاره انرژي اوغذايي مواد برابروي اولۀ بلي خوادنباتاتولپاره دضروري عناصرونسبتاًمكمله منبع بلل كېږي.نږدي دخاوري ټول نايتروجن 50-60%پوري، فاسفورس 80% پۀ شاوخواكي سلفر،برون اويوه اندازه مولبدنيوم پۀ نوم پۀخاوره كي پۀ عضوي شكل وجودلري .اوهمدارنګه دخاوري عضوي مواددخاوري ددانوپۀ تشكيل كي عمده رول لري ځكه چي نوموړي موادسريښونكى خاصيت لري اودخاوري دكوچنيوذراتودسريښولووظيفه سرته رسوي چي پۀ نتېجه كي دخاوري دوهمي ذرات (Aggregates)منځته راځي اوخاوري ته يومناسب فزيكي جوړښت وركوي.دخاوري عضوي مواددخاوري دفزيكي اوكيمياوي خواصوپۀ اصلاح كي عمده رول لري .عضوي موادپۀ زياته اندازه سره انرژي لري چي ددې انرژي څخه يوه اندازه دخاوري دميكروبوپۀ واسطه پۀ مصرف رسېږي اويوه اندازه چي پۀ احتمالي توګه دتودوخي پۀ شكل سره ازادېږي.پۀ هغه خاوروكي چي عضوي موادپكي استعمال شوي نۀ وي پۀ كلني حساب سره يوميليون كالوري تودوخه ضايع كوي پۀ داسي حال كي چي دغه ضايعات پۀ هغه كي چي حيواني سره اوياعضوي مواد پكي استعمال شوي وي 15 مليونه كالوري ته رسېږي.دافغانستان په ډيروخاوروکي دعضوي موادومنځنۍاندازه په سلوکي تريوه پوري رسيږي٠ دنباتاتوارږشت دخاوري دعضوي موادوپه جوړيدوکي دحيواناتوپه پرتله زيات دى ځکه دنباتاتويوه برخه په خاوروکي پاتي کيږي حال داچي حيوانات ياځيني موادترشح کوي اويادهغو‌ۍبدن له مړيني وروسته دخاوري دعضوي موادوپه جوړيدوکي برخه اخلي عضوي مواددخاوري يوډيرمهم جزدي چي دخاوري په کيمياوي اوفزيکي خواصوباندي اغيزه کوي٠ دعضوي موادومهمي منابع پۀ عمومي صورت سره ويلاي شوچي دعضوي موادوزياته اندازه يابرخه 98% دنباتاتولۀ لاري اويوه كمه برخه 2% دحيواني بقاياؤپۀ واسطه منځته راځي دعضوي موادوعمده منابع عبارت دي لۀ: ۱:شين كود (Green manure) ۲:حيواني بقاياوي اوحيواني سري ۳:دخاوروژوندي موجودات چي دنباتاتوڅخه تغذيه كوي ۴:دنباتاتوريښې اونوري بقاياوي. ۵:ځمكي ته پوښښ وركول (Mulching) . Mulch: - مچ دخاوري پۀ مخ دنباتاتودپاتي شونواونوروموادوخورول چي دخاوري داوبودتبخيرمخنيوى اودخاوري تودوخه كنترولوي.مچ دخاوري دپتريو (Crust) دتشكيل مخه نيسي دتخريب پۀ وړاندي دخاوري پۀ ساتنه اوژغورنه كي مهمه اوزياته مرسته كوي اودباران دڅاڅكوحركي انرژي كموي.پۀ خاوروكي داوبونفوذزياتوي.اودخاوري پۀ مخ دروانواوبوچټكتياكموي كوم چي پۀ مجموعي ډول دخاوري دتخريب پۀ مخنيوي كي دپام وړتاثيرات لري.هغه شيان چي پۀ مچ كي ورڅخه ګټه اخيستل كېږي پۀ لاندي ډول دي. ۱:پروړه يا وچ واښۀ (Straw) ۲:دونوپاڼي(Tree leaves) ۳:عضوي سري(Organic Manure) اوداسي نور...


دعضوي موادوله مخي دخاوري ډولونه الف:عضوي خاوري ( organic soil) :عضوي خاوري هغوخاوروته ويل کيږي چي د%٢٠څخه زيات عضوي موادولري.داډول خاوري عموماًپه لندواوسړوسيموکي پيداکيږي



عضوي خاوري هم پۀ دووګروپونوويشل شوې دي: ۱:Peat soil :هغه عضوي خاوري دي چي دپنځوس څخه ترپنځۀ نوي(50-95)فيصده

پوري عضوي مواد ولري.ددې خاوروعضوي موادښۀ نۀ دي تجزيه شوي.نباتي اوحيواني پاتي شوني يي پۀ اسانۍ سره پېژندل كېږي.

۲:(Muck soil) :هغه خاوري دي چي لۀ (20-50%) پوري عضوي مواد ولري.ددې خاوروعضوي مواد ښۀ تجزيه شوي دي.حيواني اونباتي بقاياوي يي پۀ اسانۍ سره ښۀ نه ليدل كېږي. ب منرالي خاوري (Mineral soil): هغه خاوري دي چي د20% څخه كم عضوي مواد ولري چي پۀ ځينومنرالي خاوروكي دعضوي موادواندازه لۀ يوۀ فيصدڅخه كمه وي.غيرعضوي يامنرالي خاوري عموماً پۀ وچواوتودوسيموكي زياتي ليدل كېږي.زموږدګران هيوادخاوري دمنرالي خاوروپۀ ډله كي شمېرل كېږي.

دظاهري خواصولۀ مخي دعضوي خاوروپېژندل پۀ يوه كرونده كي دعضوي موادواندازه دلاندي شيانوپۀ ليدلوسره څۀ ناڅۀ تخمين كېداى شي. ۱:دخاوري توررنګ(Black color) :دخاوري تور رنګ دزياتو عضوي موادو ښکارندوي دي . ۲:دخاوري ښه بڼه:هغه خاوري چي ثابتي دانې اوښه بڼه ولري ښايي چي ښۀ عضوي موادولري. ۳:دخاوري سپكوالى:ځرنګه چي دعضوي موادووزن نسبت منرالي موادوته ديومعين حجم لۀ مخي ډېرسپك دي .نوبناءً هرڅومره چي دعضوي موادواندازه پۀ خاوروكي زياتېږي پۀ هم هغه اندازه دخاوري وزن كمېږي.څرنګه چي دخاوري عضوي مواددحيواني،نباتي اومايكروسكوپي ژونديوموجوداتولۀ حجروڅخه لاسته راځي.نولۀ دې امله دهغوي كيمياوي جوړښت پېچلى وي.



.



دخاوري دعضوي موادومختلفي اجزاوي دخاوري دعضوي موادواجزاوي پۀ لاندي ډول دي: ۱:كاربوهايدريتونه(Carbohydrates):دخاوري دعضوي موادو د کاربوهايدريت اندازه په سلو کې له پنځو څخه تر پنځوسو پوري اټکل کيداي شي په خاورو کې کاربوهايريت د مايکروسکوپي ژوو ،دنبات دريښو او د نبات دتجزيه کيدونکو برخو څخه په مختلفو مرحلو کې لاسته راځي .کاربوهايدريت د يو شمير مايکروسکوپي ژوو دضرورت وړ کاربوني موادجوړوي . ۲:پروتين(Protein): پروتين هم دخاوري په عضوي موادوکې ليدل کيږي دپروټين دجوړيدو لومړني مرحله د امينواسيدو له جوړيدو څخه عبارت ده چې هلته امونيم په يوه عضوي مرکب کې داخليږي او نوموړي عمليه د امينيشن په نوم ياديږي . ۳:ليګنين(lignin): په نباتاتو کې ليګنين په دريمه درجه په Middlelamela کې چې دحجري دديوال سره نژدي اړيکې لري پيدا کيږي .ليګنين ښايي چې په نباتاتو کې په ازاد ډول موجود نه وي مګر ديوه پيچلي کاربوهايدريت په ډول ليګنين په نباتاتو کې موجود دي او دهيو ميس د اسکليټ اساس جوړوي د ليګنين په کيمياوي جوړښت کې کاربن ،هايدروجن او اکسيجن په حلقوي ډول برخه لري که څه هم ليګنين تجزيه اسانه نه ده مګر بيا هم د خاوري دليګنين اندازه کميږي ځکه په خاوره کې د ليګنين استقلاب صورت نيسي د هيوميس په جوړيدو کې ليګنين برخه اخلي د ليګنين ماليکول لومړي په وينيلين Vanillin او سيرنګ الديهايد ،کافي پرالديهايد او ځينو نورو موادو باندي ماتيږي . ۴:شحمي،مومي اوسريښناكه مواد:دغه مواددخاوري پۀ عضوي موادوكي شامل وي چي دمايكرواورګانيزمونودفعاليت پۀ نتيجه كي دعضوي موادودتجزيې پۀ صورت كي رامنځته كېږي شحميات ښايي چې دمنرالي خاورو دعضوي موادو په سلو کې له يوه څخه تر پنځو برخو پوري په بر کې نيسي حال داچې شحمي مواد د عضوي خاور د عضوي مواد په سلو کې تر شلو پوري رسيږي .مومي مواد امکان لري خاوري داسي سره سريښي کړي چې له هغو څخه دنبات منرالي غذا دخاوري محلول ته لاړه نشي پدې ترڅ کې دنباتاتو دغذايي موادو جزب کميږي همدارنګه مومي مواد دامکان په صورت کې کولاي شي چې دعضوي نايتروجن منرالايزيشن کم کړي يو ګڼ شمير شحمي مواد ښايي چې دخاوري دثابتو دانو په جوړيدو کې دځينو سريښناکو موادو وظيفي اجرا کړي .کچيرته ځيني لږ ورته شحمي مواد د نبات په واسطه جذب شي ښايي چې دنبات په ضرر تمام شي. دعضوي موادوتجزيه دعضوي موادو تجزيه په لاندنيو شيانو پوري اړه لري : تودوخه،لنده بل،دعضوي موادو ډول او دمايکروسکوپي ژونديو موجوداتو فعاليت دعضوي موادو په تجزيه باندي اغيزه لري .څرنګه چې مايکروسکوپي ژوي دمناسبې تودوخې او لندبل په وخت کې دعضوي موادو په تجزيه کې ستر رول لري . نوښه به داوي چې يوڅه رڼا پري واچوله شي .بکتريا او فنجي ترټولو زيات دعضوي موادو په تجزيه کې رول لوبوي خو اکتينومايستيس،ځيني الجي ،دځمکي چنجي ،ځيني حشرات او نيماتودونه هم دعضوي موادو په تجزيه کې مرسته کوي .بکتريا او فنجي دواړه دپي ايچ په خنثي شرايطو،لندو خاورو او دسانتي ګراد د ٢٥ څخه تر ٣٥ درجو تودوخي په شاوخوا کې د عضوي موادو په تجزيه کې ډير فعال دي .خو فنجي له بکتريا څخه زيات تيزابي او وچ شرايط زغملاي شي مګر بکتريا دنباتاتو د عادي انساجو په تجزيه کې دفنجي څخه فعال دي .



هغه مواد چې په خاوره کې د عضوي موادو دتجزيې څخه لاسته راځي دعضوي موادو له تجزيې څخه لاندي مواد لاسته راځي: ۱:دخاوري انرژي(Soil Energy) :دعضوي موادو دتجزيي په صورت کې يوه زياته اندازه انرژي توليديږي چې يوه اندازه يې دهغو مايکرو اورګانيزمونو پواسطه چې عضوي مواد تجزيه کوي په مصرف رسيږي اويوه اندازه يې په خاوره کې دپټي انرژي(latent. Energy)په شکل اوړي اويا داچې دحرارت په شکل له خاوري څخه ازاديږي . ۲:ځيني ساده مواد(Simple products) :يوه اندازه کاربن ،نايتروجن او نور عناصر د مايکروسکوپي ژوو پواسطه استعمالږي او همدارنگه يوه اندازه کاربن داي اکسايد ،اوبه ،ميتان،نايتريت،سلفيټ،هايدروجن سلفايد او نور چې يا دخاوري په محلول کې پاتي کيږي او ياهوا ته ځي. ۳:هيومس(Humus) :دعضوي موادو دتجزيي څخه پاتي شوي مقاوم مرکبات لکه :ليګنين،شحميات او داسي نور ... او دمايکرو اورګانيزمونو په واسطه نوي جوړ شوي عضوي مواد لکه :پولي سکرايدونه چې دمايکرو اورګانيزمونو دحجرو برخه ګرځي .خاوره دهيومس اساسي برخه جوړوي .پس ويلاي شو چې هيومس يوه ساده ماده نه بلکي دډيرو پيچلو مرکبونو د مخلوط څخه عبارت دي .چې په لاندي ډول يې داسي تعريفوو :هيومس دپيچلو نسبتاً مقاومو غير کرستلي اوکولايدي موادو يو غير متجانس مخلوط دي چې تور رنګ يانصواري رنګ لري او دعضوي موادو د تجزيې په صورت کې منځته راځي .هيومس ياعضوي کولايدونه د نباتي اوحيواني پاتي شونو د تجزيې او د مايکرو بي فعاليت څخه د جوړشوو موادو يو پيچلي کولايدي او غير بلوري اخرني موقتي حاصل دي چې عضوي مواد يې بيا هم په دوامداره توګه ورو ورو تجزيه کيږي.




دعضوي موادواثردخاوري دژونديوموجوداتوپۀ فعاليت باندي پۀ خاوره كي موجودعضوي مواددخاوري د مايكرواورګانيزمونو (Micro organism) پۀ وسيله تجزيه كېږي ترڅودهغوي لۀ تجزيې څخه خپله انرژي پۀ لاس راوړي. كه چېري دخاوري عضوي موادپۀ ښۀ ډول تجزيه نۀ شي دخاوري دكوچنيوزراتوپۀ سريښولوكي چندان رول نۀ شي لوبولاى.لۀ بلي خوادخاوري ټول ژوندي موجودات دخپل ژوندپۀ دوران كي دعضوي موادوڅخه تغذيه كوي اودتغذيې پۀ صورت كي پۀ چټكۍ سره تكثركوي اوشمېريې پۀ خاوره كي زياتېږي. ددوي لۀ مړيني څخه وروسته پۀ خاوره كي دعضوي موادواندازه زياتېږي چي پۀ نوبت سره دخاوري دباثباته دانوپۀ رامنځته كولوكي رول لوبوي همدارنګه نوموړي ژوندي موجودات دخپل ژوندپه دوران كي يوه اندازه سريښونكي موادترشح كوي كوم چي دخاوري دكوچنيوزراتوپۀ سريښولوكي زياته ونډه اخلي.






دعضوي موادوارزښت(Importance of Organic.m) دعضوي موادودارزښت پۀ هكله لاندي مهم ټکي ديادولووړدي. ۱:عضوي مواددخاوري دساختمان اودفزيكي خواصوپۀ اصلاح كولوكي كومك كوي پۀ دې معنى چي لۀ يوې خوادځينوخاورودشيندل شويوزراتوپۀ نږدې كولواويوځاي كولوسره دهغوي داوبوساتلوقدرت اوظرفيت زياتوي اولۀ بلي خوادځينوسختويعني(Clay)خاوروپۀ نرمولوسره دهغوي دتهوي حالت ښۀ كوي. ۲:دخاوري دميكروبونواودنباتاتولپاره غذايي مواد برابروي. ۳:عضوي مواددخاوري دکيتونونوپۀ جذب كي كومك كوي. ۴:عضوي مواددنباتاتودضروري عناصروپۀ مؤثريت باندي تاثيرلري. ۵:دعضوي موادوپۀ استعمال سره پۀ خاوره كي دنباتاتوځيني عناصر لكه نايتروجن اونورعلاوه كېږي. ۶:عضوي مواددخاوري دګرموالي سبب ګرځي. ۷:عضوي مواددخاوري تخريبات (Erosion) كموي. ۸:دخاوري پۀ مخ ناتجزيه شوي عضوي مواددباداواوبوپۀ واسطه دخاوري تخريب كموي داځكه چي دباداوباران څاڅكي نه پرېږدي چي پۀ مستقيم ډول پۀ خاوره باندي ولګېږي. ۹:دعضوي موادودتجزيې پۀ صورت كي ځيني سريښناكه موادمنځته راځي چي دخاوري داګريګيتونوپۀ ثبات اودخاوري دښۀ ستركچر دجوړېدوسبب ګرځي. ۱۰:دعضوي موادودتجزيې پۀ صورت كي دخاوري دمايكرواورګانيزمونولپاره غذايي مواداوانرژي برابروي. ۱۱:دخاوري پۀ مخ عضوي مواد،خاوره پۀ ژمي كي توده اوپۀ اوړي كي سړه ساتي يعني دخاوري پۀ تودوخه كي دزيات تغيرمخ نيوى كوي. ۱۲:دخاوري عضوي مواددنباتاتولپاره ضروري عناصرپۀ تېره بيانايتروجن ،فاسفورس ،سلفر،برون،مولبدنيوم ډېره ښه منبع ګڼل كېږي . ۱۳:عضوي مواددخاوري دتوربخن اونصواري رنګ سبب ګرځي چي دتودوخي پۀ جذبولوكي مرسته كوي . ۱۴:عضوي موادپۀ خاوره كي داوبونفوذزياتوي اودخاوري داوبوساتلوتوان زياتوي. ١٥: تجزيه شوي عضوي مواد دخاوري بڼه اصلاح کوي ځکه چې دعضوي موادو د تجزيې څخه ژاولي لرونکې مواد لاسته راځي چې دخاوري دثابتو زراتو او ښـو بڼودجوړيدو سبب ګرځي .څرنګه چې دخاوري عضوي مواد تل په تغير کې دي نو دخاوري دښي بڼي د ساتلو لپاره بايد په دوامداره توګه په خاوره کې عضوي مواد برابر شي . ١٦:په خاوره کې تجزيه شوي ريښي خپل ځايونه د اوبو او د اکسيجن د ليږدولو او ځاي پر ځاي کيدو لپاره پريږدي . ١٧:هغه ژوي چې په خاوره کې ژوند کوي تازه عضوي مواد استعمالوي . ١٨:عضوي مواد په خاورو کې د اوبو په نيولو او ساتلو کې مرسته کوي ١٩:عضوي مواد دخاوري د پي ايچ د تغير په هکله دخاوري مقاومت زياتيږي او هم دخاوي پي ايچ انډولوي همدارنګه د عضوي موادو دتجزيي څخه يوه اندازه تيزابونه لاسته راځي چې دنباتي غذا په حلولو کې مرسته کوي . ٢٠:ښه تجزيه شوي عضوي مواد يا هيومس يوه اندازه تعويضي پوتاشيم ،کلسيم ،مګنيزيم او امونيم دخپلو منفي چارچونو پواسطه دځان سره نيسي او دضايع کيدو څخه يي ساتي . ٢١:دعضوي موادو دتجزيي څخه منفي عضوي ايونونه لاست راځي چې په تيزابي خاور کې د المونيم او اوسپني سره تعامل کوي او خاورو کې د ګټور فاسفورس اندازه زياتوي.












نتېجه ګيري

۱:دخاوري PH :دخاوري PH دخاوري دډېرومهموكيمياوي خواصولۀ جملې څخه شمېرل كېږي.PH نه يوازي دنباتاتووده اوحاصلات اودخاوري دمايكرواورګانيزمونوفعاليت متاثره كوي بلكه پۀ خاوره كي دعناصرودمحلول اودنباتاتودضروري عناصروګټورتوب (Availability) هم تراغيزي لاندي راولي.دخاوري PH دنباتاتوپۀ وده كي زيات ارزښت لري ځيني نباتات دخپلي ښي ودي لپاره تېزابي محيط اوځيني يي القلي محيط خوښوي چي دنباتاتودښي ودي لپاره مناسب PH=6,5-7,5 پوري ټاكل شوېده اوهمدارنګه دخاوري PH دخاوري ژوندي موجودات چي پۀ غيرمستقيم ډول دنباتاتولۀ ودي سره اړيكي لري فعاليت يې متاثره كوي .هغه ژوندي موجودات چي پۀ خاوره كي اوسېږي اودنايتروجن دنصب عمليه پۀ مخ وړي دتېزابي محيط پۀ وسيله زياتره متاثره كېږي اوزيات القلي محيط هم دهغوي په ژوندباندي ناوړه اغېزه لري.دمايكرواورګانيزمونولپاره ترټولومناسب محيط خنثىPH ټاكل شوى دى همدارنګه دسروزيات استعمال هم دخاوري PH لوړوي اوكموي . اودخاوري دمالګينتوب سبب ګرځي ځكه چي زياتره سري په خپل تركيب كي مالګي لري .كه چيرته المونيم لرونكي سري اونايتروجن لرونكي سري په زيات مقداراستعمال شي دخاوري تيزابيت زياتوي يعني كه يورياپه امونيم كارباميټ بدله شي دخاوري PHلوړوي اوكه په امونيم نايتريت بدله شي دخاوري PHبيرته كموي.نوويلاى شوچي سري بايدپه مناسبه اندازه استعمال شي دزياتي سري استعمال غيراقتصادي تماميږي اوپه خاوده كي دزياتي سري استعمالول دخاوري دمالګين توب سبب ګرځي اوبل داچي كه سره په مناسبه اندازه استعمال كړو نونباتاتوڅخه په ښه شان استفاده كولاى شي . ۲:دخاوري عضوي: مواد:دخاوري عضوي مواددنباتي اوحيواني موادولۀ پاتي شونوڅخه عبارت دي چي پۀ خاوره كي دتجزيې پۀ مختلفومرحلوكي قرارلري اودخاوري ډېره مهمه اوفعاله برخه جوړوي .عضوي مواددخاوري دجوړښت داصلاح كولواودخاوري دخاليګاووپۀ زياتوالي كي مهم رول لري اوهمدارنګه داوبواوهواداړيكوپۀ اصلاح كولوكي هم خاص ارزښت لري .دخاوري دعضوي موادوپۀ واسطه دخاوري دجوړښت باثباته دانې منځته راځي اودخاوري دژونديومايكرواورګانيزمونولپاره انرژي اوغذايي موادبرابروي اولۀ بلې خوادنباتاتولپاره دضروري غذايي عناصرويوه مكمله منبع بلل كېږي.دخاوري عضوي مواددخاوري پۀ تشكيل كي عمده رول لري ځكه چي نوموړي موادسريښوونكي خاصيت لري اودخاوري دكوچنيوزراتودسريښولووظيفه سرته رسوي پۀ نتېجه كي دخاوري دوهمي زرات (Aggregates) منځته راځي اوخاوري ته يومناسب فزيكي جوړښت وركوي .ټول ژوندي موجودات كوم چي پۀ خاوره كي ژوندكوي دخپل ژوندپۀ دوران كي دعضوي موادوڅخه تغذيه كوي اودتغذيې پۀ صورت كي پۀ چټكۍ سره تكثركوي اوشمېريې پۀ خاوره كي زياتېږي چي ددوي لۀمړيني څخه وروسته هم پۀ خاوره كي دعضوي موادواندازه زياتېږي.


اخذليكونه

١:افغان ،عبدالخليل .(١٣٨٠هـ ش) دخاوري عضوي مواد. ٢:ثمين ،عبدالقهاراوايوبي عبدالغني .(١٣٦٧هـ ش ). خاوره پوهنه . ٣: ثمين،عبدالقهاراوزغردمحمدعالم .(١٣٦٠هـ ش) .دخاوري کيميا اودنباتاتوتغذيه .دکابل پوهنتون . ٤:خيرک ،نيازمحمد.(١٣٨٥هـ ش). Soil testing.خوست پوهنتون. ٥:عابد،محمدعمر.(١٣٨٩هـ ش) . نباتي فزيولوژي .ننکرهارپوهنتون . ٦:کرهنيار، فراموز.(١٣٦٤هـ ش ) . اساسات زراعت عمومي . ٧:نړيوال پرمختيايي اداري دختيزي سيمي دمتبادل پرمختګ پروګرام.(١٣٨٨هـ ش) . ٨:هاشمي ، محمدحنيف .(١٣٨٦هـ ش ) .دخاوري حاصل خيزي خوست پوهنتون .

خاوره